توسل او د هغه حقیقت

پوښتنه

د توسل حقیقت څه شی دی؟ آیا د آیات او روایات له نظره پرته په خدای باندی روا ده؟

توسل خدای ته د يو کس يا د يو شی واسطه ګرځول په معنا ده چې هغه ته د نژدې کېدو او حاجاتو د لاسته راوړلو لپاره ترسره کيږي. د شیعیانو په عقیده، توسل له هغو شيانو څخه دی چې په قرآن او روایاتو کي په هغه باندي سپارښتنه شوې ده او د هغه ډيرې بېلګي د شيعه د امامانو په دعاګانو او زيارتونو کي شتون لري. توسل کېدای شي په هر هغو کسانو او شیانو لکه پیامبران، الهی اولیاوې او ملائکو باندی وي چې د خدای په وړاندي درنښت لري.

مفهوم پېژندنه

توسل په لغات کي د تقرب د غِوښتنې او یا د هغه شی په معنا ده چې د علاقې له لورې بل چا ته د تقرب او نژدې کېدلو سبب ګرځي.[۱] توسل په اصطلاح کي د الهي قرب او اهدافو ته د رسېدلو لپاره د يو ارزښتناک موجود وسيله ګرځول ته وايي.[۲]

توسل په قرآن کي

په قرآن شريف کي بی شمېره آيتونه توسل ته اشاره کړې ده:

  • «يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا اتَّقُوا اللَّهَ وَابْتَغُوا إِلَيْهِ الْوَسِيلَةَ وَجَاهِدُوا فِي سَبِيلِهِ لَعَلَّكُمْ تُفْلِحُونَ؛ ای مؤمنانو پرهېزکاره واوسېږئ او د خدای لورې ته وسیله لاس ته راوړئ او ده هغه په لار کي جهاد وکړئ ښايي چې نېکمرغه شئ» (مائده، ۳۵)

په دې آيه کي با ايمانه وګړو ته د وسيلې په باره کي دستور ورکړ شوی دی. مفسران په دې آيه کي وسیله په پراخه معنا نيولې ده او هر کار او هر شی باندې چې خدای ته د نژدې کېدلو سبب ګرځي شامليږي.

  • په قرآن کي راغلی دی: «که چيرې دوئ هغه وخت چې پر خپل ځان باندي ظلم وکړل (ګناه یې ترسره کړل) تا ته راتلل او د خدای څخه يې بخښنه غوښتل او پيغمبر هم د هغوئ لپاره بخښنه غوښتل، خدای يې توبه منونکی او مهربان ميندل».(نسا‌ء، ۶۴) همدا راز د يوسف وروڼه خپل پلار ته وويل:«ای پلاره! زموږ لپاره د خدای له درګاه څخه بخښنه وغواړه چې موږ خطاکاره يو» [۳]

له دې دوه آیتونو څخه دا ګټه اخيستل شوې ده چې انبیاء او اولیاء کولای شي د خدای او ګناه‌کاره بندګانو تر منځ واسطه وګرځي او خدای هغوئ د خپل تر بخښنې لاندي رواړي.

توسل د اهل سنت په روایات کي

د شیعه او اهل سنت بې شميره روایتونه، توسل په پورتنی معنا تأييدوي. دغه روایتونه ډېر دې او د اهل سنت په بی شمېرو کتابونو کی راغلي دي:

  • احمد بن حنبل د اهل سنت ستر عالم د عثمان بن حنیف څخه نقل کړی دی:

« یو ړوند سړۍ پيغمبر حضور ته راغۍ او وويل: د خدای څخه وغواړه چې ماته روغتيا راکړي، ...پیغمبر هغه ته وويل چې اودس وکړي او دوه رکعته لمونځ وکړي او وروسته دغسی دعا ولولي: خدایه زه ستا څخه غواړم او د رحمت پيغمبر محمد په وسيله تاته مخ اړوم. ای محمده زه د خپل اړتيا او حاجت په باره کي ستا په وسيله خپل خدای ته مخ وړم تر څو زما حاجت راته راکړي،خدايه هغه زما شفيع وګرځوه»[۴]د دې روايت څخه دا ګټه اخيستل کيږي چې په پیغمبر باندي د حاجاتو د لاسته راوړلو لپاره توسل جايزدی.[۵]

  • همدا راز توسل د پيغمبر (ص) د اهل بیت په وسيله هم رانقل شوی دی: « د پيغمبر کورنۍ زما وسيله ده، دوئ د هغه په وړاندي زما د تقرب سبب دي. هیله مند يم د دوئ په سبب د قيامت په ورځ زما د عمل ليک زما ښۍ لاس ته وسپارل شي.[۶]

توسل پرته له خدای باندي

اصلي مقاله: پرته له خدای باندی توسل

د توسل موخه خدای ته نژدې کېدل او د حاجاتو لاسته رواړل دی. په انبياوو اومعصومانو (ع) باندي توسل که خدای ته د نژدې کېدلو په هیله وي، په قرآن او ډېرو روایتونو کي د هغه سپارښتنه شوې ده. همدا راز خدای ته د پيامبران، امامان (ع) او د صالح او مؤمنو بندګانو په مقام باندی قسم ورکول د توسل د پراخ مفهوم جزء دی.[۷]

سرچينې

  1. ابن منظور، لسان العرب، دار احیاءالتراث العربی، ۱۵ ټوک، ۳۰۱ مخ.
  2. حسینی نسب، سیدرضا، شیعه ځواب ورکوي، نشر مشعر، دوهم چاپ، ۱۴۳مخ.
  3. یوسف/ ۹۷.
  4. آلوسی، شهاب الدین، سید المحمود، روح المعانی، بیروت، انتشارات دار احیاء التراث العربی، ۶ ټوک، ۱۲۵مخ.
  5. حسینی نسب، سیدرضا، شیعه ځواب ورکوي، نشر مشعر، دوهم چاپ، ۱۴۷مخ.
  6. السمهودی، نورالدین، دار احیاءالتراث العربی، بیروت، دوهم ټوک (ج ۳ و ۴)، ۱۳۷۱ مخ.
  7. مکارم شیرازی، ناصر، تفسیر نمونه، انتشارات دارالکتب الاسلامیه، اوم چاپ، ۴ ټوک، ۳۶۵ مخ.