د روحانيت د اشرافي ګريو آفت

پوښتنه

پخوا شیعه عالمانو ساده ژوند درلودل، خو نن موږ د ځینو عالمانو اشرافي ګرۍ په سترګو وينو چې د روحانيت او حوزې ځايتون ته زيان رسوي؟

متعهد عالمانو له پخوا څخه تر نن ورځې پورې تل په پوره سادګۍ سره ژوند کړی او د دیني زده کړو او احکامو په تبلیغ او ترویج کې یې خپله دنده سرته رسولې ده.

د تاریخ په اوږدو کې، د روحانیت اصلی اداره د وگړيز ترينې ډلې تر عنوان لاندي او د خلکو د ګڼو ټولنو د ګټو د ملاتړۍ په موخه د ټولنې د بې وزلو پر حقوقو باند د تيري کوونکي ظالمانو او پانګوالو په وړاندي کلک دريځ نيولي دي. د تشيع د تاريخ په اوږدو کي د اصيل روحانيت وياړ له حکومتي نظامونو څخه خپلواکي او څه ډېر د ټولنیز محرومو خلکو د ګټو لپاره د دوئ په وړاندې درېدل دی. د شیعه روحانیت له ظالمو قدرتونو سره د مقابلې او د مظلومانو د دفاع په خاطر د معصومو امامانو له خوا رامینځته شوي او په معنوي لحاظ په خدای پورې تړلي او په اجتماعي لحاظ په خلکو پورې تړلي بلل شوي دي. [۱] په دې مينځ کي د يو لږ شمېر روحاني ورته کسان حساب چې د رښتينو او متعهدو عالمانو له تګ لارې څخه د ليري پاته کېدو له امله په دنیاطلبيو او اشرافي ژوند کي ايسار شوي دي د ټول روحانيت له حساب څخه جلا دی او د دغو لږو کسانو باندی په استناد سره نباید روحانیت د ساده ژوند په نه لرلو او په اشرافي ګرۍ ژوند باندي تورن شي. د روحاني په ټولګه کي لکه نورو ټولنيزو ټولګيو کي ښه او بد شتون لري او د ارزونې معیار باید د دیني عالمانو د اصلی ټولګو تګ لاره وي نه د یو څو تنو دنيا غوښتونکو تګ لاره.

واقعيت دا دی چې اصيل روحانيت تل د علمی زهد او الهي تقوا په ساتلو سره يې ځان له مادی او دنیاوی خواهشاتو څخه ليرې ساتلی دی او نن سبا هر څوک وینی چې د طالبانو د ژوند شرایط چې د روحانيت لویه برخه تشکیلوی، د ټولنې د ټیټې طبقې په سطحه کي دی. البته هغه عالمان چې د اوسنيو شرايطو له امله نورې دندې يې موندلي دي؛ لکه قضاوت، د پوهنتون استادۍ، د مختلفو سازمانونو سیاسي ایډیالوژیکي مسؤلیت او داسې نور، چې د هیواد د ورکړنې د نظام د قوانينو پربنسټ د معاشونو او مزاياوو څخه برخمن دي د طالبانو او روحانيونو سره تړاو نه لري او هغه معاشونه او مزاياوې چې دوئ لاس ته رواړي د هغوئ د دندۍ او اداري ځايتون سره سم د قانون پر اساس ورکول کيږي.

پرته له دې چې لږ شمېر ملایان چې په دولتي پوستونو او مسئولیتونو کې بوخت دي او د نورو چارواکو په شان معاش او امتیازات لري، ډېری هغه عالمان چې په تعلیم، تدریس، تبلیغ او تحقیق کې بوخت دي د ساده ژوند له سطحې څخه برخمن دي او په ناځوانۍ او بې انصافۍ سره د ډوډۍ او شهرت په ترلاسه کولو باندي تورن کيږي. لوړترينه مياشتنۍ معاش په علميه حوزه کي چې لوړترينو علمي رتبو ته ورکول کيږي د کارګرانو او کارکووونکو له معاش څخه هم لا ډېر لږ دی او په طالبانو او روحانيونو کي ډېرې بيلګې شتون لري چې په دېر کړاو سره خپل ژوند تېروي او که د ځینو اقتصادي پالیسیو او ناسم مدیریت په رڼا کې د خلکو اقتصاد او معیشت له ستونزو سره مخامخ شوي دي، روحانيت هم د دې ستونزو سره مخامخ دي.

کله شته چې موږ پخپل شخصي ژوند کې، د بیلګې په توګه اشراف ګونۍ ژوند لرو د خدای او د ځان تر مينځ که حرام وي، حرام دی او مکروه وي مکروه دی که مباح وي مباح دی؛ خو داسي وخت هم شته چې د خلکو د سترګو په وړاندې د اشرافي چلن ترسره کوو. دا نو یو مباح او مکروه کار نه دی؛ دا ټوله حرام دي.[۲] .

سرچينې

  1. مطهری، مرتضی، د اسلام انقلاب په باره کي ، تهران، د صدرا خپراوي، ۱۳۷۸ل. ۱۸۶مخ.
  2. د دولت د کابينې او ولسمشر سره د رهبرۍ ویناوې »،‌ ويب پاڼه KHAMENEI.IR.»