د انسان د برخلیک بدلون د يوه ګناه په ترسره کېدو سره

د ویکی پاسخ لخوا
تر ۱۹:۲۰, ۳ جولای ۲۰۲۲ پورې شته مخليدنه، د Rafiei (خبرې اترې | ونډې) لخوا ترسره شوې
پوښتنه

آیا يوه ګناه کولای شي د يو چا سرنوښت ته بدلون ورکړي؟


دانسانانو کړنه پر سرنوښت باندي اغېزه لري او کولای شي د هغه د اړولو سبب وګرځي. ځينې ګناهونه لکه د خپلوانو سره د اړيکې غوڅول، په درواغ سره قسم خوړل او ظلم او تېرۍ کول د هغو ګناهانو څخه شمېرل شوي دي چې د انسان دنیایی سرنوښت ته بدلون ورکوي. همدا راز ځينې ګناهونه لکه په عمدې توګه وژل، د انسان اخروی سرنوښت اړوي او انسان د تل لپاره دوزخي ګرځوي. دغي اغيزې په دې شرط شتون لري چې انسان بې له توبې نه او د حق العبد د نه خلاصون سره له دې دنيا څخه ولاړ شي.

سربېره پر ګناهانو، ښه او نيکې کړنې لکه صله رحم یعنې د خپلوانو سره د اړيکې ساتل هم کولای شي چې د انسان سرنوښت واړوي او د انسان په نېکمرغۍ کي اغېزه ولري.

د سرنوښت اړوېدل په دنيا کي

امام حسین (ع): «هرڅوک چې د خپل د مړيني له ځنډېدنې او د روزي له زياتوالي څخه خوشاله کيږي، خپلوانو ته دي ورسيږي او د هغوئ پوښتنو ته دي ولاړشي» (بحارالانوار، ۸۳ټوک، ۱۶۱مخ)

د انسان تګ او کړنه کولای شي د انسان په سرنوښت کي اغېزمن وي او د هغه د اړولو سبب وګرځي. کله يو کار د خدای د رضايت سبب ګرځي او د وګړې سرنوښت ته بدلون ورکوي. د بېلګې لپاره د امام باقر (ع) د يو روايت پربنسټ ځينې خلک د صله رحم (د خپلوانو سره د اړيکې ساتل) له کبله بډای او شته من ګرځي. [۱]

ځينې ګناهونه هم شتون لري چې د انسان په سرنوښت کي اغېزمن دي:

  • د امام صادق (ع) د یو روايت پراساس قطع رحم (د خپلوانو سره د اړيکې غوڅول) د انسان د عمر د لنډېدو سبب ګرځي.[۲]
  • امام باقر (ع) وفرمايل: «درې خصلته شته چې څوک تر هغه وخته نه مري مګر دا چې د هغه په پايله باندي اخته شي: ظلم، قطع رحم او په درواغ قسم خوړل»[۳]
  • امام صادق (ع) وفرمايل: «هرڅوک چې په دښمنۍ سره خپل پلار او مور ته وګوري حتی که پلار او مور يې پر هغه باندي ظلم هم کړی وي، خدای د هغه لمونځ نه مني» [۴]

د سرنوښت اړوېدل په آخرت کي

د اسلامي زده کړو پر بنسټ، ځينې ګناهونه انسان د تل لپاره په دوزخ کي ځاي ورکوي. هرومرو دا په هغه صورت کي ده چې سړی بې له توبې نه له دنيا څخه ولاړ شي او که په دنيا کي توبه وکړي، اخروی اثرونه یې له منځه ځي او عذاب ځينې پورته کيږي.

د دې ډول ګناهانو لپاره ځينې بيلګې ياد شوي دي:

  • قرآن فرمايي: «او هرڅوک يو مسلمان په عمدي توګه ووژني، سزايې دوزخ دی او د تل لپاره په هغه کي به واوسيږي او خدای پر هغه باندي خواشينۍ کيږي او د خپل له رحمت نه يې ليري کوي او ډېرستر عذاب د هغه په انتظار کي دی.» (نساء: ۹۳) د مسلمان وژنه د سترو ګناهانو څخه دی او کولای شي د انسان سرنوښت په آخرت کي واړوي او انسان د تل لپاره دوزخي کړي.
  • هغه څوک چې «ربا» خوړي، د قرآن د آیاتو پر بنسټ د خدای او رسول په وړاندي په جګړه کي درېدلی دی.[۵]

سرچينې

  1. اصول کافی، د کمره ای، محمد باقر ژباړه، د اسوه خپرونه، ۱۳۷۵ل، ۵ ټوک، ۳۰۵- ۳۱۵ مخ.
  2. .اصول کافی، د کمره ای، محمد باقر ژباړه، د اسوه خپرونه، ۱۳۷۵ل، ۵ ټوک، ۳۰۵- ۳۱۵ مخ
  3. اصول کافی، د کمره ای، محمد باقر ژباړه، د اسوه خپرونه، ۱۳۷۵ل، ۵ ټوک، ۳۰۵- ۳۱۵ مخ.
  4. اصول کافی، د کمره ای، محمد باقر ژباړه، د اسوه خپرونه، ۱۳۷۵ل، ۵ ټوک، ۳۰۵- ۳۱۵ مخ
  5. د بقرې سوره، ۲۷۹ آیت.