د ښځو حجاب د اسلام په پیل کي

د ویکی پاسخ لخوا
تر ۰۹:۲۱, ۲۰ سپټمبر ۲۰۲۲ پورې شته مخليدنه، د Rezvani (خبرې اترې | ونډې) لخوا ترسره شوې
پوښتنه

د اسلام په پیل کې حجاب څنګه و؟ پېغمبر او امامانو په دې اړه څه سپارښتنې کړې دي؟ د زړو ښځو حجاب څنګه دی؟

د اسلام په لومړیو کې، د حجاب د آیتونو له نزول وروسته، ښځو خپل سرونه او غاړې پټولې او د نازکو او بدن ښوولو جامو د اغوستلو څخه یې ډډه کوله. د راپورونو له مخې، د اسلام له راتګ مخکې ښځو حجاب ته ځانګړې پاملرنه نه کوله؛ خو د اسلام له راتګ سره د دوئ په جامو کې بدلون راغی. په قرآن کریم کي آیتونه د حجاب پر وجوب باندي دلالت لري. همدا راز د رسول الله (ص) او نورو معصومو امامانو څخه د حجاب د پولو او اهمیت په باره کي روايتونه رانقل شوي دي. البته، پر زړو ښځو باندی حجاب واجب نه دی، په دې شرط چې خپل ځان سينګار نه کړي او خپله جنسي جذابيت يې له لاسه ورکړی وي.

د حجاب د وجوب آیتونه

د مفسرینو لکه طبرسي[۱]، مکارم شیرازي[۲] او علامه طباطبايي[۳] د وینا له مخې، د عربو ښځې معمولاً هغسي کميسونه يې اغوستلې چې ګريوانونه يې خلاص وو او خپل پړونې او د سردسمالونه یې هغسی پرسر اېښوول چې غاړه او سينې يې نه پټول او سينه او غوږونه يې معلومېدل. نو له هدې کبله د «وَقُلْ لِلْمُؤْمِنَاتِ يَغْضُضْنَ مِنْ أَبْصَارِهِنَّ وَيَحْفَظْنَ فُرُوجَهُنَّ وَلَا يُبْدِينَ زِينَتَهُنَّ إِلَّا مَا ظَهَرَ مِنْهَا ۖ وَلْيَضْرِبْنَ بِخُمُرِهِنَّ عَلَىٰ جُيُوبِهِنَّ؛ او مؤمنو ښځو ته ووايه چې خپلې سترګې (د هوسناکو کتنو څخه) پټې كړي او خپل لکن وساتي او خپل سينګار دې نه ښكاره كوي پرته له هغه څه چې ښكاره ده او خپل پړونې پر خپلو سينو باندي وغوړوي» (نور: ۳۰) نازله شوه او امر یې وکړ چې خپلې پړونې هغسي وتړي چې نوموړې ځايونه پټ شي. او ښځې دې خپل ویښتان، سینه او د غاړې شاوخوا پټ کړي.

د روايتونو له مخې د «يَا أَيُّهَا النَّبِيُّ قُلْ لِأَزْوَاجِكَ وَبَنَاتِكَ وَنِسَاءِ الْمُؤْمِنِينَ يُدْنِينَ عَلَيْهِنَّ مِنْ جَلَابِيبِهِنَّ ۚ ذَٰلِكَ أَدْنَىٰ أَنْ يُعْرَفْنَ فَلَا يُؤْذَيْنَ؛ اې پېغمبره خپلو مېرمنو او لوڼو او د مؤمنانو ښځو ته ووایه چې خپل ځانونه تر څادرو لاندي پټ کړي. دا مناسب‌تره ده ترڅو دوئ وپیژندل شي او و نه ځورول شي»(احزاب: ۵۹)، د مدینې ښځو د خدای د دې حکم هرکلی وکړ او د خدای له حکم سره سم خپلې جامې يې تنظیم کړې. [۴]

د انصارو د ښځو حجاب

د روایي منابعو له مخې د نور د سورې د ۳۰ آیې له نزول څخه وروسته، د مدینې ښځو نقابونه او تورې جامې اغوستلې او ځانونه یې په هغه باندي پټولې. له ابو سلمه څخه رانقل شوی دی چې د انصارو ښځې له خپلو کورونو څخه داسې وتلې ګواکي تورې کارغه د هغوئ پر سر ناستې دي په دې خاطر چې تورې جامې يې اغوستلې.[۵]

همدارنګه د يو راپور له مخې عایشه او په بل نقل کې ام سلمه، تل د تورې جامې د اغستلو په خاطر يې د انصارو د ښخو ستاينه کول. [۶]

رانقل شوی دی چې کله به حضرت فاطمه (س) غوښتل له کوره بهر د پیغمبر (ص) د ليدلو لپاره ولاړه شي، نو ځانګړې پوښاک لکه څادر او د مخ پټولو پټونی يې په کارول. د فدک د غصبولو په بهير کې حضرت زهرا (س) د حجاب او پوښاک په ځانګړې بڼې سره، هغسي چې له کوره د وتلو پر مهال به يې په سر باندې نقاب تړل او څادريې هغسې واغوستل چې د هغې ټول بدن يې پټول او د څادر کونجونه ځمکې ته رسېدل، او له یوې ډلې سره مسجد ته ولاړه.[۷]

د معصومانو (ع) لخوا د حجاب د پولو څرګندول

د معصومو امامانو لخوا د حجاب د ځينې پولې څرګندول راپور شوي دي له هغې ګڼې څخه:

  • یو سړي له امام صادق (ع) څخه پوښتنه وکړه چې یو غیر محرم سړی د ښځې د بدن څومره برخه لیدلی شي؟ امام وايي: مخ، دوه لاسونه او د دواړو پښو مخ.[۸]
  • حضرت علي (ع) ښځو ته په خطاب کي وفرمايل: په تاسو باندی وي چې پنډې جامې واغوندئ که د هرچا جامې نرۍ وي دين به يې هم نرۍ وي.[۹]
  • رسول الله (ص) يو څو نرۍ ټوکر چې د ډالۍ په توګه ورته راوړل شوې وې، يوه صحابه ته يې وركړې او ويې فرمايل: دوه ټوټې يې كړه، د ځان لپاره يو كميس وګنډه او بله يې خپل مېرمن ته ورکړه تر څو خپل سر په هغه باندي پټ کړي او بيا يې وفرمايل: خپلې مېرمنې ته امر وكړه، چې تر هغې لاندې جامې واغوندي، تر څو بدن يې و نه ښيي.[۱۰]

د زړو او کونډو ښځو حجاب

قرآن د زړو ښځو حجاب له دې حکم څخه مستثنی کوي. که څه هم د دوئ لپاره حجاب غوره ګڼي او په هغه باندي سپارښتنه کوي؛ «او هغه زړې ښځې چې (زېږونه او مياشتنې عادت) يې پای ته رسېدلې ده او د واده او نکاح هيله نه لري، پر دوئ باندي پروا نشته که خپل ښکلي شيان او سينګار ښکاره نه کړي، چې خپلې جامې (یعني بالاپوښې جامې لکه عبا، څادر او داسي نور) د نامحرم په حضور کي له ځانه واخلي او بيا هم دعفت او پرهيزګاري غوره کول (او د خپل بدن څخه د دغو جامو نه اخيستل) د دوى لپاره (په دين او دنيا کې) ښه تره ده» (نور: ٦٠) د نمونه د تفسير پراساس دا استثناء دوه شرطونه لري:

۱. دا ښځې داسې عمر ته ورسېږي چې نور د واده هیله نه لري او جنسي جذبه یې له لاسه ورکړې وي.

۲. د حجاب د اخيستلو پر مهال ځان سينګار نه کړي.[۱۱]

سرچينې

  1. طبرسی، مجمع البیان، د اسلامي کتاب پلورنځۍ، ۵ټوک، ۱۳۸مخ.
  2. مکارم شیرازی، د نمونه تفسیر، دارالکتب اسلامیه، ۱۴ټوک،۴۴۰مخ.
  3. طباطبائی، المیزان، دارالکتب اسلامیه، ۱۵ټوک، ۱۲۶مخ.
  4. سیوطی، عبدالرحمن بن ابی‌بکر، الدرالمنثور، دارالفکر، بیروت، ۶ټوک، ۶۵۹مخ.
  5. الدرالمنثور، ۶ټوک، ۶۵۹مخ.
  6. زمخشری، الکشاف، بیروت، دار الکتاب العربی، ۳ټوک، ۲۳۱مخ، د نور د ۳۱ آيې لاندي؛ ابوداوود، السنن، تحقیق محیی‌الدین عبدالحمید، بیروت، مکتبه العصریه، ۴ټوک، ۶۱مخ.
  7. طبرسی، الاحتجاج، مؤسسه الاعلمی للمطبوعات، ۱ټوک، ۹۸مخ.
  8. حرّ عاملی، وسائل الشیعه، بیروت، دار احیاء التراث العربی، بی‌تا، ۱۴ټوک، ۱۴۶مخ.
  9. مجلسی، بحارالانوار، تهران، مکتب الاسلامیه، دويم چاپ، ۱۳۶۶، ۸۳ټوک، ۱۸۴مخ.
  10. ابوداوود، السنن، ۴ټوک، ۶۵مخ.
  11. مکارم شیرازی، ناصر، د نمونه تفسیر، تهران، دارالکتب الاسلامیه، دوه دېرشم چاپ، ۱۳۷۴ل، ۱۴ټوک، ۵۴۲مخ.