د "اهل بيت" د بڼو تر مېنځ توپير
د سمون لنډیز نسته |
د سمون لنډیز نسته |
||
(د همدغه کارن لخوا ۲ منځوۍ بڼې نه دي ښکاره شوي) | |||
۹ کرښه: | ۹ کرښه: | ||
==داهل بيت د پېژندنې ضرورت == | ==داهل بيت د پېژندنې ضرورت == | ||
پاک خدای په قران مجيد کي د رسول الله(ص) خبرې او امرونه الهي وحی ګڼلی دی. خدای تعالی فرمايي: رسول الله هيڅكله پر خپل نفساني هوا باندي خبري نه کوي هرڅه چې وايي ټوله د خدای وحی دي.<ref>نجم | پاک خدای په قران مجيد کي د رسول الله(ص) خبرې او امرونه الهي وحی ګڼلی دی. خدای تعالی فرمايي: رسول الله هيڅكله پر خپل نفساني هوا باندي خبري نه کوي هرڅه چې وايي ټوله د خدای وحی دي.<ref>نجم: ۳او۴.</ref> او دبلې خواڅخه يې د هغه ا مرونه پر مسلمانانو باندي فرض کړی دی او وايي هر څه چې د خدای رسول تاسو ته راوړی دی ونيسئ او په هغه باندي عمل وکړئ او له هر شی نه چې منع کړای شوي ياست ډډه وکړئ او د هغه د مخالفت نه وبېرېږئ چې د خدای عذاب ډېر سخت دی.<ref>حشر: ۷.</ref> او بياپه بل ځای کې فرمايي هېڅ با ايمانه سړۍ ا و ښځه دا حق نه لري کله چې خدای او د هغه پيغمبر يو شۍ لازم وګڼي د هغوی په وړاندي به د اختيار خاوند وي. هر څوک که د خدای او د هغه د رسول نافرماني وکړي په رښتيا چې په ښکاره توګه په ضلالت کي ډوب شوی دی.<ref>احزاب:۳۶.</ref> | ||
ددې آيتونو په پام کي لرلو سره پر مسلمانانو باندي لازمه ده چې درسول الله(ص) پر خبرو او امرونو باندي سترګې پټې نکړي او د هغه پر حديثونو باندي ځير شي چې د مسلمانانو څخه څه شۍ غواړي او د هغوی د لارښوونې لپاره يې څه ډول نسخې پېچلی دی. | ددې آيتونو په پام کي لرلو سره پر مسلمانانو باندي لازمه ده چې درسول الله(ص) پر خبرو او امرونو باندي سترګې پټې نکړي او د هغه پر حديثونو باندي ځير شي چې د مسلمانانو څخه څه شۍ غواړي او د هغوی د لارښوونې لپاره يې څه ډول نسخې پېچلی دی. | ||
۵۸ کرښه: | ۵۸ کرښه: | ||
دا حديث د بې شمېرو کسانو له لارې د سني او شيعه په معتبرو کتابونو کي راوړل شوی دی او د هغه په دلالت کي هېڅ شک نشته چې اهل بيت يوازي دغه پنځه پاک شوي کسان دي. | دا حديث د بې شمېرو کسانو له لارې د سني او شيعه په معتبرو کتابونو کي راوړل شوی دی او د هغه په دلالت کي هېڅ شک نشته چې اهل بيت يوازي دغه پنځه پاک شوي کسان دي. | ||
۲. يو لړ حديثونه په بې شمېره توګه په تېره بيا د اهل سنت او جماعت په کتابونه کي د تطهير د آيې تر څنګ راغلي دي چې ټوله په يوه خوله وايي دغه پنځه کسان هغه اهل بيت دی چې په قرآن مجيد او په | ۲. يو لړ حديثونه په بې شمېره توګه په تېره بيا د اهل سنت او جماعت په کتابونه کي د تطهير د آيې تر څنګ راغلي دي چې ټوله په يوه خوله وايي دغه پنځه کسان هغه اهل بيت دی چې په قرآن مجيد او په اړوندو حديثونو کي راغلی دی. دلته د بېلګې په ډول په يوه حديث باندي اشارت کوو: | ||
د ابو سعيد خدري نه پوښتنه وشوه چې هغه اهل بيت چې خداې تعالې له هغو څخه هر ډول چټلۍ او ګناه ليري کړی او هغوی ته يې په بشپړه توګه سپېڅلتيا ورکړې ده، څوک دي؟ په ځواب کي په خپلو ګوتو سره وويل هغوی پنځه کسه دي. رسول الله او علي او فاطمه او حسن او حسين.<ref> الطبراني، المعجم الأوسط|الطبراني ، دار الحرمين للطباعه والنشر والتوزيع، ۱۴۱۵ق - ۱۹۹۵ م ، ۲ / ۲۹۲ . | د ابو سعيد خدري نه پوښتنه وشوه چې هغه اهل بيت چې خداې تعالې له هغو څخه هر ډول چټلۍ او ګناه ليري کړی او هغوی ته يې په بشپړه توګه سپېڅلتيا ورکړې ده، څوک دي؟ په ځواب کي په خپلو ګوتو سره وويل هغوی پنځه کسه دي. رسول الله او علي او فاطمه او حسن او حسين.<ref> الطبراني، المعجم الأوسط|الطبراني ، دار الحرمين للطباعه والنشر والتوزيع، ۱۴۱۵ق - ۱۹۹۵ م ، ۲ / ۲۹۲ . | ||
۶۸ کرښه: | ۶۸ کرښه: | ||
</ref> | </ref> | ||
۴. د حاکم په مستدرک او داهل سنت په ځينو نورو کتابونو کي راغلی دی ، کله چې علی په شهادت ورسېد حسن بن علی د خپلې خطابې او وينا په ترڅ کي د خدای د ستاينې او ثنا څخه وروسته د خلکو په وړاندي داسي وويل: «...اې خلکو هر څوک چې ما پېژني خو پېژني او هر څوک چې مي نه پېژني زه حسن د علی زوئ يم، زه د نبي زوئ يم، زه د وصی زوئ يم، زه د بشير او د نذير زوئ يم، زه د هغه چا زوئ يم چې د خدای لورې ته د هغه په اذن بلنه کول، زه د وړانګې ورکونکۍ څراغ زوئ يم، زه د هغه اهل بيت څخه يم چې جبرئيل پرموږ باندي نازيلېدل او بېرته آسمان ته پورته کېدل، زه د هغه اهل بيت څخه يم چې خدای تعالی له هغوی څخه هر ډول رجس او چټلۍ ليري کړې او هغوی يې په بشپړه توګه پاک کړی دی، زه د هغه اهل بيت څخه يم چې خدای تعالی د هغوی مينه او محبت پر هر مسلمان باندي فرض کړی دی او په دې باره کي يې خپل رسول ته داسي ويلی دی: ووايه چې زه | ۴. د حاکم په مستدرک او داهل سنت په ځينو نورو کتابونو کي راغلی دی ، کله چې علی په شهادت ورسېد حسن بن علی د خپلې خطابې او وينا په ترڅ کي د خدای د ستاينې او ثنا څخه وروسته د خلکو په وړاندي داسي وويل: «...اې خلکو هر څوک چې ما پېژني خو پېژني او هر څوک چې مي نه پېژني زه حسن د علی زوئ يم، زه د نبي زوئ يم، زه د وصی زوئ يم، زه د بشير او د نذير زوئ يم، زه د هغه چا زوئ يم چې د خدای لورې ته د هغه په اذن بلنه کول، زه د وړانګې ورکونکۍ څراغ زوئ يم، زه د هغه اهل بيت څخه يم چې جبرئيل پرموږ باندي نازيلېدل او بېرته آسمان ته پورته کېدل، زه د هغه اهل بيت څخه يم چې خدای تعالی له هغوی څخه هر ډول رجس او چټلۍ ليري کړې او هغوی يې په بشپړه توګه پاک کړی دی، زه د هغه اهل بيت څخه يم چې خدای تعالی د هغوی مينه او محبت پر هر مسلمان باندي فرض کړی دی او په دې باره کي يې خپل رسول ته داسي ويلی دی: ووايه چې زه ستاسو څخه د خپل د رسالت په وړاندي زما د اهل بيت د مينې او محبت نه پرته هېڅ شی نه غواړم او هر څوک چې ښه کار سر ته ورسوي ، د هغه ښېګڼي ته زياتوالی ورکوم. د ښه کارونو سر ته رسول زموږ د اهل بيت محبت او مينه ده».<ref>المستدرك، الحاكم النيسابوري ، ۳ / ۱۷۲.( أيها الناس من عرفني فقد عرفني ومن لم يعرفني فانا الحسن بن علي وانا ابن النبي وانا ابن الوصي وانا ابن البشير وانا ابن النذير وانا ابن الداعي إلى الله باذنه وانا ابن السراج المنير وانا من أهل البيت الذي كان جبريل ينزل الينا ويصعد من عندنا وانا من أهل البيت الذي اذهب الله عنهم الرجس وطهرهم تطهيرا وانا من أهل البيت الذي افترض الله مودتهم على كل مسلم فقال تبارك وتعالى لنبيه صلى الله عليه وآله قل لا أسئلكم عليه اجرا الا الموده في القربى ومن يقترف حسنه نزد له فيها حسنا فاقتراف الحسنه مودتنا أهل البيت). | ||
</ref> | </ref> | ||
==سرچينې== | ==سرچينې== | ||
د ۱۰:۵۵, ۱۵ اکتوبر ۲۰۲۴ پورې تازه بڼه
په قرآن او نبوی احاديثو کې د اهل بيت څخه مراد څوک دي؟
.په قرآن کريم او په نبوی احاديثو کي د اهل بيت کلمه په کار وړل شوی دی. په قرآن کريم کې د خدای په اراده پاک او معصوم ګرځېدلي دي. په نبوي حديث کي اهل بيت د قرآن تر څنګ د مسلمانانو د هدايت تومنه معرفي شوی دی او که څوک د هغو دواړو څخه لاروي وکړي نه بې لاره کيږي. او همدارنګه د حضرت نوح(ع) د بېړۍ په شان ژغورونکی ښودل شوی دی. نو دلته لازميږي چې مسلمانان بايد اهلبيت وپېژنې تر څو ګمراه او بې لاره نشي.
داهل بيت د پېژندنې ضرورت
پاک خدای په قران مجيد کي د رسول الله(ص) خبرې او امرونه الهي وحی ګڼلی دی. خدای تعالی فرمايي: رسول الله هيڅكله پر خپل نفساني هوا باندي خبري نه کوي هرڅه چې وايي ټوله د خدای وحی دي.[۱] او دبلې خواڅخه يې د هغه ا مرونه پر مسلمانانو باندي فرض کړی دی او وايي هر څه چې د خدای رسول تاسو ته راوړی دی ونيسئ او په هغه باندي عمل وکړئ او له هر شی نه چې منع کړای شوي ياست ډډه وکړئ او د هغه د مخالفت نه وبېرېږئ چې د خدای عذاب ډېر سخت دی.[۲] او بياپه بل ځای کې فرمايي هېڅ با ايمانه سړۍ ا و ښځه دا حق نه لري کله چې خدای او د هغه پيغمبر يو شۍ لازم وګڼي د هغوی په وړاندي به د اختيار خاوند وي. هر څوک که د خدای او د هغه د رسول نافرماني وکړي په رښتيا چې په ښکاره توګه په ضلالت کي ډوب شوی دی.[۳]
ددې آيتونو په پام کي لرلو سره پر مسلمانانو باندي لازمه ده چې درسول الله(ص) پر خبرو او امرونو باندي سترګې پټې نکړي او د هغه پر حديثونو باندي ځير شي چې د مسلمانانو څخه څه شۍ غواړي او د هغوی د لارښوونې لپاره يې څه ډول نسخې پېچلی دی.
اهل بيت د رسول الله(ص) په احاديثو کې
سربېره پردې چې خدای تعالی په قرآن کريم کې فرمايي:«إِنَّمَا يُرِيدُ اللَّهُ لِيُذْهِبَ عَنكُمُ الرِّجْسَ أَهْلَ ا لْبَيْتِ وَيُطَهِّرَكُمْ تَطْهِيراً؛په حتمي توګه خدای تعالی غواړي چې ستاسو اهل بيت څخه چټلي ليري کړي او تاسو پاک او طاهر وګرځوي[۴]د رسول الله(ص) د هغو بې شمېرو لارښوونو څخه يوه لار ښوونه د اهل بيت په اړوند په ځانګړۍ توګه ليدل کيږي. ځکه اهل بيت د هغه حضرت په حديثونو کي د قران کريم تر څنګ د لار ښود او د نجات بيړۍ په توګه ښودل شوی دی. او همدا رنګه د هغوئ سره مينه او محبت پر ټولو مسلمانانو باندي فرض شوی دی او پر دښمنۍ باندي يې د دوږخ د اور ژمنه شوې ده. دلته مناسبه ده چې د څو حديثونو متن راوړل شي:
- د صحيح مسلم او نورو بې شمېرو حديثي کتابونو کي راغلی دی چې رسول الله(ص) د مکې او مدينې تر منځ د (خم) په سيمه کي د خدای د حمد او ستاينې او د خلکو د موعظې څخه وروسته داسي وويل: ای خلکو په رښتيا چې زه يو بشر يم . نژدې دی چې زما د رب رسول (ملک الموت) به راشي او زه به د خدای بلنې ته ځواب ورکړم . دغه دی زه په تاسو کي د دوو ارزښت منو شيانو پرېښودونکۍ يم د هغو دواړو څخه اول د خدای کتاب دی چې په هغه کي هدايت او رڼا ده نو د خدای کتاب و نيسئ او په هغه پوري لاسونه ټينګ کړئ او دوهم يې زما اهل بيت دی چې د خپل اهل بيت په باره خدای تاسو ته په ياد راولم .[۵]
- د امام احمد بن حنبل په مسند او نورو کتابونو کي راغلی دی چې رسول الله(ص ) وويل: زه په تاسو کي د دوو ارزښتناکو شيانو پرېښودونکۍ يم چې په هغو دواړو کي يو يې له بل نه ستر دی هغه د خدای کتاب دی چې د آسمان څخه ځمکې خوا ته يو غزېدلۍ پړۍ دی او بل يې زما عترت او اهل بيت دی. هغه دواړه هيڅکله يو د بل څخه نه جلا کيږي تر څو چې د قيامت په ورځ په حوض کي پر ما باندي وارد شي.[۶]
- د حاکم په مستدرک او نورو حديثي کتابونو کي راغلی دی چې رسول الله(ص) فرمايلی دی: با خبره اوسئ چې زما اهل بيت په تاسو کي د نوح بېړۍ ته د هغه په ټبر کې ورته ده هر څوک چې په هغه کي سپور شو وژغورل شو او هرڅوک چې له هغه څخه يې تخلف وکړ په هلاکت ورسېد.[۷]
د اهل بيت د مصداق په باره کې ويناوې
د اهل بيت د مصداق په باره کي د نوموړي آيې په اړوند ټول هغه د تصور وړ غبرګونونه را منځ ته شوي دي چې په هغو کي لاندي د پام وړ ويناوي شتون لري:
۱. ځيني وايي چې په دې آيه کي د اهل بيت نه د رسول الله(ص) ښځې منظورې شوي دي.
دا نظريه سربيره پردې چې په آيه کي د (عنکم) ضمير د ښځو لپاره تناسب نه لري، د هغو بې شمېرو دلايلو له کبله چې وروسته به په هغو باندي اشاره وشي ، د منلو وړ نشي کرځېدلای.
۲. ځيني نور په دې باور دي چې د اهل بيت نه د رسول الله(ص) ټول خپلوان اراده شوې ده لکه د علي اولادونه ، د عباس اولادونه ، د عقيل اولادونه او د جعفر اولادونه دا ټول د رسول اکرم(ص) اهل بيت ګڼل کيږي. دا خبره هم د منلو وړ نه ده ځکه ددې نظريې لپاره نه د قران په آياتو کي هيڅ دليل شته او نه نبوي احاديث د هغه ملاتړ کوي.
۳ . دريم قول دادی چې د نبوي حديثونو په پام کي لرلو سره داهل بيت مصداق يوازي پنځه کسه دی چې دانوم د خداي له لوري په ځانګړۍ توګه پر دې سپېڅلۍ ټولګه باندي اېښودل شوی دی او هغه پنځه کسه محمد مصطفی، علی، فاطمه، حسن او حسين(ع) دی.
د اهل بيت د پېژندنې لاره
په دې برخه کي دا ټکۍ د پام وړ ده چې دا هل بيت لغوي او عرفي معنا د اهل بيت د مصداق د پېژندلو په ترڅ کي کوم رول نشي لوبولای ځکه دا مرکبه کلمه د لغات او عرف له نظره يو عام نوم دی چې د هر سړي د کورنۍ پر ټولو غړو لکه زامن ، لوڼي، ښځي او نور نژدې خپلوانو باندي شاملېدلای شي. له بلې خوا څخه د رسول الله(ص) د کورنۍ د غړو په پېژندلو کي هېڅ ډول ابهام نشته تر څو پر موږ باندي لازمه وي چې هغوئ و پېژنو. نو له دې کبله دلته د دې کلمې د لغوي معنا په هکله خبري نه کوو.
موږ هغه کسان بايد و پېژنو چې په قرآن کريم کي د اهل بيت په نامه نومېدل شوی دی. نو له دې کبله د اهل بيت پېژندنه بايد د قرآن کريم او د رسول الله(ص) د احاديثو د اصطلاح پر محور باندي ولاړ وي. يعني هغه اهل بيت بايد و پېژنو چې په قرآن شريف او نبوي احاديثو کي راغلی دی. هغه اهل بيت چې يو خاص او ځانګړي کسان دي چې د رسول الله(ص) څخه وروسته د مسلمانانو ديني لارښود او مرجع ګڼل شوی او د ګمراهۍ نه د ژغورني لامل بلل کيږي. هغه اهل بيت چې پاک خدای له هغوی څخه رجس او چټلۍ ليري کړی او هغوی يې د هر ډول ګناه او خطا څخه پاک کړی دی او د هغوی په باره کي داسي وايي: «إِنَّما يُريدُ اللَّهُ لِيُذْهِبَ عَنْكُمُ الرِّجْسَ أَهْلَ الْبَيْتِ وَ يُطَهِّرَكُمْ تَطْهيراً»[۸]. د قران کريم او نبوي احاديثو په عرف کې اهل بيت يو خاص نوم دی چې پر څو ځانګړو کسانو باندي تطبيقېدلای شي او پر موږ باندي لازمه ده چې دا کسان وپيژنو.
نو دلته په کلکه ويلای شو چې د رسول الله له احاديثو څخه پرته هېڅ ډول لاره د عرف، او عقل لپاره د اهل بيت د پېژندنې لوري ته شتون نه لري او که هر څوک وغواړي له دې دوو لارو څخه اهل بيت وپېژني هرو مرو په غلطه توګه ځيني نور کسان به داهل بيت په نامه ونوموي او د ناپوهئ په بېديا کي به هم ځان ورک کړي او هم به هيڅکله اهل بيت و نه پېژني. دا ځکه چې اهل بيت يو خاص او ځانګړۍ نوم دی چې د خدای له لوري پر ځينو کسانو باندي اېښودل شوی دی نو له دې کبله د اهل بيت د پېژندنې يوازنۍ لاره د رسول الله(ص) مبارک حديثونه دي چې د مسلمانانو او دين پوهانو د لار ښوونې لپاره ځلاندې وړانګې لري.
د اهل بيت مصداق د رسول الله(ص) په احاديثو کې
د رسول الله(ص) ټول حديثونه چې د اهل بيت په باره کي صادرې شوي دي په روښانه توګه د دريم قول ملا تړي کوي او هر ډول نور قولونه او نظريې په کلکه ردوي. نو لازمه ده چې په دې برخه کي د هغه حضرت(ص) ځيني اړوند حديثونه تر څېړنې لاندي ونيول شي:
۱. لومړنۍ حديث هغه حديث دی چې د تطهير د آيې د نازلېدو شان بيانوي. په دې باره کي له (اويا) نه ډېر حديث چې اکثره يې د اهل سنت او جماعت له لارې نقل شوی دی، شتون لري. دا حديثونه د اهل سنت له لوري د ام سلمې، ام المؤمنين عايشې، ابو سعيد خدري، سعد، وائله بن الاسقع، ابي الحمراء، ابن عباس، ثوبان د رسول الله(ص) آزاد شوی غلام، عبدالله بن جعفر، علي بن ابي طالب(ع)، حسن بن علی(ع) او نور چي تقريبا څلوېښتو لارو ته رسيږي، نقل شوی دی. همدا رنګه د اهل تشيع له لوري تقريبا له دېرشو لارو څخه نقل شوی دی.[۹]
دلته لومړۍ هغه حديث څيړو چې د ام المؤمنين عايشې له لاري د صحيح مسلم په کتاب او نورو حديثي او تفسيري کتابونو کي راغلی دی. ام المؤمنين حضرت عايشه په دې حديث کي وايي: «يوه ورځ د سهار د لمانځه په وخت رسول الله(ص) يوه جامه پر خپل ځان اچولی وو چې له تورو وړيو څخه اوبدل شوې وه . په دې وخت کي حسن بن علي راغۍ چي رسول الله(ص) هغه د ځانه سره تر جامې لاندي کړ. يوه شېبه وروسته حسين راغۍ ، هغه هم د رسول الله په څنګ کي تر جامې لاندي ننوت. ورپسې فاطمه د رسول الله لور راغله او تر جامې لاندي شوه. وروسته له هغې څخه علي راغۍ او د هغوئ سره تر جامې لاندي يو ځاي شو. په دې وخت کي رسول الله(ص) وويل: «إِنَّما يُريدُ اللَّهُ لِيُذْهِبَ عَنْكُمُ الرِّجْسَ أَهْلَ الْبَيْتِ وَ يُطَهِّرَكُمْ تَطْهيراً، يعني خدای تعالی اراده کړې ده چي يواځي ستاسو اهل بيت څخه هر ډول چټلئ او ګناه ليري کړي او تاسي په بشپړه توګه پاک وساتي.[۱۰]
دا مبارک حديث په روښانه توګه بيانوي چې په هغه وخت کي يوازي دغه پنځه کسه يعني محمد مصطفی(ص)، علی، فاطمه، حسن او حسين(ع) د اهل بيت تر نوم لاندي ځای لرل او نور هيڅ څوک په دې نوم کي د هغوی سره ګډون نه درلودل. له دې ترڅ څخه دا پايله لاسته راځي چې د قرآن کريم په عرف کي نه د رسول الله(ص) ښځي او نه د هغه نور خپلوان هيڅ يو د هغه اهل بيت نه ګڼل کيږي چې د تطهير د آيې په روښانه دلالت د خدای(ج) په اراده د هر ډول ګناه ، ناپاکۍ او خطا څخه په بشپړه توګه پاک شوي دي. که چيري په ځينو حديثونو کي پر نورو کسانو باندي هم د اهل بيت نوم وړل شوی وي د تطهير د آيې سره هېڅ تړاو نه لري بلکه په دغو استعمالاتو کي لغوي او عرفي معناوي منظورې شوي دي. په تېره بيا په دې آيه کي د«انٌما» کلمه چې پر حصر باندي دلالت کوي د نورو کسانو ګډون له دې پنځه پاکو کسانو سره په ښکاره ډول له منځه وړي. يعني د خداي تعالې په اراده او د قران کريم په عرف کې يواځي او يواځي دغه پنځه کسان اهل بيت نومول شوي دي.
دا حديث چې د ام سلمې د خدای د رسول(ص) دبلې ښځې له لارې نقل شوی دی په روښانه توګه پر دې باندي دلالت لري چې د رسول الله(ص) ښځې څه په يوازينۍ توګه او څه د نورو سره په ګډون نشي کيدلای داهل بيت مصداق و ګڼل شي. ام سلمه وايي : کله چې د تطهير آيه زما په کور کي نازله شوه رسول الله(ص) علي، فاطمه ، حسن او حسين تر کساء لاندي راټول کړل او وئې فرمايل: خدايه دغه کسان زما اهل بيت دی. ام سلمه وايي ما رسول الله(ص) ته وويل چې آيا زه ستا اهل بيت نه يم؟ هغه په ځواب کي راته وويل : ته زما اهل يې او له خيره سره يې اما دوی زما اهل بيت دی.[۱۱]
دا حديث د بې شمېرو کسانو له لارې د سني او شيعه په معتبرو کتابونو کي راوړل شوی دی او د هغه په دلالت کي هېڅ شک نشته چې اهل بيت يوازي دغه پنځه پاک شوي کسان دي.
۲. يو لړ حديثونه په بې شمېره توګه په تېره بيا د اهل سنت او جماعت په کتابونه کي د تطهير د آيې تر څنګ راغلي دي چې ټوله په يوه خوله وايي دغه پنځه کسان هغه اهل بيت دی چې په قرآن مجيد او په اړوندو حديثونو کي راغلی دی. دلته د بېلګې په ډول په يوه حديث باندي اشارت کوو:
د ابو سعيد خدري نه پوښتنه وشوه چې هغه اهل بيت چې خداې تعالې له هغو څخه هر ډول چټلۍ او ګناه ليري کړی او هغوی ته يې په بشپړه توګه سپېڅلتيا ورکړې ده، څوک دي؟ په ځواب کي په خپلو ګوتو سره وويل هغوی پنځه کسه دي. رسول الله او علي او فاطمه او حسن او حسين.[۱۲]
ابو سعيد خدري د رسول الله(ص) صحابه چې ډېر حديثونه د هغه له لارې را نقل شوي دي ، په دې حديث او نورو حديثونو کي د اهل بيت تر نوم لاندي هيڅ څوک ددې پنځه کسانو سره ګډ نه بولي او دا هغه شۍ دی چې په دې باره کي د هغه او د نورو اصحابو د ايمان ښکارندوی دی.
۳. همدا رنګه په ډېرو کتابونو کي هغه حديث راغلی دی چې په ډاګه پر دې باندي دلالت لري چې د اهل بيت تر نامه لاندي هيڅ څوک ددغو پنځو کسو سره ګډون نه لري. په دغه حديث که چې له مختلفو لارو څخه نقل شوی دی راغلی دی چې رسول الله مبارک د څو مياشتو لپاره د سهار د لمانځه په وخت د فاطمې د کور په وړاندي دريدل او په لوړ آواز يې ويل چې د لمانځه وخت دی اۍ اهل بيته. په رښتيا چې خدای تعالی ستاسوڅخه رجس او چټلۍ ليري کړې ده او د خدای په اراده په بشپړه توګه پاک شوي ياست. [۱۳]
۴. د حاکم په مستدرک او داهل سنت په ځينو نورو کتابونو کي راغلی دی ، کله چې علی په شهادت ورسېد حسن بن علی د خپلې خطابې او وينا په ترڅ کي د خدای د ستاينې او ثنا څخه وروسته د خلکو په وړاندي داسي وويل: «...اې خلکو هر څوک چې ما پېژني خو پېژني او هر څوک چې مي نه پېژني زه حسن د علی زوئ يم، زه د نبي زوئ يم، زه د وصی زوئ يم، زه د بشير او د نذير زوئ يم، زه د هغه چا زوئ يم چې د خدای لورې ته د هغه په اذن بلنه کول، زه د وړانګې ورکونکۍ څراغ زوئ يم، زه د هغه اهل بيت څخه يم چې جبرئيل پرموږ باندي نازيلېدل او بېرته آسمان ته پورته کېدل، زه د هغه اهل بيت څخه يم چې خدای تعالی له هغوی څخه هر ډول رجس او چټلۍ ليري کړې او هغوی يې په بشپړه توګه پاک کړی دی، زه د هغه اهل بيت څخه يم چې خدای تعالی د هغوی مينه او محبت پر هر مسلمان باندي فرض کړی دی او په دې باره کي يې خپل رسول ته داسي ويلی دی: ووايه چې زه ستاسو څخه د خپل د رسالت په وړاندي زما د اهل بيت د مينې او محبت نه پرته هېڅ شی نه غواړم او هر څوک چې ښه کار سر ته ورسوي ، د هغه ښېګڼي ته زياتوالی ورکوم. د ښه کارونو سر ته رسول زموږ د اهل بيت محبت او مينه ده».[۱۴]
سرچينې
- ↑ نجم: ۳او۴.
- ↑ حشر: ۷.
- ↑ احزاب:۳۶.
- ↑ الاحزاب، ۳۳.
- ↑ نيشابوري، مسلم بن حجاج، صحيح مسلم، بيروت، دار احيا، التراث العربي، ۴/۱۸۷۳.
- ↑ الإمام احمد بن حنبل، مسند احمد ، بيروت، دار صادر،- ۳ / ۱۴.
- ↑ حاکم نيشابوري، محمد بن عبدالله، المستدرک علي الصحيحين، بيروت، دارالکتب العلميه، لومړۍ جاپ، ۱۴۱۱ق، ۲/۳۷۳.
- ↑ احزاب:۳۳.
- ↑ طباطبايي ، محمد حسين، الميزان( ژباړن موسوي همداني) ۱۶/ ۴۳۶او۴۶۴.
- ↑ مسلم بن حجاج ، صحيح مسلم ، ۴/۱۸۸۳ ، بيروت، دار احياء التراث العربي.
- ↑ المستدرک علی الصحيحين،۳/۴۵۱. ترمذي، محمد بن عيسی، سنن الترمذي ، بيروت، دارالفکر للطباعه و النشر، ۱۴۰۳ق، ۵ / ۳۰ – ۳۱.
- ↑ الطبراني، المعجم الأوسط|الطبراني ، دار الحرمين للطباعه والنشر والتوزيع، ۱۴۱۵ق - ۱۹۹۵ م ، ۲ / ۲۹۲ .
- ↑ مسند احمد. الإمام احمد بن حنبل ، ۳ / ۲۵۹.
- ↑ المستدرك، الحاكم النيسابوري ، ۳ / ۱۷۲.( أيها الناس من عرفني فقد عرفني ومن لم يعرفني فانا الحسن بن علي وانا ابن النبي وانا ابن الوصي وانا ابن البشير وانا ابن النذير وانا ابن الداعي إلى الله باذنه وانا ابن السراج المنير وانا من أهل البيت الذي كان جبريل ينزل الينا ويصعد من عندنا وانا من أهل البيت الذي اذهب الله عنهم الرجس وطهرهم تطهيرا وانا من أهل البيت الذي افترض الله مودتهم على كل مسلم فقال تبارك وتعالى لنبيه صلى الله عليه وآله قل لا أسئلكم عليه اجرا الا الموده في القربى ومن يقترف حسنه نزد له فيها حسنا فاقتراف الحسنه مودتنا أهل البيت).