د "سید علي خامنهاي" د بڼو تر مېنځ توپير
د سمون لنډیز نسته |
د سمون لنډیز نسته |
||
(د همدغه کارن لخوا يوه منځوۍ بڼه نه ده ښکاره شوې) | |||
۸۱ کرښه: | ۸۱ کرښه: | ||
==سرچينې== | ==سرچينې== | ||
[[fa:سید علی خامنهای]] | |||
[[fr:Sayyid Ali Khamenei]] |
د ۱۰:۱۳, ۱ اگسټ ۲۰۲۳ پورې تازه بڼه
د آيتالله خامنه اي ژوند ليک او سياسي فعاليتونو ته په لنډه توګه شرح ورکړئ.
سید علي خامنهاي د شیعيانو د تقليد د مراجعو او د ایران د اسلامي جمهوریت دوهم مشر دی. هغه د مشهد، نجف او قم په علميه حوزو کې زده کړې او تدریس ترسره کړ. د نواب صفوي سره په پېژندنه د پهلوي حکومت پر وړاندې د سیاسي مبارزې ډګر ته داخل شو او د امام خمیني په هملاري سره یې د ویناوو، د وګړيزوغونډو په جوړولو او د تفسیر، حدیث او اسلامي اندېښنې د درس ورکولو په چوکاټ کي دې مبارزې ته دوام ورکړ. هغه د پهلوي حکومت پر وړاندې د مبارزې په ترڅ کې د ساواک له خوا څو ځلې نیول شوی، زنداني ، شکنجه او جلاوطن شوی دی.
د اسلامی جمهوریت د ګوند بنسټ ایښول، د دفاع د وزارت مرستیال، د تهران امام جمعه، په اسلامی شورا کې د تهران د خلکو استازی او په دوه دوره کي ولسمشرۍ له انقلاب څخه وروسته تر ۱۳۶۸ لمريز کال پوري په سياسي ډګر کي د هغه له فعالیتونو او مقامونو څخه دی. آيتالله خامنهاي د امام خمیني له مړینې وروسته د رهبرۍ د کارپوهانو د مجلس د رایو په واسطه د ایران د اسلامي جمهوریت د مشر په توګه وټاکل شو او تر نن ورځې پورې دغه مقام په غاړه لري.
ژوندلیک او زده کړې
سید علي خامنهاي د سید جواد حسیني خامنهاي زوئ، د ۱۳۱۸ لمريز کال د چنګاښ په ۲۴ (د ۱۳۵۸ قمری کال د صفر ۲۸) په مشهد کې وزېږېد. له څلور کلنۍ څخه د خپل مشر ورور سید محمد سره مکتب ته ولاړ تر څو الفبا او قرآن زده کړي. بیا یې د ابتدایي زده کړو لپاره اسلامي مدرسې «دار التعليم دیانتي» ته ولاړ. په همدې وخت کې د حوزوي درسونو په زده کړو باندي بوخت او د هغه سره يوځای په لېسه کې داخل شو.
هغه د حوزوي لومړني درسونه د سليمان خان او د نواب په مدرسو کي زده کړ. استادان یي د پلار تر څنګ میرزا مدرس یزدي، شیخ هاشم قزویني، میرزا جواد آغا تهراني او شیخ رضا ایسي وو او له سید محمد هادي میلاني څخه یې د بهرنی فقه او اصول زده کړه پیل کړه. هغه په ۱۳۳۶ لمريز کال کې نجف ته ولاړ او د سید محسن حکیم، سید محمود شاهرودي، میرزا باقر زنجاني، سید یحیی یزدي او میرزا حسن بجنوردي په بهرنیو درسونو کې ګډون وکړ.
آیتالله خامنهاي له ۱۳۳۷ لمريز کال څخه تر ۱۳۴۳ کال پورې د قم په علميه حوزه کې د فقه، اصولو او فلسفې په لوړو زده کړو بوخت شو او د آيتالله بروجردي، امام خمیني، شیخ مرتضی حائري او علامه طباطبايي په درسونو کې یې ګډون وکړ. په ۱۳۴۳ کال کې د خپل پلار د پالنې لپار چې ړوند شوی و، مشهد ته ولاړ او خپلو زده کړو ته یې دوام ورکړ.
سیاسي فعالیتونه
آیتالله خامنهاي ځان د امام خمیني له فقهي، اصولي، سیاسي او انقلابي شاګردانو څخه ګڼلی دی. خو له سياسي مسايلو سره د هغه د پېژندګلوۍ لومړنۍ مخينه په مشهد کي د شهيد نواب صفوي د مبارزاتو او د هغه د سیاسي ويناګانو غونډو ته رسيږي. ښاغلی خامنهاي په دې باره کې ويلي دي: په هماغه وخت کې د اسلامی انقلاب د لمسونې سکروټې په ما کښې د نواب صفوی له خوا پیدا شو او په دې کې هیڅ شک نه لرم چې مرحوم نواب زمونږ په زړونو کي لومړنۍ اور بل کړ.
د امام خمیني سره هملارې کېدل
آيتالله خامنهاي له ۱۳۴۱ لمريز کال څخه چې په قم کې حضور درلود، کله چې د امام خميني انقلابي او اعتراضي خوځښت د محمد رضا شاه پهلوي د اسلامي ضد او آمريکايي سياستونو په وړاندي پيل شو، سياسي مبارزو ته مخ راوړ. هغه په دې دوران کي د پهلوي حکومت پر وړاندې د سیاسي فعالیت له امله څو ځله نیول شوی، شکنجه او بندي شوی دی. د لومړي ځل لپاره د ۱۳۳۸ لمريز کال د محرم په میاشت کې د امام خمیني له لورې هغه ته دنده وسپارل شوه چې د محرم په مياشت کي د روحانيونو د تبلیغاتي پروګرامونو او د شاه د امریکايي سیاستونو د افشا کولو او د ايران د اوضاعو او د قم د پېښې په اړه د هغه پيغام آيتالله ميلاني او د خراسان علماوو ته ورسوي.
هغه په همدې کال بیرجند ته ولاړ او د امام خمیني له پیغام سره سم د پهلوي رژیم پر ضد يې تبلیغات وکړل او په همدې خاطر د محرم په نهمه ( د ۱۳۴۲ لمريز کال د غبرګولي ۱۲) نیټه ونیول شو او په دې شرط خوشې شو چې منبر ته ولاړ نشي او تر څارنې لاندې وي. د غبرګولي په ۱۵ کي له خونړۍ پېښې وروسته یو ځل بیا ونیول شو، بندي او شکنجه شو. له دې پېښې وروسته د هغه سیاسي مبارزې و نه درېدل او په وار وار نیولی او زنداني شو:
- دوهم نیول:
د ۱۳۴۲ لمريز کال د سلواغې په میاشت کې د شاه او سپین انقلاب پر ضد د ده وینا د خلکو له لورې هرکلۍ وشو. له همدې امله هغه په شپه کي د ساواک لخوا ونیول شو او شاوخوا دوه میاشتې د قزل قلعه په زندان کې په انفرادې توګه بندي او شکنجه شو.
- دریم او څلورم نیول:
د هغه پر ويناوو سربیره د تفسیر، حدیث او اسلامي اندېښنې درسونه په مشهد او تهران کې د ځوانانو د هرکلي سره مخامخ شو. همدغه فعالیتونه د دې سبب شو چې ساواک هغه تر تعقیب لاندي ونيسي. له همدې امله په ۱۳۴۵ کال کې په تهران کې پټ اوسېدل او یو کال وروسته ونیول شو او بندي شو. علمي فعاليتونه، د غونډې جوړول، تدريس او روښانتيا يې د دې لامل شوه، چې په ۱۳۴۹ لمريز کال کې د ساواک له خوا بيا هم ونيول شي او بندي شي.
- پنځم نیول:
آيتالله خامنهاې د ساواک لخوا د خپل پنځم نیول کیدو په اړه لیکي:
«له ۱۳۴۸ کال څخه په ایران کې د وسله وال خوځښت زمينه احساس کېدل. د پخواني رژيم د دستګاوي حساسيت او سخته کړنه زما په وړاندي، چې د قراينو له لورې موندلي وو دا ډول خوځښت نه شي کېدای زما په څېر وګړو سره اړيکه و نه لري، لا ډېر شو. په ۱۳50 کال کې، زه د پنځم ځل لپاره بیا بندي شوم. په زندان کې د ساواک تاوتریخوالیو په ښکاره ډول دا ښوله چې دولت د اسلامي فکري مرکزونو ته د وسله والې مبارزې د جریانونو له یوځای کیدو څخه ډېر ویره لري او دا نشي منلای چې په مشهد او تهران کې زما فکري او تبلیغاتي فعالیتونه د دې جریانونو څخه ليري او په څنډ کي دی. له آزادۍ وروسته، د تفسیر او د ایډیالوژیو پټو ټولګیو د درسونو او ... دایره نوره هم پراخه شوه».
- شپږم نیول:
د 1350-1353 لمريز کلونو ترمنځ د مشهد په «کرامت»، «امام حسن (ع)» او «میرزا جعفر» په دريو جوماتونو کې د خامنهاي د تفسیر او ايډيالوژيو درسونه ترسره کېدل او په زرګونه خلک په ځانګړې توګه ځوانان او ديني زده کونکي يې دغه درې مرکزونو ته راکښل او له اسلامي افکارو سره يې آشنا کول. د هغه د نهج البلاغې درس لیکل شوي او د «نهج البلاغې څخه يوه وړانګه» تر عنوان لاندې خپرېدل او لاس په لاس ګرځېدل. دغه فعالیتونه د دې لامل شول چې ساواک د ۱۳۵۳ کال د مرغومۍ په مياشت په مشهد کې پر آيتالله خامنهاي برید وکړي اوهغه ونيسي او د هغه ډېر یادداښتونه او لیکنې ضبط کړې.
دا د ده تر ټولو سخت نيول و او د ١٣٥٤ کال تر مني پورې د پوليسو د ګډې کمېټې په زندان کې و. په دې موده کې، په خورا سختو شرایطو کې په یوه حجره کې ساتل شوی و. هغه سختۍ چې دوئ په دې توقیف کې زغملي، د ده په خپل تعبير سره، «یوازې هغه کسان درک کولای شي چې دا شرایط يې لیدلي وي».
جلاوطنی
پهلوي رژیم د ۱۳۵۶ لمريز کال په پای کې آيتالله خامنهاي ونیول او د دریو کلونو په موده یې ایرانشهر ته جلاوطن کړ. د ۱۳۵۷ کال په نیمایي کې د ایران د خلکو د مبارزو له اوج نيولو سره، له جلاوطنۍ څخه مشهد مقدس ته راستون شو او د پهلوي رژیم پر وړاندې د ولسي مبارزو د ليکې په سر کې ځای ونيول.
اسلامي انقلاب
د اسلامي انقلاب د بري په درشل کي، له پاریس څخه د امام خمیني له راستنیدو مخکې، د هغه له خوا په ایران کې د شهید مطهري، شهید بهشتي، هاشمي رفسنجاني او... په ګډون د «اسلامي انقلاب شورا» جوړه شوه، آیتالله خامنهاي د امام په فرمان سره د دې شورا په غړيتوب کي داخل شو. د امام پيغام د شهید مطهري په واسطه هغه ته ورسېد او له مشهد څخه تهران ته راغی.
آيتالله خامنهاي د اسلامی انقلاب له بریالیتوب وروسته د اسلامی انقلاب اهدافو ته د نژدی کېدو په خاطر په اسلامي فعالیتونو کې هماغسي بوخت شو:
- د ۱۳۵۷ کال د کب په میاشت کې د شهید بهشتي، شهید باهنر، رفسنجاني او... په همکارۍ د «اسلامي جمهوري ګوند» تأسیس.
- د دفاع د وزارت مرستيال،۱۳۵۸.
- د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران مشرۍ،۱۳۵۸.
- د تهران د جمعې د لمانځه امام، ۱۳۵۸.
- د دفاع په عالي شورا کي د امام خمينې استازيتوب، ۱۳۵۹.
- په اسلامي شورا کي د تهران د خلکو استازۍ، ۱۳۵۸.
- په سپيڅلي دفاعي جبهو کې په جنګي يونيفورم سره حضور.
- د ۱۳۶۰ لمریز کال د زمري په شپږمه د تهران په ابوذر جومات کې د منافقینو له خوا د هغه ناکامه وژنه.
- ولسمشري؛ د ایران د دوهم ولسمشر محمد علي رجايي له شهادت وروسته، ایت الله خامنه ای د ۱۳۶۰ کال د تلي په میاشت کې له شپاړسو میلیونو څخه د زیاتو رایو په ترلاسه کولو او د امام خمیني د حکم په تنفيذ سره د ایران د ولسمشرۍ په توګه وټاکل شو. همدارنګه له ۱۳۶۴ څخه تر ۱۳۶۸ کال پورې د دوهم ځل لپاره وټاکل شو.
- د فرهنګي انقلاب د شورا رياست،۱۳۶۰.
- د نظام د مصلحتي شورا رياست، ۱۳۶۶.
- د اساسي قانون د بیاکتنې د شورا مشر، ۱۳۶۸.
- رهبرۍ، چې د امام خمیني له وفات وروسته د ۱۳۶۸ کال د غبرگولۍ د میاشتې په ۱۴ نیټه د رهبرۍ د کارپوهانو د مجلس له خوا د دغه مسئولیت لپاره وټاکل شو.[۱]
سرچينې
- ↑ د رهبري د دفتر د خبر رسونې هډه.