د "د نورو لپاره استغفار" د بڼو تر مېنځ توپير
د سمون لنډیز نسته |
د سمون لنډیز نسته |
||
(د همدغه کارن لخوا يوه منځوۍ بڼه نه ده ښکاره شوې) | |||
۳۲ کرښه: | ۳۲ کرښه: | ||
==سرچینې == | ==سرچینې == | ||
[[fa:استغفار برای دیگران]] | |||
[[bn:অন্যের জন্য ইস্তিগফার]] | |||
[[ur:دوسروں کے لیے معافی مانگیں۔]] | |||
[[es: Pedir perdón por los demás]] | |||
[[en: Seeking Forgiveness for Others]] | |||
[[ru: Истигфар (просить прощение) за других]] | |||
[[ms:Memohon Ampunan Untuk Orang Lain]] | |||
[[ar:الاستغفار للآخرين]] |
د ۱۴:۴۵, ۲۰ جنوري ۲۰۲۵ پورې تازه بڼه
آیا پېغمبر(ص) په قرآن کې د نورو لپاره استغفار کړی دی؟
خدای تعالی د نور سورې په ځینو ایتونو کې د اسلام پېغمبر(ص) ته امر کوي چې د نورو لپاره استغفار وکړي. په ځینو نورو ایتونو کې هم پېغمبر (ص) ته ویل شوي چې د مومنو سړو او ښځو او ان ګناهکارو لپاره استغفار وکړي. قرآن د منافقانو لپاره د پېغمبر د استغفار د بې فایدې والي خبره کوي؛ خو که توبه وکړي او پېِغمبر(ص) د هغوي لپاره استغفار وکړي، خدای هغوي بخښي.
مفسرانو، د نورو لپاره د پېِغمبر(ص) استغفار په هغوي باندې د پېغمبر (ص) د ډېرې مهربانۍ نښه ګڼي.شیخ طوسي د خلکو لپاره د پېغمبر (ص) استغفار د هغوي په حق کې د یو لطف په معنا ګڼلی چې د خدای د مغفرت سبب کیږي. دا ایتونه د شفاعت د موضوع تاییدونکي دي.
د قرآن د ایتونو له مخې، نورو پېغمبرانو منجمله ابراهیم(ع)، یعقوب(ع) او موسی(ع) هم د نورو، منجمله د مومنانو او د خپلې کورنۍ د ځینو غړو لپاره استغفار کړی دی. د انسانانو لپاره د فرښتو استغفار او د نورو لپاره د مومنانو استغفار له نورو مواردو دي چې په قرآن کې ورته اشاره شوې ده.
د نورو لپاره د پېغمبر (ص) استغفار
خدای تعالی په قرآن کېحضرت محمد(ص) ته امر کوي چې د نورو لپاره استغفار وکړي.
- کينډۍ:ورپاره بخښنه وغواړه. همداراز پېغمبر ته سپارښتنه شوې چې د مومنانو سړو او ښځو لپاره ،[۱] ګناهکاران[۲] او هغه مومنې ښځې چې له پېغمبر سره د بیعت لپاره یې اقدام کړی ،[۳] استغفار وکړي. په نورو ایتونو کې، د منافقانو لپاره د پېِغمبر (ص) د استغفار د بې فایدې والي خبره شوې ده. ؛[۴] ځکه چې هغوی په استغفار باور نه لري.[۵] خو که توبه وکړي او پېغمبر ورپاره استغفار وړکړي، خدای یې بخښي.[۶]
مفسرانو د نورو لپاره د پېغمبر (ص) استغفار په هغوي د پېِغمبر (ص) د ډېرې مهربانۍ نښه ګڼلې ده.[۷] شیخ طوسي (۳۸۵–۴۶۰ق) د خلکو لپاره د پېغمبر (ص) استغفار د هغوي په حق کې د لطف په معنا ګڼلی چې د خدای د مغفرت سبب کیږي.[۸] دا ایتونه د شفاعت موضوع تاییدوي..[۹]
د نورو لپاره د پېِغمبرانو (ص) استغفار
{{ میرزا جواد ملکي تبریزي: یوه شپه مې د تهجدو په لمانځه کې احساس کړه چې د نورو وختونو په پرتله پریمانه برکتونو په ما راوریږي. سبا چې مې لټون وکړ، پوه شوم چې یو طالب په څنګ ته مدرسې کې په هماغه شپه د شپې لمانځه په قنوت کې زه په نوم یاد کړی او زما لپاره یې د خدای رحمت غوښتی دی.[۱۰]}} قرآن د نورو او خواوشا کسانو لپاره د پېغمبرانو (ص) استغفار نقل کړی دی.
- حضرت ابراهیم(ع): د خپل پلار (یا تره) لپاره له خدایه بخښنه وغوښته.[۱۱]
- حضرت موسی(ع): د خپل ورور لپاره استغفار[۱۲] او د ځینو بني اسراییلو لپاره د مغفرت غوښتل[۱۳]
- حضرت نوح(ع):د خپل زوي لپاره استغفار چې د خدای له خوا قبول نه شو.[۱۴] همداراز د مور پلار او ځینو مومنو سړو او ښځو لپاره د مغفرت غوښتنه.[۱۵]
- حضرت یعقوب(ع): د خپل زوي لپاره استغفار وکړ.[۱۶]
د مومنانو لپاره د فرښتو استغفار
د مومنانو لپاره د فرښتو استغفار د قرآن په دوو سورو کې راغلی دی:
- د اهل ایمان لپاره د فرښتو استغفار: کينډۍ:قرآن[۱۷]
- د ځمکې د استوګنو لپاره د فرښتو استغفار: کينډۍ:قرآن[۱۸]
د یو بل لپاره د مومنانو استغفار
ځینو مومنانو د ځان او یو بل لپاره دعا کوي او استغفار غواړي.[۱۹] مفسران باوري دي چې دا ایت عام دی او ټول مسلمانان پکې شاملیږي.[۲۰] امام علی(ع) د نورو لپاره استغفار کاوه.[۲۱]
سرچینې
- ↑ محمد سوره ، ۱۹ایت.
- ↑ آل عمران سوره، ۱۵۹ ایت.
- ↑ ممتحنه سوره، ۱۲ایت.
- ↑ توبه سوره، ۸۰ و ۱۱۳ ایتونه. منافقون سوره، ۵ او ۶ایتونه.
- ↑ فتح سوره، ۱۱ ایت.
- ↑ نساء، سوره ۶۰ایت.
- ↑ طبرسی، فضل بن حسن، تفسیر جوامع الجامع، ژباړه: احمد امیری شادمهري، مشهد،د استان قدس رضوي د اسلامي څېړنو بنسټ، ۱۳۷۵ل،۱ ټوک، ۵۶۰ مخ
- ↑ طوسى، محمد بن حسن، التبيان في تفسير القرآن، بیروت، دار إحياء التراث العربي، لومړی چاپ، ۷ ټوک، ۴۶۶ مخ.
- ↑ فاضل موحدي لنکراني، محمد، اخلاق فاضل، قم، مرکز فقهی ائمهٔ اطهار(ع)، ۱۳۸۹ل، ۱ ټوک، ۲۵۹ مخ.
- ↑ سروش، «شرح غزلیات شمس»، شپاړسمه ناسته، ۱–۲مخونه.
- ↑ سوره ممتحنه، آیت ۴.
- ↑ اعراف سوره ، آیت ۱۵۱.
- ↑ اعراف سوره ، آیت ۱۵۵.
- ↑ سوره هود، ۴۵–۴۷ ایتونه.
- ↑ نوح سوره ، آیت ۲۸.
- ↑ یوسف سوره ، آیتونه ۹۷–۹۸.
- ↑ غافر سوره ، آیه ۷.
- ↑ شوری سوره ، آیه ۵.
- ↑ حشر سوره ، آیه۱۰.
- ↑ مکارم شیرازي، ناصر، تفسیر نمونه، تهران، ، دارالکتب الاسلامیه خپرنځی، ۱۳۷۴ل، ۲۳ ټوک، ۵۲۲ مخ.
- ↑ نهج البلاغه، خطبه ۱۹۷.