خدای او د هغه د ذات د درک کولو امکان
ولي د خدای ذات نشو درک کولای؟
د خدای د ذات درک او پوهېدنه د بشر د علم او عقل د محدودوالی او د الهی ذات د نامحدودیت په دلیل ممکنه نه ده. له بلې خوا د خدای ذات ساری او بیلګه نه لري او زموږ لپاره د تصور او تطبیق وړ نه دی. امام صادق (ع) په يو حديث کي د خدای په ذات کي له تفکر څخه منع کړی دی.
مينځپانګې
- د خدای د ذات نا محدودیت
- د خدای لپاره د ساری او شريک نشتوالی
- د الهی ذات اجمالی پېژندنه
- سرچينې
د خدای د ذات نا محدودوالی
د خدای د ذات نا محدودوالی او د انسان د عقل او پوهې محدود والی د خدای د ذات د نه درک کېدنې اصلی لامل دی. د خدای شتون له هرې خوانه بې نهایت دی. د هغه ذات او صفات لکه علم او قدرت بې پايه او نامحدود دی؛ له بلې خوا نه هغه چئ د انسانانو په اختيار کي دی، ټوله محدود دي. د انسانانو لپاره يوازي اجمالی اشاره د خدای ذات او صفات ته ممکنه ده.
د خدای لپاره د ساری او شريک نشتوالی
خدای له هرې لورې نه ساری او بېلګه نه لري او په يو کي منحصر دی؛ ځکه چې که يې ساری او بېلګه درلود، دواړه به محدود ول. د هغه شتون پوهېدنه چې هېڅ ډول ساری او بېلګه نه لري او هر څه پرته له هغه نه له ممکناتو څخه دي، بې له شکه امکان نه لري. دا له دې کبله چې د ممکناتو صفتونه د واجب الوجود له صفتونو سره توپير لري.
د خدای د ذات اجمالی پېژندنه
د خدای د ذات او صفتونو اجمالي پېژندنه ممکنه ده. د مثال په توګه انسان د خدای پر شتون او د هغه پر پوهه، توان او اراده باندي پوه دی؛ اما هېڅکله د هغه پرباطن باندي لاس نشی پيدا کولای. امام صادق (ع) وفرمايل: «اذا انتهی الکلام الی الله فامسکوا؛ کله چې وينا د خدای ذات ته ورسيږي هلته چپ شئ» [۱] يعني د هغه د ذات په باره کي خبري مه کوئ چې عقلونه په هغه کي حيران دي او هيڅ ځای ته نه رسيږي او د محدودو عقلونو لپاره په نا محدود ذات کۍ اندېښنه نا ممکنه ده. [۲]