د "د شیعه او سني د بېلتيا زمانه" د بڼو تر مېنځ توپير

د ویکی پاسخ لخوا
(د "{{سوال}} مسلمانان له کله راهیسې په شیعه او سني باندي ویشل شوي دي؟ {{پایان سوال}} د اسلام په دين کې بېلابېل مذهبونه رامنځته شوي دي. د ګڼو فرقو جلاکېدل او رامنځته کېدل نه د اسلام لخوا، بلکې د مسلمانانو په واسطه منځ ته راغلي دي، چې بېلابېلې لارې يې ځان ته غورې کړې..." تورو مخ جوړ شو)
 
د سمون لنډیز نسته
 
۲۲ کرښه: ۲۲ کرښه:
==د ډېرې مطالعی لپاره==
==د ډېرې مطالعی لپاره==


1. د امام علي (ع) او خلفاوو اړيکه، رجبی، موسوی کاشمری او رهدار.
* د امام علي (ع) او خلفاوو اړيکه، رجبی، موسوی کاشمری او رهدار.
* المراجعات، شیخ شرف الدین عاملی.
* د انديښنو څاڅکه، دکتر محمد تیجانی.


2. المراجعات، شیخ شرف الدین عاملی.
==سرچينې==


3.  د انديښنو څاڅکه، دکتر محمد تیجانی.
[[fa:زمان جدایی شیعه و اهل‌سنت]]
 
==سرچينې==

د ۰۹:۱۵, ۲۰ سپټمبر ۲۰۲۲ پورې تازه بڼه

پوښتنه

مسلمانان له کله راهیسې په شیعه او سني باندي ویشل شوي دي؟

د اسلام په دين کې بېلابېل مذهبونه رامنځته شوي دي. د ګڼو فرقو جلاکېدل او رامنځته کېدل نه د اسلام لخوا، بلکې د مسلمانانو په واسطه منځ ته راغلي دي، چې بېلابېلې لارې يې ځان ته غورې کړې او هر چا خپله لاره د اسلام دين ګڼلی او هغه یې حق انګېرلی دی.

پېغمبراکرم (ص) په ګڼو پېښو او حالاتو کې علي (ع) خپل د ځاىناستي په توګه ټاکلی و. له همغې وخت راهیسې ځینې اصحاب د امام علی (ع) د پليون په نامه د نورو په منځ کي پېژندل شوي او ځانګړي ول. دغه کسان د رسول الله (ص) له خوا د علي د شيعيانو په نامه و نومول شول او په همغه وخت کي په دې عنوان باندي مشهور ول. د پېغمبراکرم (ص) له وفاته وروسته يو شمېر اصحاب بې له دې نه چې د امام علي (ع) ځاى‌ناستي ته پام وکړي په سقيفه کي راټول شول او پخپل منځ کي له شخړو او جدال څخه وروسته له ابوبكر سره يې د خليفه په توګه بيعت وكړل. له همدې وخته و چې د شيعه او نورو تر منځ جلاوالی منځ ته راغی او دا ډله وروسته د اهل سنت نوم يې پر ځان باندي کېښودل.

د رسول‌الله (ص) د ځای‌ناستی د مسئلې اهميت

خدای پاک د خپل وروستی پېغمبر(ص) په رسالت سره د بشر لپاره بشپړه دين تاسيس کړ.[۱] په دې بهير کي د پيغمبر(ص) د رسمي او الهي د مهمو برنامو څخه د ځان نه وروسته د امامت او خلافت د نعمت بيانول او تثبيتول و.[۲] او د دې مهمې موضوع لپاره په ډېرو مهالونو او ځایونو کې ډېرې هڅې تر سره کړې. بې‌شمېره روايتونه او تاريخي پېښې لکه د ثقلین حدیث، [۳] د منزلت حديث، [[۴] د غدیر حدیث او د هغه تاریخي پیښه،[۵] د دوات او قلم حديث[۶] پر دې مطلب باندی د پرېکندو دليلونو څخه دي.

د شيعيانو څخه د اهل سنت د جلا کېدو جرړې

يو شمېر صحابه کرامو د قرآن کريم د آيتونو پر بنسټ د رسول الله (ص) ټولې خبرې او سپارښتنې الهي وحي ګڼله[۷] او د هغه حضرت څخه د پيروي پر وجوب باندي اعتقاد لرل.[۸] له همدې امله دوئ د امامت په مسئله کې د هغه د خبرو او اوامرو څخه پيروي وکړل او د اسلام پر اصل باندي پاتې شول. د مسلمانانو دغه ډله د پېغمبراکرم (ص) لخوا د علي (ع) د شيعه په نامه ونومول شوه [۹] او د پېغمبر(ص) له وفاته وروسته تر نن ورځې پورې په همدې نوم پاتې شوه.

خو ځينو صحابه کرامو له دې اصل څخه کاږه شول او د ځای‌ناستې او خلافت په باره کې يې د رسول الله (ص) حکم ته پام ونه کړ. دوئ د پېغمبراکرم (ص) د وفات په ورځ په داسې حال کې چې علي (ع) له نورو بني هاشمو سره د پېغمبراکرم (ص) په کفن او ښخولو بوخت و، د بني ساعده په سقيفه کې راغونډ شول او له سختې شخړې او جدال نه وروسته له ابوبکر سره د خليفه په توګه بيعت وکړ[۱۰] او په دې ډول يې د اسلامي امت د حکومت او سياسي او نظامي چارو، واک يې په لاس کې ونيول. او وروسته له دې د نورو خلکو څخه په مختلفو لارو د ابوبکر لپاره بیعت واخيستل شو.

په لومړي سر کې د مسلمانانو دغې ډلې کوم ځانګړی عنوان نه درلود، خو د عمر او ابوبکر په پیروانو مشهور و. د ابو حاتم رازي د خبرو له مخې د عثمان له مړينې وروسته د معاويه په زمانه کې دوی ته «عثمانيه» ويل کېده او د علي (ع) شيعيان په دغه وخت کې په «علويه» مشهور وو، تر څو چې د عباسيانو په زمانه کې نور د علويه او عثمانيه کليمې په کار يو نه وړل شوې او د امام علی او اهل بیت (ع) پیروان په خپل لوموړنی او اصلی نوم، یعني شیعه باندی وپېژندل شو او نورو ځان «اهل سنت» ونومول.[۱۱]

د ډېرې مطالعی لپاره

  • د امام علي (ع) او خلفاوو اړيکه، رجبی، موسوی کاشمری او رهدار.
  • المراجعات، شیخ شرف الدین عاملی.
  • د انديښنو څاڅکه، دکتر محمد تیجانی.

سرچينې

  1. مائده:۳.
  2. مائده:۶۷.
  3. نیشابوری، حاکم محمد بن محمد، المستدرک علی الصحیحین، بیروت، دارالمعرفه، بی تا، ۳ټوک، ۱۱۰مخ.
  4. نیشابوری، مسلم بن حجاج، صحیح مسلم، بیروت، دارالفکر، بی تا، ۷ټوک، ۱۲۰مخ.
  5. ابن اثیر، اسدالغابه، تهران، اسماعیلیان، بی تا، ۵ټوک، ۲۰۵مخ.
  6. بخاری، محمد بن اسماعیل، صحیح بخاری، بیروت، دارصعب، بی تا، ۳ټوک، ۹۱مخ.
  7. نجم:۳ و ۴.
  8. نساء:۹۵ و حشر:۷.
  9. طوسی، مصباح المتهجد، بیروت، مؤسسه فقه الشیعه، اول، ۱۴۱۱ ق، ۱۶مخ؛ متقی هندی، علی، کنز العمال، بیروت، مؤسسه الرساله، ۱۳ټوک، ۱۵۶مخ، ۳۶۴۸۳حديث.
  10. بخاری، محمد بن اسماعیل، صحیح بخاری، بیروت، دارصعب، بی تا، ۲ټوک، ۲۹۱مخ.
  11. ربانی گلپایگانی، علی، کلامی فرقې او مذهبونه، قم، د نړييز اسلامی علومو مرکز، ۱۶۸مخ.