د علميه حوزو ( ديني مدرسو) خپلواکۍ

د ویکی پاسخ لخوا
تر ۲۱:۴۹, ۱۵ جنوري ۲۰۲۳ پورې شته مخليدنه، د Rafiei (خبرې اترې | ونډې) لخوا ترسره شوې
پوښتنه

د حکومت څخه د علميه حوزو (ديني مدرسو) خپلواکۍ په څه معنا ده؟

د ديني مدرسو خپلواکۍ، د دې دیني مؤسسې یو له مهمو ځانګړتیاوو څخه دی چې هغه له حکومتونو څخه بېلوي. د علميه حوزو او ديني مدرسو خپلواکۍ په دولت پوري د مدرسو او روحانيت د نه پېيلتوب په معنا باندي پېژندل شوی دی او داسي یوه خپلواکه اداره ګڼل کیږي چې په خپل سازماني جوړښت، پلان جوړونې، پالیسي جوړونې، دريځ، مالي مسئلې او په کلي توګه د هغه په اداره کولو کي په دولت پورې تړلې نه وي او په هيڅ يو دغو مسئلو کي خپله کړنلاره له دولت څخه نه اخلي او په خپلواکه توګه کړنه کوي.

د ديني مدرسو د نامتو علماوو یوه مهمه اندېښنه د حکومتونو له لاسوهنو او د هغوئ له اغېزو څخه د مدرسو ساتنه وه او دا هڅه يې لرله چې دينې مدرسې خپلواکه وساتل شي. د مدرسو خپلواکۍ، هغه د فکري ککړتیا او ظلمونو څخه لیرې ساتل چې حکومتونو د تاریخ په اوږدو کې ترسره کول. دیني عالمان په دې باور دي، چې علميه حوزې د دې لپاره چې خپلې فکري خپلواکۍ او هویت وساتي باید له نورو دولتي مؤسسو او سازمانونو څخه ليرې پاتې شي تر څو دغه سازمان له خپلو موخو څخه چې د اسلام د دین پوهاوي او دودول دی، منحرف نشي.

د علميه حوزو سازمان او د هغه خپلواکۍ

د شیعه د علميه حوزو بنسټ د حکومتونو په وړاندي په همیشنۍ توګه په خپلواکۍ باندي درېدلی دی.[۱]

علميه حوزې د تاریخ په اوږدو کې تل خپلواکې وې؛نه یوازې د شیعه ضد حکومتونو په دوران کي، بلکې حتی د شیعه حکومتونو په دوران کې لکه صفوي حکومت چې د کارپه سر کې ځای لرل. ستر عالمان لکه محقق کرکي او د شیخ بهايي پلار او ډېر مشران ایران ته راغلل او په مختلفو دیني مقامونو کي ځای پر ځای شول، دغه عالمانو او د هغوئ شاګردان او زده کوونکي هېڅکله د صفوي سیاست تابع نه شول او د هغوئ تر ولکې لاندي را نه غلل.[۲]

له حکومتونو څخه د شیعه د مدرسو اقتصادي او سیاسي خپلواکۍ د مدرسو او د شیعه او ديني حکومتونو لپاره ګټې او زیانونه لرل. له یوې خوا د شیعه عالمانو او د مدرسو سیاسي او فکري خپلواکۍ د اقتصادي خپلواکۍ له برکتونو څخه ده او واکمنانو او حاکمانو ته د اړتیا نشتوالي، د دوئ لاسونه د هغوئ د کړنو پر نیوکو باندي لا ډېر پرانستی دی. د شيعه عالمانو د تاريخ په اوږدو کي د هغو حکومتونو اودولتي واکمنانو سره چې په غلطه لاره روان وو، برخورد کول او د ظالمانو په وړاندي درېدل او د حکومتونو د ناسمو کړنو له پایلو یې خلکو ته خبر ورکول. د تمباکو غورځنګ، د مشروطه غوښتونکو غورځنګ، د عراق انقلاب او د ایران اسلامي انقلاب په څیر حرکتونه ټول د شیعه عالمانو په فکري او سیاسي آزادۍ او د هغوئ په فکري او سیاسي خپلواکۍ کي ریښې لري چې له اقتصادي خپلواکۍ څخه سرچینه اخلي.[۳]

د دیني مدرسو سازمان د هغو رهبرانو په فکري او سیاسي مکتب کې جوړ شوی دی چې تل د استبداد او استکبار په وړاندې د مبارزې منادیان ول او د همدې بنسټ له مخې د دې ادارې ماهیت، هغسي ماهيت دی چې خپلواک غوښتونکی او واکمنانو ته له نژدې کیدو څخه کرکجن دي او د طاغوتيانو په وړاندي کفر، د الهي رسۍ د نيولو شرط ګڼي. دغه الهي لارښووني د اماميه په سياسي او حتی فقهي فکر باندي ډيره ژوره اغيزه کړې ده، لکه څنګه چې لومړی شهيد ويلي دي د امام د غيبت په زمانه کي د هغه فقيه قضاوت نافذ دی چې د فتوا ورکولو ټول شرطونه لري. نو که څوک درباری او ظالمانو ته اړوند قاضیانو ته مراجعه وکړي ګناهکاره به وي. د دغو حوزو او علميه مدرسو بنسټ پر زهد، تقوا او د خدای په عبادت او د باطل د واکمنيو په وړاندې پر آزادۍ باندي ولاړ دی.[۴]

د شیعه د مدرسو د خپلواکۍ پايې د معصومو امامانو پر زده کړو او لارښوونو باندي جوړې شوي دي. رسول الله (ص) فرمایلي دي: پرتاسو باندي دی چې سلطان او د هغه مرستیالانو ته له نژدې کېدو او خدمت کولو څخه ډډه وکړئ، ځکه که څوک حاکمانو او د حاکمانو ملاتړو او چاپېريالانو ته نژدې وي په همغه اندازه به د خدای څخه ليري وي. که څوک د سلطان سره ملګرتيا د خداى په وړاندې غوره وګڼي، خداى به د هغه څخه تقوا او پرهيزګاري واخلي او هغه به سرګردانه کړي. او همدارنګه رسول الله (ص) فرمایلي دي: امين فقيهان، رسولان دي تر هغه وخته چې په دنیا کي داخل نشي. له رسول الله (ص) څخه پوښتنه وشوه چې دنیا ته د فقهاوو داخلېدل څه معنی لري؟ رسول الله (ص) وفرمایل: دنیا ته د ننوتلو معنا د سلطان پیروي کول دي. کله چې فقهاوو د حاکمانو لارويان شي، له هغوی څخه ځان وساتئ ځکه چې ستاسو د دین لپاره خطرناک دي.[۵]

د امام خمیني او د اسلامي جمهوريت د لارښود آیت الله خامنه اي او د لويو عالمانو له سپارښتنو سره سم په ټولو برخو کې د مدرسې د خپلواکۍ ساتنه د علميه حوزو د عالي شورا په اساسنامه کي راغلی دی.[۶]

د علميه حوزو خپلواکۍ د عالمانو په ويناوو کي

آيت الله سيد محمود طالقاني، د ديني علومو حوزو ته يې د سياسي استقلال اهميت ته پاملرنه وكړې ده او هغه يې د شيعه فقهاوو د عزت او په خپلو دندو کي يې د برياليتوب يو عامل بللی دی. شهید مطهري هم د شیعه د روحانيت اقتصادي خپلواکۍ د هغه د مهمو ګټو څخه ګڼلې او د فساد او سترو انحرافاتو سره په مبارزه کې یې د شیعه د حوزو او علماوو سیاسي خپلواکۍ او بریالیتوب د هغه د مبارکو پايلو څخه شمېرلې ده.[۷]

د ايران ستر رهبر د حوزې د خپلواکۍ په اړه وايي: د حوزې خپلواکۍ د هیواد له اوسنیو ادارو څخه د حوزې لېري کېدل یا د حوزو څخه د بهرنيو کارونو سره د حوزویانو د اړيکو نه نيولو په معنا نه ده. د حوزې خپلواکۍ په دې معنا نه ده چې حوزویان او ديني عالمان د اسلامي حکومت د نظام په وړاندې د مسئولیت احساس و نه کړي او د حکومت په چارو کې ګډون و نه لري. د حوزو او دينې مدرسو خپلواکۍ معنا دا ده چې همغسي چې د شیعه روحانيت تر دې دمه خپلواک او پر ځان باندي متکي وه او اداره یې په طبیعي ډول د حوزو له دننې څخه ترسره شوې ده ، نه دا چې له بهر څخه پر هغه باندي زغمل شوی وي. له دې نه وروسته هم بايد همدغه خپلواکۍ دوام وکړي.[۸]

آیت الله ګلپایګانی د علميه حوزو په تېره بیا د قم د علميه حوزې په ساتنه کي ډېره پاملرنه درلوده او تل یې هڅه کوله چې حوزه له منځه ولاړ نشي او د هغه د خپلواکۍ په اړه ډېرحساس و. د پهلوي حکومت په زمانه کي آیت الله ګلپایګاني ويلي و چې موږ دولتي چارواکو ته اجازه نه ورکوو چې په حوزو کې مداخله وکړي او د حوزې خپلواکۍ ته زیان ورسوي.[۹]

آیت الله موسوي اردبیلي اعتقاد درلود که د شیعه د مدرسو شتون، اصالت او خپلواکۍ وساتل شي، دا مدرسې ډېر ښه مورچلونه دي چې کولای شي د اسلامي ټولنې او نظام بنسټ او جوړښت همغسي چې لازمه ده وساتي.[۱۰] ځينو فقيهانو ويلي دي چې د مدرسې ماهيت دا دی چې هیڅ ډله په هغه کې تسلط و نه لري، ځکه چې دا د هغه د آزاد فکر مخه نیسي.[۱۱]د تقلید د مراجعو آیت الله ګرا مي ویلي دي چې د دیني عالمانو لپاره تر ټولو مهم شی د الهي مقاماتو سره له روحاني اړیکې څخه وروسته د حوزې خپلواکۍ ده.[۱۲] آیت الله ګرامي په دې باور دی چې د حوزې مدیریت باید یوازې د تقليد د مراجعو په لاس کې وي. د حوزې د خپلواکۍ د نشتوالي پایله په ټولنه کې د روحانيت د خپلواکۍ او درناوۍاو په خلکو کې د هغوئ د نفوذ له منځه تلل ګڼي.[۱۳]

آیت الله صافی ګلپایګانی د مدرسو استقلال ډیر مهم او د شيعيانو لپاره يې ویاړ بلل او اعتقاد یې درلود چې د علميه حوزو خپلواکۍ باید له مخکي نه لا ډېر برقراره شي او په ټولو برخو کي په حوزو پوري اړوند ټول تصميمونه او پلانونه د مدرسو، عالمانو او حوزويانو تر څارنې لاندي وي تر څو د علميه حوزو واقعي او بریالۍ لاره وساتل شي؛ هغه لاره چې د دې مرجع له وينا سره سم، دغه با برکته او مهم سازمان له مخکينو څخه پاتې شوی دی. نو په دې اساس سره د مدرسو په اداره کې له مدرسو څخه د بهر سازمانونو او اشخاصو مطلقه لاس نه وهنه د مدرسو د خپلواکۍ اصلي ترينه شاخص دی.[۱۴]

آیت الله شبیري زنجاني له حکومت څخه د مدرسو د مالي خپلواکۍ ساتل یوه اړتیا او ضرورت کڼې او وايي: د حوزې لاس نباید نورو ته وغزول شي.[۱۵]

په خپلواکۍ کي د تعامل او همکارۍ سره د تضاد نشتوالی

خپلواکۍ د تړاو په وړاندي ځای لري او د تعامل، اړيکې او همکارۍ سره تضاد نه لري. دوه خپلواک سازمانونه، سره له دې چې خپلواک وي، کولای شي د ګډو اهدافو، پالیسیو او مسؤلیتونو پر بنسټ په مناسبه توګه يو له بل سره اړیکه او تعامل ولري. د بیلګې په توګه، کورنۍ او د ښوونځي اداره دوه بشپړ خپلواک سازمانونه دي ؛ خو دا خپلواکۍ په دې معنا نه ده چې دوئ اړيکه سره و نه لري او دواړه سازمانونه يو له بل سره تعامل لري او دغه تعامل او اړيکه د ټولنو او وګړو په پوهنيز او کړنيز لوړوالي او پر مخ‌تګ او د هغوی په ټولنیز کولو کې مهم رول لوبوي.

علميه حوزه او حکومت دوه خپلواک سازمانونه دي؛ خو دا خپلواکۍ له یو بل سره د اړيکي او تعامل د نه درلودلو په معنا نه ده او حوزه او روحانيت او اسلامي دولت د ګډو موخو او دندو له مخې چې د دوئ په اوږو باندي دي یو له بل سره تعامل او همکاري کوي او دواړه سازمانونه خپل ځان موظف ګڼي چې يو د بل ملاتړ وي. دغه نظام د حوزو او روحانيت د جهاد او هلو ځلو په وړاندي پوروړی دی او نشي کولای په دې اړه بې تفاوته پاتې شي او حوزه او روحانيت هم چې د اسلامي نظام د رامنځته کولو او د اسلامي احکامو د پلي کولو لپاره يې هلې ځلې کړي دي نه شي کولای له اسلامي نظام څخه ځان ليرې کړي او هغه د سپېڅلو موخو او آرمانونو ته د رسېدلو لپاره چې د اسلام له اصولو څخه اخیستل شوي دي، مرسته و نه کړي؛ ځکه په دې صورت کې يې په خپله دنده او مسئوليت باندي کړنه نه ده کړې.

د ډېرې مطالعې لپاره

۱. د علميه حوزو او اسلامي جمهوريت خپلواکۍ، رضا عیسی نیا، د اسلامي علومو او فرهنګ د څېړنتون خپراوي، قم.

۲. د حوزې سل کليزه ، رسول جعفریان،‌ د مورخ خپراوي، قم.

سرچينې

  1. د حوزو خپلواکۍ، د حوزه دوه فصلنامه، ګڼه۷۲، کب ۱۳۷۴، ۷ مخ.
  2. «د تاريخ په اوږدو کي د علميه حوزې او د شيعه د روحانيت خپلواکۍ» آیت‌الله خامنه‌ای، د مطلب د درجېدو نېټه:۱۳۸۹، د ليده کاته نېټه:۱۴۰۱.
  3. صالحی، سید عباس، «د اسلامي نړۍ د مدرسو د علمی تعامل په رڼا کې د لوړتيا او پیوستون لپاره هڅه»، د حوزې دوه فصلنامه، ګڼه ۱۵۵، ورۍ ۱۳۸۹، ۱۰مخ.
  4. حوزو خپلواکۍ، د حوزې دوه فصلنامه، ګڼه۷۲، کب ۱۳۷۴، ۷مخ.
  5. د حوزو خپلواکۍ»، د حوزې دوه فصلنامه، ګڼه ۷۲، کب ۱۳۷۴، ۷ مخ.
  6. د علميه حوزو د عالي شورا اساسنامه ، د ليده کاته نېټه:۱۴۰۱.
  7. صالحی، سید عباس، «د اسلامي نړۍ د مدرسو د علمی تعامل په رڼا کې د لوړتيا او پیوستون لپاره هڅه»، د حوزې دوه فصلنامه، ګڼه ۱۵۵، ورۍ ۱۳۸۹، ۱۰مخ.
  8. صالحی، سید عباس، «د اسلامي نړۍ د مدرسو د علمی تعامل په رڼا کې د لوړتيا او پیوستون لپاره هڅه»، د حوزې دوه فصلنامه، ګڼه ۱۵۵، ورۍ ۱۳۸۹، ۱۰مخ.
  9. لطفی، مهدی، د ملوت څخه يوه وړانګه ، د آیت‌اللّه العظمی گلپایگانی ژوندون ، قم، د غوره شوې دفتر خپراوي، ۱۳۸۱، ۳۴۱ مخ.
  10. موسوی اردبیلی، سید عبدالکریم، د انقلاب سره همپلی، قم، د مفيد پوهنتون ، ۱۳۸۵، ۴۶۹ مخ.
  11. فاضل لنکرانی، محمد جواد، د حوزو خپلواکۍ، بایدونه او نبایدونه، د مطلب د درج نېټه:۱۳۹۸، د ليده کاته نيټه:۱۴۰۱.
  12. گرامی، محمدعلی، د حوزو خپلواکۍ ، د مطلب د درج نېټه:۱۳۹۷، د ليده کاته نيټه: ۱۴۰۱.
  13. د علميه حوزو د خپلواکۍ اهميت ؛ وحدت په کثرت کي، د مطلب د درج نېټه:۱۳۹۵، د ليده کاته نېټه:۱۴۰۱.
  14. د علميه حوزو د خپلواکۍ اهميت ؛ وحدت په کثرت کي، د مطلب د درج نېټه:۱۳۹۵، د ليده کاته نېټه:۱۴۰۱.
  15. آیت‌الله شبیری زنجانی: د علميه حوزي مالي خپلواکۍ له دولتونو څځه ضروری دی »، د مطلب د درج نېټه: ۱۳۹۸،د لېده کاته نېټه:۱۴۰۱.