د "د امامانو د زيارت ثواب" د بڼو تر مېنځ توپير
د سمون لنډیز نسته |
|||
۶۵ کرښه: | ۶۵ کرښه: | ||
[[fa:ثواب زیارت ائمه(ع)]] | [[fa:ثواب زیارت ائمه(ع)]] | ||
[[es:Recompensa por visitar a los Imames Infalibles]] | [[es:Recompensa por visitar a los Imames Infalibles]] | ||
[[fr:Récompense de la visite pieuse des Imams (a)]] |
د ۱۰:۰۱, ۶ ډيسمبر ۲۰۲۲ بڼه
آیا د امامانو د قبرونو زیارت کول ثواب لري؟ زيارت کوونکۍ د دې زيارت څخه څه شی لاسته راوړي؟
د شیعیانو په عقيده د اهل بیت (ع) او د شیعه امامانو د قبرونو زیارت کول، د الهي اولیاوو او د امامانو د اولادې زیارت کول ډیر فضیلتونه او ثوابونه لري. په ایمان کي استقامت، د ګناهونو بخښنه، د رسول الله (ص) شفاعت، د جنت له نعمتونو څخه برخمن کیدل، په جنت کې له اهل بیت (ع) سره ملګرتیا، د نیکو اعمالو وزن زیاتېدل او د قیامت په ورځ آسانه حساب ورکول له هغو انعامونو څخه دي چې په دې برخه کې يې ژمنه ورکړه شوې ده.
د امامانو د زيارت حقيقت
د معصومو (ع) زیارت کول ډېر فضیلتونه او ثوابونه لري او دا زیارتونه په حقیقت کې له هغوئ سره زموږ د مینې نښه ده.
امام باقر(ع) له رسول الله(ص) څخه روایت کوي، چې هغه حضرت امام علي(ع) ته وویل: «ای ابوالحسنه، بې شکه خدای ستا او ستا د اولادونو قبرونه د جنت د ځمکو څخه يوه ځمکه ګرزولې ده او خدای د نجيبو او د خپل د اولياوو زړونه ستاسو لورې ته ګرزولې دي، نو څوک چې په دوئ کې د خدای د رضا لپاره ستاسو د قبرونو زیارت وکړي، پوه شه چې اې علي! دوئ زما د شفاعت لپاره ځانګړي کيږي او د کوثر د حوض تر څنګ پر ما باندي وارديږي او په جنت کي زما زیارت کوونکي دي. بيا يې وفرمايل: څوک چې ستا د قبرونو زيارت وکړي د ۷۰ حجونو ثواب لري او د مور څخه د پيدا شوی ماشوم په شان له ګناهونو څخه پاکيږي».[۱]
همدا رازامام صادق (ع) وفرمایل: «هیڅوک نشته چې زموږ او زموږ د قبرونو زیارت وکړي مګر دا چې خدای به هغه په خپل بخښنه او رحمت کې غرق کړي او ګناهونه به یې وبخښي» [۲] نورو رواياتونه هم رانقل شوي دي چې د ټولو امامانو زيارت ارزښتناک او د ثواب لرونکي بللي دي. البته د شیعه امامانو د هر يو د زیارت په اړه هم روایتونه رانقل شوي دي.
د امام علي (ع) زيارت
امام صادق (ع) وفرمايل: «څوک چې د اميرالمؤمنين علي (ع) زيارت وکړي په داسې حال کې چې د هغه په حق باندي پوه وي او د تکبر او مجبورتيا له لورې نه وي، خدای د هغه لپاره د زرو شهيدانو اجر ليکي او د هغه تېر او راتلونکي ګناهان بخښي او د ایمان راوړونکو سره محشور کيږي او حساب پر هغه باندي آسانه ګرځي»[۳]او په بل روایت کې فرمایلي دي: «جنت د هغه لپاره دی»[۴]
د امام حسن مجتبی (ع) زیارت
پېغمبراکرم (ص) امام حسن (ع) ته په خطاب کي وفرمايل: «هر څوک چې ستا له مړينې وروسته ستا يا پلار او ورور زیارت وکړي، جنت د هغه لپاره دى».[۵]
د امام حسين (ع) زيارت
- امام صادق (ع) وفرمايل: «هر مؤمن چې د حسين (ع) قبر ته ولاړ شي (زیارت یي وکړي) په داسې حال کې چې د هغه په حق باندي پوه وي د اختر د ورځ نه پرته په نورو ورځو کې به شل حجونه او شل بشپړه او منل شوې عمره او د پيغمبر يا عادل امام سره شل جهاد به ورته وليکل شي. او هر څوک چې د اختر په ورځ د هغه زیارت ته لاړ شي د هغه لپاره به د سلو حجونو، او عمرو او د جهاد ثواب ولیکل شي او هر څوک چې د عرفې په ورځ د هغه زیارت ته ولاړ شې د هغه لپاره د زرو حجونو، عمرو او زرو جهاد ثوابونه لیکل کیږي».[۶]
- امام موسی بن جعفر (ع) وفرمايل: «هر څوک چې په پوهه او معرفت سره د حسین (ع) د قبر زیارت وکړي، خدای د هغه تېر او راتلونکي ګناهونه بخښي».[۷]
- امام صادق (ع) وفرمايل: «که خلک وپوهېږي چې د امام حسين (ع) په زيارت کې څه شی شته؛ نو د حسين (ع) د زيارت لپاره به په تورو یو د بل سره جنګېدل او د زيارت لپاره به يې خپل مالونه خرڅول. فاطمه الزهرا (س) په داسې حال کې چې له هغې سره زر انبياء، زر صالحين، زر شهيدان او په زرګونو ملائکې دي، د حسين بن علي (ع) زيارت کوونکو ته د رحمت په سترګه ګوري او له خدايه د دغو خلکو لپاره د هر خير غوښتنه کوي». [۸]
د امام محمد باقر(ع) زيارت
هشام بن سالم وايي چې یو سړی امام صادق (ع) ته راغی او پوښتنه یې وکړه: «آیا زه ستا د پلار زيات وکم؟ حضرت وفرمايل: څوک چې زما د پلار زيارت وکړي، د هغه لپاره جنت دی».[۹]
د امام موسی کاظم (ع) زیارت
د امام کاظم (ع) د زيارت په باره امام رضا (ع) په يوه روايت کي وفرمايل: «هرڅوک چې په بغداد کې زما د پلار زيارت وکړي لکه هغه څوک دی چې د اميرالمؤمنين علي (ع) او د رسول الله (ص) زيارت يې کړی وي. (یعنی د هغوئ د زيارت ثواب لري).[۱۰]
د امام رضا (ع) زيارت
د امامانو په وینا کې د امام رضا (ع) په زیارت باندې زیات ټينګار شوی دیِ؛ ځکه چې هغه حضرت په غريبي او جلا وطنې کي شهيد شواو په مدینه کښې نه ؤ او له خپلو خپلوانو نه ليرې ؤ؛ له همدې امله معصومو امامانو (ع) غوښتل چې خلک دې ته وهڅوي چې طوس (مشهد) ته ولاړ شي او پرې نه ږدي چې د حضرت (ع) یادونه هېره شي.
د امامانو د اولادونو زيارت
د امامانو په احادیثو کې د ځینو امام زاده ګانو د زيارت په اړه لکه عبدالعظیم حسني په رۍ او فاطمه معصومه په قم کې روایتونه راغلي دي:
عبدالعظیم حسنی
عبدالعظیم حسني (۲۵۲ ق) چې په شاه عبدالعظیم باندي مشهور دی، د حسنی عالمانو او ساداتو او د حدیثو له راویانو څخه و. د هغه نسب د څلورو منځګړو له لارې امام حسن مجتبی (ع) ته رسیږی. شیخ صدوق د هغه د قبر د زیارت په باره کي دا روایت رانقل کړی دی چې د رۍ د خلکو څخه يو سړی امام هادی (ع) ته راغی او ویې ویل: ما د حضرت سید الشهداء زیارت وکړ. امام (ع) وفرمايل: د عبدالعظيم د قبر زيارت کول ثواب چې ستاسو په سيمه کي دی د هغه چا په شان دی چې د حسين بن علي (ع) د قبر زيارت يې کړی وي.[۱۱]
فاطمه معصومه (س)
حضرت معصومه (س) د امام کاظم (ع) لور او د امام رضا (ع) خور ده. هغې د امام رضا (ع) د ليدنې لپاره ايران ته ولاړه، په لاره کي ناروغه شوه او په قم کښې وفات شو. په قم کې د هغه د زيارت په اړه داسې روایت شوی دی:
- امام رضا علیه السلام وفرمایل: «څوک چې د فاطمې بنت موسی بن جعفر زیارت وکړي په داسې حال کې چې د هغې په حق باندي پوه وي، نو د هغه لپاره جنت دی». [۱۲]
- امام صادق (ع) وفرمايل: «د هغې زيارت د جنت سره برابر دی».[۱۳]
د لا ډېرې مطالعي لپاره
- منتهی الآمال، ۱ټوک، شیخ عباس قمی، د ريم امام أبا عبدالله الحسین ژوندون.
- حسيني حماسه ، شهید مرتضی مطهری.
سرچينې
- ↑ نوری، مستدرک الوسائل، ۱۴۰۸ق، ۱۰ټوک، ۲۱۵مخ.
- ↑ نوری، مستدرک الوسائل، قم، مؤسسه آل البیت لإحیاء التراث العربی، لمړی چاپ، ۱۴۰۸ق، ۱۰ټوک، ۳۵۱مخ.
- ↑ نوری، مستدرک الوسائل، ۱۴۰۸ق، ۱۰ټوک، ۲۱۳مخ.
- ↑ نوری، مستدرک الوسائل، ۱۴۰۸ق.
- ↑ نوری، مستدرک الوسائل، ۱۴۰۸ق، ۱۰ټوک، ۳۵۰مخ.
- ↑ شیخ صدوق، أمالی، د آیت الله کمره ای ژباړه، تهران، دارالکتب الاسلامیه، شپږم چاپ، ۱۳۷۶ل، نه ويشتمه ناسته، ۱۴۳مخ.
- ↑ صدوق، أمالی، د کمره ای ژباړه، ۱۳۷۶ل، نه ويشتمه ناسته، ۱۴۲مخ.
- ↑ نجفی، محمد جواد، د حضرت امام حسین(ع) ژوندون، تهران، دارالکتب الاسلامیه، دريم چاپ، ۱۳۶۴ل، ۲۵۷مخ.
- ↑ نوری، مستدرک الوسائل، ۱۴۰۸ق، ۳۵۱مخ.
- ↑ نوری، مستدرک الوسائل، ۱۴۰۸ق، ۳۵۲مخ.
- ↑ صدوق، محمد بن علی، ثواب الاعمال و عقاب الاعمال، الشریف الرضی، ۱۳۶۸ل، ۹۹مخ.
- ↑ نوری، مستدرک الوسائل، ۱۴۰۸ق، ۱۰ټوک،۳۶۹مخ.
- ↑ نوری، مستدرک الوسائل، ۱۴۰۸ق، ۱۰ ټوک، ۳۶۸مخ.