د حضرت فاطمه (س) بیلګتوب

پوښتنه

حضرت فاطمه (س) په کوم لحاظ سره د مسلمانو ښځو لپاره بيلگه ده؟

حضرت زهرا (س) د اسلامي نړۍ له سترو ښځو څخه ده چې فضايل او اخلاقي ځانګړنې يې د مسلمانو ښځو لپاره یوه نمونه ګرځولې ده. ايمان، تقوا، ساده ژوندون، عبادت، د سياسي او ټولنيزو مسايلو درک کول د هغه د اخلاقي فضايلو څخه دي. د فاطمې زهرا (س) شخصي ژوند په تېره بيا د هغې کړنه د خپل ميړه او زامنو سره چې د مينې او محبت څخه ډک دی، د میندو او میرمنو لپاره یوه بیلګه او نمونه ده.

د حضرت زهرا (س) ځانګړنې

حضرت زهرا (س) د خپل لنډ ژوند په موده کې د ټولې نړۍ لپاره د یوه کامل انسان او ښځې، تل پاتې سند په يادګار پریښود چې کېدای شي د هغې څخه درس واخيستل شي. د هغې له ځانګړتياوو څخه ډېر عبادت، د مور سره د زړه له کومې اړيکې، د پلار سره همراز او همسنګر اوسېدل، عفت او حجاب، د کور لپاره د لږ او مناسب جهاز درلودل، د ميړه‌پالي بېلګتوب، په ساده توګه ژوند کول، له قرآن سره اوسېدل او خپلو اولادونو ته يې ورزده کول، په ژوند کې د نظم او قوانينو مراعات کول، خپل د خدمت کاره سره د کور د کارونو وېشل (سره له دې چې په کور کې يې مينځه درلوده، هره يوه ورځ په منځ کي پخپله کار کول)، ګاونډي ته اهميت ورکول، د ماشومانو شخصيت ته ارزښت ورکول، او د خپلو اولادو ترمنځ د عدالت مراعات کول او... دي. [1][۱]

ایمان، تقوا او عبادت

رسول الله (ص) د خپلې لور حضرت فاطمه الزهرا (س) په اړه فرمايي: په خداى باندې ايمان د زهرا په زړه او روح کې دومره ورننوتلی دی چې د خداى د عبادت لپاره ځان له هر شی څخه خلاصوي.[۲][۲]

حسن بصري به ویل: حضرت فاطمه زهرا (س) په خلکو کې تر ټولو زیات عبادت کوونکي وه، هغه د خدای په عبادت کې دومره پر پښو ودریده چې د هغې مبارکې پښې وپړسیدلې.[۳][۳] او د هغې د اخلاقو په هکله له عائشې څخه رانقل شوی دی چې ويې ويل: له رسول الله (ص) څخه مي وروسته هيڅ څوک له فاطمې څخه رښتينې و نه ليدل.[۴][۴]

حجاب او عفت

حضرت فاطمه زهرا(س) د ولایت د یوازینۍ ملاتړ په توګه مجبوره شوه چې د نامحرمو کسانو سره احتجاج وکړي او هغوئ ته دلیل او برهان وړاندي کړي، خو په ټولنه کې د هغې حاضرېدل نه یوازې د هغې له عفت سره په ټکر کي نه و؛ بلکې هغه يې په ټولنه کې تر ټولو څخه حجاب لرونکی اوعفت لرونکی معرفي کړه، ځکه چې هغې په جومات کې وينا کوله، خو د بني هاشم ښځو ته يې امر وکړ چې جومات ته د تللو پر مهال دې د هغې په چاپېر کي راټولې شي او په جومات کي يې د ښځو او نارينه وو تر منځ يې پرده واچوله او هغې د پر دې تر شا وینا وکړه.

د میړه سره چلند

حضرت فاطمه زهرا (س) د حضرت علی (ع) ساده او خټينه اما روښانه کور ته له ننوتلو څخه د ژوند تر وروستۍ ورځې پورې د خپلې ژمنې پر سر وه. حضرت علي (ع) د پېغمبر(ص) په ځواب کې فاطمه د حق په اطاعت کې تر ټولو غوره ملګرۍ او مرستندويه وبلله. کله چې رسول‌الله (ص) ترې وپوښتل چې تا فاطمه څنګه وموندله؟ هغه وویل: «نِعْمَ الْعَوْنُ عَلی طاعة اللّهِ؛ فاطمه د خدای په اطاعت کې څومره ښه مرسته کوونکې ده».[۵][۵]

او كله چې د اسلام پېغمبر (ص) همدا پوښتنه له فاطمې زهرا (س) څخه وكړه نو ځواب يې واوريد: «خَیرُ بَعْل؛ هغه تر ټولو ښه مېړه دی»، چې د فاطمې زهرا (س) د بشپړ رضایت او خوښۍ څخه حکايټ کوي. يو د بل سره مرسته د حضرت علي (ع) او حضرت فاطمه زهرا (س) د ګډ ژوند له ستنو څخه وه او ښايي د هغه د ښه‌ترينو او پرتمين‌ترينو نښو څخه يو دا وي چې حضرت فاطمه زهرا (س) د علي (ع) سره د خپل ژوند په لوړه او ژوره کي هيڅکله د هغه څخه يو شی و نه غوښته چې د هغه ترسره کول د حضرت علی (ع) لپاره ستونزمن وي او د هغه د کړاو سبب وګرځي. جامې، ګاڼې، د کور سامانونه، پراخ کور او داسې نور هغه غوښتنې دي چې معمولاً هره ښځه ځان ته اجازه ورکوي چې د خپل میړه څخه وغواړي. خو فاطمه زهرا (س) هیڅکله خپل میړه د دې ډول غوښتنو په واسطه په زحمت کي وانه چول. حتی کله چې هغه د ناروغۍ په بستر کې وه او حضرت علي (ع) د ميني او محبت په ډکه زړه له هغې څخه وغوښتل که څه شی غواړي هغه ته څرګند کړي، فاطمې زهرا (س) د خپل د غوښتنې له څرګندولو څخه ډډه کول. حضرت علي (ع) وفرمايل: ګرانې فاطمې له ما څخه يو څه وغواړه؛ کله چې يې فاطمې زهرا (س) همغسي چوپه او ارامه وليده، هغې ته يې قسم ورکړ چې د هغه څخه يو شی وغواړي. فاطمې چې نور یې چوپتیا روا نه ګڼله، ویې ویل: اوس چې دي ماته قسم راکړ که چيري يو انار وي زړه مي غواړي. حضرت علي (ع) وليدل چې مېرمنې يې وروسته له کلونو ژوند او قناعت بالاخره له هغه څخه يوه غوښتنه وکړه، نو دهغې د غوښتنې د ترسره کولو لپاره په خوښۍ سره له کوره بهر راووت. د دې کيسې شرحه يه تاريخي او روايی کتابونو کي راغلې ده.[۶][۶]

د راز ساتل

د ښځې ادب او درناوى د خپل ميړه په وړاندي دا اقتضا لري چې نه يوازې د کور د نيمګړتياوو دغټ ښوولو څخه ډډه وکړي، بلکې د امکان تر حده نيمګړتياوې په سترګو کي رانه‌وړي او هغه کوچنۍ وګڼي. کله چې د خپګان څرګندونه د میړه له خپګان پرته، بله پایله نه لري، ښځه باید په دې اړه هغه ته یوه کلمه هم ونه وايي.

یوه ورځ فاطمه زهرا (س) خپل پلار ته راغله، په داسې حال کې چې د زهرا (س) پر مخ د ضعف او لوږې نښې څرګندې وې. کله چې رسول الله (ص) دا حالت وليد، لاسونه يې آسمان ته پورته کړل او ويې ويل: «اې خدايه زما د اولاد لوږه په موړتيا بدله کړه او وضعه يې سم کړه».[۷][۷] پيغمبر(ص) بی له دې نه چې فاطمه زهرا (س) هغه ته څه ووايي د هغې له ضعف او لوږې څخه خبرداره کيږي چې دغه پخپله د کورنۍ پر بنسټ او اسرارو باندي د درېدلو يوه نمونه ده.

د اولادو سره چلند

د حضرت فاطمې زهرا (س) عاطفي او منطقي چلند د خپلو اولادونو سره، د ټولو میندو لپاره بېلګه ده. د حضرت فاطمه زهرا (س) روزنيز او اخلاقي تګ‌لاره د پاک او نېکمرغې نسل د جوړولو لپاره تر ټولو غوره لاره او تجربه ده. نو مناسبه ده چې د اسلام د مکتب پیروان د یو پاک او پرمختللی نسل په وده او روزنه کې د هغه حضرت د روزنيزي طریقې په عملي کولو سره خپل د اولادو د دنیا او آخرت د نيکمرغۍ ضمانت منځ ته راوړي.

د انسان روح هغسي جوړ شوی دی چې مینه او شفقت ته اړتیا د هغه د اساسی ترينو روحي اړتیاوو څخه شمیرل کیږي، نو له همدې کبله د دې فطری اړتیا څخه محروم ماشومان د نیمګړتیاوو، رواني ستونزو او ځینې وخت فزیکي عیبونو سره مخامخ کیږي. حضرت زهرا (س) چې پخپله د رسول الله (ص) د مينې او شفقت په سرچينه کي روزل شوې وه او زړه يې د خپل ميړه او اولادونو د مينې مرکز و، په دې لاره کې يې خپله مورنۍ دنده په ښه توګه ترسره کړه.

سلمان وايي: یوه ورځ مې فاطمه زهرا (س) ولیده چې په ژرند کولو باندي بوخته وه. په دې وخت کې د هغه زوئ حسین ژړل او بې قراره و. ورته می وويل: ستا د مرستی لپاره ژرند وکم يا ماشوم آرام کړم؟ هغه وفرمايل: «زه د زوئ د آرامولو لپاره وړ یم، تاسو ژرنده و څرخوئ».[۸][۸]

د اولادو اړتیاوو ته پاملرنه

فاطمه زهرا د خپل ژوند په وروستیو شېبو کې د خپلو اولادونو په اړه ډېره اندېښمنه وه. د هغه تر ټولو لویه اندېښنه د مور څخه د دوئ بې برخه کېدل و، ځکه هغه پوهیده چې د ده له شهادت وروسته هيڅ څوک نه شي کولای مورنۍ مينه د هغوئ سره ولري. نو د دې لپاره چې اولادونه يې د مورنۍ مينې له دې ستر نعمت څخه بې برخې پاتې نه شي، حضرت علي (ع) ته يې وړانديز وکړ او له هغه څخه يې وغوښتل چې له ده وروسته داسې څوک د ماينې په توګه وټاکي چې وکولای شي دا دنده پر غاړه واخلي. [۹][۹]

حضرت زهرا (س) له ماشومانو سره لوبې کولو ته پوره پام درلوده او دا کار د هغوئ د لا زیات تازه کېدلو او خوشاليو سبب ګرځېدل. هغه دې حقیقت ته هم پاملرنه درلوده چې په لوبو کې د مور د کلمو او حرکتونو ډول د ماشوم لپاره بېلګه ګرځي؛ له همدې امله باید مناسبې کلمې او جملې وکارول شي. سربېره پر دې، بايد د لوبو او ټوکو په چوکاټ کي د ماشوم شخصیت پیاوړی کړي او هغه د وياړونو او کسبي ارزښتونو لرلو ته وهڅوي.

رانقل شوی دی چې حضرت فاطمه زهرا (س) له خپل زوئ امام حسن (ع) سره لوبې کولې او هغه يې پورته غورځول او ويل يې: «زویه حسنه، د خپل پلار په شان شه. د حق څخه د ظلم پړۍ وکاږه. د هغه خداى پرستښ وکړه چې د ډېرو نعمتونو خاوند دى او هېڅكله د ظلم او تېري له خاوندانو سره دوستي مه كوه.»[۱۰][۱۰]

د خلکو سره چلند

د حضرت زهرا (س) یو له هغه ځلېدونکو رولونو څخه د ټولنې د کلتور لوړول، د خلکو د فکر وده او د هغوئ د ستونزو او شکونو له منځه وړل دی. فاطمه زهرا (س) له ساده مسايلو څخه نيولی تر پېچلو مشکلاتو ته ځواب ورکونکې وه او دا کار د هغې له علمي توان، فکري ځواک او لوړ همت څخه پرته ممکن نه و. د اسلام دغې سترې میرمنې د تبلیغ او روزنې ستونزي زغملې د ځېلدونکي مشعل په شان د ټولنې د لارښوونې په لاره کې وړانګې خپرې کړې او د ځان د سوځولو په واسطه يې د خلکو زړونه او روحونو ته يې ګرمي ورکړې او د اصيلو ارزښتونو او وياړونو څارنه، د بدعتونو، ناپوهيو، کږلارو او د ټولنې د رکود سره پرله‌پسې مبارزه يې خپل تګلاره وګرځول. نو له همدې کبله امت هم بايد د خپل مشر په مقام او حقوقو باندي لا زيات پوه شي او ځان د هغه په وړاندې د يو متواضع شاګرد په څېر احساس کړي او د هغه په لمن باندي منګولې ټينګې کړي، له نيمګړتيا څخه کمال ته او له ضعف څخه ځواک ته او له تيارې څخه وړانګې ته ورسيږي.

حضرت فاطمه زهرا (س) د دې مقصد یوه بشپړه بیلګه ده. هغې له ماشومتوبه د ټولنې په منځ کې ژوند کړې او له خلکو سره يې خواخوږي او دوستي درلوده. دې میرمنې له خپلو ملګرو سره صادقانه او پوهنيز اړیکې درلودې.

یوه ښځه حضرت فاطمه زهرا (س) ته راغله او ورته ویې ویل: زه یوه بوډا او ناروغه مور لرم چې په لمانځه کې ډیرې خطاګانې کوي، زه يې لېږلې يم چې له تا څخه پوښتنه وکړم چې څنګه لمونځ وکړي؟ هغه حضرت وفرمايل: هر څه چې غواړې پوښتنه وکړه. دې ښځې خپلې پوښتنې وويلې تر دې چې لسو پوښتنو ته ورسېدل او فاطمې زهرا (س) په ورين تندۍ ځواب ورکړ. ښځه په خپلو ډیرو پوښتنو شرمیدلې وه او ویې ویل: زه تاته له دې نه زیات کړاو او زحمت نه درکوم. حضرت فاطمه زهرا (س) وفرمایل بیا هم پوښتنه وکړه. بيا يې د هغې د روح د پياوړتيا لپاره داسي وويل: که چا ته کوم کار وسپارل شي، مثلاً له هغه څخه وغواړي چې یو دروند بار يو لوړ ځای ته ورسوي او د دې کار په بدل کې ورته سل زره دیناره جایزه ورکړي، آیا د دې جايزې په پاملرنې سره ستړی کیږي؟ ښځې ځواب ورکړ چې نه. هغه حضرت وفرمايل: زه د دې پوښتنو د ځواب ورکولو په بدل له خدای څخه لا ډير انعام لاس ته راوړم او هيڅکله نه ستړۍ کېږم. د اسلام له ګران رسول (ص) څخه مې اوريدلي چې د قيامت په ورځ به اسلامي عالمان د خداى په وړاندي حاضريږي او د خپل د علم او هلو ځلو او هڅو له مخې چې د خلکو د ښوونې او هدايت په لار کي يې لرلي دي، د خدای څخه اجر اخلي.

صدقه و انفاق

د حضرت زهرا (س) د مهمو کارونو څخه صدقه ورکول او انفاق کول و. د واده په شپه يې د واده جامې يو غريب سړي ته وركړې او پخپله زړې جامې واغوستلې. ډېر ځله يې خپله ډوډۍ غريبانو ته ورکړه او پخپله وږۍ پاتې شوه، خو په دې کار يې د الله شکر ادا کړ.

د ډېرې مطالعې لپاره

  • جوادی آملی، عبدالله، ښځه د جلال او جمال په هينداره کي، تهران، د رجا فرهنګي خپراوي، ۱۳۷۱ل.
  • د ليکونکي يوه ټولګه، د لمر مېرمن، قم: طاها، ۱۳۸۵ل.
  • امینی، ابراهیم، فاطمه زهرا(س) د اسلام يوه بېلګه ښځه، قم: شفق، ۱۳۸۹.
  • شهیدی، سیدجعفر، د حضرت فاطمه (س) ژوند، تهران: د اسلامي فرهنګ د خپراوي دفتر، ۱۳۸۸.

سرچينې

  1. مجلسی، محمد باقر بن محمد تقی، ‏بحارالأنوار، بیروت‏، دار إحیاء التراث العربی، ‏۱۴۰۳ق، ۴۳ټوک،۹۱مخ.
  2. «إِنَّ ابْنَتِی فَاطِمَه مَلَأَ اللَّهُ قَلْبَهَا وَ جَوَارِحَهَا إِیمَاناً إِلَی مُشَاشِهَا تَفَرَّغَتْ لِطَاعَه اللَّهِ»؛ مجلسی، محمد باقر بن محمد تقی، ‏بحارالأنوار، بیروت‏، دار إحیاء التراث العربی، ‏۱۴۰۳ق، ۴۳ټوک،۴۶مخ.
  3. «مَا کَانَ فِی الدُّنْیَا أَعْبَدَ مِنْ فَاطِمَه (ع) کَانَتْ تَقُومُ حَتَّی تَتَوَرَّمَ قَدَمَاهَا»؛ مجلسی، محمد باقر، ‏بحارالأنوار، بیروت‏، دار إحیاء التراث العربی، ‏۱۴۰۳ق، ۴۳ټوک، ۷۶مخ.
  4. مجلسی، محمد باقر، ‏بحارالأنوار، بیروت‏، دار إحیاء التراث العربی، ‏۱۴۰۳ق، ج۴۳، ص۸۴.
  5. مجلسی، محمد باقر، ‏بحارالأنوار، بیروت‏، دار إحیاء التراث العربی، ‏۱۴۰۳ق، ۴۳ټوک، ۱۱۷مخ.
  6. ریاحین الشریعه، ۱ټوک، ۱۴۳مخ.
  7. مجلسی، محمد باقر، ‏بحارالأنوار، بیروت‏، دار إحیاءالتراث العربی، ‏۱۴۰۳ق، ۴۳ټوک، ۶۲مخ.
  8. مجلسی، محمد باقر، ‏بحارالأنوار، بیروت‏، دار إحیاءالتراث العربی، ‏۱۴۰۳ق، ۴۳ټوک، ۲۸۰مخ.
  9. مجلسی، محمد باقر ، ‏بحارالأنوار، بیروت، دار إحیاء التراث العربی، ‏۱۴۰۳ق، ۴۳ټوک، ۱۷۸مخ.
  10. مجلسی، محمد باقر، ‏بحارالأنوار، بیروت‏: دار إحیاء التراث العربی، ‏۱۴۰۳ق، ۴۳ټوک، ۲۸۶مخ.