د پېښو لکه سیلابونو او زلزلو لاملونه

د ویکی پاسخ لخوا
پوښتنه

ولې خدای د انسانانو د تباه کولو لپاره د سیلابونو او زلزلو په څیر پیښې رامینځ ته کوي؟

د طبیعت نړۍ د علت او معلول پر بنسټ جوړه شوې ده او ډیرې پیښې لکه زلزلې، سیلابونه او نور د طبیعت د نورمال تګ پایله ده. د نړۍ عادي غوښتنه داسي ده چې ځینې پیښې لکه سیلابونه او زلزلې رامنځ ته شي. البته، الهی عدالت دا غوښتنه لري چې په دې پيښو کي بې ګناه او اخته شوي کسان د اخروی اجرونو او يا د احکامو د سپکولو له لاري د هغوئ سره مرسته وکړي. همدارنګه انسان کولای شي د دغو آفتونو زیانونه کم کړي او حتی په ځینو مواردو کې له هغو څخه ګټه واخلي؛ لکه د زلزلې ضد ودانیو جوړول او... .

هغه څه چې موږ د پيدايښټ او کائنات له رازونو څخه پوهیږو، د هغه څه په پرتله چې موږ نه پوهیږو ډېر لږ دی. که موږ د طوفان یا زلزلې رازونه نه شو موندلی، نه شو کولای په کلّي توګه هغه تر نيوکې لاندي ونيسو. په تېرو زمانو کې ډېرې مسئلې د شرور او بلایاو څخه شمېرل کېدل، خو نن ورځ د ساینسي پرمختیا او له کایناتو څخه د نویو اسرارو د کشفولو له امله هغه شيان ګټور ګڼو.

البته بايد دې ته پام وشي چې په قرآن او اسلامي احاديثو کې د بشري ټولنو ځينې پېښې د ګناهونو سزا ګڼل شوې ده. د انسان ګناهونه او ناروا کړنه نه یوازې په ګناهګار باندې اغیزه لري، بلکې د ټولنې د نورو غړو په برخلیک کي هم اغیزه کوي.

د کائناتو ولاړېدل په طبیعي لاملونو باندي

طبیعي نړۍ د علت او معلول پر بنسټ جوړه شوې ده. د داسې نړۍ غوښتل چې د هغه په مخلوقاتو کي ناروغي، مړينه، شخړه او کړاونه نه وي، په حقیقت کې د داسې اور غوښتنه ده چې کله هم ونه سوځوي. په هر ځای کې چې اور وي، د هغه ځانګړی اغېزه سوځول دی؛ که په کعبه او جومات کې وي، که په کور او دوکان کې وي. نو له همدې امله دا تمه نه شو لرلای چې مادي نړۍ د عليت له نظام څخه بهر، کار ترسره کړي.[۱] البته، الهی عدالت ايجابوي چې بې ګناه اخته شوي او ځپل شوي کسان په آخرت کې د اجر ورکولو او د احکامو د سپکولو له لارې د دوئ سره مرسته وکړي. خدای د بقری په سورت کي فرمايي: «الَّذِينَ إِذَا أَصَابَتْهُم مُّصِيبَةٌ قَالُواْ إِنَّا لِلَّهِ وَ إِنَّا إِلَيْهِ رَاجِعُون * أُوْلَئكَ عَلَيهِْمْ صَلَوَاتٌ مِّن رَّبِّهِمْ وَ رَحْمَةٌ وَ أُوْلَئكَ هُمُ الْمُهْتَدُونَ؛ صبرکوونکو ته زېرۍ ورکړه؛ هغه کسان چې هرکله د مصيبت سره مخامخ کيږي وايي: موږ د خدای یو او د هغه لوري ته ورګرځو، دا هغه کسان دي چې د خدای رحمت پر دوئ باندي شامليږي».(بقره: ۱۵۶ - ۱۵۷)

په پيدايښت کې پټ حکمتونه او مصلحتونه

هغه څه چې موږ د پيدايښت او کائنات له رازونو څخه پوهیږو د هغه څه په پرتله چې موږ نه پرپوهیږو ډېر لږ دی. که موږ نه شو کړای د طوفان یا زلزلې رازونه پيدا کړو، نشو کولای هغه تر نيوکې لاندي راوړو. پخوا به ډېرې مسئلې شر او بلا ګڼل کېدل، خو نن ورځ د علمي پرمختیا او له کايناتو څخه د نويو رازونو د کشفولو له کبله، هغه شيان ګټور ګڼو. [۲]

نو له همدې امله، د طبیعت نړۍ باید د عقل په سترګو وڅیړل شي او نبايد د عاطفې په سترګو ورته وکتل شي. سیمه ایزې پیښې د جزئي ليد له نظره شر او ناخوښې دي، خو په طبيعت کي د پیښو د ټولګو په مطالعه کي څه ډېر به د يو لړ بې شمېرو مخکينيو خیرونو پايله وي يا به د ډېرو سرچينو د منځ ته راوړلو لامل وګرځې چې د بې شمېرو انسانانو ژوند تأمينوي، دا ډول لږ شر د ډېر خیرپه وړاندي (چې د جلا کیدو وړ نه دی) شر نه ګڼل کيږي.

د انسانانو وس د ځينو بلاياوو په کنټرول کي

سره له دې چې انسانان د بلایاوو او کړاوونو په منځ کې دی او مادي نړۍ د ناخوښو پېښو لکه طوفانونو، سیلابونو او زلزلو سره مل ده، خو انسان کولای شي د هغه زیانونه لږ کړي او حتی په ځینو مواردو کې د هغو څخه د ځان لپاره ګټه واخلي. په زلزله کوونکو سيمو کې د زلزلې ضد ودانۍ جوړول، په سېلابي سيمو کې د ټينګو بندونو جوړول د دغو دوو طبيعي پېښو له امله د رامنځته شويو زيانونو مخه نيسي او څه ډېر انسانان به له هغه څخه ګټه واخلي. [۳]

ځینې عذابونه د طبیعي پیښو په بڼه

په قرآن او اسلامي رواياتو کې د بشري ټولنو ځينې پېښې د ګناهونو سزا ګڼل شوې ده. د انسان ګناهونه او ناروا کړنې نه يوازې پر ګناهګار باندې اغېزه لري، بلکې د ټولنې د نورو غړو په برخليک کي هم اغېزه لري، قرآن کريم په ښکاره توګه فرمايي: «وَ اتَّقُوا فِتْنَةً لا تُصيبَنَّ الَّذينَ ظَلَمُوا مِنْكُمْ خَاصَّة؛ له هغه فتنې څخه ووېرېږئ چې يوازې ستاسو ظالمانو ته نه رسېږي». (انفال: ۲۵) او د پخوانیو امتونو د یوې ډلې په اړه چې هر یو یې د خپلو ګناهونو له امله په سزاګانو کې ايسار شول، فرمايي: «فَكُلاًّ أَخَذْنا بِذَنْبِهِ ... وَ مِنْهُمْ مَنْ أَغْرَقْنا وَ ما كانَ اللَّهُ لِيَظْلِمَهُمْ وَ لكِنْ كانُوا أَنْفُسَهُمْ يَظْلِمُونَ؛ موږ له دوئ څخه هر یو په خپله ګناه اخته کړل... ځینې مو په اوبو کي ډوب کړل، او دغه خدای نه و چې پر دوئ باندي يې ظلم کړی وي، بلکې دوی پخپله پر خپل ځان باندي ظلم وکړل». (عنکبوت: ۴۰)

د ډېرې مطالعې لپاره

  • د قرآن پيغام، ناصر مکارم شیرازی، ج۴، ص۴۴۰، ۱ ټوک، ۵۰۶مخ، قمُ نسل جوان، ۱۳۶.
  • د قرآن مفاهيم، جعفر سبحانی، ليکونکۍ: جعفر الهادی، ۱ټوک، ۳۲۹–۳۳۴مخ قم: توحید،۲چ، ۱۴۰۴ق.
  • دعقاید و زده کړه، محمدتقی مصباح یزدی، ۱ټوک، ۲۰لوست، ۱۹۸مخ، تهران: سازمان تبلیغات.
  • مجموعه آثار، مرتضی مطّهری، ۱ټوک، ۱۴۷مخ، قم، صدرا.
  • د يو مسلمان عقیده، ناصر مکارم شیرازی، ۶۰–۶۳ مخ، قم، مطبوعاتی هدف.

سرچينې

  1. سبحانی، جعفر، د کلام په علم کي د نويو مسائلو مدخل، قم، د امام صادق مؤسسه، لمړۍ چاپ ، ۱۳۷۵، ۱۲۳مخ.
  2. مکارم شیرازی، ناصر، د قرآن پيغام، قم، د امیرالمؤمنین مدرسه ، څلورم چاپ، ۱۳۷۴، ۴ټوک، ۴۴۳مخ.
  3. سبحانی، جعفر، د کلام په علم کي د نويو مسائلو مدخل، قم، د امام صادق مؤسسه، لمړۍ چاپ، ۱۳۷۵، ۱۲۲مخ.