د اهل بیتو(ع) شمېر

پوښتنه

اهل بیت (ع) کوم کسان او څو کسه دي؟

د ځینو روایتونو له مخې لکه د کساء حدیث، اهل بیت په پنځو کسانو کي محدود دی، خو پیغمبر (ص) او شیعه امامان په نورو روایتونو کې يې اهل‌بیت په څوارلسو معصومانو؛ يعني پيغمبر (ص)، فاطمه زهرا (س) او دوولسو امامانو کي محدود کړي دي او نور هيڅ څوک د اهل‌بيت په معنا کي داخل نه دی.

کلمه پېژندنه

د «اهل» کلمه په لغات کي د نژدې خپلوانو په معنا ده. د «بيت» کلمه د کور په معنا ده. د دې دوو کلمو ترکیب د یو وګړی د کورنۍ نژدې خپلوانو ته ويل کيږي. د قرآن کریم په آياتو کي د «اهل بیت» کلمه په دریو ځايونو کې د نژدې خپلوانو په معنا کارول شوې ده:

  • د حضرت موسی (ع) کورنۍ.[۱]
  • د حضرت ابراهيم (ع) کورنۍ.[۲]
  • د رسول الله (ص) نژدې خپلوان؛ «إِنَّما يُريدُ اللَّهُ لِيُذْهِبَ عَنْكُمُ الرِّجْسَ أَهْلَ الْبَيْتِ وَ يُطَهِّرَكُمْ تَطْهيراً»[۳] خدای اراده کړې ده چې ستاسو څخه چې اهل‌بيت ياست هر ډول نجاست ليرې او تاسي په بشپړه توګه پاک کړي.

په احادیثو او رواياتو کې هم هغه څه چې معصوم او پاک کورنۍ د «اهل‌بيت» تر عنوان لاندي ياد شوی دی، له همدې مبارکې آيې څخه اخيستل شوی دی. لکه: «انی تارک فیکم الثقلین کتاب الله و عترتی اهل بیتی»،[۴] «انما مثل اهل بیتی فیکم مثل سفینه نوح…»، [۵] «اذکرکم الله فی اهل بیتی..»[۶] او ... دا چې په قرآن او احاديثو کي د «اهل‌بيت» څخه مراد څه شیدی او د هغه مصاديق څوک دي؟

د اهل بیت(ع) څخه مراد

د احزاب د سورې له ۳۳ آيې او له هغو احاديثو څخه چې د هغه د نزول په اړه راغلي دي په روښانه توګه ګټه اخيستل کيږي چې له «اهل‌بيت» څخه مراد د رسول‌الله (ص) د هغه د نژدي کسانو او خپلوانو يو ټاکلی شمېر دي چې د عصمت له ځانګړتيا څخه برخمن دي. ځکه د آیت وروستۍ برخه دوئ يې له هر ډول عيب او خطا څخه معصوم او پاک شوي وصف کړي دي؛ نو له دې امله د آيې آخر ته په پاملرنې سره او همدارنګه په «البيت» کي الف او لام ته په پاملرنې سره څرګنديږي چې دوئ هغه وګړي دي چې په اوّل کي د عصمت لرونکي دي او په دويم کي مشخص او معيّن وګړي دي چې الف او لام پر هغه پېژندل شوی کور باندي ناظر دي او د رسول‌الله (ص) د کورنۍ پر ټولو وګړو باندي نه شامليږي. خو د اهل بیتو شمیر او دا چې هغوئ څوک دي له دې آيې څخه لاس ته نه راځي.

بلکي په دې باره کي بايد د رسول‌الله (ص) ويناوو ته مراجعه وکړو تر څو د آيت معنا او تفسير لاس ته راوړو او معهود بيت او همدارنګه د هغه اهل وپېژنو؛ ځکه پخپله قرآن د آياتو د معنا د بيانولو او توضيح ورکولو دنده پيغمبر (ص) ته سپارلې ده.

د دې آيت د نزول په اړه ګڼ شمېر احاديث نقل شوي دي چې د شيعه او سني په حديثي منابعو کي راغلي دي چې دلته څو بېلګې ته يې اشاره کيږي:

  • ابو سعید خدري د رسول‌الله څخه رانقل کړی دی چې ويې‌فرمايل: د «إِنَّما يُريدُ اللَّهُ لِيُذْهِبَ عَنْكُمُ الرِّجْسَ أَهْلَ الْبَيْتِ وَ يُطَهِّرَكُمْ تَطْهيراً» آیت زما، علي، فاطمه، حسن او حسین په اړه نازل شوی دی.[۷]
  • ام‌سلمه د رسول‌الله (ص) میرمن رانقل کړی چې:«نزلت هذه الآیه فی بیتی (إِنَّما يُريدُ اللَّهُ لِيُذْهِبَ عَنْكُمُ الرِّجْسَ أَهْلَ الْبَيْتِ وَ يُطَهِّرَكُمْ تَطْهيراً انما یرید الله لیذهب عنکم الرجس اهل البیت و یطهرکم تطهیرا) و کان فی البیت علی و فاطمه و الحسن و الحسین»[۸] هغه وايي دا آيت په داسي حال کي زما په کور کي نازل شو چې په کور کي مي علي، فاطمه، حسن او حسین وو. بیا وايي: زه د کور په دروازه کې وم او له رسول‌الله (ص) مې پوښتنه وکړه چې زما حالت څنګه دی؟


ويې فرمايل: ته په نېکۍ کې يې او نېکمرغه پای لرې. په ځينو نقلونو کي راغلي دي چې رسول‌الله (ص) ام‌سلمې ته وويل: پاڅېږه او زما له اهل‌بيت څخه ځان ليرې کړه، زه هم پاڅېدم او د کور څنګ ته ولاړم.[۹] دا څرګندوي چې رسول‌الله (ص) حتی ام‌سلمې ته هم اجازه نه وه وکړې چې د اهل بیتو په ټولکه کي راشي بلکي هغې ته امر وکړ چې له دوی څخه ځان ليري کړي، بيا يې يوه جامه پر دوئ باندي وپېچل او دغه آيت يې د هغوئ په باره کي ولوستل.

  • جابر هم رانقلوي کله چې د «إِنَّما يُريدُ اللَّهُ لِيُذْهِبَ عَنْكُمُ الرِّجْسَ أَهْلَ الْبَيْتِ وَ يُطَهِّرَكُمْ تَطْهيراً» آيت نازل شو نو په هغه کور کې له علي، فاطمه، حسن او حسين (ع) پرته بل څوک نه و.[۱۰]

د دې احادیثو له مخې څرګنديږي چې له اهل‌بیتو څخه مراد د رسول‌الله (ص) د خپلوانو څو ځانګړي کسان دي چې دا آيت د هغوئ په باره کي نازل شوی دی؛ يعني علی، فاطمه، حسن او حسين (ع) چې د آيت د نزول په وخت کي د رسول‌الله (ص) په څنګ کي حضور درلودلي دي. البته دا حديثونه د آیت د نزول حال او شأن څرګندوی او د اهل‌بیتو مصداقونه په پنځه کسانو کي نه محدودوي بلکه د نزول په وخت کی د آيت مصداقونه بیانوی. له همدې امله پېغمبراکرم (ص) وروسته، دا موضوع ته پرخوالي ورکړ او د «اهل‌بيت» اصطلاح يې پر دوو لسو معصومو امامانو باندي په کار وړی دی او خلکو ته يې بلنه وکړه چې د هغوئ څخه پيروي وکړي. د «ثقلین» او «سفینه» حديثونه د قرآن تر څنګ د اهل‌بیت (ع) همېشنۍ حضور د یو ثابت او دوامدار جریان په توګه څرګندوي چې د قیامت تر ورځې پورې د خلکو امامت او رهبرۍ د هغوئ په غاړه دي او دا دواړه به هیڅکله يو له بل څخه نه جلا کيږي.

نو د تطهير آيت او د اهل بيتو (ع) په اړه احاديثوته په پاملرنې سره دا څرګنديږي چې د پېغمبراکرم (ص) د اهل‌بيت څخه مراد ځانګري دوولس ګونې معصوم امامان او پخپله پېغمبراکرم (ص) او فاطمه زهرا (س) دی. او له دغو څوارلسو معصومو (ع) څخه بل څوک د اهل‌بیت د کلمې مصداق نه دی.

رسول‌الله (ص) هم د هغوئ شمېر، د هغوی ځانګړنې او د هغوئ د نوم ځانګړنې په واضح ډول بیان کړی دی.

د ډېري مطالعې لپاره

  • اهل بیت د تطهیر په آيت کي، سید جعفر مرتضی عاملی.
  • اهل بیت په قرآن او حدیث کي، محمدی ری شهری.
  • په قرآن د اهل‌بيت د شخصيت څېړنه، ولی الله نقی پور.

سرچينې

  1. «هل ادلکم علی اهل بیت یکفلونه لکم» قصص: ۱۲–۱۳.
  2. رحمة الله و برکاته علیکم اهل البیت…» هود: ۷۳.
  3. احزاب: ۳۲–۳۳.
  4. دعائم الاسلام، ۱ټوک. ۲۸مخ؛ امالی صدوق، ۵۰۰مخ؛ کمال الدین، ۶۴مخ.
  5. شرح الاخبار، ۲ټوک، ۵۰۲مخ، ۳ټوک، ۳مخ؛ بصائر الدرجات، ۳۱۷مخ.
  6. الخلاف، ۱ټوک، ۲۸مخ.
  7. مجمع الزوائد، ۹ټوک، ۱۶۷مخ.
  8. د بغداد تاریخ، ۹ټوک، ۱۲۸مخ؛ د ابن عساکر تاریخ ، ۱۴ټوک، ۱۴۶مخ؛ المسانید، ۲ټوک، ۴۶۴مخ.
  9. مجمع الزوائد، ۹ټوک، ۱۶۶مخ.
  10. د نور الثقلین تفسیر، ۴ټوک، ۲۷۷مخ.