د "د شفاعت حقیقت" د بڼو تر مېنځ توپير

د ویکی پاسخ لخوا
(د "{{سوال}} د شفاعت حقیقت څه دی؟ {{پایان سوال}} شفاعت د قيامت په ورځ د الهي اولياوود منځګړيتوب او د بندګانو دلاس نېونې او ملتيا په معنا ده چې په پايله کې د بندګانو د درجې د لوړتيا يا د عذاب د ليرې کولو سبب ګرځي. شفاعت هم پر ښه انسانانو باندي چې ښه کارونه یې ترسره کړي..." تورو مخ جوړ شو)
 
د سمون لنډیز نسته
 
۲۰ کرښه: ۲۰ کرښه:


==د ډېرې مطالعې لپاره==
==د ډېرې مطالعې لپاره==
* شفاعت د عقل، قرآن او حديث په ولکه کي؛ د آیت الله جعفر سبحانی ليکنه.
* د الميزان تفسير، ۱ټوک د بقري د مبارکې سورې د ۴۸ آیې تر لاندي.


۱. شفاعت د عقل، قرآن او حديث په ولکه کي؛ د آیت الله جعفر سبحانی ليکنه.
==سرچينې==


۲. د الميزان تفسير، ۱ټوک د بقري د مبارکې سورې د ۴۸ آیې تر لاندي.
[[fa:حقیقت شفاعت]]
 
==سرچينې==

د ۰۸:۵۱, ۲ اکتوبر ۲۰۲۲ پورې تازه بڼه

پوښتنه

د شفاعت حقیقت څه دی؟

شفاعت د قيامت په ورځ د الهي اولياوود منځګړيتوب او د بندګانو دلاس نېونې او ملتيا په معنا ده چې په پايله کې د بندګانو د درجې د لوړتيا يا د عذاب د ليرې کولو سبب ګرځي. شفاعت هم پر ښه انسانانو باندي چې ښه کارونه یې ترسره کړي دي شاملېږي تر څو هغوې لوړو پوړيو ته ورسوي او هم پر هغو انسانانو باندي شاملېږي چې بد کارونه یې ترسره کړي دي تر څو وبخښل شي او د دوزخ له عذابه وژغورل شي.

مفهوم پېژندنه

د شفاعت کلمه د «شفع» له ریښې څخه اخیستل شوې ده او د دوو شیانو د یوځای کولو او يو دبل تر څنګ اېښېدلو په معنا ده[۱] د کلامي اصطلاح په کاروړنه کي دا کلمه د الهي اولیاوو د منځګړیتوب او لاس نېونې په معنا ده ترڅو بندګان د رحمت برکت او بخښنې ته ورسوي او د دوزخ له عذابه يې وژغوري.[۲]

شفاعت ته د ټولو بندګانو اړتیا

پر دې اساس د شفاعت حقیقت د قيامت په ورځ د خداى د غوره شويو کسانو له ملګرتيا، منځګړتوب، مرستې او لاس نيونې پرته بل څه نه دي. دا ملتيا او لاس نيونه يا د درجې دلوړوالې او يا د عقاب او عذاب د ژغورېدو لپاره ده. له دې نظره، ښه او بد خلک ټول شفاعت ته اړتیا لري، په دې توپیر سره چې د نیکو خلکو لپاره د پیغمبرانو او اولیاوو شفاعت د دوئ د مقام د لوړتيا او دالهی د ځانګړي نعمتونو څخه د لاډېر برخمن کېدلو سبب ګرځي. خو د ګناهکارانو لپاره د هغوئ د برخلیک بدلون ګڼل کیږي او د اور څخه د دوئ د ژغورلو یا د عذاب د کمښت سبب ګرځي.

له همدې امله که څه هم د احادیثو په ژبه کې دا اصطلاح اکثره په دوهمه ساحه یعني د عذاب څخه خلاصون کې کارول کیږي، خو لکه څنګه چې اشاره وشوه، شفاعت پراخه سیمه لري او پر ټولو مستحقو کسانو باندي که مؤمنان وي او که صالحان او که غیر صالح وي شامليږي. حتی صالح کسان هم له دې کبله چې مختلفې رتبې او مقامونه لري، لوړه رتبه د ټیټو رتبو په پرتله د شفاعت حق لري.

امام باقر(ع) فرمايي: د مؤمنانو څخه يو وګړۍ لږ تر لږه د دېرشو کسانو په باره کي د شفاعت حق لري[۳] او همدارنګه فرمايي: مؤمن انسان د خپل قوم، خپلوانو او د کورنۍ د غړو لپاره شفاعت کولای شي.[۴] پيغمبر (ص) او اهل بیت (ع) د دې لړۍ په سر کي دي چې د قیامت په ورځ د ستر شفاعت د مقام خاوندان دي. امام صادق (ع) په دې باره کې فرمائي: «ما من احد من الاولین و الاخرین الا و هو یحتاج الی شفاعة محمد یوم القیامة»[۵] هيڅ وګړی نشته که ښه وي او که بد څه د تېرو امتونو څخه وي او څه د اسلامي امت څخه، مګر دا چې د قيامت په ورځ د رسول‌الله (ص) شفاعت ته اړمن دي؛ ځکه د احادیثو له مخې دا مقام رسول‌الله (ص) ته ځانګړی دی چې الله تعالی ورته ورکړی دی.

د شفاعت مسئله د الهي اولياوو د منځګړتوب او لاس نيونې تر وړانګې لاندي د خدای د پراخ رحمت او بخښنې څخه د وړمنو کسانو د ګټه اخيستلو په معنا، د قرآنې زده‌کړو او د اسلام د اصیلو او هيله ورکونکو اعتقاداتو څخه دی چې له يوې خوا د وګړو د مساعدو شرایطو په خاطر او له بلې خوا د الهي اولياوو په تېره بيا د رسول‌الله (ص) او امامانو (ع) د مقام او مخورتيا په خاطر دغه تفضل او د خدای د رحمت زياتوالی د شفاعت له لارې نورو ته ور په برخه کيږي او ډېر کسان چې د عذاب او اور خاوندان او د عذاب او سزا مستحق دي د هغوئ په واسطه وژغورل کيږي او د جنتیانو په ليکه کې يوځای کيږي.

د ډېرې مطالعې لپاره

  • شفاعت د عقل، قرآن او حديث په ولکه کي؛ د آیت الله جعفر سبحانی ليکنه.
  • د الميزان تفسير، ۱ټوک د بقري د مبارکې سورې د ۴۸ آیې تر لاندي.

سرچينې

  1. د راغب مفردات، د«شفع» کلمه.
  2. سبحانی، جعفر، الهیات، درېيم چاپ، ۱۴۱۲ هـ ق، قم، د نړييز اسلامي علومو مرکز، ۴ټوک، ۳۴۴مخ.
  3. محمدی ری شهری، میزان الحکمه، ۵ ټوکيزه، د دارالحدیث چاپ ، ۲ټوک، ۱۴۷۶مخ، ۹۵۲۴ح.
  4. ری شهری، میزان الحکمه، ۲ټوک، ۱۴۷۶مخ، ۹۵۲۳ح.
  5. ری شهری، میزان الحکمه، ۲ټوک، ۱۴۷۴مخ، ۹۴۹۸ح.