د "په اسلام کي دجګړې ډولونه" د بڼو تر مېنځ توپير

د ویکی پاسخ لخوا
(د "{{سوال}} په اسلام کې د جګړې ډولونه څه دي؟ {{پایان سوال}} په اسلام کې جهاد ډولونه لري چې زياتره يې د معصوم امام يا د هغه د ځایناستې په اجازه باندي مشروط دي. جهاد کله د کورني دښمنانو په وړاندي دی؛ لکه د باغیانو او منافقانو سره او کله د بهرنيو دښمنانو په وړاندي دی چ..." تورو مخ جوړ شو)
 
د سمون لنډیز نسته
 
(د همدغه کارن لخوا کينډۍ:پلورل)
۶۵ کرښه: ۶۵ کرښه:
==سرچينې==
==سرچينې==


۱. د توبې سورت، ۳۶آيت.
[[fa:اقسام جنگ در اسلام]]
۲. د توبې سورت، ۱۲۳آيت.
۳. علی کیا، اسلام د جګړې دين او د سولې دين، ۲۲مخ.
۴. محمدکریم اشراق، په اسلام کي د جګړې تاريخ او مقررات، ۲۵۹–۲۶۰مخ.
۵. سید محمدحسین طباطبایی، د المیزان تفسير، ژباړه: سید محمد باقر موسوی همدانی، ۱۶ټوک، ۲۰۵مخ؛ سیدابوالقاسم خویی، منهاج الصالحین، ۱ټوک، ۳۶۱مخ.
۶. د توبې سورت، ۲۹آيت.
۷.شهید ثانی، د لمعې شرحه، ۱۰ټوک، ۵۴مخ.
۸. مرتضی مطهری، جهاد، ۱۳–۱۴مخ.
۹. د توبې سورت، ۷۳آيت.
۱۰. محمدکریم اشراق، په اسلام کي د جګړې تاريخ او مقررات، ۲۷۱مخ.
۱۱. جلال‌الدین فارسی، جهاد د تکامل وروستۍ پوړۍ، ۱۰۹مخ.
۱۲. سیدابوالقاسم خویی، منهاج الصالحین، ۱ټوک، ۳۶۱مخ.
۱۳. د نساء سورت، ۷۵ آيت.
۱۴. نهج البلاغه، ۴۷ليک، ۵۵۸ مخ؛ فتّال نیشابوری، روضة الواعظین، ۱۳۶مخ.
۱۵. جلال‌الدین فارسی، جهاد د تکامل وروستۍ پوړۍ ، ۱۰۸مخ.
۱۶. مرتضی مطهری، جهاد، ۲۵مخ.
۱۷. شهید اول، الدروس، ۲ټوک، ۵۹ مخ؛ علامه حلّی، قواعد الاحکام، ۳ټوک، ۵۷۱مخ.
۱۸، عباسعلی عظیمی شوشتری، په اسلام کي د جګړې او دفاع کلي قوانين او مقررات ليکنه، د مصباح درې مياشتنۍ مجله، شپږم کال، ۲۲ ګڼه، ۲۶ مخ. 
۱۹. وګورئ: ابوالقاسم بن حسن میرزای قمی، جامع الشتات، ۱ټوک، ۳۶۲مخ.

د ۰۸:۴۲, ۲ اکتوبر ۲۰۲۲ پورې تازه بڼه

پوښتنه

په اسلام کې د جګړې ډولونه څه دي؟


په اسلام کې جهاد ډولونه لري چې زياتره يې د معصوم امام يا د هغه د ځایناستې په اجازه باندي مشروط دي. جهاد کله د کورني دښمنانو په وړاندي دی؛ لکه د باغیانو او منافقانو سره او کله د بهرنيو دښمنانو په وړاندي دی چې د مشرکانو او کافرانو سره جهاد يې د دې جملې څخه ګڼلي دي.

آزادۍ بخښونکی جهاد، یا په بل عبارت «مرستيزه جګړه» د هغو کسانو څخه دفاع ده چې د نورو تر ظلم او تېرۍ لاندي راغلي وي. دا جهاد د کمزورو مؤمنانو د خلاصون لپاره دی.

دفاعي جهاد د جهاد د ډولونو څخه بل ډول دی. مسلمانان مکلف دي چې د هر هغه وګړی یا ډلې پر وړاندې چې پر مسلمانانو یا اسلامي خاورو باندې د تېري کولو اندېښنه لري، د خپل توان په اندازه جګړه وکړي او هغوئ ته تسلیم نه شي. دا ډول جګړې ته «دفاع» یا «دفاعي جهاد» ویل کیږي. دفاعي جهاد د امام اجازې ته اړتيا نه لري.

د مشرکانو او کفارو سره جګړه

خدای تعالی په قرآن کریم کې د مشرکانو[۱] او کفارو [۲] په وړاندې د جهاد امر کړی دی.

د مشرکانو سره جګړه په حقيقت کي د انسانیت د مقام او د بشر د آزادۍ څخه دفاع او د ظلم او بې عدالتيو له منځه وړل ګڼل شوی دی. کفر، الحاد او د خدای په وړاندې شرک د بشريت د ګمراهۍ له لاملونو څخه يو لامل ښودل شوی دی چې ظلم او ډول ډول رذايلو او فسادو ته کښل کيږي.[۳]

د جهاد په موضوع کې د «کافر» څخه مقصد «حربي کافر» دی. یعني هغه څوک چې هیڅ آسماني او الهي دین نه لري. د حربي کفارو سره جهاد ته «د بلنې جهاد» یا ابتدايي جهاد هم ویل کیږي. د حربي کافر سره جهاد د عادل امام حضور ته اړتيا شته.[۴]

د کتابوالو او منافقانو سره جګړه

د کتابوالو څخه مقصد د یهودیت، مسيحيت، زردشتی او صابئي پیروان دي. له دغو ډلو سره تر هغه وخته جګړه واجبه ده چې تسلیم شي او جزیه ورکړي.[۵]

په دې اړه ګڼ آيتونه راغلي دي؛ د توبې د سورت په ٢٩ آيت کې فرمايي: «د هغو اهلو کتابو سره چې په خدای تعالی او د قيامت په ورځ ايمان نه لري،... وجنګېږئ تر څو په عاجزۍ سره پخپلو لاسونو جزيه ورکړي.[۶]

دکتابوالو سره جګړه ځينې شرطونه لري. محقق حلی د شیعه نامتو فقیه د هجري قمري په اوومه پيړۍ کې خپل د «شرايع الاسلام» په کتاب کې لیکلي دي چې د اهل کتابو سره باید د عادل امام یا د هغه د استازي په حکم جهاد وشي.[۷][۷] شهید مطهري هم په خپلو کتابونو کې ویلي دي چې د اهلو کتابو سره په جګړه کې شرط دا دی چې بل اړخ وغواړي جګړه پیل کړي او یا د اسلامي دعوت د خپرولو په وړاندې خنډ جوړ کړي.[۸]

منافقین بله ډله ده چې د هغوئ سره د جګړې امر شوی دی. خدای تعالی، رسول‌الله (ص) ته په خطاب کې د منافقینو سره د جهاد امر ورکړی دی او د هغوئ ځای یې په دوزخ کې بللی دی.[۹]

د باغيانو سره جګړه

«باغيان» هغو کسانو ته ویل کیږي چې د دولت پر وړاندې پاڅېدلي وي. د باغيانو سره جهاد په حقیقت کې د هغو مسلمانانو پر ضد کورنۍ جګړه ده چې د حکومت پر ضد راپورته کېږي.[۱۰]

جلال الدین فارسی چې یو له مسلمانو څیړونکو څخه دی د باغیانو په تعریف کې لیکی: باغيان د مسلمانانو هغه ډله ده چې د مشروعو لارو څخه خپلې غوښتنې نه شي کولای لاس ته راوړي يا يې وساتي، پر مسلمانانو باندې په وسله وال یرغل لاس پوري کوي.[۱۱]

آیت‌الله خویي چې د شيعه د معاصرو مراجعو څخه دی، باغيان دوه ډله ګڼی:

1. هغه کسان چې د امام په وړاندې بغاوت کوي. په دې صورت کې پر مؤمنانو باندي واجب دی چې له هغوئ سره تر هغه وخته پورې وجنګېږي چې الهي حکم ته غاړه کېږدي او د امام اطاعت ومني.

2. د باغيانو دويمه ډله د مسلمانانو هغه ډله ده چې د بلې ډلې په وړاندې تېرۍ او بغاوت وکړي. په دې صورت کې پر نورو مسلمانانو واجب دی چې د دوئ تر منځ سوله راوړي. خو که باغيان پر خپل بغاوت (ظلم او تيري) باندي ټينګار وکړي، نو بايد له هغوئ سره تر هغه وخته پورې وجنګېږي چې د خدای امر ومني. [۱۲]

د امام علی (ع) جنګونه د ناکسين، قاسطین او مارقینو سره په حقیقت کې د باغيانو سره جګره وه.

آزادۍ بخښونکی جهاد

آزادۍ بخښونکی جهاد، یا په بل عبارت «مرستېزه جګړه» د هغو کسانو څخه دفاع ته ويل کيږي چې د نورو تر ظلم او تيري لاندي راغلي وي.

دا جهاد د کمزورو او چاپېرشوو مؤمنانو د خلاصون لپاره دی. کله د مسلمانانو یوه ډله چې په یوه غیر اسلامي او کفري هیواد کې ژوند کوي د ظلم او تېری سره مخامخ کیږي او په هر دلیل چې وي، د دې ظلم او تېري سره د مقابلې توان نه لري. له بلې خوا، د دوئ لپاره یو اسلامي هیواد ته د مهاجرت امکان هم نشته؛ په داسې حالت کې پر نورو مسلمانانو باندي لازمه ده چې د توان په اندازه د دوئ مرستې ته ودانګي او د زورواکانو او ظالمانو په وړاندې جګړه وکړي او د ظلم او اسارت څخه د هغوئ د خلاصون اسباب منځ ته راوړي.

خدای تعالی مؤمنانو ته په خطاب کي وايي چې ولې د خدای په لاره کې جهاد نه کوئ؟ په داسې حال کې چې د نارینه وو، ښځو او ماشومانو یوه بې وسه ډله د کفارو د ظلمونو اسیران دي[۱۳] امام علي (ع) هم سپارښتنه کړې ده چې تل د مظلومانو مرستندوی او د ظالمانو دښمن و اوسئ. [۱۴]

جلال الدین فارسي دا ډول جهاد د مرسته غوښتونکو د مصالحو لپاره دفاعي جهاد ګڼلی دی چې مظلومانو ته د مرسته رسولو په خاطر آزادي بخښونکی ماهيت لري.[۱۵]

شهيد مطهري: «که جګړه د یرغل د مخنیوي لپاره وي، په دې شرايط کې که موږ د سولې په پلمه جګړه ونه کړو، دا سوله نه ده، تسلیمېدل دي.» [۱۶]

دفاعي جهاد

مسلمانان مکلف دي چې د هر هغه وګړی یا ډلې په وړاندې چې پر مسلمانانو باندي د تيری او بريد اندېښنه لري د خپل توان په اندازه جګړه وکړي او هغوئ ته تسلیم نه شي[۱۷] دا ډول جګړې ته «دفاع» یا «دفاعي جهاد» ویل کیږي. ټول مسلمان فقیهان معتقد دي که پر مسلمانانو یا اسلامي خاوره باندي د دښمنانو له خوا يرغل او بريد وشي، نو پر ټولو مسلمانانو واجب دی چې پخپل ټول وس او توان سره دفاع وکړي[۱۸] په دې جهاد کې د عادل امام او مجتهد او حکومتي نظام اجازه شرط نه دی.[۱۹]

په دفاعي جهاد کې هدف د یرغل مخنیوی دی او کله چې دا هدف ترلاسه شي، دفاعي جهاد پای ته رسیږي.

دا ليکنه د «اميرالمؤمنيڼ نظامي سيرې» د کتاب څخه اخيستل شوی دی. ليکونکی: «یدالله حاجی‌زاده»، قم، د علميه حوزې د مديريت مرکز، ۱۳۹۲ل.

سرچينې

  1. د توبې سورت، ۳۶آيت.
  2. د توبې سورت، ۱۲۳آيت.
  3. علی کیا، اسلام د جګړې دين او د سولې دين، ۲۲مخ.
  4. محمدکریم اشراق، په اسلام کي د جګړې تاريخ او مقررات، ۲۵۹–۲۶۰مخ.
  5. سید محمدحسین طباطبایی، د المیزان تفسير، ژباړه: سید محمد باقر موسوی همدانی، ۱۶ټوک، ۲۰۵مخ؛ سیدابوالقاسم خویی، منهاج الصالحین، ۱ټوک، ۳۶۱مخ.
  6. د توبې سورت، ۲۹آيت.
  7. شهید ثانی، د لمعې شرحه، ۱۰ټوک، ۵۴مخ.
  8. مرتضی مطهری، جهاد، ۱۳–۱۴مخ.
  9. د توبې سورت، ۷۳آيت.
  10. محمدکریم اشراق، په اسلام کي د جګړې تاريخ او مقررات، ۲۷۱مخ.
  11. جلال‌الدین فارسی، جهاد د تکامل وروستۍ پوړۍ، ۱۰۹مخ.
  12. سیدابوالقاسم خویی، منهاج الصالحین، ۱ټوک، ۳۶۱مخ.
  13. د نساء سورت، ۷۵ آيت.
  14. نهج البلاغه، ۴۷ليک، ۵۵۸ مخ؛ فتّال نیشابوری، روضة الواعظین، ۱۳۶مخ.
  15. جلال‌الدین فارسی، جهاد د تکامل وروستۍ پوړۍ ، ۱۰۸مخ.
  16. مرتضی مطهری، جهاد، ۲۵مخ.
  17. شهید اول، الدروس، ۲ټوک، ۵۹ مخ؛ علامه حلّی، قواعد الاحکام، ۳ټوک، ۵۷۱مخ.
  18. عباسعلی عظیمی شوشتری، په اسلام کي د جګړې او دفاع کلي قوانين او مقررات ليکنه، د مصباح درې مياشتنۍ مجله، شپږم کال، ۲۲ ګڼه، ۲۶ مخ.
  19. وګورئ: ابوالقاسم بن حسن میرزای قمی، جامع الشتات، ۱ټوک، ۳۶۲مخ.