د "داهل بيت ديني او علمي مرجعيت" د بڼو تر مېنځ توپير

د ویکی پاسخ لخوا
(د " {{سوال}} د اهل بيت پر ديني او علمي مرجعيت باندي څه دليلونه شتون لري؟ {{پایان سوال}} اهل بيت د رسول الله د احاديثو له مخې د مسلمانانو لپاره د ديني او علمي مرجع په توګه معرفي شوي دي. په نبوي احاديثو کي راغلي دي چې که څوک د قرآن تر څنګ د اهل بيت څخه لاوروي وکړي هيڅک..." تورو مخ جوړ شو)
 
د سمون لنډیز نسته
 
(د همدغه کارن لخوا يوه منځوۍ بڼه نه ده ښکاره شوې)
۳۸ کرښه: ۳۸ کرښه:
د سفينې حديث په ډاګه مسلمانانواو ټولو انسانانو ته دا ټينګار کوي چې د خپل د ځانونو د ژغورنې لپاره بايد د اهل بيت د علم او پوهني بېړۍ ته پناه يوسي او د هغوی د علم تر رڼا لاندي د هر ډول انحرافي او با طلو عقيدو له خطر نه ځانونه وساتي او په پاي کي د خداي او دهغه د رسول(ص) د رضايت د لاسته راوړني په ترڅ کي د ابدي نيکمرغۍ او سعادت څوکي ته ځانونه ورسوي. همدارنګه چې د نوح د بېړۍ تر څنګه هيڅ ډول ژغورونکۍ د خدای د عذاب په وړاندي شتون نه درلود، د اهل بيت د علم او پوهني ترڅنګه هم هيڅ ډول علمي او پوهنيز ژغورونکۍ شتون نه لري. دا هغه شی دی چې ددې حديث څخه لاس ته راځي.  

==د مدينه العلم حديث ==
==د مدينة العلم حديث ==

د رسول الله(ص) په حديثونو کي يو ځانګړۍ حديث د حضرت علي(ع) په باره کي راغلی دی. او دا ثابته ده چې حضرت علي(ع) د اهل بيت په سر کي ځاي لري. په دې حديث کي ويل شوی دی چې رسول الله مبارک(ص) د علم او پوهني ښار دی او حضرت علي(ع) ددغې ښار دروازه ده. دا حديث په ډېرو کتابونو کي دا بن عباس ، جابر بن عبد الله او نورو اصحابو لخوا نقل شوی دی چې رسول الله(ص) و فرمايل: «انا مدينه العلم و علي بابها فمن ارد المدينه فليات الباب(فلياتها من بابها)؛ زه د علم ښار يم او علي ئې دروازه ده ، نو هر څوک چې غواړي دې ښار ته د ننوتو اراده وکړي بايد د هغه له دروازې څخه ښار ته ننوزي».<ref>المستدرک في الصحيحين، ۳ټوک، ۱۳۷ او ۱۳۸ مخونه؛ صدوق، محمد بن علي، التوحيد، ۳۰۷مخ، قم منشورا چامعه مدسين، ۳۰۷ مخ.</ref> ددې حديث معنا داده ، هر څوک چې غواړي د رسول الله(ص) علم او پوهنې ته ورسيږي او هغه لاس ته راوړي بايد علي(ع) ته ورشي او د هغه د علم څخه کټه واخلي ؛ ځکه چې هغه د رسول الله د علم دروازه ده. نو له همدې کبله په ګڼو کتابونو کي علي(ع) په دې نوم (باب مدينه العلم) يادول شوی دی.  

۴۹ کرښه: ۴۹ کرښه:

په پاي کي د امام فخر رازي وينا د پام وړ دی چې ويلی ئې دی: هر څوک پخپل دين کې په علي بن ابي طالب باندي اقتداء وکړي په رښتيا چې د هدايت لاره يې موندلې ده، او پر دې باندي دليل دادی چې پيغمبر(ص) وفرمايل: «اللهم ادر الحق مع علي حيث دار؛ خدايه حق د علي سره وګرځوه هر چيري چې و اوسيږي.»<ref>التفسير الکبير(مفاتيح الغيب) ، ۱ټوک،۱۶۸ مخ.</ref>

==سرچينې==

د ۱۷:۴۴, ۱۵ اکتوبر ۲۰۲۴ پورې تازه بڼه

پوښتنه

د اهل بيت پر ديني او علمي مرجعيت باندي څه دليلونه شتون لري؟

اهل بيت د رسول الله د احاديثو له مخې د مسلمانانو لپاره د ديني او علمي مرجع په توګه معرفي شوي دي. په نبوي احاديثو کي راغلي دي چې که څوک د قرآن تر څنګ د اهل بيت څخه لاوروي وکړي هيڅکله په بې لاری او ګمراه نشي.او همداراز اهل بیت د حضرت نوح (ع) د بېړۍ په توګه د ژغورنې لاره ګرځول شوی دی. رسول الله مبارک (ص) امام علی (ع) خپل د پوهي دروازه معرفي کړې ده. رسول الله مبارک علی (ع) د حق چورليز بللی دی.

د ثقلين حديث

په دې باره کي د ټولو حديثونو په سر کي د ثقلين حديث د پام وړ دی. دا حديث په ډېره پراخه توګه په حديثي او تفسيري کتابونو کي راغلۍ دی او ټوله په يوه خوله وايي چې اهل بيت د قرآن تر څنګ د رسول الله(ص) لخوا د خلګو د هدايت او لارښووني لپاره پرېښودل شوی دی. دا حديث په صحيح مسلم او نورو حديثي کتابونو لکه صحيح ابن خزيمه ، الجمع بين الصحيحين، سنن البيهقي، سنن الدارمي، مسند ابن شيبه، مشکات المصابيح، سنن ترمذي، نسائي، مسند ابن حنبل، سنن ابن ماجه، مستدرک الحاکم، کنزالعمال، معجم الاوسط، الکبيراوالصغير او همدا رنګه په ګڼ شمير تفسيري کتابونو کي لکه تفسير الکبير، الدر المنثور، روح المعاني ِ تفسير ابن کثير، المحرزالوجيز في تفسير الکتاب العزيز، تفسير البغوي، تفسير الثعالبي، البحر المحيط ، تفسير الثعلبي او نورو سلګونو کتابونو کي راغلۍ دی او پر هغه باندي ډېر ټينګ پام راګرځول شوی دی. دا حديث په دې کتابونو کي د زيد بن ارقم، زيد بن ثابت، ابو سعيد الخدري اود رسول الله(ص) د نورو اصحابو څخه را نقل شوی دی. د بېلګې په توګه د ځينو کتابونو څخه پء دې حديث باندي اشاره کوو.

د ثقلين حديث په حديثي کتابونو کي

۱. په صحيح مسلم کي دثقلين حديث داسي راغلۍ دی: رسول الله(ص) د مکې او مدينې په لاره په يوه سيمه کي چې د«خم» په نامه ياديږي وروسته د خدای د ستايني او دخلکو له موعظې څخه وفرمايل: «... اې خلکو! خاماخا زه يو بشر يم ژر دی چې زما د خدای رسول (ملک الموت) به راشي او زه به ستاسو له مينځه ولاړ شم نو دا دی زه ستاسو لپاره د دوو ارزښتناکو شيانو پرېښودونکۍ يم. له هغو دواړو څخه لومړنۍ شۍ د خدای کتاب دی چې په هغه کې هدايت او رڼا ده نو د خدای کتاب ونيسئ او په هغه پوري خپلې منګولې ټينګ کړئ او دوهم شی زما اهل بيت دی چې دخپل اهل بيت په باره کي تاسو ته سپارښتنه کوم ، تاسو ته سپارښتنه کوم، تاسوته سپارښتنه کوم».[۱]

۲ . د المستدرک په کتاب کي راغلۍ دی چې رسول الله(ص) و فرمايل: «يا ايهاالناس اني تارک فيکم امرين لن تضلوا ان اتبعتموهما و هما کتاب الله و اهل بيتي عترتي، اې خلکو زه په تاسو کي د دوو شيانو پرېښودونکۍ يم که چيري د هغو دواړو څخه متابعت وکړئ هيڅکله به بې لاری او ګمراه نشئ. هغه دوه شيان يو د خدای کتاب دی او بل ئې زما اهل بيت او عترت دی.»[۲]

د ثقلين حديث په تفسيري کتابونو کې

د تفسير کبير، او الدرالمنثور او روح المعاني په نامتو تفسيري کتابونو کي راغلی دی چې رسول الله(ص) وفرمايل: (( اني تارک فيکم خليفتين(الثقلين) کتاب الله عزوجل حبل ممدود ما بين السماء و الارض و عترتي اهل بيتي و انهما لن يفترقا حتي يردا علي الحوض؛ زه په تاسو کي د دوو خليفګانو پرېښودونکۍ يم يو ئې د خدای عزوجل کتاب دی چې د آسمان او مځکې تر مينځ غزېدلۍ پړۍ دی او بل ئې زما عترت او اهل بيت دی او هغه دواړه هېڅکله يو دبل څخه نه جلا کيږي تر څو چې په حوض(جنت) کي پر ما وارد شي.» [۳]

او بيا په همدغه کتابونو کي راغلی دی چې رسول الله(ص) وويل: «اني تارک فيکم ما ان اخذتم( ان تمسکتم) به لن تضلوا بعدي امرين احدهما اکبر(اعظم) من اﻵخر، کتاب الله حبل ممدود ما بين السماء والارض ( من السماء الی الارض) و عترتي اهل بيتي و لن يفترقا حتي يردا علی الحوض؛ زه په تاسو کي د دوو شيانو پرېښودونکۍ يم که چيري هغه ونيسئ هېڅکله به زما څخه وروسته ګمراه نشئ چې په هغو دواړو کښې يو ئې له بل نه ستر دی . دخدای کتاب دی چې د آسمان څخه مځکي خوا ته غزېدلۍ پړۍ دی او زما عترت او اهل بيت دی . او هغه دواړه هېڅکله يو دبل څخه نه جلا کيږي تر څو چې د قيامت په ورځ پر ما باندي وارد شي.»[۴]

د ثقلين حديث په ځينو نورو کتابونو کې

په کڼ شمېر کتابونو کي راغلی دی چې رسول الله(ص) وفرمايل : «فانظروا کيف تخلفوني في الثقلين ؟ فقام رجل فقال يا رسول الله و ماالثقلان ؟ فقال رسول الله(ص) الاکبر کتاب الله سبب طرفه بيدالله و طرفه بايديکم فتمسکوا به ... والاصغر عترتي و انهما لن يفترقا حتي يردا علی الحوض... فلا تقدموهما و لا تقصروا عنهما فتهلکوا و لا تعلموهم فانهم اعلم منکم...؛ وګورئ د ثقلين سره به څرنګه چلند کوئ؟ يو سړۍ پورته شو او پوښتنه ئې وکړه يا رسول الله ثقلان څه شۍ دی؟ رسول الله(ص) وويل ستر يې د خدای کتاب دی چې يوه خوا ئې د خدای په لاس او بله خوا ئې ستاسو په لاس کي دی هغه په خپلو منګولو باندي ټينګ ونيسئ ... او کوچنۍ ئې زما عترت (اهل بيت) دی ... نو له هغوئ نه وړاندي مه ځئ او له هغوي څخه شاته پاته نشئ چې هلاک به شئ او هغوئ ته لوست ورنکړئ ځکه چې هغوي تر تاسو پوه دي.»[۵]

د سفينې حديث

دوهم حديث چې په دې بهيرکي د پام وړ دی د سفينې حديث دی. په دې نبوي حديث کي اهل بيت د نجات بېړۍ نومول شوی دی. دا حديث په ډېرو حديثي او تفسيري او نورو کتابونو کي د ابوذر غفاري او ابو سعيد خدري او نورو اصحابو له خولې رانقل شوی دی. په دې حديث کي راغلی دی چې رسول الله(ص) وويل: «مثل اهل بيتي فيکم کمثل سفينه نوح من (في) قومه من رکبها نجا (سلم) و من تخلف عنها( لم يرکبها) هلک (غرق)؛ زما اهل بيت په تاسو کښې د نوح بېړۍ ته دهغه په قوم کي ورته ده هغه څوک چې پکي سپور شو نجات ئې وموندل او هغه څوک چې پکي سپور نشو په سمندر کي ډوب او په هلاکت باندي ورسېد.»[۶]

د دې مبارک حديث څخه دا پايله لاس ته راځي چې سر بېره پر نورو معنوي مقاماتو، د اهل بيت ديني علم او پوهنه، د جهل او ناپوهئ په تياره سمندر کي د حضرت نوح(ع) د بېړۍ په څېر خلکو ته نجات ورکوي. د حضرت نوح(ع) په زمانه کښې هغه کسان چې دده د نبوت سره ئې مخالفت وکړل او د هغه په بېړۍ کي سپاره نشول ټوله د خدای په عذاب باندي اخته او په طوفان کي ډوب او په هلاکت ورسيدل. حتا د حضرت نوح(ع) يو زوئ هم د مخالفينو په ډله کي په هلاکت ورسېد.

کله چې حضرت نوح(ع) د خدای په امر د بېړۍ جوړښت يې پای ته ورسول اود خدای دعذاب نښې او نښانې پر کافرانو باندي د طوفان په بڼه پيدا شول، مؤمنانو ته يې وويل: «په بېړۍ کي سپور شئ چې د خداي په نامه به حرکت وکړي او د خدای په نامه به ودريږي. ځکه چې زما خدای بخښونکۍ او مهربان دی،کله چې بېړۍ دوئ يې د غره په شان د څپو په مينځ کي له ځانه سره وړل، نوح خپل زوئ ته چې په يوه ګوښه کي ولاړ وو، وويل اې زما زويه ! زموږ سره په بېړۍ کي سپور شه او د کافرانو سره مه اوسېږه. هغه په ځواب کي خپل پلار ته وويل زه د غره څوکي ته ځم چې ما له اوبو څخه وساتي ، پلار يې وويل: نن هېڅ ساتونکۍ د خدای له فرمانه څخه نشته مګر هغه څوک چې خدای پر هغه باندي رحم وکړي. په دې حال کي ناڅاپه يوه څپه د دوئ په مينځ کي بيلتون واچول او زوئ يې د ډوب شوو کسانو څخه وګرځېدل.»[۷]

د سفينې حديث په ډاګه مسلمانانواو ټولو انسانانو ته دا ټينګار کوي چې د خپل د ځانونو د ژغورنې لپاره بايد د اهل بيت د علم او پوهني بېړۍ ته پناه يوسي او د هغوی د علم تر رڼا لاندي د هر ډول انحرافي او با طلو عقيدو له خطر نه ځانونه وساتي او په پاي کي د خداي او دهغه د رسول(ص) د رضايت د لاسته راوړني په ترڅ کي د ابدي نيکمرغۍ او سعادت څوکي ته ځانونه ورسوي. همدارنګه چې د نوح د بېړۍ تر څنګه هيڅ ډول ژغورونکۍ د خدای د عذاب په وړاندي شتون نه درلود، د اهل بيت د علم او پوهني ترڅنګه هم هيڅ ډول علمي او پوهنيز ژغورونکۍ شتون نه لري. دا هغه شی دی چې ددې حديث څخه لاس ته راځي.

د مدينة العلم حديث

د رسول الله(ص) په حديثونو کي يو ځانګړۍ حديث د حضرت علي(ع) په باره کي راغلی دی. او دا ثابته ده چې حضرت علي(ع) د اهل بيت په سر کي ځاي لري. په دې حديث کي ويل شوی دی چې رسول الله مبارک(ص) د علم او پوهني ښار دی او حضرت علي(ع) ددغې ښار دروازه ده. دا حديث په ډېرو کتابونو کي دا بن عباس ، جابر بن عبد الله او نورو اصحابو لخوا نقل شوی دی چې رسول الله(ص) و فرمايل: «انا مدينه العلم و علي بابها فمن ارد المدينه فليات الباب(فلياتها من بابها)؛ زه د علم ښار يم او علي ئې دروازه ده ، نو هر څوک چې غواړي دې ښار ته د ننوتو اراده وکړي بايد د هغه له دروازې څخه ښار ته ننوزي».[۸] ددې حديث معنا داده ، هر څوک چې غواړي د رسول الله(ص) علم او پوهنې ته ورسيږي او هغه لاس ته راوړي بايد علي(ع) ته ورشي او د هغه د علم څخه کټه واخلي ؛ ځکه چې هغه د رسول الله د علم دروازه ده. نو له همدې کبله په ګڼو کتابونو کي علي(ع) په دې نوم (باب مدينه العلم) يادول شوی دی.

آلوسي وايي چې علي کرم الله وجهه د هر عالم لپاره د علم د ښار دروازه ده[۹] او بيا وايي: علي کرم الله وجهه چې د علم د ښار دروازه ده، دا په دې معنا ده چې علم او پوهنه د علم دښار لخوا يعني د رسول الله(ص) لخوا پر هغه باندي افاضه شوې ده او يوازينۍ لاره چې علي وکولای شي د رسول الله(ص) د ښار دروازه وګرځي همدغه لار ده.[۱۰] آلوسي پخپل تفسير کي په بې شمېرو ځايونو کي د «علي» پر ځای د«باب مدينه العلم» له عنوانه څخه کټه اخيستې ده.

همدا رنګه بدرالدين د صحيح بخاري په شرح کي ويلی دی چې علي(رض) باب مدينه العلم(د علم د ښار دروازه) دی او په کعبه شريف کي د بتانو ماتوونکی وو چې رسول الله(ص) ددې کار لپاره هغه پخپلو مبارکو اوږو باندي پورته کړ.[۱۱]

ددې حديث څخه دا نتيجه لاس ته راځي چې علي(ع) د اهل بيت په نامه د رسول الله(ص) د علم او پوهنې خاوند دی او په پايله کي دنورو حديثونو په پام کي لرلو سره هر څوک چي د رسول الله(ص) اهل بيت ګڼل کيږي هغوی هم بايد د رسول الله(ص) د علم او پوهنې خاوندان وي. او په دې توګه د اهل بيت علمي مرجعيت او واکمني ثابتيږي.

په پاي کي د امام فخر رازي وينا د پام وړ دی چې ويلی ئې دی: هر څوک پخپل دين کې په علي بن ابي طالب باندي اقتداء وکړي په رښتيا چې د هدايت لاره يې موندلې ده، او پر دې باندي دليل دادی چې پيغمبر(ص) وفرمايل: «اللهم ادر الحق مع علي حيث دار؛ خدايه حق د علي سره وګرځوه هر چيري چې و اوسيږي.»[۱۲]

سرچينې

  1. نيشابوري، مسلم بن حجاج، صحيح مسلم، بيروت، دار احياء التراث العربي ، ۴ ټوک، ۱۸۷۳مخ؛ صدوق، محمد بن علي ، الامالي، ۵۰۰ مخ ، مرکزالطباعه والنشر ، ۱ چاپ، ۱۴۱۷ق. .
  2. حاکم نيشابوري، محمد بن عبدالله، المستدرک علي الصحيحين، بيروت، دار الکتب العلميه ، اول، ۱۴۱۱ق، ۳ ټوک، ۱۱۸ مخ.
  3. رازي شافعي،فخرالدين محمد بن عمر، التفسير الکبير(مفاتيح الغيب)، ۸/۱۴۲ بيروت ، دارالکتب العلميه، ۱ چاپ، ۱۴۲۱ق، ۸ ټوک، ۱۴۲مخ؛ جلال الدين سيوطي ، عبدالرحمن ، الدر المنثور، بيروت، دارالفکر۱۹۹۳م، ۲ ټوک، ۱۸۵مخ؛ الوسي ، شهاب الدين سيد محمود بغدادي ، روح المعاني ، بيروت، دار احياء التراث العربي ، ۴ ټوک، ۱۸ مخ.
  4. رازي شافعي،فخرالدين محمد بن عمر، التفسير الکبير(مفاتيح الغيب)، ۸/۱۴۲ بيروت ، دارالکتب العلميه، ۱ چاپ، ۱۴۲۱ق، ۸ ټوک، ۱۴۲مخ؛ جلال الدين سيوطي ، عبدالرحمن ، الدر المنثور، بيروت، دارالفکر۱۹۹۳م، ۲ ټوک، ۱۸۵مخ؛ الوسي ، شهاب الدين سيد محمود بغدادي ، روح المعاني ، بيروت، دار احياء التراث العربي ، ۴ ټوک، ۱۸ مخ.
  5. طبراني ، سليمان بن احمد، المعجم الکبير ۵/۱۶۶ موصل، مکتبه الزهراء، ۱۴۰۴ق ، او متقي هندي، علاء الدين بن حسام الدين، کنزالعمال ۱/ ۱۰۷، ۹۵۷ حديث، بيروت، دار الکتب العلميه، اول، ۱۴۱۹ق ، او هيثمي، علي بن ابي بکر، مچمع الزوائد ۹/۱۶۴ قاهره ،دار الريان، ۱۴۰۷ق ، او کليني، محمد بن يعقوب،، الکافي، ۱/۲۹۴، تهران، دارالکتب الاسلاميه، ۱۳۶۲ش.
  6. المستدرک علی الصحيحين، ۲ ټوک، ۳۷۳مخ؛ طبراني، المعجم الاوسط، قاهره ، دارالحرمين، ۱۴۱۵ق، ۴ ټوک، ۱۰ مخ ؛ طبراني، المعجم الصغير، بيروت، المکتب الاسلامي، ۱ چاپ، ۱۴۰۵ق ، ۱ ټوک، ۲۴۰مخ ؛ الدر المنثور، ۴ ټوک، ۴۳۴ مخ؛ سمعاني، منصور بن محمد، تفسير السمعاني، رياض، دارالوطن ، ۱۴۱۸ق ، ۳ ټوک، ۴۷۲مخ؛ ابن حجر عسقلاني، احمد بن علي ، المطالب العاليه ،دارالعاصمه/ دارالغيث السعوديه، ۱۴۱۹ق، ۱۶ټوک، ۲۲۰مخ.
  7. هود:۴۱ – ۴۳ (وَ قَالَ ارْكَبُواْ فِيهَا بِسْمِ اللَّهِ مجَْريهَا وَ مُرْسَيهَا إِنَّ رَبىّ‏ِ لَغَفُورٌ رَّحِيمٌ؛ وَ هِىَ تجَْرِى بِهِمْ فىِ مَوْجٍ كاَلْجِبَالِ وَ نَادَى‏ نُوحٌ ابْنَهُ وَ كَانَ فىِ مَعْزِلٍ يَبُنىَ‏َّ ارْكَب مَّعَنَا وَ لَا تَكُن مَّعَ الْكَافِرِينَ قَالَ سََاوِى إِلىَ‏ جَبَلٍ يَعْصِمُنىِ مِنَ الْمَاءِ ، قَالَ لَا عَاصِمَ الْيَوْمَ مِنْ أَمْرِ اللَّهِ إِلَّا مَن رَّحِمَ وَ حَالَ بَيْنهَُمَا الْمَوْجُ فَكاَنَ مِنَ الْمُغْرَقِينَ).
  8. المستدرک في الصحيحين، ۳ټوک، ۱۳۷ او ۱۳۸ مخونه؛ صدوق، محمد بن علي، التوحيد، ۳۰۷مخ، قم منشورا چامعه مدسين، ۳۰۷ مخ.
  9. روح المعاني، ۱ټوک، ۲۳ او ۷۹ مخونه.
  10. روح المعاني، ۲۳ټوک، ۱۲۰ مخ.
  11. بدرالدين محمود بن احمد، عمده القاري شرح صحيح البخاري، بيروت، دار احياء التراث العربي، ۱۶ټوک، ۲۱۵مخ.
  12. التفسير الکبير(مفاتيح الغيب) ، ۱ټوک،۱۶۸ مخ.