د مطالعاتو او شبهاتو ته د ځواب ويَنې مرکز (علمیه حوزې)

د قم د علمیه حوزې د مطالعاتو او شبهو ته د ځواب ويَنې مرکز په ۱۳۷۹ لمریز کال کي د علمیه حوزې د عالي شورا له خوا د ورځني دینی فکر د بیانولو او بنسټیزو پوښتنو ته د ځواب ورکولو او د دین په سیمه کې د شبهو او زيانونو د له منځه وړلو او ليري کولو لپارتأسيس شو. وروسته له دې دغه مرکز د قم د علميه حوزې تر مديريت لاندي راغۍ.

د مرکز ځینې فعالیتونه:

  1. د شاوخوا ۷۰ کتابونو خپرول.
  2. د قرآن او حدیث، فقه، کلام او فلسفه، حقوق او د احکامو فلسفه، سیاست او ټولنه، پالنه او ارواپوهنه، ادیان او مذهبونه، تاریخ او سيرت او شبهه موندنې، په ۹ تخصصی ګروپونو له ۱۵۰,۰۰۰ څخه زیاتو پوښتنو ته علمي ځوابونه.
  3. د پاسخ ۱ او پاسخ ۲ په نامه د تخصصی سافټویر تولید (د شاوخوا ۱۴ زره پوښتنو او ځوابونو سره).
  4. د مناسبتی سافټویرونو تولید لکه: ستر پیغمبر (ص) غدیر، کوثر، د نینوا لمر نینوا، د سهار ويښتيا ۱ او ۲، د ټاکني فريضه، د امام لاره او د ماشوم پالنه.
  5. د اندیشه قم د سایټ فعالیت د یوې لسیزې څخه د زياتو مخينې سره
  6. د فیضیه په مدرسه او د هیواد په نورو برخو کې د دیني ارشاداتو د مرکز له ۲۰۰ څخه د زیاتو تخصصي غونډو ترسره کول.
  7. په څو نندارتونونو کې ګډون کول لکه د قران کریم او د تهران د کتاب او مطبوعاتو نړیوال نندارتون.
  8. د آیت الله العظمی سبحانی په مشرۍ تر۲۰ زياتې ګڼې د صباح تخصصی درې میاشتنۍ مجلې خپرول او د پاسخ په نامه د تخصصي مجلې د خپرولو پيل.
  9. په اينټرنټ، مطبوعاتو، کتابونو اوانځوريزو رسنیو کې د شبهوسیستماتیک څارنه او تحلیل.

مخکي له دې نه دغه مرکز د «علميه حوزې د مطالعاتو او د فرهنګي څیړنو مرکز» تر نامه لاندې فعالیت کول.