د ولایت فقیه څخه اطاعت

د ویکی پاسخ لخوا
تر ۱۰:۲۷, ۲۵ اپرېل ۲۰۲۳ پورې شته مخليدنه، د Rezvani (خبرې اترې | ونډې) لخوا ترسره شوې
(توپير) ← زړه بڼه | اوسنۍ بڼه (توپير) | ← نوې بڼه (توپير)
پوښتنه

د ولایت معنا څه ده او اطاعت یې څنګه دی؟

د ولايت فقيه څخه اطاعت د ځینو فقهاوو له نظره واجب ګڼل شوی دی. د دې لوست له مخې، له دې امله چې معصوم امام (ع) ته لاسرسی نشته، تر ټولو غوره او نژدې ټاکنه غايب امام ته، ولي فقيه دی او کله چې د هغه عدالت او تقوا ثبوت ته رسېدلی وي، باید د هغه څخه متابعت او اطاعت وشي. ولي فقيه له دې کبله چې له فقاهت څخه برخمن دی او پر ديني احکامو باندې تسلط لري او د هېواد د اداره کولو لپاره سياسي او ټولنيز ليد لري، په اسلامي ټولنه کې د عدالت د اجرا کولو لپاره غوره انتخاب دی. ولي فقيه د ظلم او د هر ډول اخلاقي رذايلو پر ضد ولاړ دی او په هغه کې هیڅ ډول هوا او شهوت نشته او د هغه څخه اطاعت کول د ښو اخلاقو او د اسلام د قوانينو اطاعت دی. که ولي فقيه د عدالت او تقوا شرايط له لاسه ورکړي، نو د هغه څخه اطاعت واجب نه دی.

د ولايت لغوي معنا

ولایت د «ولي» له ریښې څخه په اصل کي د «نژدېوالی» په معنا راغلی دی او د مرستې په معنا کې هم کارول شوی دی. فیومي په «المصباح المنیر» کې لیکي: «الوَلی د نژدې والی په معنا ده ... او وِلایت او وَلایت د واو د تورې په کسره او فتحې سره د مرستې په معنا ده».[۱]

طريحي په «مجمع البحرين» کي ولایت يې د ولی څخه د نژدیوالي په معنا او ولایت د واو د تورې له فتحې سره يې د مرستې او ملاتړې په معنا او د واو د تورې له کسرې سره يې د امارت په معنا ګڼلی او په لغات کي يې دواړه د دولت په معنا ګڼي.[۲] راغب هم په «مفردات القرآن» کي د نژدېوالی په معنی باندي تکیه کوي او په دې باور دی چې «ولایت» د ځای، اړیکو او دين... له نظره د نژدېوالي لپاره کارول کیږي.[۳]

د ولي ټولې معناګانې يو اصل ته راګرځي او د هغه د کارولو د مصادیقو څخه د يو شی څخه وروسته د بل شی راتلل دی بې له دې څخه چې د دواړو تر منځ فاصله وي، چې د دې پرله پسي راتللو لازمه د هغو دواړو يو د بل سره نژدوالی دی. له همدې امله دا کلمه په مختلفو بڼو (په فتحه او کسره) کې د «میني او دوستۍ»، «ملاتړي او مرسته»، «متابعت او پیروي» او «سرپرستۍ» په معنا کارول شوې ده او د دې ټولو معناوو مشترک مفهوم هماغه معنوي نژدېوالی دی.

د ولایت اصطلاحی معنا

په اصطلاح کي د «ولایت» کلمه د «سرپرستۍ»، «مشرتابه» او «رياست» په څیر د کلمو په ليکه کي یاد شوې ده او د هغه څخه مقصد دا دی چې د بل چا سرپرستۍ او د هغه د چارو اداره کول په غاړه ونيول شي. «ولایت په اصطلاح کې د یو وګړي یا مال یا دواړو باندې د تسلط په معنا ده، په دې کي توپير نشته چې دا تسلط او ولکه عقلي وي یا شرعي، اصلی وي يا عرضي» لکه د زوئ سرپرستۍ د پلار له لورې.[۴]

ولایت د حکومت په معنا دی، حکومت هغه اداره ده چې د ټولنیز ژوند او په ټولنه کي د ګډوډيو د مخنیوي او د امنیت د ساتلو لپاره لازمه ده. له همدې امله هغه څوک چې د دې ادارې مسئوليت په غاړه لري «ولی امر» بلل کیږي. په حقیقت کې هغه کلمه چې زموږ په دیني کلتور کې د حاکم پر ځای کارول کيږي ولی دی.[۵]

اطاعت د ولایت د مفهوم جزء نه دی، بلکې اطاعت د ولایت سره لازم دی. په عین حال کي، ولایت د خالص اطاعت سره ملازم نه دی، خالص اطاعت یوازي د خدای او معصومانو(ع) په ولایت پورې اړه لري.

د ولايت فقيه څخه د اطاعت معنا

په اسلام کي خالص متابعت او اطاعت یوازي د خدای تعالی او معصومو(ع) پورې اړه لري، که غير معصوم د علمي او عملي رتبو په هره سطحه کي وي، له دې امله چې د خطا او اشتباه احتمال پکې شته د علم او عمل په ډګر کي د هغه څخه په خالصه توګه تبعیت او اطاعت نه کيږي؛ ځکه د غير معصوم څخه پر خالص تبعیت او اطاعت باندي امر ورکول، له دې امله چې په هغه کي د خطا او اشتبا احتمال ورکول کيږي، د خلکو د ګمراهۍ او انحراف لامل ګرځي، چې دا يو ناوړه کار دی او داسي امرکول د يو مطلق حکیم لخوا د غندلو وړ او ناشونی دی.

پر دې اساس، د فقيه په باره کي هیڅوک په خالص اطاعت او تبعیت باندی باور نه لري. خو د فقيه څخه د خالص اطاعت او تبعيت نفی کول د هغه څخه په بيخي توګه د اطاعت او تبعیت د نفی کولو په معنا نه ده او د ولی فقیه څخه د اطاعت او تبعیت لزومتيا پر عقلی او نقلي دلایلو باندي ولاړ دی؛ ځکه د معصوم امام(ع) د غيبت په زمانه او په هغسي شرايطو کي چې معصوم امام(ع) ته لاسرسي شتون نه لري او خلک د امام(ع) د شتون د فضل له درک څخه بې برخې دي، عقل دا حکم کوي چې معصوم امام(ع) ته تر ټولو نژدې څوک غوره شي او ولی فقیه په دې دلیل سره چې د فقاهت څخه برخمن دی او د اسلامي احکامو سره آشنا دی او هغسي روحي او اخلاقي وړتيا لري چې د نفساني هواګانو، ګواښونو او د تمې تر اغېر لاندي نه راځي او د تقوا او عدالت په درلودلو سره د ټولنې د اداره کولو د مقام او د سیاسي او ټولنيز د لازم ليد په لرلو، معصوم امام(ع) ته ښه ترينه او نژدې ترينه څوک دی.[۶]

د ولايت فقيه څخه اطاعت، د اسلامي قوانينو څخه اطاعت

سربېره پر دې جمله باندي «اَمَّا الْحَوادِثُ الْواقِعَةُ فَارْجِعوُا فیها اِلی رُواةِ حَدیثِنا، فَاِنَّهُمْ حُجَّتی عَلَیْکُمْ وَاَنَا حُجَّةُ اللّهِ عَلَیْهِمْ؛ د زمانې په پېښو کي زموږ د حدیثو راویانو ته مراجعه وکړئ، ځکه چې دوئ پر تاسو باندي زموږ حجت دي او زه پر هغوئ باندي د خدای حجت يم»[۷]، روايتونه په ښه توګه د دې ښکارندوی دی چه د غيبت په زمانه کي د دوئ څخه اطاعت او تبعیت لازم دی. او د ولي فقيه څخه دغه اطاعت او تبعیت د اسلام د قانون څخه د اطاعت او تبعيت په اوږدو کی دی او ولی فقیه د غيبت په زمانه کي د اسلام د احکامو او امرونو د ساتندوی او د هغه د اجرا کولو تر عنوان لاندي خلک ځيني اطاعت کوي. نو دغه اطاعت او پیروي د اسلامي احکامو او قوانينو په رعایت سره مشروطه ده او له دې چوکاټه بهر نه یوازې فقیه، بلکې پیغمبران او پاک امامان(ع) هم ولايت نه لري.

که څه هم د هغه فقيه په رهبرۍ کي چې ټوله شرايط لري د تېروتنو او اشتباه احتمال نه ردېږي، خو د اسلامي جمهوریت په نظام کي د قانون پر بنسټ داسې تدبیرونه نیول شوي، چې د هغه په تصمیمونو کې د تېروتنو او اشتباه کچه د پام وړ تر اندازې پورې لږ شي او د همدې موخې لپاره له یوې خوا ځينې ځانګړنې او صفتونه لکه فقاهت، عدالت او تقوا د ولي فقيه لپاره د داخلي څارنې د وسيلې په توګه په پام کي نيول شوي دي تر څو د دې ځانګړنو تر سيورې لاندي د نفسانې غوښتنو، ګواښونو او تمو تر اغېز لاندي رانشي او له بلې خوا د دې داخلې څارنې تر څنګ، بهرني څارنه د خبرګان د غونډې د څارنې په چوکاټ کي په پام کي نيول شوې ده. دا دواړه وسيلې د دې سبب ګرځي چې د نظام د رهبرۍ په تصمیمونو کي د تېروتنې او اشتباه کچه تر يوې اندازې پورې لږ شي چې دغه اندازه تېروتنه او اشتباه د عقل او عقلاوو په نظر کې د پام وړ نه دی او معصوم امام(ع) ته د لاسرسۍ د نشتون په وخت کي دټولنې د ادارې لپاره دغه روده او اسلوب ډاډمن ترينه روده او معقول ترينه اسلوب دی.

د خالص اطاعت او د فقیه د مطلق ولايت ترمنځ توپیر

نباید د فقیه مطلق ولايت او مطلق اطاعت سره ګډ شي؛ ځکه چې د فقیه مطلق ولايت، د هغه مطلق او خالص اطاعت د ځانه سره نه لري او داسي نه ده چې که څوک د فقيه مطلق ولايت و مني، د هغه څخه خاص اطاعت هم لازم وګڼي؛ بلکې د فقيه مطلق ولايت، د ولي فقیه د واک د ولکې په اندازه ده او په دې معنا ده چې د ولي فقيه واکمني د غيبت په زمانه کي يوازي په حسبیه چارو او ضروریاتو کي نه چاپېر کيږي او ولي فقيه د غيبت په زمانه کي د حکومت په اداره کولو کي هغه ټوله واکونه په غاړه لري چې پيغمبر او معصوم امامان(ع) د حکومت، سياست او د ټولنې د اداره کولو په چارو کي درلودل.

د فقيه د مطلق ولايت په جمله کي د اطلاق څخه مقصد د نورو نظريو په وړاندي، شاملېدل او نسبي مطلقتيا ده چې دا اطلاق او شمولتیا نه مني، نه داچې له هرې خوا څخه مطلق و آزاد وي. په بل عبارت سره د اطلاق څخه مقصد د فقيه د ولايت د لمن پراخوالی تر هغه ځایه ده چې شریعت غزېدلی وی او د ولي فقيه اجرايي مسئوليت د امت د ښيګڼو په ټولو اړخونو کي دی.

ولايت فقیه د زور واکۍ په وړاندي

له بده مرغه د فقيه د مطلق ولايت د مفهوم په اړه ناپوهۍ او يا په ناپوهي کي ځان اچول د دې سبب ګرځېدلی دی چې ځينې کسان د فقيه مطلق ولايت د مطلق او زورواکي حکومت سره يوشان وګني چې په هغه کي حاکم بې له هیڅ محدوديته حکومت کوي او د هيڅ ډول معيار او ضابطې رعایت کولو ته ځان اړين نه بولي. دوئ داسي فکر کوي چې د فقيه مطلق ولايت په دې معنا ده چې د فقيه له لورې د ولايت په اجرا کولو کي هيڅ محدوديت او ضابطه نشته او له هر قيد او شرط څخه خلاص دی؛ حال دا چې زموږ د اعتقادي بنسټونو په اساس، فقيه خو پرېږده، داسي اطلاق د معصومانو(ع) لپاره هم د منلو وړ نه دی چې هغو ښاغلو بې له هيڅ ډول ضابطه او معيار سره وکولای شي حکم وکړي. نو دا څنګه ممکنه ده چې یو فقیه په هر ډګر کې پرته له کوم معیاره د خپلې خوښئ او ارادې په اساس حکم وکړي.

په اصل کې د ولايت فقيه د شتون فلسفه د دين او د اسلامي تعلیماتو ساتنه او پالنه ده او ولي فقيه د الهي قوانينو رعايت کولو ته اړيڼ دی او که وغواړي په ځينو ځايونو کي د اسلام احکام په خپله خوښه بدل کړي، د ولايت څخه پرځې او ليري کيږي.

په حقیقت کي په اسلامي نظام کي دین او مکتب حاکمیت لري نه يو وګړۍ؛ حتی که هغه وګړۍ پخپله پيغمبر او معصوم امام وي. خلک پرته له يو «ولي» څخه نور ولي نه لري چې هغه همغه خدای او د هغه دين دی او هيڅ څوک نه شي کولای د دين څخه يو شی لږ کړي يا پر هغه باندي زيات کړي که يو عادل، په زمانه باندي پوه او ځواکمن فقيه د هيواد په اداره کولو کي حکومت وکړي «پخپله فقيه» حکومت نه کوي، بلکې د «فقيه شخصيت» چې همغه فقاهت، عدالت، مديريت، تدبير او د رهبرۍ ممتاز شرايط دی، حکومت کوي. پخپله فقيه خپل د ديني شخصيت تابع دی او دغسي انسان د مکتب امانت داره او د دين د اجراکولو مسئول دی او هغه پخپله نه يوازي د خلکو سره دی، بلکې تر ټولو مخکي د دين د وګړيز او ټولنيزو حکمونو د اجرا کولو دنده لري؛ ځکه چې یو فقیه له خپل شخصیت پرته بل مقام نه لري او د ټولنې د نورو وګړوپه څېر دی. دا د ولایت فقيه معنا ده او هغه د «فقاهت او عدالت ولایت» ته را ګرځي او په پای کې د دین او خدای ولایت ته ستنیږي.[۸]

سرچينې

  1. فیومی، احمد بن محمد مقری، المصباح المنیر، قمُ د دارالرضي خپراوي، ۲ ټوک، ۶۷۲ مخ.
  2. «الولی» و هو القرب… و الولایه أیضا: النصره، و بالکسر: الإماره، مصدر ولیت، و یقال: هما لغتان بمعنی الدوله. و فی النهایه: هی بالفتح: المحبه، و بالکسر: التولیه و السلطان… و الولی: الوالی، و کل من ولی أمر أحد فهو ولیه. و الولی هو الذی له النصره و المعونه. و الولی الذی یدیر الأمر (طریحی، فخر الدین، مجمع البحرین، تهران، مرتضوی، ۱۴۱۶ق، ۱ ټوک، ۵۵مخ).
  3. الوَلَاءُ و التَّوَالِی: أن یَحْصُلَ شیئان فصاعداٌ حصولا لیس بینهما ما لیس منهما، و یستعار ذلک للقرب من حیث المکان، و من حیث النّسبه، و من حیث الدّین، و من حیث الصّداقه و النّصره و الاعتقاد، و الوِلَایَه النُّصْره، و الوَلَایَه: تَوَلِّی الأمرِ، و قیل: الوِلَایَه و الوَلَایَه نحو: الدِّلَاله و الدَّلَاله، و حقیقته: تَوَلِّی الأمرِ. و الوَلِیُّ و المَوْلَی یستعملان فی ذلک کلُّ واحدٍ منهما؛ (وګورئ:. راغب اصفهانی، حسین بن محمد، مفردات الفاظ القرآن، بیروت، دار العلم، ۱۴۱۲ق، ۸۸۵ مخ).
  4. بحرالعلوم، سیدمحمد، بلغه الفقیه، تهران، مکتبه الصادق(ع)، ۱۴۰۳ق، ۳ ټوک، ۲۱۰ مخ.
  5. مصباح یزدی، محمد تقی، حکیمانه‌ترینه حکومت؛ د ولايت فقیه په نظريه کي لټون، قم، د امام خميني د ښونې او څېړنې مؤسسه، ۱۳۹۴ل، ۳۹ مخ.
  6. مصباح یزدی، محمد تقی، د پولو نه په بهر کي د ولي فقيه واکونه، اسلامي حکومت، لمړۍ کال، ۱ ګڼه، ۸۹ مخ.
  7. حرّ عاملی، محمد بن الحسن، وسائل الشیعه، بیروت، دار احیاء التراث، ۱۸ ټوک، ۱۰۱ مخ.
  8. جوادی آملی، عبدالله، ولایت فقیه، د فقاهت و عدالت ولایت، قم: ذ اسرا د خپراوي مرکز، ۱۳۸۵ل، ۲۵۶ – ۲۵۸ مخ.