په روایتونو کې قرنطین

د ویکی پاسخ لخوا
تر ۱۶:۰۶, ۶ اگسټ ۲۰۲۲ پورې شته مخليدنه، د Rafiei (خبرې اترې | ونډې) لخوا ترسره شوې
پوښتنه

آیا په روایاتو کې په قرنطين باندي اشاره شوې ده؟ آیا اسلام د قرنطین سره مخالف دی؟

په اسلامي روایاتو کې قرنطين ته پام شوی دی. د ځینو جزئیاتو په اړه لکه د ناروغۍ له ځای څخه د وتلو او تیښتې او یا له هغه ځای څخه چې ناروغي پکې خپره شوې ده د وتلو په اړه ، هم له اهل بیت (ع) څخه پوښتنې شوې دي. د رواياتو له مخې، مخکې له دې چې په کوم ځای کې ناروغي خپره شي، بايد له هغه ځايه تېښته وشي؛ خو کله چې په کوم ځای کې ناروغي خپره شي، له هغه ځايه د وتلو څځه منع شوی دی. له رسول‌الله (ص) څخه په یوه روایت کې راغلی دی چې د هغه چا اجر چې د ناروغي د خپره شوې په زمانه هملته پاته شي، د شهید اجر ګڼل شوی دی.

قرنطین په اسلامي تاریخ کي

په اسلامي رواياتو کې قرنطين په پام کې نيول شوی او د هغه پر رعايت کولو باندي ټينګار شوی دی. د ناروغۍ له ځای څخه د وتلو او تېښتې او یا له هغه ځای څخه د وتلو په اړه روایتونه شتون لري چې ناروغي پکې خپره شوې وي. دا موضوع ښیي چې قرنطین او په هغه سیمه کي چې ناروغي خپره شوې ده، د تګ او راتګ منع کېدل په اسلام کي معلوم او ثابت دی.

په تاریخي راپورونو کې له دوهم خليفه څخه روایت شوی دی چې کله په شام کې طاعون خپور شو، دوهم خلیفه په شام کې له حاضرېدو څخه ډډه وکړ او خپل چاپېريالو ته د رسول‌الله (ص) هغه حدیث یاد کړ چې فرمایلي دي: «که په کوم ښار کې طاعون پيدا شي، او تاسي په هغه ښار کي واست له هغه ښار څخه مه وځئ، خو که په کوم ښار کې وبا پيدا شوه او تاسي له هغه ښاره بهر واست، هغه ښار ته مه ورننوځئ». شهید مطهري د دې مطلب له بیانولو وروسته څرګنده کړې ده چې په هغه وخت کې قرنطین شتون نه درلود، خو د ښار خلک د نورو د حالت د رعایت کولو لپاره له ښار څخه نه وتل. [۱] د هغه مقصد دا دی چې په هغه وخت کې وګړيز او ټولنيز قرنطین نه ترسره کېدل، خو په تاریخي نقلونو کې د ټول ښار قرنطین ښه څرګند شوی دی.

له قرنطین څخه وتل

د رواياتو له مخې، مخکې له دې چې ناروغي په يوه سيمه کي خپره شي، بايد له هغې سيمي څخه تېښته وشي. خو که چیرې ساري ناروغي په سيمه کي خپره شوې وي، خلکو ته د وتلو اجازه ورکړ شوې نه ده. په يو روايت کې راغلی دی: «کله چې طاعون د جومات په خلکو کي خپور شي، دوئ د نورو په منځ کې د تېښتې حق نه لري.» [۲] په دې روايت كې جومات د یوې سيمې سمبول او محور دى او مقصد يې دا دى كه نارغی د يوې سيمې اوسېدونکو ته سرايټ وکړ، نباید دهغې سيمې څخه ووځي او ناروغۍ نورو سیموته خپاره کړي.

په یو بل روایت کې هم راغلی دی: «علي بن جعفر له خپل ورور امام کاظم (ع) څخه پوښتنه وکړه چې په یوه سیمه کې د کولرا د خپریدو په وخت کې آیا روا ده چې يو سړۍ له هغي سيمې څخه وتښتي؟ امام (ع) ځواب ورکړ: و دې تښتې تر هغه وخته پورې چې په هغه جومات کې چې لمونځ کوي سرايت يې نه وي کړی، نو که د جومات په خلکو کې خپور شي، روا نه ده چې وتښتې. [۳]

د هغه چا ثواب چې په قرنطین کې پاتې شي

له رسول‌الله (ص) څخه روایت دی چې فرمایي: کله چې د طاعون ناروغي راشي او انسان په خپل ښار کې پاتې شي او د خدای په خاطر صبر وکړي او وپوهيږي چې بې له هغه څه چې خدای ورته ټاکلۍ دی، نه ور رسيږي، هغه ته خدای تعالی د شهید اجر ورکوي.»[۴] په دې روايت کې رسول‌الله (ص) له خلکو څخه غواړي چې په ښار کي د ناروغۍ له خپرېدو وروسته له وتلو څخه ډډه وکړي او د دې ډډې لپاره د خدای څخه د ښه اجر هيله ولري.

سرچينې

دا مقاله د روح الله رضوي له لیکنې «میکروبونه، ساري ناروغۍ او قرنطین په اسلام کې» څخه اخیستل شوې ده، د ځواب مجله، 18 ګڼه، د ۱۳۹۹ل، اوړۍ.

  1. مطهری، مرتضی، انسان او برخليک، مجموعه آثار، تهران، صدرا، ۱۳۷۲، ۱ټوک،۴۳۰ مخ.
  2. مجلسی، محمدباقر، بحار الأنوار الجامعه لدرر أخبار الأئمه الأطهار(ع)، بیروت، دار إحیاء التراث العربی، ۱۴۰۴ق، ۶ټوک، ۱۲۲مخ.
  3. مجلسی، محمدباقر، بحار الأنوار ، ۶ټوک، ۱۲۲مخ.
  4. متقی هندی، علاءالدین علی، کنز العمال فی سنن الأقوال والأفعال، تحقیق: بکری حیانی، بیروت، مؤسسه الرساله، ۱۴۰۱ق، ۱۰ټوک، ۷۷مخ.