پوښتنه

تکبر څه شی دی؟

تکبر یا غرور، په وینا او عمل سره پر نورو د ځان لوی ګڼل او د نورو واړه ګڼل دي. په ځان کې د خوارۍ او ذلت احساس او پرانسان د شیطان ولکه د تکبر له عواملو ګڼل شوې دي. د تکبر د درملنې لپاره د ځان پېژندنې،د مرګ یادونې او عزت نفس د پیاوړتیا سپارښتنه شوې ده. کله د خدای په وړاندې غرور دی چې د تکبر تر ټولو بد ډول ګڼل شوی دی. کله هم د پېِغمبرانو او الهي ولیانو په باره کې تکبر دی، په دې ډول چې انسان ځان له هغوي لوړ ګڼي او د هغوي اطاعت نه کوي.


مفهوم‌ پېژندنه

«کِبْر» د نورو په پرتله د ځان لوړ ګڼل [۱] او «تکبر»په وینا او عمل کې د دغه کبر ښکاره کول دي؛ تر هغه وخت چې د ځان لوړ ګڼلو احسان په انسان کې دننه وي او هغه ښکاره نه کړي هغه ته کبر وایي، او کله چې دغه ګمان ښکاره شي او یو کس نور خلک په خپل عمل او وینا سره واړه وګڼي، دې ته تکبر وایي.[۲]

په فارسۍ کې دوه ټکي «غرور» و «تکبر» په مترادف ډول او هممانا کارول کیږي؛ البته د غرور ټکی په عربۍ کې د [غولولو] په معنا کارول کیږي او د تکبر له معنا سره فرق کوي.

له عُجب سره یې فرق

عُجْباو ځان منمي د خود پسندۍ په معنا ده.[۳] خود بینه کس ځان لوی ګڼي خو ځان تر نورو اوچت نه ویني؛[۴] یا دا چې متکبر کس ځان لوړ ګڼي او نور واړه او سپک.[۵]

په انسان او خدای کې د تکبر فرق

کينډۍ:همداراز وګورئ په خدای او انسان کې د تکبر د صفت فرق، د هغه د سرچینې فرق ته ورګرځي؛ په خدای کې د تکبر سرچینه د خدای علم/ علم، د خدای قدرت/قدرت او د خدای حکمت/حکمت دی خو د انسان د تکبر سرچینه حقارتجهل/ناپوهي او د ارادې کمزوري ده. له امام صادق(ع) څخه د یو روایت له مخې، په انسان کې د کبر سرچینه پستي او خواري ده چې په ځان کې یې احساسوي.[۶] انسان د دې لپاره چې خپله نیمګړتیا پټه کړي، تکبر کوي او د داسې مقام ادعا کوي چې نه یې لري.

حیثیت

په قرآن کې د تکبر او د کبرجن کس په اړه خبره شوې ده.د مثال په توګه، د کينډۍ:قرآن متکبر کس ته اشاره شوې ده. دبقرې سورې په ۳۴ ایت کې هم ، د ابلیس تکبر ته کله چې خدای امر وکړ حضرت آدم (ع) ته سجده وکړي، اشاره شوې ده.

تکبر یې لومړۍ ګناه ګڼلې چې په نړۍ کې شوې ده. د امام علي (ع) په قاصعه خطبه کې وایي چې د ابلیس تکبر سبب شو د هغه شپږ زر کلن عبادت/عبادتونه له مینځه لاړ شي.[۷] په نورو روایتونو/روایت کې تکبر تر ټولو لویه ګناه ګڼل شوې ده .[۸]

ډولونه

تکبر په څو ډوله دی: «د خدای په وړاندې تکبر» : کله کله تکبر د خدای په وړاندې وي.[۹] په دې معنا چې یو کس په بندګۍ/د خدای په بندګۍ اعتراف ونه لري او عبادت له خدای سره ځانګړی ونه ګني. لکه هغه کبر چې نمرود او فرعون لره. د دغه تکبر سبب سرغړاوی او جهل ګڼل شوی او د تکبر تر ټولو بد قسم ګڼل شوی دی..[۱۰]

  • «د پېغمبرانو او د دین د ولیانو په وړاندې تکبر» کله کله تکبر د پېغمبرانو/ نبیانو او الهي اولیاوو/اولیاوو په وړاندې وي، په دې ډول چې یو کس ځان تر هغوي لوړ وګني او د هغوي اطاعت نه کوي د قرآن په دغه ایت {{|فَقَالُوا أَنُؤْمِنُ لِبَشَرَیْنِ مِثْلِنَا وَقَوْمُهُمَا لَنَا عَابِدُون

| سوره = مؤمنون | آیه = ۴۷ | ترجمه = او وې ویل: ایا په هغه دوو انسانانو چې زمونږ په شان دي ایمان راوړو؟}} د تکبر دغه ډول ته اشاره شوې ده.

  • «د خدای د بندګانو په وړاندې تکبر»: کله کله تکبر د مومن/مومنانو او د خدای د بندګانو په وړاندې وي؛ په دې معنا چې یو کس ځان لوی او نور خلک واړه ګڼي.[۱۱] دغه ډول کبر، له دې امله چې له خدای سره د مخالفت سبب کیږي، د انسان له هلاکوونکو صفتونو ګڼل شوی دی.[۱۲]

لاملونه

کينډۍ:اصلی د تکبر لاملونه، په شخصیت کې ګډوډی، له خپلو کمزوریو ناخبري او پر انسان د شیطان ولکه ګڼل شوې ده. د خوارۍ او ذلت احسان یوه شخصیتي ګډوډي ده چې ورسره انسان په تکبر اخته کیږي.

درملنه

کينډۍ:اصلی د تکبر د درملنې لپاره مختلفې لارې ښودل شوي چې ځینې یې دا دي:

کينډۍ:دوهمه ستنه

کينډۍ:پای د خپلې کمزورۍ پېژندل، په تېره بیا د زوکړې او مرګ په وخت په انسان کې تکبر له مینځه وړي..[۱۷] عبادت هم چې د خدای په وړاندې عاجزي ده د تکبر د احساس د کمزورې کېدو سب کیږي.[۱۵]

د تکبر یو لامل، په ځان کې د حقارت احساس دی، چې د درملنې لپاره یې د ځان او نفس د عزت پیاوړتیا اغېزمنه ګڼل شوې ده.


د ښځې لپاره د تکبر حکم

کينډۍ:اصلی له امام علي (ع) په یو روایت کې د نامحرم په وړاندې د ښځې تکبر ښه ګڼل شوی دی. د دې سبب هم د نامحرم په وړاندې د ښځې د شان او کرامت د ساتنې حدیث او د احتمالي خطرونو مخنیوی ګڼل شوی دی.[۱۸] د ښځې له تکبره مطلب د نامحرم واړه او سپک ګڼل نه دي؛ بلکې د هغه په وړاندې د ځان په اوچت ښودلو سره، ځان له دې چې د هغه د خوند اخستلو وسیله شي، خوندي کوي. « د نورو د وړو ګڼلو» په معنا تکبر د ښځې او سړي لپاره نه دی جایز او ګناه ګڼل کیږي.

سرچینې

  1. راغب اصفهاني، المفردات فی غریب القرآن، تهران، نشر کتاب، ۱۴۰۴ق، ۴۲۱ او ۴۲۲ مخونه؛ علم اخلاق اسلامی، ترجمه د جامع السعادات، حکمت خپرنځی، دریم چاپ، ۱۳۶۳ل، لومړی ټوک،۴۱۷مخ .
  2. نراقی، ملا احمد، معراج السعاده، مشهد، ندای اسلامي خپرنځی، لومړی چاپ، ۱۳۶۲ل، ۱۷۶مخ.
  3. امام خمینی، سید روح الله، شرح چهل حدیث، تنظیم نشر آثار امام خمینی موسهه، دوهم چاپ، ۱۳۷۱ل، ۷۹مخ.
  4. نراقي، ملامحمد مهدي، جامع السعادات، تعلیقه و تصحیح سید محمد کلانتر، مطبعه النجف، اسماعیلیان مطبوعاتي موسسه، ۱ ټوک، ۳۴۴–۳۵۱مخونه.
  5. امام خمینی، سید روح الله، شرح چهل حدیث، مؤسسه تنظیم نشر آثار امام خمینی، دوهم چاپ، ۱۳۷۱ل، ۷۹مخ.
  6. کلینی، محمد بن یعقوب، اصول کافی، د سید جواد مصطفوي په شرحې او ژباړې سره، ۳ ټوک، باب کبر.
  7. ابن ابی الحدید، شرح نهج البلاغه، دار احیاء الکتب العربیه، دوهم چاپ،۱۳ټوک، ۱۲۷مخ.
  8. شفیعی، محمد، پرورش روح در پرتو چهل حدیث، دفتر تبلیغات اسلامی، لومړی چاپ، ۱۳۷۰ل، ۱ټوک، ۲۸۰مخ.
  9. دستغیب، سید عبدالحسین، گناهان کبیره، چاپ آرمان، ۲ ټوک، ۱۱۱–۱۳۲مخون.
  10. راغب اصفهانی، حسین، المفردات فی غریب القرآن، تهران، نشر کتاب، ۱۴۰۴ق، ۴۲۱ و ۴۲۲مخونه.
  11. نراقی، احمد، معراج السعاده، ۱۷۸مخ.
  12. علم اخلاق اسلامی، ترجمه جامع السعادات، انتشارات حکمت، دریم چاپ، ۱۳۶۳ل، لومړی ټوک ، ۴۱۷مخ.
  13. مجلسي، محمد باقر، بحار الانوار، بیروت، ۷۸ټوک، ۹۴مخ.
  14. شفیعی، محمد، پرورش روح در پرتو چهل حدیث، دفتر تبلیغات اسلامی، لومړی چاپ، ۱۳۷۰ل،۱ټوک، ۴۹۱مخ.
  15. ۱۵٫۰ ۱۵٫۱ محمدی ری شهری، محمد، میزان الحکمه، دارالحدیث، لومړی چاپ، ۳ټوک، ۲۶۵۷مخ؛ شفیعی، محمد، پرورش روح در پرتو چهل حدیث، دفتر تبلیغات اسلامی، لومړی چاپ، ۱۳۷۰ل، ۱ټوک، ۴۹۲مخ.
  16. شفیعی، محمد، پرورش روح در پرتو چهل حدیث، دفتر تبلیغات اسلامی، ۱ټوک، ۴۹۱مخ.
  17. مجلسی، محمد باقر، بحار الانوار، بیروت، ۷۸ټوک، ۹۴مخ.
  18. محمدی ری شهری، محمد، منتخب الحکمه، مترجم: حمیدرضا شیخی، قم، دارالحدیث، ۱۳۸۲ل، ۲ټوک، ۹۱۰مخ.