د "د امام علی (ع) فضایل د اهل سنت په کتابونو کي" د بڼو تر مېنځ توپير

د ویکی پاسخ لخوا
د سمون لنډیز نسته
 
(د همدغه کارن لخوا ۲ منځوۍ بڼې نه دي ښکاره شوي)
۴۴ کرښه: ۴۴ کرښه:


==سر چينې==
==سر چينې==
{{پانویس|۲}}


[[fa:فضایل امام علی(ع) در کلام اهل‌سنت]]
[[fa:فضایل امام علی(ع) در کلام اهل‌سنت]]
[[ar:فضائل الإمام علي (ع) فی مصادر السنية]]
[[ar:فضائل الإمام علي(ع) في مصادر السنية]]
[[en:Virtues of Imam Ali (a) in Sunni Sources]]
[[fr:Vertus de l'Imam Ali (a) dans les sources des sunnites]]

د ۱۸:۱۴, ۲۵ ډيسمبر ۲۰۲۲ پورې تازه بڼه

پوښتنه

د امام علی (ع) فضايل د اهل سنت له کتابونو څخه بیان کړئ.

د امام علی (ع) فضايل د شیعه او اهل سنت په کتابونو کي رانقل شوي دي. اهل سنت د ډېرو آيتونو د نزول شأن د امام علي (ع) په باره کي ګڼلي دي او همداراز هغه، د قرآني تعبيراتو لکه «صالح المؤمنين»، «صادقين»، «هادي»او «خیرالبريه» مصداق ښوولي دي. ډېر روايتونه د اهل سنت په سرچينو کي هم د امام علي په باره کي له رسوالله (ص) څخه رانقل شوي دي او هغه يې تل د حق سره او په قيامت کي پر خلکو باندي حجت معرفي کړی دی.

د اهل سنت مفسرونه او د امام علی (ع) فضايل په قرآن کي

د اهل سنت مفسرونه ګڼ شمېر آيتونه د امام علي (ع) په فضيلت کي ګڼلي دي:

  • رسول الله (ص) ټول هغه آیتونه چې د کرامت په باره کي دي پر علي (ع) باندي شامل وګڼل. [۱]
  • کله چې د «خدای، جبرئيل او هغه د پام وړ مؤمن د هغه مرستندوی دي» (تحريم، ۴) آیه نازله شوه، رسول الله (ص) وفرمايل: د پام وړ مؤمن علي (ع) دی. [۲]
  • رسول الله (ص) هغه آیه چي مؤمنانو ته سپارښتنه کوي چې د رښتيا ويونکو سره واوسېږئ [۳]، د امام علي (ع) او د خپل اصحابو په ټلوالي او ملګرتيا باندي تفسير کړ. [۴]
  • هغه وخت چې هغه آیه نازله شوه چې پيغمبر يې ويروونکۍ وګڼل او ويې ويل چې د هرې ډلي لپاره به يو لارښوونکۍ وي[۵][۵]، رسول الله خپل لاس پر ټټر کېښود او ځان يې ويروونکۍ وښوول او بيا يې په خپل لاس علي (ع) ته اشاره وکړه او هغه يې د امت لارښوونکۍ وبلل. [۶][۶]
  • د رسول اکرم (ص) څخه رانقل شوی دی چې علي (ع) يې د هغه آيت مصداق وګڼل[۷] چې ايمان يې راوړی دی او صالح عمل يې ترسره کړی دی او د ښه ترينو مخلوقاتو څخه دی.[۸]
  • د اعراف د سورې ۱۸۱ آيې د نازلېدو نه وروسته پيغمبر(ص) د هدايت شوي ټولنې څخه مقصد علي (ع) او د هغه شيعيان وبلل.[۹]
  • د «وَالسَّابِقُونَ السَّابِقُونَ، أُولئِک الْمُقَرَّبُونَ؛ د مخکښو مخکښان هغه څوک دي چې خدای ته نژدې دي» (واقعه، ۱۰-۱۲)، د نازلېدو نه وروسته رسول الله (ص) د جبرئيل څخه رانقل کړ چې د هغه څخه مراد علي (ع) او د هغه شيعيان دي چې د جنت لورې ته ترټولو نه مخکي ځي او خدای ته نژدې کيږي.[۱۰]
  • نور آیتونه لکه د اکمال آیه، د لیله المبیت آیه، د ګوتمۍ بخښنې آيه، د مباهلې آيه او... هم د امام علي (ع) په شأن کي نازلې شوي دي.

د اهل سنت روايتونه د امام علي (ع) په فضائل کي

د اهل سنت کتابونه د امام علي (ع) په فضيلت کي روايتونه رانقل کړي دي:

  • رسول الله (ص): «د علي (ع) نسبت ماته لکه د سر نسبت بدن ته دی».[۱۱]
  • رسول الله (ص) په يو روايت کي علي (ع) ښه ترينه انسان وګڼل او که هر څوک هغه و نه مني کافر دی.[۱۲]
  • حضرت محمد (ص) د تبوک په جګړه کي امام علي (ع) ته په خطاب کي، هغه ځان ته د هارون په شان حضرت موسی (ع) ته وګڼل، پرته له دې چې د اسلام د پيغمبر څخه وروسته به بل پيغمبر نه وي.[۱۳]
  • انس بن مالک رانقل کوي چې د پيغمبر سره و، چې علي (ع) راغۍ. پيغمبر (ص) وفرمايل: «زه او علي د قيامت په ورځ پرامت باندي حجت يو».[۱۴]
  • ام سلمه د پيغمبر مېرمنې د رسول الله (ص) څخه رانقل کړی دی چې هر وګړی علي (ع) ته ښکنځل وکړي ما ته يې ښکنځل کړی دی او هر څوک ما ته ښکنځل وکړي خدای ته يې ښکنځل کړی دی.[۱۵]
  • ابن عباس د رسول الله (ص) څخه رانقل کړی دی چې د علی (ع) سره مينه، ګناهونه له مينځه وړي لکه څنګه چي اور بوټي له مينځه وړي.[۱۶]
  • پيغمبر (ص) وفرمايل علی (ع) د حق سره دی او حق د هغه سره دی، دغه دواړه يو له بل څخه نه بېليږي تر څو د کوثر پر حوض باندي حاضر شي.[۱۷]

سر چينې

  1. محمد صالح حسینی ترمذی، مناقب مرتضوی، ۱۹مخ، د بمبئی چاپ، ۱۳۲۱ق.
  2. ابن المغازلی، مناقب علی بن ابی طالب، ۲۶۹مخ، ۳۱ حديث، تهران، د مکتبه الاسلامیه خپراوي، ۱۴۰۲ق.
  3. د توبې سوره، ۱۱۹ آیه.
  4. حاکم الحسکانی، شواهد التنزیل، ۲ټوک، ۳۴۱ مخ، تهران، د ارشاد اسلامی خپرندوی، ۱۴۱۱ق.
  5. د رعد سوره، ۷ آيه.
  6. ابن شیرویه دیلمی، فردوس الاخبار، ۱ټوک، ۷۵ مخ، د دارالکتب العربی خپراوي، ۱۴۰۷ق.
  7. شواهد التنزیل، ۲ټوک،۴۵۹مخ.
  8. د بينه سوره، ۷ آيه.
  9. سلیمان بن ابراهیم قندوزی حنفی، ینابیع المودّه، ۱ټوک، ۱۲۸ مخ، قم، د شریف رضی خپرنوی، ۱۴۱۳ق.
  10. سبط بن الجوزی، تذکره الخواص، ۱۷ مخ، تهران، د نینوی خپرندوی.
  11. ابوبکر احمد بن علی الخطیب البغدادی، ۷ ټوک، ۱۲مخ، د بغداد تاریخ، بیروت، درالکتب العلمیه.
  12. فردوس الاخبار، ۳ ټوک، ۸۹ مخ.
  13. د بغداد تاریخ، ۱۱ټوک، ۴۳۲ مخ.
  14. د بغداد تاریخ، ۲ټوک، ۸۸ مخ.
  15. ابن حسام الدین هندی، کنز العمال، ۱۱ټوک، ۶۰۲ مخ، ۳۲۹۰۳حديث، بیروت، د مؤسسه الرساله خپراوي، ۱۴۱۳ق.
  16. د بغداد تاريخ، ۴ټوک، ۱۹۵مخ.
  17. ابن ابی بکر هیثمی، مجمع الزوائد،۹ټوک، ۱۳۴مخ، بیروت، د دارالکتب العربی خپراوي، ۱۴۰۲ق.