په حضرت عيسی (ع) باندی توسل

د ویکی پاسخ لخوا
تر ۱۰:۱۶, ۱۴ اگسټ ۲۰۲۲ پورې شته مخليدنه، د Rezvani (خبرې اترې | ونډې) (←‏سرچينې) لخوا ترسره شوې
پوښتنه

آیا په عیسی (ع) باندی توسل د شريعت پر خلاف دی؟

توسل خدای ته د یو شخص یا کوم شی د منځګړیتوب په معنا ده چې خدای ته د نژدې کېدلو او د اړتياوو د لاس ته راوړلو لپاره ترسره کيږي. الهي پیغمبران د هغو کسانو څخه دي چې خدای ته محترم دي او د دوئ په واسطه کولای شو خدای ته نژدې شو؛ له دې امله چي عیسی (ع) د خدای له پیغمبرانو او صالحو بندګانو څخه دی، نو روا ده چې هغه منځګړۍ وګرځوو او د هغه په حق له خدایه خپل حاجت وغواړو.

په توسل کې مسلمانان یوازې خدای د اړتیاوو برابرونکی ګڼي او له الهي اولياوو څخه غواړي چې له خدای څخه د دوئ د اړتیاوو د پوره کولو غوښتنه وکړي؛ له همدې امله د انبياوو څخه دعا غوښتل، په دې معنا نه ده چې له خدايه پرته بل څوک اغېزمن دی، بلکې دا ډول دعا پر دې باندي اعتراف دی چې په نړۍ کې يوازې خدای تعالی اړتيا ورکوونکی او اغېزمن دی. [۱]

د مائدې د سورې په ۳۵ آیه کي راغلۍ دی: «یَا أَیُّهَا الَّذِینَ آمَنُواْ اتَّقُواْ اللّهَ وَابْتَغُواْ إِلَیهِ الْوَسِیلَه…؛ ای مؤمنانو له خدایه ووېرېږئ او د هغه لورې ته وسیله ولټوئ».[۲]

پردې باندي په پاملرنه چې د وسيلې په کلمه کي هيڅ ډول قيد نه دی راغلۍ، پر هر هغه شی باندي شامليږي چي خدای ته د نژدې کولو وړتوب ولري.

هم وګوره


سرچينې

  1. مکارم شیرازی، ناصر، د نموني تفسِر، تهران، د دارالکتب الاسلامیه خپرندوی، ۴ ټوک، ۳۷۰–۳۶۵ مخ؛ روحانی، سید محمد کاظم، شفاعت او توسل، قم، د معارف خپراوي، ۱۳۸۳ل، ۶۲مخ
  2. روحانی، سید محمدکاظم، شفاعت او توسل، ۱۳۸۳ل، ۵۰مخ.