د خدای د عدالت معنا

د ویکی پاسخ لخوا
تر ۱۳:۰۷, ۱۸ سپټمبر ۲۰۲۲ پورې شته مخليدنه، د Rezvani (خبرې اترې | ونډې) لخوا ترسره شوې
پوښتنه

د خدای د عدالت معنا ته چې د دین له اصولو څخه دی، په روڼيزه توګه او د مثال سره توضيح ورکړئ؟

عدالت یې د هر څه کېښودل په خپل مناسب ځای کي معنا کړې ده. د خدای د عدالت د اصلي مصداقونو څخه يو د نړۍ په پيدايښت کي دی چې د کائناتو د اجزاوو او جوړونکي عناصرو تر منځ د تناسب او همغږۍ په معنا ده.

دغه عدالت له دوو لارو څخه لاس ته راځي: خداى عالم، ځواکمن او حکيم دى او خپل کارونه د همدغو صفتونو پر بنسټ منځ ته راوړي او د هغه د فضل په وړاندي هيڅ خنډ نشته. همدارنګه د مطالعې په واسطه د طبیعت په نړۍ او د هغې په آثارو کي، د طبیعت د نړۍ د اجزاوو او جوړونکي عناصرو همغږۍ لاس ته راځي. البته دا امکان شته چې په ځینو مواردو کې، ځینې مخلوقات خپل بشپړ کمال ته و نه رسیږي، دا شی د خدای د عدالت سره تضاد نه لري؛ ځکه چې د طبیعت نړۍ د شخړې او تزاحم نړۍ ده.

په شريعت كې د عدالت مراعات د خداى د عدالت بله څرګندونه ده.

د عدل معنا

عدل یې په مساوي توګه د ویشلو په معنا پیژندلي دي.[۱] همدارنګه عدل یې د ظلم په مخالف[۲] او په ريښتنولۍ او سمتيا، او په قضاوت کي په مساوات او انصاف باندي معنا کړې ده.[۳] د امام علي (ع) څخه په يو روايت کي عدل د هر شی کېښودل په خپل ځای کي معنا شوې ده [۴] خداى په ځينو اړخونو كې په عدالت باندي بلل کيږي:

په پيدايښت کې عدالت

د پیدایښت په نړۍ کې عدالت، د شتون د عالَم په جوړونکي اجزاوو کي توازن او همغږۍ ته ويل کيږي چې دغه تناسب او توازن د خدای له لورې ورکول شوی دی او موږ دا عدالت له دوو لارو څخه څرګندوو:

خدای عالم، ځواکمن او حکيم دی او خپل کارونه د علم، قدرت او حکمت پر اساس منځ ته راوړي او هېڅ خنډ هم د هغه د فیض په وړاندي نشته. د طبیعي نړۍ او د هغې د آثارو په مطالعه د طبیعي نړۍ د برخو او اجزاو همغږي موږ ته معلومه او څرګنده ده. البته، دا امکان شته چې په ځینو مواردو کې، ځینې موجودات خپل بشپړ کمال ته و نه رسیږي، دا د عدالت سره په تضاد کي نه ده؛ ځکه چې د طبیعت نړۍ د شخړې او تزاحم نړۍ ده. [۵]

کله چې موږ د نړۍ او خدای ترمنځ اړیکې ته ګورو، وينو چې خدای د نړۍ خالق دی. خدای د مخلوقاتو د پیدا کولو لپاره لازمه پوهه او د دوئ د پیدا کولو ځواک لري. د خدای له صفتونو څخه یو حکمت دی، په دې معنا چې کارونه په ډېره ټينګتيا سره ترسره کوي. نو له دې کبله د فاعلتيا له نظره هیڅ ممانعت او محدودیت نشته چې خدای د پيدايښت نړۍ په خورا ښکلا او ټينګوالي سره پيدا کړي. د اسلام پېغمبر (ص) فرمايلي دي: «بالعدل قامت السموات و الارض؛[۶] په عدل سره آسمانونه او ځمکه ټينګ پاته کيږي.

همدارنګه، که موږ د طبیعت نړۍ ته چې تر ټولو نړيو څخه ټيټه نړۍ ده، وګورو، هغه په بې‌پايه ښکلا او تناسب کي وينو. د هر طبیعی موجوداتو د اجزاوو په منځ او د طبيعې عالم د جوړونکو غړو په منځ کي يو ډول ځانګړی توازن او تناسب شتون لري چې دغه توازن او تناسب د خدای له لورې ورکړل شوی دی.

په اجر او جزا کې عدالت

خدای هم د جزا او سزا په برخه کې عادل دی، نو ښه خلکو ته د نیکو اعمالو په بدل اجر ورکوي او بدکاره خلک د بدو کړنو له کبله خپل د جرم سره سم د سزا مستحق دي او که خدای دوئ وبخښي نو د هغه د عدالت سره په ټکر کې نه دی، بلکې يو ډېر ښه کار دی.[۷] دا ډول عدالت په اصل کې د پيدايښت په نظام کې عدالت ته ورګرځي.

د شريعت جوړونې په ډګر کي عدالت

عدالت په قانون جوړولو کې داسي معنا شوې ده چې د حق خاوند ته د هغه حق ورکړ شي. نو په دې عدالت کې معیار د حق رعایت کول دی. او هغه څوک کولای شي چې د انسانانو او نورو طبيعي مخلوقاتو حقوق په ښه توګه رعایت کړي او حقدار ته حق ورکړي چې د انسان د وجود پرټولو اړخونو باندي پوه وي او د خپلو بندګانو د نېکمرغۍ او انحطاط په لار باندي خبرتيا ولري او هغه خدای دی. نو د دې ځانګړتیاوو په پاملرنې سره خپل قوانین جوړوي. دا امکان شته چې ښایي د هغه په قوانینو کې توپيرونه په سترګو شي، خو دا توپیر د الهي حکمت څخه سرچينه اخلي او تبعیض او ظلم پکي نشته.[۸]

د ظلم سرچينه چې د عدل پر خلاف دی، له دوو شيانو څخه يوه ده: په حق او د هغه په خاوندانو باندي ناپوهي، يا د ظالم اړتيا او ظالم ته د هغه د کار څخه ګټه رسېدل. دا دواړه احتمالونه د خدای په باره کي نشته. ځکه خداى نه په حكمونو او حقوقو او د هغو پر خاوندانو باندي ناپوهه دی او نه د ظلم څخه هغه ته ګټه رسيږي. [۹]

د لا ډيري مطالعې لپاره

  • الهي عدل، شهید مطهری، قم، د صدرا خپراوي.
  • شل وينا، شهید مطهری، ۱، ۲، ۳ او ۵ ويناګانې.
  • د حق او عدالت په هوا کي، ضیاء موحد، د تمدنونو کلتوري او خبرې اترې د مرکز خپراوي، تهران،۱۳۸۱ل.

سرچينې

  1. راغب الاصفهانی، مفردات القرآن.
  2. ابن منظور، لسان العرب، دعدل توکه.
  3. المنجد فی اللغه، د عدل توکه.
  4. نهج البلاغه، ۴۳۷ حکمت.
  5. وګورئ: مطهری، مرتضی، د آثارو ټولګه، ۱ ټوک، ۷۸ – ۸۴ مخ، قم، د صدرا خپراوي، دوم چاپ، ۱۳۷۰ل.
  6. د صافی تفسیر، د الرحمن سوره د ۷ آيې لاندي.
  7. وګورئ: سعیدی مهر، اسلامی کلام، ۱ ټوک، ۳۲۸ مخ، قم، د طه کلتوري مؤسسه، لومړی چاپ، ۱۳۷۷ل.
  8. وګورئ: سعیدی مهر، محمد، اسلامی کلام، ۱ ټوک، ۳۲۸مخ، قم، د طه کلتوري مؤسسه، لومړی چاپ، ۱۳۷۷ل.
  9. سعیدی مهر، محمد، اسلامی کلام، ۱ ټوک، ۳۲۹ مخ، قم، د طه کلتوري مؤسسه، لومړی چاپ، ۱۳۷۷ل.