دخدای پېژندنې ضرورت

د ویکی پاسخ لخوا
تر ۱۷:۲۳, ۱۰ اگسټ ۲۰۲۲ پورې شته مخليدنه، د Rezvani (خبرې اترې | ونډې) لخوا ترسره شوې
پوښتنه

خدای پېژندنه څه اهميت او ضرورت لري؟ خدای پېژندنې ته نه ورکړنه څه پايلې لري؟

اسلامی متکلمانو د خدای پېژندنې د ضرورت لپاره پر دوه دلیلو باندي استناد کړی دی. د پيغمبرانو په رښتيا ويلو سره د آخرت احتمالي عذاب ته پام (د احتمالي ضرر مخنیوی) او د هغو نعمتونو شکر کول چې يوازي د خدای په پېژندنې سره ممکن دی (د منعم د شکر وجوب). د بشر په ټوله تاریخ کي خدای ته د انسان پاملرنه او دانسان نفسانی تمایل د شتون د مبدأ د پېژندنې لپاره، د خدای د پېژندنې اهميت ته لوړوالی ورکړی دی.

د خدای د پېژندنې اهميت

د شتون د مبدأ پېژندنه تل د بشر د اندېښنو څخه يوه اندېښنه ده او د ديني ډول ډول ډير کتابونه او ليکنې د خدای د توصيف او د انسان او نړۍ سره د هغه د اړيکې په باره کي ورکړنه کړې ده.

د خدای د پېژندنې اهميت د انسان په وګړيز او ټولنيزو آثارو کي هم کولای شو تر پاملرنې لاندي وګرځوو. په دې کي شک نشته چې د هغه انسان ژوند چې خدای پېژني د يو بې خدایه انسان د ژوند سره بنسټيز توپير لري. همدا راز د هغه دوه خدای باوره انسانانو د ژوند تر منځ چې د خپل خدای په باره کي دوه ډوله تصوير لري، بنسټېز توپير پکي ليدل کيږي. او دا ټوله له دې کبله ده چې پر خدای باندي د انسان اعتقاد او هغه برداشت چې د خدای د صفتونو څخه لري، د هغه د ژوند پرمختلفو څانګو او د هغه په هڅونو، نیتونو، قضاوتونو او کړنو باندي بشپړه اغېزه لري او په يوه خبره، د هغه ژوند ته يو ځانګړۍ معنا او مفهوم ورکوي او ځانګړۍ شخصيت او هويت ورته په ډالۍ راوړي.

د خدای پېژندنې ضرورت

د خدای د پېژندنې يو پړاو په فطري توګه د انسانانو په خټه کي ځای نيولۍ او د هغه د شتون سره اخښل شوی دی. دغه فطري پېژندنه، د انسان لپاره يوازي د خدای د پېژندنې د ودې او لوړوالۍ لپاره زمينه ايجادوي. سره له دې اسلامي متکلمان د خدای پېژندنې په لار کې د حرکت پر لزومتيا باندي ټينګار کړی دی او دلیلونه يې د خدای پېژندني پر ضرورت باندی درولې دي.[۱]

د محتمل ضرر مخنيوۍ

هر انسان چې د الهي پيغمبرانو له ظهور او د خدای پرستښ ته د هغوئ له بلنې څخه خبرتيا ولري، د هغه په ماغزه کي دا احتمال منځ ته راځي که پيغمبران په خپله بلنه کي رښتين وي، دغه سړۍ د هغو تکالیفو او دندو په نه کړنو سره چې پيغمبران راوړي دي، په عقاب او کیفر باندی به اخته شي او له دې خوا نه ستر ضرر او تاوان پر هغه باندي وارديږي. له بلی خوا نه عقل دا حکم کوی چې انسان تر هغه ځایه چې کولای شي د ضرر او کیفر سره د مخامخ کېدو څخه باید ډډه وکړي حتي که یوازي د هغه احتمال ورکړي.

نو له دې کبله د هر انسان په باره کي دا احتمال شتون لري چې د دين څخه د نه لاروي کولو په خاطر به په عذاب او عقاب باندي اخته شي او له هغه ځايه چې عقل د هغه زيان او ضرر مخنيوۍ چې له کفر څخه لامليږي لازم ګڼې، دا حکم کوي چې انسان د خدای د شتون او د هغه د اوصافو په باره کي بايد تحقيق او اندېښنه وکړي تر څو که په واقعي توګه خدای شتون درلود او د پيغمبرانو بلنه رښتيا وه، وکولای شي د هغوې نه په لاوروي سره د الهی عقاب څخه ځان وژغوري.

د منعم د شکر وجوب

په دې کي شک نشته چې انسان په خپل ژوند کي د ډيرو نعمتونو څخه برخمن دی. له بلې لورې، د انسان عقل د «منعم» (نعمت ورکونکی) څخه مننه يو لازم کار ګڼي، نو پر انسان باندي لازم دی چي د نعمت ورکونکۍ شکر وکړي او له هغه ځایه چې د يو موجود شکرکول د هغه د پېژندنې سره تړاو لري، د انسان عقل حکم کوي چې بايد د حقیقی منعم (چې همغه خدای دی) د پېژندنې په لار کي ګامونه پورته کړي.

سرچينې

  1. په ځينو کلامی سرچينو کي دا بحث د «وجوب النظر» (د انديښنې کولو ضرورت) تر نامه لاندي راغلی دی. د امامیه او معتزله متکلمانو په نظر دغه وجوب، عقلی وجوب دی او اشاعره د هغه وجوب شرعي ګڼي. وګورئ: علامه حلي، کشف المراد، ۲۶۰ او ۲۶۱ مخونه؛ السیوري، جمال الدين مقداد بن عبدالله (فاضل مقداد)، ارشاد الطالبین الی نهج المسترشدین، ۱۱۱- ۱۱۳ مخونه.