د شیعه او اهل سنت نظر د امامت په باره کي

پوښتنه

په کلي توګه د امامت په اړه د شیعه او اهل سنت نظر څه شی دی؟

د شیعه او اهل‌سنت نظر د امامت د مسئلې په اړه توپير لري. اهل‌سنت امامت يوازي يوه ظاهري دنده او د دين د فروعو څخه ګڼي او د امام ټاکنه د خلکو له دندو څخه بولي. شيعيان امامت يو الهي مقام ګڼي او د دوئ له نظره امام يو معصوم وګړی دی چې پرته له وحي څخه په ټولو مقاماتو کي د پيغمبر (ص) ځايناستی دی او له همدې امله هغه د دین د اصولو څخه شميري چې د انسانانو د هدايت او د الهي قوانينو د پلي کولو دنده د حکومت او خلافت سره يو ځای په غاړه لري.

د اهل‌سنت نظر

اهل‌سنت امامت يوازي يو ظاهري مسئوليت د يو ديني حکومت د مشرتابه په توګه ګڼي او په دې باور دي چې د خلیفه ټاکل د خلکو دنده ده او له همدې امله د دین له څانګو او فروعو څخه يې ګڼي.[۱] اهل سنت له پيغمبر څخه وروسته د هیڅ چا لپاره د عصمت مقام نه مني او دا نه منی چې امام د خدای او پيغمبر له لورې ټاکل شوی دی.

د شيعه نظر

امامت د شیعه له نظره د انسانانو په روزنه، د دین د احکامو د بیانولو او د هغه په ساتنه، په حکومت، قضاوت او د الهي قوانینو په اجرا کولو کي د رسول‌الله (ص) د ځای ناستی مقام دی. نو له همدې امله پرته له وحی څخه د پيغمبر (ص) ټولې ځانګړنې لري.

د تکوینی هدایت رول د امامت په مسئله کي

په دې اړه علامه طباطبایی د المیزان په تفسير کی وایی: قرآن په هغه آيتونو کې چې د امامت د تشریع کولو او نصبولو په اړه خبرې کوي، د هغه تر څنګ د لارښوونې او هدایت يادونه هم کوي، او له دې څخه معلوميږي چې هدايت، چې د امامت له کارونو څخه ګڼل شوی دی، د لارې د ښودلوپه معنا نه ده؛ ځکه خداى ابراهيم (ع) د نبوت او رسالت له مقام څخه وروسته چې هدایت او لارښوونه ورسره دی او د خلّت او دوستئ له مقام څخه وروسته د امام په توګه معرفی کړ، نو هدایت چې د امامت مقام دی د خلکو لاس نیونه ده، نه یوازي د هغوئ لارښونه. امامت په چمتو شوو زړونو کي د روحاني نفوذ له لارې يو ډول تکويني تصرف او د لارې هوارول د کمال او حقيقي هدايت لورې ته د زړونو د بېولو لپاره او له یوې مصنوعي سطحې څخه بلې درجې ته یې انتقالول او د دین د موخو د تحقق ورکولو لپاره دی. او هغه څوک دغسي با شرافت مقام ته رسيږي چې مخکي پخپله دا ډول هدايت ته رسېدلی وي او څوک چې هدايت شوی وي د نورو هدايت ته اړتيا نه لري او د هغه هدايت نورو ته د هغوئ د قابليتونو پر بنسټ رسيږي. او دغه څوک معصوم او امام دی او په طبيعي توګه څوک چي د نورو لارښونې ته اړتيا لري معصوم او امام به نه وي.[۲]

د عصمت او امامت اړيکه

د شیعیانو د عقیدې له مخې، څرنګه چې امامان (ع) عصمت لری، باید د دین ساتونکي او د مسلمانانو حاکمان وي. په دې اساس امامت د دین د ساتنې او پېژندنې له نظره د نبوت د لیکې دوام دی. په همغه دليل چې د الهي قانون د راوړونکي عصمت ضروري دی، د هغه قانون د ساتونکي او مفسر عصمت هم ضروري دی. په همغه ډول سره چې خطا او ګناه د الهي قانون په راوړونکي کې د بعثت موخه چې د خلکو هدايت دی باطلوي، د الهي قانون په مفسر او پلې کونکي کي خطا او ګناه هم د ګمراهۍ سبب ګرځي. نو د الهي قانون سره سم له رسول الله (ص) څخه وروسته د هغه لپاره د معصوم مفسر شتون ضروري دی؛ ځکه چې څه ډېر خلک به د خدای د قانون په پوهه کې په مختلفو نظرونو باندي اخته شي او په خطا باندي به ولاړ شي. او څرنګه چې اسلامي شریعت ابدي دی او د قرآن کاروړنه په عمومي لارښوونو او انساني روزنو او د ستونزو په حلولو او د شخړو په له منځه وړلو کي تل پاتی دی نو پر بشر باندي لازمه ده چې د قيامت تر ورځې پوري د هغه په آوامرو باندي عمل وکړي. او صحیح او سمه کړنه د هغه د معصومانه او بی له خطا څخه د بيانولو په ګرو کي ده، نو لازمه ده چې دې موخې ته د رسېدلو لپاره خدای تعالی خپل د قانون د سم پوهولو لپاره د پيغمبر څخه وروسته داسي يو معلّم وټاکي چې ټوله د قرآنې زرده کړو، سنتونو او الهي قوانینو د پوهېدلو لپاره هغه ته مراجعه وکړي. د داسي معلّم او ښوونکي پېژندنه بې د خدای د نص څخه د بشر لپاره ممکنه نه ده؛ ځکه د عصمت مقام د بشر د درک څخه بهر دی. امام رضا(ع) په دې اړه فرمايي: «هرومرو د امامت ارزښت والاتره، او شأن یې ستر او له هر شی څخه ژور دی چې خلک وکولای شی په خپل عقل سره هغه ته ورسيږي او يا په خپله خوښه یو څوک د امام په توګه وټاکي».[۳]

د امام ټاکنه د خدای له لورې

د شیعه د مذهب د عقیدې له مخې امامت یو الهی مقام دی او امام د خدای لخوا ټاکل شوی او د پیغمبر لخوا بندګانو ته معرفي کیږي: د قرآن له مخې ابراهیم (ع) د نبوت او رسالت له مقام څخه وروسته امامت ته ورسید او قرآن امامت د الهي عهد په توګه یاد کړی دی او په مطلقه توګه یې ويلی دی چه د امامت مقام ظالمانو ته نه رسیږي.[۴](څه دا چې په پخوا کي ظالم وي يا اوس او څه دا چې د شرک او ګناه په واسطه يې پر ځان باندي ظلم کړی وي يا دا چې پر نورو باندي يې ظلم کړی وي) نو ه دې څخه لاس ته راځې چې امام بايد له خطا او ګناه څخه معصوم وي.

په ډېرو آيتونو کي خداى پاک د امام او خليفه تشریعول او نصبول يي ځان ته نسبت ورکړی دی.[۵] او هغه يې د خلکو په خوښه نه دى پرې اېښي. له دې مطلب څخه معلوميږي چې امامت د نبوت د مقام په شان يو الهي منصب دی، نو خدای باید پخپله هغه معرفی کړي او خدای د ولایت، امامت، مودّت، تطهير، تبلیغ او د اولي الامر ... په آیتونو کي امام معرفي کړی دی.

او همدارنګه رسول‌الله (ص) له ځان څخه وروسته امام په متواترو احادیثو کې معرفي کړی دی. د مثال په توګه د احمد بن حنبل په مسند او د اهل‌سنت په نورو کتابونو کي د يمن د جګړې څخه وروسته چې د خالد بن وليد او امام علي (ع) ترمنځ شخړه رامنځ ته شوه او کله چې رسول الله (ص) با خبر شو د هغه په څېره کي غضب ښکاره شو او ويې فرمايل: «لا تَقَع فِی عَلِیٍ فَاِنّهُ مِنّی وَ اَنا مِنهُ وَهُوَ وَلِیّکُم بَعدِی؛[۶] یعني د علی سره شخړه مه کوئ هغه زما دی او زه د هغه يم او هغه زما څخه وروسته ستاسو ولي دی» په کنزل العمال کي هم رانقل شوی دی چې رسول الله (ص) وفرمايل: « دَعُوا عَلِیاً دَعُوا عَلِیاً دَعُوا عَلِیاً؛ اِنّ عَلِیاً مِنِّی وَ اَنا مِنهُ وَ هُوَ وَلِیُّ کُلِّ مُؤمِنٍ بَعدِی[۷] درې واره يې وويل علي پرېږدئ په رښتيا چې علي زما دی او زه د علي يم او هغه زما څخه وروسته د ټولو مؤمنانو ولي دی».

همدارنګه د يو معصوم انسان په شتون سره چې آيتونه، روايتونه او عقل د هغه پرعصمت باندي دلالت لري، د يو غير معصوم امامت ته وار نه رسيږي. په دې برخه کې یوازې د یوه آیت محتوا ته اشاره کيږي: فخر رازي چې یو له سني عالمانو څخه دی، د دې آیت تر لاندې چې فرمايي: «اې د ایمان خاوندانو د خدای او رسول او د خپل اولي الامر اطاعت وکړئ» ، وايې: اولي الامر يا د امر څښتونکي بې له معصومانو څخه نور څوک نشي کېدای؛ ځکه چې د خدای امر په مطلقه د غیر معصوم په اطاعت باندي محال او نه کېدونکی دی.[۸]

د امام نصبول د بندګانو لپاره د خدای فضل دی؛ ځکه امامُ انسان د خدای اطاعت نژدې کوي او د هغه له ګناه څخه ليري کوي.[۹]

د ډيرې مطالعې لپاره

  • امامت او رهبری، شهید مطهری.
  • امامت او کامل انسان د امام خميني له نظره؛ روح الله خمینی (تدوین: فروغ السادات رحیم پور)

سرچينې

  1. ابن خلدون، د ابن خلدون تاريخ، دار احیاء التراث العربی، څلورم چاپ، بی تا، ۱ټوک، ۱۹۱مخ
  2. علامه طباطبائی، محمد حسین، المیزان، د اسلامی خپاروي دفتر، بی تا، ۱۴ټوک، ۴۲۸مخ او ۱ټوک، ۴۱۴مخ
  3. کلینی، محمد بن یعقوب، اصول کافی، کتاب الحجة، باب نادر فضل الامام، قم، اسوه، ۱۳۷۵ل. ۲ټوک، ۱۱۹مخ.
  4. د بقرې سورت،۱۲۴آيت.
  5. د بقرې سورت، ۱۲۴ آيت؛ د انبیاء سورت،۷۳ آيت؛ د سجدې سورت،۲۴آيت؛ د ص سورت،۲۶آيت؛ د طه سورت، ۲۹آيت.
  6. أحمد بن حنبل أبو عبدالله شيباني، مسند الإمام أحمد بن حنبل، ۵ ټوک، ۳۵۶ مخ، مصر، مؤسسة قرطبة؛ نسائی، أحمد بن شعيب ، سنن النسائی الکبری، ۵ټوک، ۱۳۳ مخ، بیروت، دار الكتب العلمية، 1چاپ، 1411ق / 1991م.
  7. علي بن حسام الدين متقی هندی، كنز العمال في سنن الأقوال والأفعال، 11ټوک، 279 مخ 32940و 32841 حديثونه، بیروت، دار الكتب العلمية،1چاپ 1419ق/1998م.
  8. فخر رازی، محمد، تفسیر کبیر، بیروت، دار الفکر، ۱۴۱۵ق، ۱ټوک ، ۱۴۴.
  9. علامه حلی، حسن بن مطهر، کشف المراد، قم، اسلامی خپراوي، ۷ چاپ، ۱۴۱۷ق، ۴۹۰مخ.