د "په حاکمیت کې توحید" د بڼو تر مېنځ توپير
د سمون لنډیز نسته |
د سمون لنډیز نسته |
||
(د همدغه کارن لخوا يوه منځوۍ بڼه نه ده ښکاره شوې) | |||
۱۸ کرښه: | ۱۸ کرښه: | ||
==سرچينې== | ==سرچينې== | ||
[[fa:توحید در حاکمیت]] | |||
[[es:Monoteísmo en la soberanía]] | |||
[[ar:التوحيد في الحكم]] |
د ۰۹:۰۸, ۱ اگسټ ۲۰۲۳ پورې تازه بڼه
په حاکمیت کې توحید څه شی دی او آیا دا د توحید له ډولونو څخه دی؟
په حکومتولۍ او قانون جوړونې (حاکمیت او تشريع) کې توحید په دې معنا ده چې د چارو اداره او د ټولو مخلوقاتو پر ژوند او مال باندي ولکه د خدای په لاس کې ده. همدارنګه د قوانینو او د احکامو او تکاليفو وضع کول د خدای په شأنيت کی دی او د نورو وګړو او ادارو تقنین یوازې په هغه صورت کې اعتبار لري چې د الهي احکامو او شریعت سره مخالف نه وي. په حکومتولۍ او قانون جوړونې کې توحید، د افعالی توحید د مصداقو څخه دی.
په حکومتولۍ او قانون جوړونې کې د توحید معنا
په حاکمیت کې توحید د دې اعتقاد په معنا ده چې په کائناتو کي یوازینی قانون جوړونکی خدای دی او له هغه پرته بل څوک نشي کولای په خپلواکه توګه د انسان د ژوند د تنظیم کولو لپاره قوانین جوړ کړي. نو په دې اساس تشريع (قانون جوړول) او د احکامو او تکاليفو وضع کول د خداى په شأنيت كې دی او د نورو خلكو او ادارو تقنين يوازې په هغه صورت كې د اعتبار وړ دى چې د الهي قوانينو او مقرراتو په وړاندې ولاړ نه وي او د هغه پر خلاف نه وي.
حاکمیت چې د خلکو پر ژوند او مال باندې د تسلط او د ټولنې د چارو د اداره کولو په معنا ده، هم د خدای په شأنيت کې دی. هغه یوازینی خپلواک او حقیقي حاکم دی او د نورو حاکمیت یوازې د خدای د اجازې تر سیوري لاندې اعتبار لري. نو له دې امله د قانون جوړونه، تشريع او د قوانینو اجرا کول (حاکمیت) د خدای لپاره دی، او نور کسان د خدای په وړاندې دا ډول مقام نشي ترلاسه کولی، مګر دا چې باید د هغه په اجازه او اراده وي.[۱]
د حاکميت د توحيد تړاو د افعالی توحید سره
خدای د کمال د صفتونو پر درلودلو سربیره د ټولو افعالو او کړنو سرچينه هم دی. پيدايښت، روزي ورکول، د مخلوقاتو د چارو اداره کول، بخښنه او داسې نور د الهي کړنو څخه دي. همدارنګه په نړۍ کې یوازینی حقیقي او خپلواک تأثیر کوونکی د خدای ذات دی او له هغه پرته بل هیڅ وجود بشپړ او خپلواکه کړنه نه لري او پاتې ټوله موجودات نا خپلواکه دي. افعالی او کړهنيز توحید، د قرآن کریم له نظره، په دې معنا ده چې په نړۍ کې له خدای پرته بل هیڅ خپلواک اغېزمن نشته.[۲]
د معنا او مفهوم له نظره، د حکومتي توحيد او د افعالي توحيد تر منځ د اعم او اخص اړيکه شتون لري. يعني افعالي توحيد عام او حکومتي توحيد خاص او د افعالی توحيد يوه څانګه ده؛ ځکه د الهي افعالو څخه يو دا دی چې خدای پر ټول عالَم باندي حاکمیت لري. په بل عبارت د خدای افعالي توحيد عام دی او د خدای ټوله فعلونه او کړنې په غېږ کي نيسي، خو په حاکميت کي توحيد خاص دی او یوازي د خدای پر ځينو فعلونو باندي شامليږي.