د امامت ځايتون د شيعه په اندېښنه کي

د ویکی پاسخ لخوا
تر ۰۸:۳۲, ۲۳ اکتوبر ۲۰۲۲ پورې شته مخليدنه، د Rezvani (خبرې اترې | ونډې) لخوا ترسره شوې
(توپير) ← زړه بڼه | اوسنۍ بڼه (توپير) | ← نوې بڼه (توپير)
پوښتنه

د شيعه په اندېښنه کي د امامت ځايتون او اهميت څه دى؟

د شيعه په اندېښنه كې امامت د رسول الله (ص) له وفاته وروسته د ځايناستې او د اسلامي امت د سرپرستۍ په معنا ده او يو الهي مقام دى چې د هغه مصداقونه د خداى لخوا ټاكل کيږي. د امام اطاعت د خدای او د هغه د رسول د اطاعت په پرتله دی چې خدای ته د هدايت کېدلو او رسیدلو یوازینۍ لار ده. د شیعه په احادیثو کې د امام پیژندنه د خدای د پیژندنې په پرتله ده چې د مخلوقاتو او خالق ترمنځ د الهي فضل منځګړیتوب دی او امام د خدای د دین ملاتړ او ساتونکی او د اسلام د بقا لامل ګڼل کیږي.

د امامت ځایتون

د شیعه په عقایدو کې د امام لپاره ځینې حالتونه بيان شوي دي:

  • امام، د رسول الله (ص) ځای ناستی.
  • امام، د اسلامي امت ولی او سرپرست، د امت په دیني او دنیاوي چارو کې د امامت او ولایت مقام لري[۱] او دا پر امت باندي د عمومي رياست او په دیني ټولنه کې له پیغمبر (ص) څخه وروسته لوړترینه منصب دی.
  • د امام اطاعت واجب دی ځکه چې د امام اطاعت د خدای او د هغه د پیغمبر اطاعت دی.[۲]

د امامت او پاچاهۍ تر منځ توپير

د شيعه په اندېښنه کي د امامت د کارکړنې او اهميت په پاملرنې سره، امامت د پاچاهانو د حکومتونو سره بنسټيز توپيرونه لري:

  • د امام اطاعت د خدای او د رسول‌الله(ص) د اطاعت په ليکه کي دی. لکه څنګه چې قرآن د نساء د سورې په ۵۹ آیت کې د اولوالامر د اطاعت په باره کې داسي ويلی دی: «یَا أَیُّهَا الَّذِینَ آمَنُواْ أَطِیعُواْ اللّهَ وَأَطِیعُواْ الرَّسُولَ وَأُوْلِی الأَمْرِ مِنکمْ»[۳]
  • امامت یو الهی مقام دی او د انسان له انتخاب او ټاکنو څخه بهر دی؛ يو وګړی هيڅکله د خلکو د ټاکنې يا د اهل حلّ او عقد او شورا د ټاکنې له لارې د امامت مقام ته نه رسيږي، همغسې چې يو پيغمبر دغسي دی او خداى نبي او پيغمبر ټاکي. [۴]
  • د انسان د تکامل پړاو په امامت باندې د عقیدې سره پای ته رسیږي؛ قرآن کريم امامت د انساني تکامل د وروستۍ مرحلې په توګه ياد کړی دی، چې يوازې د اولوالعزم پيغمبران او هغه کسان چي د هغوئ په رتبه کي دي، هغه ته رسيږي: «وَإِذِ ابْتَلَی إِبْرَاهِیمَ رَبُّهُ بِکلِمَاتٍ فَأَتَمَّهُنَّ قَالَ إِنِّی جَاعِلُک لِلنَّاسِ إِمَامًا قَالَ وَمِن ذُرِّیَّتِی قَالَ لاَ یَنَالُ عَهْدِی الظَّالِمِینَ».[۵] او ابراهیم (ع) يې په ډول ډول وسايلو سره وازمویل او هغه په ښه توګه د آزموينې څخه بريالۍ راووت، خدای ورته وفرمایل: ما تا د خلکو امام او لارښود وګرځول، ابراهيم (ع) وويل: زما له اولادنو څخه (هم امام وګرځوه) خدای وفرمايل: زما عهد ظالمانو ته نه رسېږي (او یوازې ستا له اولادونو څخه هغه ډله چې پاک او معصوم دي، دې مقام ته وړدي). د دې آيې څخه دا ګټه اخيستل کيږي چې ابراهيم (ع) ته په دې ټولو ازموينو کې له برياليتوب څخه وروسته د امامت مقام ورکول، د هغه له نبوت او رسالت د مقام څخه لوړ و.[۶]
  • د خدای یوازینۍ لار؛ د قرآن په آيتونو کې د اهل بيتو (ع) د مينې په باره کې درې تعبيرونه راغلي دي چې د هغو څخه معلوميږي د امامت څخه لاروي کول خدای ته د نژدې کېدلو يوازينۍ لاره ده:
    • د رسول الله (ص) د رسالت اجر: قرآن فرمايي: «قُل لَّا أَسْأَلُکمْ عَلَیْهِ أَجْرًا إِلَّا الْمَوَدَّه فِی الْقُرْبَی»[۷] ووايه: زه له تاسو څخه د خپل رسالت اجر نه غواړم، مګر زما د نژدې خپلوانو سره مينه درلودل.
    • د اهل بیتو (ع) دوستي او مینه د امت په ګټه ده: «قُلْ ما سَالتْكُم مِّنْ اجْرٍ فهوَ لكمْ إِنْ أَجْرِیَ إِلَّا عَلَی اللَّه...» [۸]؛ ووایه: هغه اجرت چې مي له تاسو څخه غوښتل، هغه ستاسو د ګټې لپاره دی (نه زما د ګټې لپاره) زما اجر یوازې د خدای په اوږه دی.
    • د اهل بیتو (ع) سره مينه د خدای د لارښونې لاره: «قُلْ مَا أَسْأَلُکمْ عَلَیْهِ مِنْ أَجْرٍ إِلَّا مَن شَاء أَن یَتَّخِذَ إِلَی رَبِّهِ سَبِیلًا»[۹] زه له تاسو څخه هيڅ اجر نه غواړم، مګردا چې څوک ستاسو څخه غوښتۍ وي چې د خدای لورې ته لار وټاکي.

په لومړي آيت کې رسول الله (ص) د امامانو (ع) مينه خپل د رسالت اجر ګڼي او په دويم آيت کې يادونه ورکوي چې د دې اجر ګټه يوازې د امت لپاره ده نه زما لپاره؛ او په دريم آيت کې يې توضيح ورکړی دی چې د دې مينې «اجرت» فلسفه د تکامل او ودې او مطلق کمال په لور د حرکت يوازينۍ لاره ده. د ندبې دعا درې نوموړي آيتونه په يو ځای کې راټول کړی او دا پايله ځينې اخلي: «فکانوا هم السبیل الیک و المسلک الی رضوانک»؛ هغوی (د حق امامان) ستا د پاره لاره او ستا رضوان ته د رسېدو لاره وه. [۱۰]

  • د امام پیژندنه د خدای د پیژندنې بنسټ دی؛ امام صادق (ع) فرمايي: امام حسين (ع) يوه ورځ خپلو ملګرو ته راغی، په دې وخت کې يو چا وويل: اې د خدای د رسوله زويه! زما مور او پلار دې تر تا ځار شي! د خدای پوهېدنه او پېژندنه څه ده؟ امام (ع) وفرمايل: د خداى پوهېدنه دا ده چې د هرې زمانې خلک خپل د دوران امام او لارښود وپېژني او د هغه اطاعت او پيروي واجب وګڼي. [۱۱]
  • امام، د فضل منځګړی (واسطه)؛ د انسان لوړهدف، کمال ته رسیدل، د غیبي نړۍ سره نښلېدل او د «خدای په اخلاق» باندي سمبالېدل دی. خدای د انسان په فطرت کې هڅه او هيلې ته ځای ورکړې ده او که د انسان هوس او شهوت خنډ نه شي، د هر انسان فطري هیله دا ده چې دې کمال ته ورسیږي. په دې لاره کې هغه څوک کولای شي د نېغې لارې دتلونکو لارښود وي چې پخپله په دې لارکي تللى او لوړ هدف ته رسېدلى وي او لازمه ده د انسانانو په منځ کې د تل لپاره داسې غوره وګړی چې د ناڅرګندې نړۍ او خدای سره نېغ په نېغه اړیکه لري، شتون ولري تر څو د ربوبی عالم او د انسانانو تر منځ د فضل او رحمت منځګړی وي. بې له امامه د انسان کمال غوښتونکی حرکت بې پايله ده او د خدایي نړۍ او د انسان په منځ کي به هيڅ تړاو نه وي. غوره شوی کس په اصطلاح کي «امام» نوميږي. امام هغه کامل انسان دی چې د الهي په ټولو حقو عقايدو باندي معتقد وي او په ټولو نيکو اخلاقو او صفتونو باندي سمبال وي او ټول هغه کمالونه چې د خدای له لورې ورکول کيږي او ممکنه ده چې په وګړو کي تحقق پيدا کړي، په هغه کې فعليت پيدا کړی وي.[۱۲]
  • د نړۍ شتون او د نورو مخلوقاتو بقا د امام (ع) شتون ته اړتیا لري، امام رضا (ع) فرمایي: «بنا یمسک السموات و الارض أن تزولا؛ زموږ د اهل بیت په وجه ده چې ځمکه او آسمانونه نه ړنګیږي.» [۱۳]
  • امام، د امت قطب؛ امامت د خلافت د مرکزي هستې او ساتونکی، نظم ورکوونکی او د انحرافي خوځښتونو د کنټرولوونکی، په توګه په امت کې د محوريت رول لوبوي او که امامت له ټولنې څخه ليرې شي، د امت او ټولنې تکاملي حرکتونه به ګډوډې شي او په پايله کي ټولنه د تفرقي او ټوټې ټوټې کېدو سره مخامخ کيږي.امام علي (ع) فرمايي: «الامامة نظام الامة؛ امامت د امت نظام او د ثبات لامل دی».[۱۴]

امام علی (ع) په نهج البلاغه کې د نظام معنا روښانوي او فرمایی: «مَكانُ القَيِّمِ بالأمْرِ مَكانُ النِّظامِ مِنَ الخَرَزِ، يَجْمَعُهُ و يَضُمُّهُ، فإنِ انقَطَعَ النِّظامُ تَفَرَّقَ و ذَهَبَ، ثُمَّ لَم يَجْتَمِعْ بِحَذافيرِهِ أبَدا» د امام علی (ع) په دې خبره کي، واکمن يې په «نظام» او ټولنه يې په «خرز» تشبېه کړې ده. ابن ابي الحديد د امام د وينا په شرحه کي وايي: د غاړکۍ نظام هغه سپڼسۍ دى چي هغه راټولوي او ځانګړي نظم ورته ورکوي. «خرز» د سوري لرونکو دانو په معنا ده چې د غاړکۍ يا تسبیح د جوړولو لپاره په کارول کيږي؛ له همدې امله د امام د وینا معنا په دې ډول دی: امام هغه سپنسۍ دی چې د یوې ټولنې تيت شوې دانې د یو ځانګړي نظام لاندې راولي او هغوئ ته یو د بل سره پيوند ورکوي. کله چې دا سپڼسۍ غوڅ شي، دانې خپاره واره کيږي او هر یو یوې خوا ته ځي او له هغې وروسته، هیڅکله په لومړي بڼه کي نه راټوليږي.

په دې اساس، نظام هغه جرړه ده چې خپاره واره کېدلو ته انسجام ورکوي او د يوې موخې لپاره په يوه لاره کي ګرځوي. د «نظام» د معنا په نظر کې نیولو سره، د ياد شوی روايت معنی هم به داسي وي. «امامت» هغه سپڼسۍ دی چې د اسلامي امت خپاره واره شوې دانې او د هغه مختلف اړخونه منسجموي او یو د بل سره نښلوي، په یوه لاره کي د يوې موخې لپاره چې تکامل او نېکمرغۍ ده، ځای پر ځاي کوي او د دې سپڼسۍ په غوڅېدو سره، مسلمانان د تفرقې او خپاره واره کېدو او يو ه له بل د جلا کېدو سره مخامخ کيږي او هره ډله د اسلام يو اړخ نيسي او اسلامي ټولنه د اسلام څخه خالي کيږي.[۱۵]

  • د امام نه پیژندل د ګمراهۍ لامل دی: امام صادق (ع) فرمایي: ځمکه نه آبادیږي او نه اصلاح کیږي مګر د امام د شتون په واسطه او هر څوک چې مړ شي او خپل امام و نه پېژني د جهالت په مړينه مړ شوی دی؛ او تر هغه وخته چې له تاسو څخه هر یو سا کاږئ، د هر شی څخه زیات، د امام پېژندنې ته اړتيا لرئ ترڅو په دې حالت کي ووایاست چې ښه کار مو کړی دی.[۱۶]
  • د امامت په نظام کې د توحيد ځلېدل؛ لکه څنګه چې پیغمبر د یو کامل او وړ انسان په توګه د خدای د نيابت او خلافت له لارې د ټولنې حاکم دی، له پیغمبر (ص) څخه وروسته امام حاکم دی، نو د امامت او ولایت نظام باید د خدای لخوا نافذ شي تر څو شرعي حکومت او د هغه د اوامرو څخه اطاعت واجب وي. د امامت په همدې نظام کي دی چې د توحيد عقيده څرګندېږي او په دغه توحيدې امتياز سره، يو واحد امت، يو واحد قانون او يو واحد نړيوال او تل نوی او پرمختللی حکومت رامنځته کوي.[۱۷]
  • د امام شتون، د اسلام د بقا لامل؛ د دې چارې اثباتول په څو شیانو پورې اړه لري:
    • انسان د تکامل لپاره مختار خلق شوی دی. له بلې خوا، عقل او حس او د انسان نورې ادراکي قواوي د سعادت او شقاوت د سمې پېژندنې لپاره بس نه دی؛ نو له همدې امله د خدای حکمت داسي اقتضا لري چې بله لاره (وحی) د انسان په اختيار کي کښېږدي تر څو د دنيا او آخرت په نېکمرغيو باندي پوه شي. او که نه د موخې او غرض ماتېدل منځ ته راځي.
    • د رسول الله (ص) په نبوت سره د نبوت نظام پای ته رسېدلی دی او د اسلام دين د ادیانو ختم کوونکی دی. له بلې خوا د نبوت ختمېدل هغه وخت سم دی چې د اسلام دین د نړۍ تر پایه پورې د ټولو خلکو اړتیاوې پوره کړي او د هغه دین تحریف هم نشي.
    • ممکنه ده چې ځينې وګړې په غرضناکه يا د ناپوهۍ په توګه د دین څخه یو څه کم کړي یا په هغه کې یو څه د بدعت په نامه اضافه کړي، نو له دې کبله باید یو داسې ساتونکی شتون ولري چې په ټول دین باندي پوه وي او وکولای شي د دين له پولو څخه دفاع وکړي او د ناپوهو يا مغرضو کسانو د تصرف او نفوذ مخنيوۍ وکړي. له همدې ځایه ده چې د امامت او ولايت اهميت په ښه توګه څرګنديږي او د هغه په نشتوالي کي د دين څخه څه شی نه پاته کيږي.[۱۸] د هغه څه په پاملرنې سره چې بيان شو امامت د شيعه په مکتب کي د ډيرو عالمانو د نظر سره سم، د مذهب د اصولو څخه ګڼل شوی دی او په هغه باندي د اعتقاد نشتون، د شیعه د مکتب او مذهب څخه د بهر وتلو سبب ګرځي.

د ډېرې مطالعی لپاره

  • په امامت کي تحقيق، د ليکوالانو ډله.
  • د اهل بيت (ع) ديني مرجعیت او د شبهاتو ځواب، علی اصغر رضوانی، خپرندوی: د جمکران د سپېڅلی جومات خپراوي، ۱۳۸۵.
  • اهل بیت په قرآن او حدیث کي، محمدی ری شهری، ژباړه: حمید رضا شیخی او حمید رضا آژیر، ۱۳۸۳.
  • د پاکو امامانو څېره د اخبارو په هينداره کي، سید عبدالاحد رضوی تویسرکانی، قمُ د قدس چاپ، ۱۳۸۳.

سرچينې

  1. په امامت کي تحقيق، د ليکوالانو ډله، د رضوی اسلامي علومو د پوهنتون خپراوی، ۱۳۸۱ل، ۴۹مخ.
  2. په امامت کي تحقيق، ۱۳۸۱ش، ص۵۱.
  3. په امامت کي تحقيق، ۱۳۸۱ش، ص۹۲.
  4. په امامت کي تحقيق، ۱۳۸۱ش، ص۷۸.
  5. بقره:۱۲۴.
  6. په امامت کي تحقيق، ۱۳۸۱ش، ص۷۹.
  7. شوری:۲۳.
  8. سباء:۴۷.
  9. فرقان:۵۷.
  10. په امامت کي تحقيق، ۱۳۸۱ل، ۸۵ مخ.
  11. په امامت کي تحقيق، ۱۳۸۱ ل، ۸۵ مخ.
  12. په امامت کي تحقيق، ۱۳۸۱ ل، ۸۵ و ۸۶ مخ.
  13. په امامت کي تحقيق، ۱۳۸۱ ل، ۹۰ مخ.
  14. غررالحکم، ۱۲۱ مخ.
  15. په امامت کي تحقيق، ۱۳۸۱ ل، ۹۸ مخ.
  16. په امامت کي تحقيق، ۱۳۸۱ ل، ۹۸ مخ.
  17. په امامت کي تحقيق، ۱۳۸۱ ل، ۹۴ مخ.
  18. په امامت کي تحقيق، ۱۳۸۱ ل، ۹۵ و ۹۶ مخ.