د ناپوهو وګړو سره د کړنې روده او تګ لاره

د ویکی پاسخ لخوا
تر ۲۰:۳۷, ۲۸ جون ۲۰۲۲ پورې شته مخليدنه، د Rafiei (خبرې اترې | ونډې) لخوا ترسره شوې
پوښتنه

د قرآن کريم نظر د ناپوهو وګړو سره د کړنې روده څنکه ده، بيان يې کړئ.

قرآن کريم د ناپوهو وګړو په وړاندي ښه ترينه تګ، صبر او له هغوئ څخه مخ ګرځول بللی دی. خدای د فرقان په سوره کي فرمايي: «که د ناپوهانو سره مخامخ شوې پر هغو باندي سلام وکړه» دغه سلام يې د بی پروايي او لویوالۍ نښه بللی ده نه د بېوزلي نښه. په دې آيه کي سلام، د ناپوهانو سره د نه مقابله کولو څخه سرچينه اخيستې ده. بله آيه، مؤمنانو ته د ناپوهانو په وړاندي د بخښنې او تېرېدو سپارښتنه کوي. همداراز د ناپوهو وګړو څخه د مخ ګرځونې سپارښتنه هم شوې ده تر څو هغوئ ته ضرر و نه رسيږي او مؤمنان هم په شخړو باندي اخته نه شي او له هغوئ نه اغيزه و نه مني.


د ناپوه او جاهل معنا په روايات کي

امام علی (ع) فرمایی: «جاهل او ناپوه هغه چا ته ويل کيږي چې پر خپل ځان باندي پېژندنه و نه لري او خپل ځان نه پېژني او له خپل ارزښت څخه خبرتيا نه لري»[۱] همدا راز د ده څخه رانقل شوی دی: «بی خبره او ناپوه هغه څوک دی چې خپل د نفس غوښتنو ته مطيع وي او د خدای ګناهونه ترسره کړي او د خدای له اوامرو نه سرغړونه وکړي.»[۲]

د دې روايتونو څخه لاس ته راځي، رښتينۍ ناپوه او جاهل هغه څوک دی چې خپل رښتينۍ ارزښت و نه پېژني او له هغو دندو او تکاليفو نه چې د هغه په غاړه اېښودل شوي دي بې خبره وي. دغه وګړي په خپل اوږده آرزوګاني باندي زړه تړلې ده.

صبر او زغم

خدای د فرقان په سوره کي فرمايی: «... وَإِذَا خَاطَبَهُمُ الْجَاهِلُونَ قَالُوا سَلامًا؛ کله چې جاهلان او ناپوهان هغوئ ته په بې ادبي سره خطاب وکړي، دوئ ورته وايي سلام دي وي پر تاسو باندي» (فرقان، ۶۳) د دې آيې په باره کي ډول ډول تفسیرونه شوي دي. آیت الله مکارم شيرازي د دې آيې په تفسير کي راوړی دی: «هغه وخت چې جاهلان او ناپوهان دوئ ته خطاب کوي او د جدال او بدو خبرو ورکړنه کوي، د هغوئ په ځواب کي سلام وايي. هغسی سلام چې د بې پروايي نښه سره له غټوالی سره ده او د بېوزلي څخه سرچينه نه ده اخيستی. هغسي سلام چې د جاهلانو په وړاندي د هغوئ په شان د نه مخامخ کېدو څخه سرچينه اخيستې ده. دغه سلام د ميني او تړون او د ملګرتيا نښه نه ده.» [۳]

په دې آيه کي د جاهلانو په وړاندي، په حلم او زغم باندي اشاره شوې ده چې د مهمو ځانګړتياوو څخه د ناپوهو کسانو د مقابلې له پاره دي. د دوئ سره د دې ډول مخامخ کېدل لاملونه دا دی چې ښايي دوئ پر خپله ناپوهې او لجاجت باندي پوه شي ترڅو هغوې ته د حقایقو د منلو او هدايت کېدلو سبب وګرځي. قرآن کريم فرمايي: «وَلا تَسْتَوِی الْحَسَنَه وَلا السَّیِّئَه ادْفَعْ بِالَّتِی هِیَ أَحْسَنُ فَإِذَا الَّذِی بَیْنَکَ وَبَیْنَهُ عَدَاوَه کَأَنَّهُ وَلِیٌّ حَمِیمٌ؛ هيڅکله ښه او بد يو شان نه دی، بدې په نيکي سره له ځانه ليرې کړه تر څو سرسخته دښمنان تاوده او د زړه له کومي ملګري شي. (فصلت، ۳۴)

د ناپوهانو څخه مخ ګرځول

ناپوهي ډول ډول او مختلف پړاونه لري. کله سم او سوله ايزه کړنه، د ناپوه د اصلاح، ويښتيا او پوهېدنې سبب ګرځي. او کله ناپوه په سوله ايزه کړنه هم د اصلاح وړ نه دی او ممکن دی چې پخپله په بدو آثارو باندي اخته شي. له دې کبله باید د دغو وګړو څخه ليرې شو: «خُذِ الْعَفْوَ وَأْمُرْ بِالْعُرْفِ وَأَعْرِضْ عَنِ الْجَاهِلِینَ؛ دوئ وبخښه او عذر يې ومنه او په ښه کارونو باندي بلنه وکړه او د جاهلانو څخه مخ وګرځوه (د هغوئ سره جګړه مه کوه) (اعراف، ۱۹۹)

د نمونې تفسير د دې آيې په تفسير کي راوړی دی: «د جاهلانو څخه مخ وګرځوه او د هغوئ سره جګړه مه کوه، لارښوونکي او مبلغونه په خپلو لارو کي د متعصب، لجوج، ناپوه او بې خبرو وګړوسره مخامخ کيږي چې د هغوئ د اندېښنې او اخلاق سطحه ډېر ټيټ دی، د هغوئ څخه ښکنځل اوري او... پر دې ستونزه باندي د بریالي توب لار د جاهلانو سره لاس په ګریوان کېدل نه دی، بلکي ښه ترينه لار زغم، صبر او د دې کارونو، نه ليدل دی.[۴]

د باایمانو کسانوه سیرت او تګ لاره هم دا دی چې د بې عقلو کسانو کړنې او د هغوئ سپکاويزي خبري ته پام نه کوي او د دغو شيانو څخه تېريږي. که چيري مؤمن وګړي د هغوئ سره په معارضه او دفاع باندی مخه وکړي، خامخا بې ځايه کړنه او جاهلانه خبرې به ترسره کړي. [۵]

سرچينې

  1. تمیمی آمدی، عبدالواحد، غرر الحکم، قم، دفتر تبلیغات، ۱۳۶۶ل ، ۷۳ مخ.
  2. تمیمی آمدی، عبدالواحد، غرر الحکم، قم، دفتر تبلیغات، ۱۳۶۶ ل ، ۷۳مخ.
  3. مکارم شیرازی، ناصر، تفسیر نمونه، تهران، د دارالکتب الاسلامیه خپرندوی، ۱۵ټوک، ۱۴۹مخ.
  4. تفسیر نمونه، ۷ ټوک، ۶۴ مخ.
  5. الحسینی الهمدانی، سید محمد، قم، د انوار درخشان خپرندوی، د لطفی کتاب پلورنځۍ، ۷ ټوک، ۲۰۳مخ.