په لمانځه کي د مهر(خاورینه يا ډبرینه ټيکله) کارول

د ویکی پاسخ لخوا
تر ۱۱:۰۲, ۱۴ اگسټ ۲۰۲۲ پورې شته مخليدنه، د Nazarzadeh (خبرې اترې | ونډې) لخوا ترسره شوې
پوښتنه

د شیعیانو دلیل پر مهر باندي سجده کول څه شی دی؟

شيعیان په لمانځه کي د مهر کارول د پيغمبر پر سنت باندی کړنه ګڼې چې په سجده کي يې خپل تندۍ پر خاورو باندي اېښودل. د روایاتو پر بنسټ پيغمبر (ص) هغه څوک چې پر کمبله باندی سجده کول منع کړل او همدا راز هغه څوک چې مسجد ته يې د ځان سره ډبره راوړې وه چې پر هغه باندی سجده وکړي، تأييد کړل. حضرت فاطمه (س) د پيغمبر (ص) د کاکا د حمزه د مزار له خاورې څخه يې ټيکله جوړه کړي وه. امام سجاد (ع) هم د امام حسین(ع) له شهادت نه وروسته د کربلا له خاورې څخه ټېکله جوړه کړې وه او له هغه سره يې لمونځ کول.

پر خاورو باندي سجده د پيغمبر او اصحاب په سنت کي

عبدالوهاب شافعی د اهل سنت د عالمانو:
«ما د اهل سنت په معتبرو کتابونو کي، يو روایت نه دی موندلۍ چې پر ګلم ، ټوکر او جامې باندی د سجدې پر جواز په صریحه توګه دلالت ولري، بلکه پر نه جوازباندي مې روایتونه موندلې دي».[۱]

شیعیان او اهل سنت، ډېر روایتونه را نقل کړي دي چې پيغمبر (ص) په سجده کي خپل تندۍ پر خاورو باندي ايښودل.[۲] د رواياتو پربنسټ،پيغمبر(ص) دا عقیده درلوده چې ځمکه د ده لپاره د سجدې ځای او د طهارت تومنه ګرځول شوې ده.[۳] په کنزل العمال کي د يو روايت پراساس، پيغمبر (ص) هغه څوک چې پر کمبله باندی لمونځ کول(پر کمبله باندی سجده کول) له دې کار نه منع کړل او کمبله يې څنډې ته وکښل.[۴] د عبدالله بن عمر د دوهمې خلېفې له زوئ څخه رانقل شوی دی چې په يوه باراني شپه کي د سهار د لمانځه لپاره جومات ته ولاړ، يو کس د لمانځه لپاره يوه مناسبه ډبره واخيست او يو ټوکر يې پلن کړ و ډبره یې پر هغه باندي کېښود او لمونځ یې ترسره کړ، پيغمبر (ص) هغه ولیدل او د هغه کار یې ښکلۍ او ښه وبلل.[۵]

د شیعه عالمانو د همدې روایاتو پر بنسټ معتقد دي چې سجده باید پر ځمکه يا پر هغه شی باندي چې د پيغمبر (ص) په سنت کي سجده جواز لری، ترسره شي.

مسلمانان د پيغمبر (ص) په متابعت پر خاوره باندی سجده کول؛ په ځينو روایاتو کي راغلی دی چې لومړۍ خلیفه ابوبکر تل پر ځمکه باندي لمونځ کول او که چيري پر کمبله باندی درېدل، خپل تندۍ يې پر ځمکه اېښودل[۶] او هغه څوک يې چې پر ټوکرباندی لمونځ کول له دې کار نه منع کړ.[۷] دوهم خلیفه، عمر سجده يې د مخ او تندۍ اېښودل پر ځمکه باندي بلل او پر ځمکه باندي سجده کول.[۸] دریم خلیفه عثمان هم پر ځمکه باندي سجده کول.[۹] عبدالله بن مسعود د پيغمبر (ص) صحابه او د اسلام په صدر کي محدثين يوازي پر ځمکه باندي لمونځ کول.[۱۰] ځيني مسلمانان کله چې مسافرت ته تلل د مدينې له خاورې څخه يې ځان ته ټيکله جوړول اود ځان سره يې وړل تر څو د هغه سره لمونځ وکړي. [۱۱]

د اهل بیت (ع) ګټه اخيستنه د ټيکلي او مهر څخه

حضرت فاطمه (س) د احد په جګړه کي د حمزه بن عبدالمطلب د پيغمبر د تره د شهادت نه وروسته، د حمزه د هديرې له خاورې څخه د ذکر لپاره تسبیح او د لمانځه لپاره یي مهر جوړ کړ.[۱۲] امام سجاد (ع) هم د امام حسین (ع) له شهادت نه وروسته د کربلا له خاوری څخه تسبیح جوړ کړ او د هغه په واسطه يې ذکر ویل او مهريې جوړ کړ او د هغه سره يې لمونځ کول. شيعيان هم د خپلو امامانو په تبعيت د کربلا له مهر نه استفاده کول تر هغه چې د شيعيانو شعار او سنت وګرځېدل. [۱۳]

سرچينې

  1. عرفانیان یزدی خراسانی، غلام‌رضا، الوضوء و السجود فی الکتاب و السنه، قم، حوزه علمیه، لومړی چاپ، ۱۳۷۲ش،۴۶ مخ.
  2. هماغه منبع، ۵۷ مخ
  3. امینی، راه و روش ما راه و روش پیامبر ما است، مترجم سید باقر موسوی، تهران، مکتبه الامام امیرالمؤمنین، دوهم چاپ، ۱۳۹۴، ۲۳۱ مخ.
  4. الهندی، کنز العمال، ۱۲۷ مخ.
  5. عطائی اصفهانی، ۳۸ او ۳۹ مخونه.
  6. الهندی، علامه علاء الدین المتقی بن حسام الدین، کنز العمال فی سنن الاقوال و الافعال، بیروت، مؤسسه الرساله، ۱۴۰۹ ق، ۸ ټوک، ۱۲۸ مخ.
  7. عطائی اصفهانی، ۵۱ مخ.
  8. عطائی اصفهانی، ۵۲ مخ.
  9. عطائی اصفهانی، ۵۵ مخ.
  10. غلام‌رضا، الوضوء و السجود فی الکتاب و السنه،۵۷ مخ.
  11. عطائی اصفهانی، ۶۹–۶۷ مخونه.
  12. الوضوء و السجود فی الکتاب و السنه، ۶۷–۶۴ مخونه.
  13. هماغه، ۶۶–۴۶ مخونه.