د حضرت مريم (س) حامله کېدل

د ویکی پاسخ لخوا
تر ۱۰:۴۶, ۱۴ اگسټ ۲۰۲۲ پورې شته مخليدنه، د Rezvani (خبرې اترې | ونډې) (←‏سرچېنې) لخوا ترسره شوې
پوښتنه

حضرت مريم په حضرت عیسی (ع) باندي څنګه حامله شوه؟ آیا حضرت عیسی (ع) د فرښتې سره د واده یا د فرښتې د ساه ورکولو له لارې رامینځته شوی دی؟

د قرآني آيتونو له مخې، حضرت مريم د عادي رودې نه پرته حامله شوې ده. قرآن د حضرت مريم حامله کېدل د «فنفخنا؛ ساه مو ورکړل» په جمله کي ياد کړی دی او د حضرت آدم (ع) په څېر د عیسی (ع) پیدا کېدل یوه معجزه بللې ده. سربېره پر دغو قرآني آيتونو باندي، په رواياتو کې هم راغلی دی چې حضرت مريم د جبرئيل په ساه ورکولو سره حامله شوې ده او هيڅ ډول جنسي اړيکه نه ده ترسره شوې.

کله چې د حضرت مریم (س) د حامله کېدلو زېرۍ د جبرائیل لخوا ورته ورکړ شو، مریم (ع) حیرانه شوه او دا ځواب يې واورېده چې دا کار د خدای لپاره اسانه ده.

د جبرائيل ښکاره کېدل پر حضرت مريم باندي

حضرت مریم (س) په بیت المقدس کې يوځای دعبادت لپاره غوره کړه.[۱] خدای هغه څوک مریم ته ورولېږل چې قرآن د هغه نه د روح په نامه ياد کړی دی. [۲] ډېرو مفسرینو دا روح جبرائیل بللی دی. جبرائیل (ع) مریم ته د انسان په بڼه ښکاره شو[۳]

مريم (س) د هغه په ليدو ووېرېدل او ويې ويل: زه له تا څخه په خداى باندي پناه وړم [۴] جبرائيل ځان د خداى رسول او لېږل شوی معرفي کړ او هغې ته يې زېرۍ ورکړ چې خداى غواړي تا ته يو پاک زوئ درکړي [۵]. هغه زوئ چې نوم يې عيسی بن مریم دی او په دوو نړيو کي مخور او د مقربانو څخه دی [۶]. مريم وويل: زه څنګه کولای شم چې ماشوم ولرم حال دا چې هيڅ سړی زما سره په تماس کي شوی نه دی [۷]. پرښتې هغې ته ډاډ ورکړ او ويې ويل چې دا کار د خداى لپاره اسان دى [۸] .

د فرښتې ساه ورکول

مريم حامله شوه او قرآن د هغې د حامله کېدنې څرنګوالي ته پوره توضيح نه دی ورکړی[۹] او يوازې د «فنفخنا؛ موږساه ورکړل» [۱۰] په جمله کي د هغه څخه یاد کړی دی. د قرآن له آيتونو څخه لاس ته راځي چې د حضرت عيسى (ع) پيدايښت له نورو انسانانو سره توپير درلود او د معجزې په بڼه و؛ قرآن عیسی (ع) د حضرت آدم (ع) په څیر ګڼلی دی«د عيسی پيدايښت خدای ته د آدم د پيدايښت په څېر دی» (آل عمران: 59) او دواړه بې پلاره زیږیدلي دي [۱۱] په دې معجزه کې مریم (س) د مور په توګه خپله دنده پرته له دې چې د نارینه جنس سره اړیکه ولري، تر سره کړه. [۱۲] خدای د مریم په اړه فرمایی: «مَرْیَمَ ابْنَتَ عِمْرانَ الَّتِی أَحْصَنَتْ فَرْجَها فَنَفَخْنا فِیهِ مِنْ رُوحِنا؛ همدا راز د عمران لور مريم ته چې خپله رحم يې پاکه ساتلې وه او موږ په هغې کې له خپل روح څخه ساه ورکړه.» (تحريم: 12)

روايتونه پر دې باندي تصريح کړی دی چې د حضرت مريم حامله کېدل يوازې د ملائکې د ساه ورکولو له امله رامنځته شوې او جنسي اړيکه نه ده ترسره شوې.امام باقر (ع) وفرمايل: جبرائيل د مريم ګرېوان ونيول او په هغه کې يې ساه ورکړه. [۱۳]

آيت الله مکارم شيرازي د نمونې په تفسير کښې دې حقيقت ته پاملرنه ورکړې ده چې د حضرت عيسى (ع) د پيدايښت په باره کښې په قرآني آيتونو کي د « يَخْلُقُ؛ پيدا کوي» کلمه يې کارولې ده[۱۴]، حال دا چې د یحیی (ع) د پیدایښت په اړه په څو مخکي آیتونو کې د« يَفْعَل؛ ترسره کوي» کلمه يې راوړې ده. دغه مفسر احتمال ورکوي چې دا توپير، د دغو دوو پيغمبرانو د پيدايښت توپير ته اشاره لري چې يو يې په عادي ډول او بل يې په غير معمولي ډول پيدا شوى دى.[۱۵]

سرچېنې

  1. علامه طباطبایی، المیزان فی تفسیر القرآن، ۱۳۷۹ ل، ‏۱۴ټوک، ۳۵ مخ
  2. د مریم سوره، ۱۷آیه.
  3. مکارم شیرازی، د نمونې تفسير، ۱۳۷۴ل، ۱۳ټوک، ۳۶مخ.
  4. دمریم سوره، ۱۸آیه.
  5. د مریم سوره، ۱۹آیه.
  6. د آل‌عمران سوره، ۴۵آیه.
  7. د مریم سوره، ۲۰آیه.
  8. د مریم سوره، ۲۱آیه.
  9. سوره مریم، ۲۲آیه.
  10. د تحریم سوره، ۱۲آیه.
  11. مکارم شیرازی، د نمونې تفسير، ۱۳۷۴ل، ۲ټوک، ۵۷۶ مخ.
  12. جعفری، یعقوب، د کوثرتفسیر، بی‌نيټه، ۳ټوک، ۴۴مخ.
  13. طبرسى فضل بن حسن، مجمع البيان فى تفسير القرآن، ۱۳۷۲ل، ۶ټوک، ۷۸۹مخ.
  14. د آل‌عمران سوره، ۴۰آیه.
  15. مکارم شیرازی، د نمونې تفسير، ۱۳۷۴ل، ۲ټوک، ۵۵۲مخ.