د شیعه او سني د بېلتيا زمانه
مسلمانان له کله راهیسې په شیعه او سني باندي ویشل شوي دي؟
د اسلام په دين کې بېلابېل مذهبونه رامنځته شوي دي. د ګڼو فرقو جلاکېدل او رامنځته کېدل نه د اسلام لخوا، بلکې د مسلمانانو په واسطه منځ ته راغلي دي، چې بېلابېلې لارې يې ځان ته غورې کړې او هر چا خپله لاره د اسلام دين ګڼلی او هغه یې حق انګېرلی دی.
پېغمبراکرم (ص) په ګڼو پېښو او حالاتو کې علي (ع) خپل د ځاىناستي په توګه ټاکلی و. له همغې وخت راهیسې ځینې اصحاب د امام علی (ع) د پليون په نامه د نورو په منځ کي پېژندل شوي او ځانګړي ول. دغه کسان د رسول الله (ص) له خوا د علي د شيعيانو په نامه و نومول شول او په همغه وخت کي په دې عنوان باندي مشهور ول. د پېغمبراکرم (ص) له وفاته وروسته يو شمېر اصحاب بې له دې نه چې د امام علي (ع) ځاىناستي ته پام وکړي په سقيفه کي راټول شول او پخپل منځ کي له شخړو او جدال څخه وروسته له ابوبكر سره يې د خليفه په توګه بيعت وكړل. له همدې وخته و چې د شيعه او نورو تر منځ جلاوالی منځ ته راغی او دا ډله وروسته د اهل سنت نوم يې پر ځان باندي کېښودل.
د رسولالله (ص) د ځایناستی د مسئلې اهميت
خدای پاک د خپل وروستی پېغمبر(ص) په رسالت سره د بشر لپاره بشپړه دين تاسيس کړ.[۱] په دې بهير کي د پيغمبر(ص) د رسمي او الهي د مهمو برنامو څخه د ځان نه وروسته د امامت او خلافت د نعمت بيانول او تثبيتول و.[۲] او د دې مهمې موضوع لپاره په ډېرو مهالونو او ځایونو کې ډېرې هڅې تر سره کړې. بېشمېره روايتونه او تاريخي پېښې لکه د ثقلین حدیث، [۳] د منزلت حديث، [[۴] د غدیر حدیث او د هغه تاریخي پیښه،[۵] د دوات او قلم حديث[۶] پر دې مطلب باندی د پرېکندو دليلونو څخه دي.
د شيعيانو څخه د اهل سنت د جلا کېدو جرړې
يو شمېر صحابه کرامو د قرآن کريم د آيتونو پر بنسټ د رسول الله (ص) ټولې خبرې او سپارښتنې الهي وحي ګڼله[۷] او د هغه حضرت څخه د پيروي پر وجوب باندي اعتقاد لرل.[۸] له همدې امله دوئ د امامت په مسئله کې د هغه د خبرو او اوامرو څخه پيروي وکړل او د اسلام پر اصل باندي پاتې شول. د مسلمانانو دغه ډله د پېغمبراکرم (ص) لخوا د علي (ع) د شيعه په نامه ونومول شوه [۹] او د پېغمبر(ص) له وفاته وروسته تر نن ورځې پورې په همدې نوم پاتې شوه.
خو ځينو صحابه کرامو له دې اصل څخه کاږه شول او د ځایناستې او خلافت په باره کې يې د رسول الله (ص) حکم ته پام ونه کړ. دوئ د پېغمبراکرم (ص) د وفات په ورځ په داسې حال کې چې علي (ع) له نورو بني هاشمو سره د پېغمبراکرم (ص) په کفن او ښخولو بوخت و، د بني ساعده په سقيفه کې راغونډ شول او له سختې شخړې او جدال نه وروسته له ابوبکر سره د خليفه په توګه بيعت وکړ[۱۰] او په دې ډول يې د اسلامي امت د حکومت او سياسي او نظامي چارو، واک يې په لاس کې ونيول. او وروسته له دې د نورو خلکو څخه په مختلفو لارو د ابوبکر لپاره بیعت واخيستل شو.
په لومړي سر کې د مسلمانانو دغې ډلې کوم ځانګړی عنوان نه درلود، خو د عمر او ابوبکر په پیروانو مشهور و. د ابو حاتم رازي د خبرو له مخې د عثمان له مړينې وروسته د معاويه په زمانه کې دوی ته «عثمانيه» ويل کېده او د علي (ع) شيعيان په دغه وخت کې په «علويه» مشهور وو، تر څو چې د عباسيانو په زمانه کې نور د علويه او عثمانيه کليمې په کار يو نه وړل شوې او د امام علی او اهل بیت (ع) پیروان په خپل لوموړنی او اصلی نوم، یعني شیعه باندی وپېژندل شو او نورو ځان «اهل سنت» ونومول.[۱۱]
د ډېرې مطالعی لپاره
1. د امام علي (ع) او خلفاوو اړيکه، رجبی، موسوی کاشمری او رهدار.
2. المراجعات، شیخ شرف الدین عاملی.
3. د انديښنو څاڅکه، دکتر محمد تیجانی.
سرچينې
- ↑ مائده:۳.
- ↑ مائده:۶۷.
- ↑ نیشابوری، حاکم محمد بن محمد، المستدرک علی الصحیحین، بیروت، دارالمعرفه، بی تا، ۳ټوک، ۱۱۰مخ.
- ↑ نیشابوری، مسلم بن حجاج، صحیح مسلم، بیروت، دارالفکر، بی تا، ۷ټوک، ۱۲۰مخ.
- ↑ ابن اثیر، اسدالغابه، تهران، اسماعیلیان، بی تا، ۵ټوک، ۲۰۵مخ.
- ↑ بخاری، محمد بن اسماعیل، صحیح بخاری، بیروت، دارصعب، بی تا، ۳ټوک، ۹۱مخ.
- ↑ نجم:۳ و ۴.
- ↑ نساء:۹۵ و حشر:۷.
- ↑ طوسی، مصباح المتهجد، بیروت، مؤسسه فقه الشیعه، اول، ۱۴۱۱ ق، ۱۶مخ؛ متقی هندی، علی، کنز العمال، بیروت، مؤسسه الرساله، ۱۳ټوک، ۱۵۶مخ، ۳۶۴۸۳حديث.
- ↑ بخاری، محمد بن اسماعیل، صحیح بخاری، بیروت، دارصعب، بی تا، ۲ټوک، ۲۹۱مخ.
- ↑ ربانی گلپایگانی، علی، کلامی فرقې او مذهبونه، قم، د نړييز اسلامی علومو مرکز، ۱۶۸مخ.