د مطالعاتو او شبهاتو ته د ځواب ويَنې مرکز (علمیه حوزې)
د قم د علمیه حوزې د مطالعاتو او شبهو ته د ځواب ويَنې مرکز په ۱۳۷۹ لمریز کال کي د علمیه حوزې د عالي شورا له خوا د ورځني دینی فکر د بیانولو او بنسټیزو پوښتنو ته د ځواب ورکولو او د دین په سیمه کې د شبهو او زيانونو د له منځه وړلو او ليري کولو لپارتأسيس شو. وروسته له دې دغه مرکز د قم د علميه حوزې تر مديريت لاندي راغۍ.
د مرکز ځینې فعالیتونه:
# د شاوخوا 70 کتابونو خپرول. # د قرآن او حدیث، فقه، کلام او فلسفه، حقوق او د احکامو فلسفه، سیاست او ټولنه، پالنه او ارواپوهنه، ادیان او مذهبونه، تاریخ او سيرت او شبهه موندنې، په 9 تخصصی ګروپونو له 150,000 څخه زیاتو پوښتنو ته علمي ځوابونه. # د پاسخ ۱او پاسخ ۲ په نامه د تخصصی سافټویر تولید (د شاوخوا 14 زره پوښتنو او ځوابونو سره). # د مناسبتی سافټویرونو تولید لکه: ستر پیغمبر (ص) غدیر، کوثر، د نینوا لمر نینوا، د سهار ويښتيا 1 او 2، د ټاکني فريضه، د امام لاره او د ماشوم پالنه. # د اندیشه قم د سایټ فعالیت د یوې لسیزې څخه د زياتو مخينې سره # د فیضیه په مدرسه او د هیواد په نورو برخو کې د دیني ارشاداتو د مرکز له ۲۰۰ څخه د زیاتو تخصصي غونډو ترسره کول. # په څو نندارتونونو کې ګډون کول لکه د قران کریم او د تهران د کتاب او مطبوعاتو نړیوال نندارتون. # د آیت الله العظمی سبحانی په مشرۍ تر۲۰ زياتې ګڼې د صباح تخصصی درې میاشتنۍ مجلې خپرول او د پاسخ په نامه د تخصصي مجلې د خپرولو پيل. # په اينټرنټ، مطبوعاتو، کتابونو اوانځوريزو رسنیو کې د شبهوسیستماتیک څارنه او تحلیل.
مخکي له دې نه دغه مرکز د «علميه حوزې د مطالعاتو او د فرهنګي څیړنو مرکز» تر نامه لاندې فعالیت کول.