د قرآن کریم راغونډول او تدوینول

د ویکی پاسخ لخوا
تر ۱۳:۲۵, ۲۲ ډيسمبر ۲۰۲۴ پورې شته مخليدنه، د Dr.moh (خبرې اترې | ونډې) (د "{{سوال}} د لومړي ځل لپاره قرآن څه وخت ټول کړل شو؟ او ایا د رسول اکرم صلی الله علیه وسلم په نظارت کې د قرآن ترتیب او تدوین ترسره شو، یا دا د صحابه کرامو په تشخیص سره ترسره شوی؟ {{پایان سوال}} اسلامي مفسران او عالمان، د قرآن د راغونډولو او تدوینولو په مساله کې چې..." تورو مخ جوړ شو) لخوا ترسره شوې
(توپير) ← زړه بڼه | اوسنۍ بڼه (توپير) | ← نوې بڼه (توپير)
پوښتنه

د لومړي ځل لپاره قرآن څه وخت ټول کړل شو؟ او ایا د رسول اکرم صلی الله علیه وسلم په نظارت کې د قرآن ترتیب او تدوین ترسره شو، یا دا د صحابه کرامو په تشخیص سره ترسره شوی؟

اسلامي مفسران او عالمان، د قرآن د راغونډولو او تدوینولو په مساله کې چې د چا په وسله او کوم وخت شوی اختلاف لري. ځینې په دې باور دي چې د ایتونو او سورتونو ترتیب یوه توفیقي چاره ده او په خپله د پېغمبر اکرم (ص) په وسیله د هغوي په ژوند کې شوې ده. د دې په مقابل کې ځینې نورو په دې باور دي چې د قرآن راغونډول او تدوینول له پېغمبر (ص) څخه وروسته او د صحابه و په نوښت، اجتهاد او اختیار سره وو.

د سورتونو او ایتونو ترتیب

د پېغمبر (ص) په زمانه کې د قرآن راغونډول

د قرآني علومو ځینې عالمان په دې باور دي چې هغه قرآن چې نن له مونږ سره دی، بالکل د سورتونو او ایتونو په همدې ترتیب سره د پېغمبر (ص) په زمانه کې راغونډ شوی دی.[۱] دغه ډلې د خپلې عقیدې لپاره ځینې دلیلونه راوړي منجمله:

  • قرآن ته د پېغمبر اهمیت ورکول، چې د قرآن تلاوت او حفظ ته یې توجه کوله.
  • د قرآن حافظانو به قرآن پېغمبر ته وړاندې کاوه.
  • د قرآن د کاتبانو شتون چې پېغمبر به هغوي ته وحي املا کوله او هغوی به لیکله او پېغمبر به دهغوي غلطۍ نیولې او لیکلی متن به یې سماوه. دا، د قرآن د کتابت د لیکنې په اړه د پېِغمبر د حساسیت او پرې څارنې ښودنه کوي.
  • د قرآن ختم په هغه زمانه کې و چې دا په پخپله په هغه زمانه کې د قرآن د پېل او پای ښودنه کوي.
  • داسې روایتونه شته چې صحابه و د پېغمبر په زمانه کې قرآن راغونډ کړ.
  • ځینې نور دلیلونه شته دي چې غیر تاریخي دي چې په کې دې دلیل ته اشاره کولی شو چې په دې موضوع کې د پېغمبر سستي او سترګې پټول د منلو وړ نه دي؛ له دې امله چې د قرآن نه راغونډولو او د پېغمبر (ص) په وسیله د قرآن نه راغونډولو او ترتیب او تدوین نه کولو، د تحریف او تیتوالي او د ډېرو نسخو د جوړېدو لپاره لاره هواروله او د تاریخ په اوږدو کې د قرآن تحریف یوه ممکنه چاره جوړېدله. په بله معنا، د قرآن راغونډول د پېِغمبر (ص) د رسالت یوه برخه وه.[۲]

د دلیلونو ټولګه ښیي چې د سورتونو او ایتونو ترتیب په خپله د پېغمبر (ص) په لاس شوی دی. یا دا چې که څه هم د صحابه و په وسیله راغونډ شوی وي، د پېِغمبر د سپارښتنو او توصیو په چوکاټ کې و، که نه وي څنګه ممکنه ده چې ټول صحابه یو واحد اجتهاد ته ورسیږي چې پلانکی سورت دې د قرآن په کوم ځای کې وي او د قرآن پېل او پای دې کوم سورتونه وي. ضرور په خپله پېغمبر په دې اړه ځینې نظریې ورکړي چې صحابه په دې اړه یو واحد نظر ته ورسیدل.

له پېغمبر(ص) نه وروسته د قرآن تدوین

کينډۍ:اصلي لیکنه د قرآن راغونډول له پېغمبر وروسته او د صحابه و په وسیله شوې دي. سیوطي په دې باور دی چې اسلامي عالمان په دې خبره یوه خوله دي.[۳] ویل شوي چې په لومړي ځل د لومړي خلیفه په زمانه کې او د [زید بن ثابت]] په هڅو سره مصحف تدوین شوی دی. له دې مخکې هم امام علي (ع) یو مصحف تدوین کړی و. ځينو سپین روبو اصحابو هم د قرآن تدوین او راغونډولو ته ملا وتړله. دا خبره سبب شوه چې د قرآن ډېرې نسخې برابرې شي چې له دې امله چې اعراب یې نه درلود په قرائت کې د اختلاف سبب شو. او په همدې وجه د نسخو دغه ګڼ شمېروالی د عثمان په زمانه کې د مصحفونو د یو کولو محرک وګرځېد.[۴]

د یوه مصحف جوړېدل

د پېغمبر (ص) په زمانه کې د وحي کتابت کېده. خو له دې امله چې د وحي نزول دوام درلود، قرآن په یوې واحدې نسخې کې نه و راغونډ شوی. د وحي لوی کاتبان، امام علی(ع)، أبىّ بن كعب او زيد بن ثابت وو او د وحي نور کاتبان په وروسته پړاو کې وو.[۵] د مکې په پړاو کې د وحي په مهمو کاتبانوخلفای راشدین، طلحه و زبیر، سعدبن ابی وقاص او... ګڼل کیږي.[۶]

د لومړي خلیفه په زمانه کې، د مصحف راغونډول د زید بن ثابت له خوا وشول. د امام علي (ع) په شان بزرګو صحابه و هم «مصحف» راغونډ کړ او هغه کسان چې له لوړ مقامه برخمن وو مصاحفو ته یې د مسلمانانو پام وګرځېد.[۷] د هغو ډېرو نسخو چې له یو بل سره یې ټکر درلود د ختمولو په زمینه کې اصلي او مهم کار او د یوې واحدي نسخې اعلانول د عثمان په زمانه کې وشول چې د قرآن د حافظانو او کاتبانو په راغونډولو سره دغه کار وشو. ډېرو کسانو مصحفونه راغونډول چې د صلاحیت، وړتیا او توان له نظره یو شان نه وو نو ځکه یې له یو بل سره رابطه نه لرله او د هر یوه نسخه د رودې، ترتیب، قرائت او... له اړخه مختلفه وه. په مصحفونو او قرائتونو کې اختلاف په خلکو کې د اختلاف سبب شو؛ نو درېیم خلیفه د حذیفه بن یمان په وړاندیز د مصحفونو د یو شان کولو په فکر کې شو. عثمان د صحابه و په مشوره دې نتیجې ته ورسید چې مصحفونه یو شان کړي او د ابی بن کعب په مسوولیت او مشرۍ یې یوه کمېټه جوړه کړه او د مصحفونو د یو شان کولو کار یې پېل کړ.[۸]

سیوطیوایي: حضرت علي (ع) هم په دې اړه خپله موافقه رایه په اصولي ډول څرګنده کړه.[۹] له دې امله چې مختلف مصحفونه له مختلفو قرائتونو او لهجو سره دقرآن کریم په ایتونو کې د سخت اختلاف سبب کېدل، درېیم خلیفه د قرآن کریم په قرائت کې د ګډوډۍ او اضطراب د ختمولو لپاره د یو واحد مصحف له جوړولو وروسته امر وکړ چې نور مصحفونه وسوزوي او دا خبره د عثمان د ملامتولو او پرې اعتراضونو سبب شوه.[۱۰]

  • په راغونډ شوي قرآن د امامانو تایید

معصوم امامان (ع) قایل دي چې قرآن کریم باید د دودې نسخې او قرائت مطابق تلاوت کړی شي؛ لکه څنګه چې امام علي (ع) وروسته له هغه چې خلیفه شو، خلکو وهڅول چې په هماغه مصحف چې د عثمان په وسیله راغونډ شوی و، پابند ووسي او پکې بدلون رانه ولي. دا له دې امله وه چې له هغې وروسته، هیڅوک د قرآن کریم د اصلاح په نوم په هغه کې کوم بدلون او تحریف رانه ولي.[۱۱] همداراز شیعه د معصومو امامانو (ع) په پېروۍ سره باوري دي چې هغه قرآن چې نن سبا د مسلمانانو په لاس کې دي،هماغه کامل او جامع قرآن دی او هیڅکله پکې تحریف او بدلون نه دی شوی؛ لکه څنګه چې یو کس د امام صادق (ع) په وړاندې د قرآن کریم یو عبارت د نورو د قرائت په خلاف ولوسته. امام (ع) هغه ته وفرمایل:«نور دغه شان قرائت ونه کړې او لکه څنګه چې ټول خلک قرائت کوي، هغه شان قرائت وکړه.[۱۲]


لا ډېره مطالعه

  1. تاریخ و علوم قرآن، میر محمدی زرندی.
  2. نگاهی به قرآن، علی اکبر قرشی.
  3. تاریخ قرآن، آیت الله معرفت.
  4. علوم قرآن، آیت الله معرفت.

سرچینې

  1. زقزوق، محمود حمدی، الموسوعة القرآنیة المتخصصة، قاهره- مصر، وزارة الاوقاف. المجلس الاعلی للشئون الاسلامية، ۱۴۲۳ق، مخ۲۲۴. خرمشاهی، بهاء الدین، دانشنامه قرآن کریم، ۱ ټوک، ۴۵۹مخ
  2. تاریخ تدوین قرآن کریم، سید جعفر مرتضی عاملی، کیهان اندیشه ۱۳۶۸ ګڼه ۲۸.
  3. سیوطي، عبد الرحمن بن ابی بکر، الاتقان فی علوم القرآن، الهيئة المصرية العامة للكتاب، ۱۳۹۴ق، ټوک۱، مخ۱۳۵.
  4. جوان آراسته، حسین، درسنامه علوم قرآنى، ۱ټوک، ۷مخ.
  5. تاريخ قرآن، معرفت، محمد هادى، ټوک، مخ۲۸
  6. دانشنامه قرآن کریم، بهاالدین خرمشاهی، ټوک۱، مخ ۴۵۹
  7. درسنامه علوم قرآنى، حسین جوان آراسته، ټوک۱، مخ۷
  8. معرفت، محمد هادی، التمهید فی علوم القرآن، ټوک۱، مخ۳۳۴–۳۸۵.
  9. الاتقان فی علوم القرآن، ټوک۱، مخ۱۲۶.
  10. التمهید فی علوم القرآن، ټوک۱، مخونه۳۳۴–۳۸۵.
  11. پژوهشی در تاریخ قرآن، مخونه۴۴۸–۴۶۲.
  12. وسائل الشیعه، شیخ حر عاملی، ټوک۴، مخ۸۲۱.