امامت په قرآن کي

د ویکی پاسخ لخوا
تر ۰۸:۲۴, ۲۳ اکتوبر ۲۰۲۲ پورې شته مخليدنه، د Rezvani (خبرې اترې | ونډې) لخوا ترسره شوې
(توپير) ← زړه بڼه | اوسنۍ بڼه (توپير) | ← نوې بڼه (توپير)
پوښتنه

آیا د قرآن له نظره امامت یو الهي منصب دی؟

امامت په قرآن کې یو الهی منصب ګڼل شوی دی. د قرآن له مخې دا مقام یوازې خدای هغه چا ته ورکولای شي چې د خلکو د امامت او رهبرۍ شرایط ولري. عصمت او له هر ډول ګناه او خطا څخه ليرې اوسېدل او ځان ساتل د هغو شرایطو څخه دی چې د امامت لپاره ټاکل شوی دی.

د امام ټاکنه د خدای له لوري

خداى د قرآن په آيتونو كې اشاره كړې ده چې يوازې هغه ټاکي چې کوم کسان د امامت د مقام وړتيا لري او د هغوئ اطاعت يې پر ټولو خلکو باندي واجب کړی دی:

  • د ابراهیم (ع) د آزموینې آیت: «وَإِذِ ابْتَلَىٰ إِبْرَاهِيمَ رَبُّهُ بِكَلِمَاتٍ فَأَتَمَّهُنَّ ۖ قَالَ إِنِّي جَاعِلُكَ لِلنَّاسِ إِمَامًا ۖ قَالَ وَمِنْ ذُرِّيَّتِي ۖ قَالَ لَا يَنَالُ عَهْدِي الظَّالِمِينَ؛ او کله چې د ابراهیم پالونکی هغه په ځينو سختو شيانو باندي وازمویل، نو هغه ټوله په بشپړه توګه سرته ورسول، خدای هغه ته وويل: ما تا د ټولو خلکو لپاره مشر او امام وټاکل. ابراهیم وویل: او زما له اولادو څخه هم [مشران غوره کړه]. [خدای] وفرمايل: زما تړون [چې امامت او رهبری دی] ظالمانو ته نه رسېږي (البقره: ۱۲۴)

دا آیت بيانوي امامت هغسي مقام دی چې د خدای له لورې وګړو ته ورکول کيږي؛ يعني امامت انتصابي دی نه ټاکنيز چې د خلکو لخوا وټاکل شي. ځکه حضرت ابراهيم (ع) په ډیرو آزموينو کي له برياليتوب څخه وروسته چې خدای ورته ټاکلي وو، په دې رتبه کي منصوب شو. يعنې د الهي آزموينې نه وروسته د خدای تعالی په واسطه د خلکو په منځ کې د امام په حيث مقرر شو.

  • د ولایت آیت: «إِنَّمَا وَلِيُّكُمُ اللَّهُ وَرَسُولُهُ وَالَّذِينَ آمَنُوا الَّذِينَ يُقِيمُونَ الصَّلَاةَ وَيُؤْتُونَ الزَّكَاةَ وَهُمْ رَاكِعُون؛ هرومرو یوازي خدای او د هغه رسول او هغه کسان چې ايمان يې راوړی دی؛ هغوئ چې لمونځ ترسره کوی او د رکوع په حال کي زکات ورکوي ستاسو سرپرست او مولا دی.(مائده: ۵۵). په دې آيت كې خدای د خپل ځان او د خپل رسول له اطاعت څخه وروسته د بل چا اطاعت يې واجب ګڼلى دی، چې هغه يې د ټولنې امام، مشر او لارښود ټاکلى دی. له دې آيت څخه هم ګټه اخيستل کيږي چې د امامت منصب پخپله د خداى په واسطه ټاکل شوی او اطاعت یې پر خلکو باندي واجب ګرځېدلی دی. د شیعه او اهل سنت د روایتونو له مخې، امام علي (ع) د هغه چا مصداق دی چې د خدای او پیغمبر (ص) څخه وروسته د هغه اطاعت واجب دی.[۱]
  • د اولی الامر آيت: «يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا أَطِيعُوا اللَّهَ وَأَطِيعُوا الرَّسُولَ وَأُولِي الْأَمْرِ مِنْكُمْ...؛ اى هغو کسانو چې ايمان مو راوړى دی، د خدای اطاعت وکړئ او د رسول‌الله او اولوالامر[= د پيغمبر وصييان] اطاعت وکړئ او كله چې د يو شي په اړه شخړه ولرئ، نو خداى او پېغمبر ته يې وګرځوئ (او د هغوئ څخه قضاوت وغواړئ) كه پر خداى او د قيامت په ورځ ايمان لرئ! دا (کار) ستاسو لپاره غوره دی او د هغه پايله ښه تره ده.»(نساء: 59) په دې آيت كې خدای تعالی د خپل ځان او د خپل رسول د اطاعت تر امر وروسته د بل وګړی يا وګړو اطاعت يې هم واجب ګڼلى دی او هغوئ يې د خپل ځان او خپل رسول په ليکه كې ځاى ورکړي دي او په حقیقت کي په دې مقام کي يې نصب کړي دي او ويلي دي چې دوئ «اولوالامر» يعني د چارو خاوندان دي.

د شيعه عالمانو د دې آيتونو په استناد سره، په دې عقيده دي، چې امامت هغه مقام دى چې د خداى له لوري نصب شوى دى.

د امام په ټاکنه کي له خدای نه پرته د توان نشتون

د قرآن له نظره د امامت مسئله یو الهی مقام دی چې د خدای لخوا ټاکل کيږي، نو له همدې امله بل څوک د دې کار توان نه لري. د امام لپاره هغسي ځانګړنې بيان شوي دي چې بې له خدای څخه هيڅ‌څوک په هغه باندي نه پوهيږي. لکه د بقرې د سورۍ ۱۲۴ آیت چې فرمايي: «ابراهیم وویل: زما له اولادو څخه به هم یو څوک امام شي. پروردګار وفرمايل: زما عهد ظالمانو ته نه رسيږي» يعني څوک چې په هر ډول سره ظلم وکړي، زما عهد چې د امامت مقام دی، هغه ته نه رسيږي.

دا آيت د دې شرط په بيانولو كې مطلق دى، چې هم له امامت څخه مخكې او هم له امامت څخه وروسته پر دواړو باندي شامليږي. يعنې که څوک ظلم وکړي د امامت وړتيا نه لري يا که د امامت په مقام کې ظلم وکړي نو له دې مقامه څخه بايد ګوښه شي، په نتيجه کې امام هغه څوک دی چې هيڅ ظلم نه ترسره کوي څه د امامت څخه مخکې او څه د امامت څخه وروسته:

خدای د ظلم په اړه فرمايلي دي:

  • «هرومرو شرک یو لوی او ستر ظلم دی».[۲]
  • «څوک چې د الهي حدودو (الهی دستوراتو) څخه سرغړونه وکړي (ګناه وکړي) په رښتيا چې پر خپل ځان باندي يې ظلم کړی دی»[۳]

د دې دوو آيتونو له مخې ګناه او معصيت ظلم دى، نو له دې کبله امام بايد هغه څوک وي چې هيڅ ګناه يې نه وي کړې، هيڅ ډول شرک يې نه وي کړى، يعنې عصمت يې درلودلی وي، او دا ځکه چې ځينې ګناهونه لکه د زړه پرګناهونو باندي بې له خدايه هيڅ‌څوک پوه نه دی، له همدې امله يوازي خدای دی چې پوهيږي د هغه د بندګانو څخه څوک عصمت لري او په پټه او په زړه کي او په بل هيڅ ځاي کي ګناه نه ترسره کوي.[۴] د دې آیت له مخې، یوازي خدای دی چې د عصمت د تشخيص توان لري او يوازي هغه دی چې کولای شي امام نصب کړي. په نتيجه کي بايد امامت يو الهي منصب وي نه ټاکنيز منصب چې د خلکو په رأی سره وټاکل شي، څکه خلک هیڅکله نه پوهیږي چې څوک له ګناه او معصيت څخه پاک دی.

د ډېرې مطالعې لپاره

  • امامت د کتاب و سنت له نظره، شیخ مهدی سماوی، ژباړه حمید رضا آژیر.
  • المراجعات، علامه شرف الدین.

سرچېنې

  1. مکارم شیرازی، ناصر، د نمونه تفسير، د آیت تر لاندي؛ طباطبائی، سید محمد حسین، د المیزان تفسير، د آیت تر لاندي؛ جلال الدین ابی بکر سیوطی، د الدرالمنثور تفسير، د آیت تر لاندي.
  2. طلاق:۱.
  3. لقمان:۱۳.
  4. علی ربانی گلپایگانی، استدلالی عقايد، د تحقیق مرستنځای، د تحقیقي خدمتونو د مدیریت خپرندویه اداره، قم، د نصایح خپراوي، ۱۳۸۰ل، ۲ټوک، ۱۰۸مخ.