دخدای درک او پوهېدنه په ظاهري حواس

د ویکی پاسخ لخوا
تر ۱۹:۳۶, ۳ جولای ۲۰۲۲ پورې شته مخليدنه، د Rafiei (خبرې اترې | ونډې) لخوا ترسره شوې
پوښتنه

يو آسانه دلیل په دې باره کي چې خدای په سترګو او ظاهري حواس باندي نه ليدل کيږي، بیان کړئ؟

د انسان ظاهري حواس د خدای د ليدنې توان نه لري؛ په قرآن شريف کي راغلی دی: «لَا تُدْرِكُهُ الْأَبْصَارُ وَهُوَ يُدْرِكُ الْأَبْصَارَ؛ سترګې هغه نه ويني او هغه ليدونکې ويني» (انعام، ۱۰۳). ډېر اسلامي مذهبونه د هغه جملې څخه شیعیان اعتقاد لري چې نه شو کولای خدای ووینو. ظاهري حواس يواځي د مادي جسمونو د درک توان لري؛ حال دا چې خدای محدود نه دی او له همدې کبله جسم نه لري. امام سجاد (ع) اشاره کړې ده چې خدای محدودیت نه لري او نبايد هغه ته په دنیايي حد او پولو کي ځای ورکړو. د خدای ليدل يواځي د غیر مادی وسيلی لکه عقل او زړه له لاري امکان لري. په قرآن کي د خدای په نښانې، د آسمانونو او ځمکې په خلقت، او د شپې او ورځې په ګردښ باندي د تفکر او تدبر سپارښتنه شوې ده. عقل د نړۍ په ليدلو سره چې ټوله یې ښکلۍ او د نظم سره خلق شوې ده، د پوه او توانمن خدای نښه لاس ته رواړي. امام علي (ع) په دې باره کي اشاره کړې ده چې نه شو کولای خدای د سر په سترګو ووینو، بلکه باید د ایمان په واسطه هغه پیدا کړو.