د ماشومانو کړاوونه
هغه کړاو چې یو معصوم ماشوم زغمي د خدای د عدالت سره څنګه سمون لري؟
د دې دنيا بدۍ، کړاوونه او ستونزې د علت او معلول پر بنسټ ولاړې دي.[۱] په اسلامي منابعو کې راغلي دي: «أَبَى اَللَّهُ أَنْ يُجْرِيَ اَلْأَشْيَاءَ إِلاَّ بِأَسْبَابٍ فَجَعَلَ لِكُلِّ شَيْءٍ سَبَباً؛ خدای له دې نه ډډه کوي چې کارونه بې له اسبابه منځ ته راوړي. نو د هر شی لپاره يې يو سبب ګرځولی دی».[۲] که خدای په مستقیمه توګه د نړۍ په نظام او بدييو او کړاوونو کي تصرف کړی وای، جبر رامنځ ته کېدل، حال دا چي خدای انسان خوښمن او مختار پيدا کړی دی.
که مور او پلار د ماشوم د القاح کولو څخه، مخکې شيان رعايت ونهکړي، ماشوم نه رسېدلی او نيمګړۍ زېږېدل کيږي. همدارنګه که پر کوم ماشوم باندي تېرۍ وشي، د هغه ماشوم کړاو د تيري کوونکي له لورې او د شرورو کسانو ناوړه استفاده ده او هيڅکله خدای پردې کارونو باندي رضايت نه لري، بلکې د خدای د غضب د مواردو څخه ګڼل کیږي [۳]
ښه او بد کارونه چې د انسان له خوا صادریږي د هغوئ په خوښه او اراده ده او خدای نه غواړي چې انسان د خپلو کارونو په ترسره کولو کي مجبور وي؛ په پایله کې، موږ نباید د خدای څخه دا تمه ولرو چې د بدو اعمالو او د ګناه کوونکو د بغاوت او د کافرانو د کفر او د وژونکو د وژنې مخه ونیسي.
خو دا باید په پام کې ونیول شي چې خدای د بې ګناهو خلکو د کړاونو په بدل لکه ماشومان چي د بدو انسانانو لخوا پر هغوئ باندي زغمول کيږي، دوئ ته «اجر» ورکوي. ماشوم ته خدای تعالی په آخرت کې داسې ثوابونه ورکوي چې د ماشوم ټول هغه کړاوونه جبرانوی چې په دنیا کي پر هغه باندي راغلي دي.[۴]