د امامانو د زيارت ثواب

د ویکی پاسخ لخوا
تر ۱۰:۱۱, ۱۴ اگسټ ۲۰۲۲ پورې شته مخليدنه، د Rezvani (خبرې اترې | ونډې) (←‏د لا ډېرې مطالعي لپاره) لخوا ترسره شوې
پوښتنه

آیا د امامانو د قبرونو زیارت کول ثواب لري؟ زيارت کوونکۍ د دې زيارت څخه څه شی لاسته راوړي؟

د شیعیانو په عقيده د اهل بیت (ع) او د شیعه امامانو د قبرونو زیارت کول، د الهي اولیاوو او د امامانو د اولادې زیارت کول ډیر فضیلتونه او ثوابونه لري. په ایمان کي استقامت، د ګناهونو بخښنه، د رسول الله (ص) شفاعت، د جنت له نعمتونو څخه برخمن کیدل، په جنت کې له اهل بیت (ع) سره ملګرتیا، د نیکو اعمالو وزن زیاتېدل او د قیامت په ورځ آسانه حساب ورکول له هغو انعامونو څخه دي چې په دې برخه کې يې ژمنه ورکړه شوې ده.

د امامانو د زيارت حقيقت

د معصومو (ع) زیارت کول ډېر فضیلتونه او ثوابونه لري او دا زیارتونه په حقیقت کې له هغوئ سره زموږ د مینې نښه ده.

امام باقر(ع) له رسول الله(ص) څخه روایت کوي، چې هغه حضرت امام علي(ع) ته وویل: «ای ابوالحسنه، بې شکه خدای ستا او ستا د اولادونو قبرونه د جنت د ځمکو څخه يوه ځمکه ګرزولې ده او خدای د نجيبو او د خپل د اولياوو زړونه ستاسو لورې ته ګرزولې دي، نو څوک چې په دوئ کې د خدای د رضا لپاره ستاسو د قبرونو زیارت وکړي، پوه شه چې اې علي! دوئ زما د شفاعت لپاره ځانګړي کيږي او د کوثر د حوض تر څنګ پر ما باندي وارديږي او په جنت کي زما زیارت کوونکي دي. بيا يې وفرمايل: څوک چې ستا د قبرونو زيارت وکړي د ۷۰ حجونو ثواب لري او د مور څخه د پيدا شوی ماشوم په شان له ګناهونو څخه پاکيږي».[۱]

همدا رازامام صادق (ع) وفرمایل: «هیڅوک نشته چې زموږ او زموږ د قبرونو زیارت وکړي مګر دا چې خدای به هغه په خپل بخښنه او رحمت کې غرق کړي او ګناهونه به یې وبخښي» [۲] نورو رواياتونه هم رانقل شوي دي چې د ټولو امامانو زيارت ارزښتناک او د ثواب لرونکي بللي دي. البته د شیعه امامانو د هر يو د زیارت په اړه هم روایتونه رانقل شوي دي.

د امام علي (ع) زيارت

امام صادق (ع) وفرمايل: «څوک چې د اميرالمؤمنين علي (ع) زيارت وکړي په داسې حال کې چې د هغه په حق باندي پوه وي او د تکبر او مجبورتيا له لورې نه وي، خدای د هغه لپاره د زرو شهيدانو اجر ليکي او د هغه تېر او راتلونکي ګناهان بخښي او د ایمان راوړونکو سره محشور کيږي او حساب پر هغه باندي آسانه ګرځي»[۳]او په بل روایت کې فرمایلي دي: «جنت د هغه لپاره دی»[۴]

د امام حسن مجتبی (ع) زیارت

پېغمبراکرم (ص) امام حسن (ع) ته په خطاب کي وفرمايل: «هر څوک چې ستا له مړينې وروسته ستا يا پلار او ورور زیارت وکړي، جنت د هغه لپاره دى».[۵]

د امام حسين (ع) زيارت

  • امام صادق (ع) وفرمايل: «هر مؤمن چې د حسين (ع) قبر ته ولاړ شي (زیارت یي وکړي) په داسې حال کې چې د هغه په حق باندي پوه وي د اختر د ورځ نه پرته په نورو ورځو کې به شل حجونه او شل بشپړه او منل شوې عمره او د پيغمبر يا عادل امام سره شل جهاد به ورته وليکل شي. او هر څوک چې د اختر په ورځ د هغه زیارت ته لاړ شي د هغه لپاره به د سلو حجونو، او عمرو او د جهاد ثواب ولیکل شي او هر څوک چې د عرفې په ورځ د هغه زیارت ته ولاړ شې د هغه لپاره د زرو حجونو، عمرو او زرو جهاد ثوابونه لیکل کیږي».[۶]
  • امام موسی بن جعفر (ع) وفرمايل: «هر څوک چې په پوهه او معرفت سره د حسین (ع) د قبر زیارت وکړي، خدای د هغه تېر او راتلونکي ګناهونه بخښي».[۷]
  • امام صادق (ع) وفرمايل: «که خلک وپوهېږي چې د امام حسين (ع) په زيارت کې څه شی شته؛ نو د حسين (ع) د زيارت لپاره به په تورو یو د بل سره جنګېدل او د زيارت لپاره به يې خپل مالونه خرڅول. فاطمه الزهرا (س) په داسې حال کې چې له هغې سره زر انبياء، زر صالحين، زر شهيدان او په زرګونو ملائکې دي، د حسين بن علي (ع) زيارت کوونکو ته د رحمت په سترګه ګوري او له خدايه د دغو خلکو لپاره د هر خير غوښتنه کوي». [۸]

د امام محمد باقر(ع) زيارت

هشام بن سالم وايي چې یو سړی امام صادق (ع) ته راغی او پوښتنه یې وکړه: «آیا زه ستا د پلار زيات وکم؟ حضرت وفرمايل: څوک چې زما د پلار زيارت وکړي، د هغه لپاره جنت دی».[۹]

د امام موسی کاظم (ع) زیارت

د امام کاظم (ع) د زيارت په باره امام رضا (ع) په يوه روايت کي وفرمايل: «هرڅوک چې په بغداد کې زما د پلار زيارت وکړي لکه هغه څوک دی چې د اميرالمؤمنين علي (ع) او د رسول الله (ص) زيارت يې کړی وي. (یعنی د هغوئ د زيارت ثواب لري).[۱۰]

د امام رضا (ع) زيارت

د امامانو په وینا کې د امام رضا (ع) په زیارت باندې زیات ټينګار شوی دیِ؛ ځکه چې هغه حضرت په غريبي او جلا وطنې کي شهيد شواو په مدینه کښې نه ؤ او له خپلو خپلوانو نه ليرې ؤ؛ له همدې امله معصومو امامانو (ع) غوښتل چې خلک دې ته وهڅوي چې طوس (مشهد) ته ولاړ شي او پرې نه ږدي چې د حضرت (ع) یادونه هېره شي.

د امامانو د اولادونو زيارت

د امامانو په احادیثو کې د ځینو امام زاده ګانو د زيارت په اړه لکه عبدالعظیم حسني په رۍ او فاطمه معصومه په قم کې روایتونه راغلي دي:

عبدالعظیم حسنی

عبدالعظیم حسني (۲۵۲ ق) چې په شاه عبدالعظیم باندي مشهور دی، د حسنی عالمانو او ساداتو او د حدیثو له راویانو څخه و. د هغه نسب د څلورو منځګړو له لارې امام حسن مجتبی (ع) ته رسیږی. شیخ صدوق د هغه د قبر د زیارت په باره کي دا روایت رانقل کړی دی چې د رۍ د خلکو څخه يو سړی امام هادی (ع) ته راغی او ویې ویل: ما د حضرت سید الشهداء زیارت وکړ. امام (ع) وفرمايل: د عبدالعظيم د قبر زيارت کول ثواب چې ستاسو په سيمه کي دی د هغه چا په شان دی چې د حسين بن علي (ع) د قبر زيارت يې کړی وي.[۱۱]

فاطمه معصومه (س)

حضرت معصومه (س) د امام کاظم (ع) لور او د امام رضا (ع) خور ده. هغې د امام رضا (ع) د ليدنې لپاره ايران ته ولاړه، په لاره کي ناروغه شوه او په قم کښې وفات شو. په قم کې د هغه د زيارت په اړه داسې روایت شوی دی:

  • امام رضا علیه السلام وفرمایل: «څوک چې د فاطمې بنت موسی بن جعفر زیارت وکړي په داسې حال کې چې د هغې په حق باندي پوه وي، نو د هغه لپاره جنت دی». [۱۲]
  • امام صادق (ع) وفرمايل: «د هغې زيارت د جنت سره برابر دی».[۱۳]

د لا ډېرې مطالعي لپاره

  • منتهی الآمال، ۱ټوک، شیخ عباس قمی، د ريم امام أبا عبدالله الحسین ژوندون.
  • حسيني حماسه ، شهید مرتضی مطهری.

سرچينې

  1. نوری، مستدرک الوسائل، ۱۴۰۸ق، ۱۰ټوک، ۲۱۵مخ.
  2. نوری، مستدرک الوسائل، قم، مؤسسه آل البیت لإحیاء التراث العربی، لمړی چاپ، ۱۴۰۸ق، ۱۰ټوک، ۳۵۱مخ.
  3. نوری، مستدرک الوسائل، ۱۴۰۸ق، ۱۰ټوک، ۲۱۳مخ.
  4. نوری، مستدرک الوسائل، ۱۴۰۸ق.
  5. نوری، مستدرک الوسائل، ۱۴۰۸ق، ۱۰ټوک، ۳۵۰مخ.
  6. شیخ صدوق، أمالی، د آیت الله کمره ای ژباړه، تهران، دارالکتب الاسلامیه، شپږم چاپ، ۱۳۷۶ل، نه ويشتمه ناسته، ۱۴۳مخ.
  7. صدوق، أمالی، د کمره ای ژباړه، ۱۳۷۶ل، نه ويشتمه ناسته، ۱۴۲مخ.
  8. نجفی، محمد جواد، د حضرت امام حسین(ع) ژوندون، تهران، دارالکتب الاسلامیه، دريم چاپ، ۱۳۶۴ل، ۲۵۷مخ.
  9. نوری، مستدرک الوسائل، ۱۴۰۸ق، ۳۵۱مخ.
  10. نوری، مستدرک الوسائل، ۱۴۰۸ق، ۳۵۲مخ.
  11. صدوق، محمد بن علی، ثواب الاعمال و عقاب الاعمال، الشریف الرضی، ۱۳۶۸ل، ۹۹مخ.
  12. نوری، مستدرک الوسائل، ۱۴۰۸ق، ۱۰ټوک،۳۶۹مخ.
  13. نوری، مستدرک الوسائل، ۱۴۰۸ق، ۱۰ ټوک، ۳۶۸مخ.