روحانیت، پرمختیا او ټیکنالوجي
آیا روحانيت د ټيکنالوجۍ او پرمختیا سره مخالف دي؟
د اسلام زدهکړې او د علم او پوهې په لور ځانګړی ټينګار او هڅونه او د فکرکولو اهمیت د مسلمانانو د ودې او پرمختګ او د یوه ځلاند تمدن د بنسټ اېښودلو زمينه يې جوړه کړه. اسلام او د روحانيت ټولنه په نړۍ کې د تمدن د پرمختګ، پراختیا او خپورتيا د مخکښانو څخه دي. لويديځ پوهان لکه ويل دورانت په دې باور دي چې اسلامي تمدن په نړۍ او په تېره بيا په لوېديځه ټولنه کي د ساينس او کلتور د پرمختګ او پراختيا لامل شوی، او بېلابېل علوم د مسلمانانو د فعاليتونو څخه پوروړي دي.
اسلام او اسلامي عالمان د هغو بنسټونو او تفکر سره چې د لويديځ پر تمدن باندي ولکه لري مخالف دي چې د انسان په اړه خپل په يو اړخيز او مادي نظر سره د انسان اخلاقي او معنوي ارزښتونه يې له منځه وړي دي او انسان يې په ډېرو بحرانونو کې ايسار کړی دى.
له اسلامي تمدن څخه د غرب پور اخیستل
که نن لويديځ د تمدن او پرمختیا دعوا کوي، نو مسلمانان د اسلامي زدهکړو په رڼا د کلونو کلونو په اوږدو کي د پرمختیا او تمدن څخه برخمن و او لويديځ خپل په پرمختیا کي د اسلام څخه پوروړی دی.
د اسلامي تمدن ځلانده مخينه او کړليک د اسلام پر پوهنيز ظرفيت او عملي کړليک د پرمختګ او پراختيا په رسمولو کي يو روښانه سند دی.
د لويديځ پوهندويانو اعتراف
ویل دورانت د تمدن د تاریخ په کتاب کي داسي لیکي: «اسلام په پنځو پیړیو کې له ۸۱ څخه تر ۵۹۷ هجري قمري (۷۰۰ تر ۱۲۰۰ میلادي) پورې د ځواک، نظم، د حکومت د ولکې د پراخوالی، د اخلاقو او چلند د پاکولو، د ژوند د سطحې، د منصفانه قوانينو او دیني آسانتيا د جوړولو، ادبيات، ساینس، طب او فلسفې له نظره د نړۍ مخکښ و... اسلام په مسيحي نړۍ کې ډول ډول او ډیرې اغیزې درلودې. مسيحي اروپا خواړه، شربتونه، درمل، درملنه، وسلې، د ځانګړو کورنیو نښو کارول، هنري ذوق او انګیزه، د صنعت او سوداګرۍ وسایل او تخنیکونه او د سمندري قوانینو لاره چاره يې له اسلام څخه زده کړل او په ډېرو ځايونو کي د هغه لغاتونه يې هم له مسلمانانو څخه واخيستل...
اسلامي عالمانو د یونان ریاضي، فيزیک، کیمیا، ستورپوهنې او طبابت يې و ساتل او بشپړ يې کړل او دا یوناني میراث يې چې خورا بډای شوی و، اروپا ته انتقال ورکړ. د طب بيرغ د پنځو سوو کلونو لپاره په نړۍ کي د اسلامي ډاکټرانو په لاس کي و. ابن سینا او ابن رشد چې د اروپا د فيلسوفانو له نظره دغه دواړه له یونانیانو وروسته د مرجع په توګه ګڼل کېدل، د ختيځ وړانګې وې... د اسلام دغه اغېزه د سوداګرۍ او صليبي جګړو، له عربي څخه لاتين ته د زرګونو کتابونو ژباړه او هسپانيې ته د ژربر، مايکل اسکات په څېر د پوهنوالانو د سفرونو له لارې تر سره شوې ده.[۱]
مونتګومري واټ وايي: «موږ اروپایان له اسلام څخه د خپل کلتور پوروړتيا په پام کي نه نيسو، موږ په ډيرو وختونو کي په خپلو کلتوري میراثونو کې د اسلام د اغېزې اندازه او اهمیت لږ ګڼو او ځينې وختونه له هغه نه په بشپړه توګه سترګې پټوو... نن پر موږ لوېديځ اروپايانو لازم دی چې خپل غلطه پوهه اصلاح کړو او د اسلامی نړۍ او عرب څخه خپل په پور باندي اعتراف وکړو.[۲]
زیگرید هونکه لیکي: «اسلامي تمدن چې د مسلمانانو له خوا پیل شو، نه یوازې یوناني میراث یې له تباهۍ او ورکیدو وژغوره او هغه ته يې اسلوب او نظم ور وبخښل او اروپا ته یې ورکړ، بلکې دوئ د آزمايښتي کیمیا، فيزیک، الجبر، او د نن ورځې په پوهه د حساب علم او فضايي مثلثات، جیولوجی او د ټولنپوهنې بنسټګر دي. اسلامي تمدن د تجربوي علومو په ټولو ډګرونو کې بې شمېره قيمتي کشفونه او اختراعات، چې زياتره يې وروسته د اروپايي ليکوالو له خوا غلا شوي، لويديځ ته ډالی کړي دي. خو ښايي له هغو څخه تر ټولو قيمتي د طبيعي علومو د څېړنې اسلوب وي چې د مسلمانانو دغه وړانديتګ و چې د اروپا لپاره یې لاره پرانیستله او د طبیعت د قوانینو د پیژندلو او د هغې د برترۍ او کنټرول لامل شو».[۳]
د پراختيا او پرمختیا د اصل سره د عالمانو مخالفت نه لرل
اسلام او علما د پراختيا او پرمختګ د اصل او د انساني لاسته راوړنو سره مخالف نه دي. د اسلام زدهکړې، د علم او پوهې په لور ځانګړی ټينګار او هڅونه، د تفکر او اندېښنې کولو اهمیت، کار او کوښښ او د کار په ټينګتیا باندي سپارښتنه او... د مسلمانانو د ودې او پرمختګ او د یو ځلاند تمدن د بنسټ سرچينه وګرځېدل. هغه څه چې اسلام او عالمان د هغه سره مخالف دي د لويديځ پر تمدن باندې د بنیانونو او تفکر ولکه ده چې د انسان په اړه په خپل يو اړخيز او مادي نظر سره د انسان اخلاقي او معنوي ارزښتونه هېر کړي او انسان يې په ګڼ شمير بحرانونو کې ايسار کړی او په بېلابېلو ډګرونو کې د نن ورځې د بشر ژوند يې، تر اغېز لاندي راوړی دی.
د تمدن له ځينو مظاهرو سره د ځينو ديني عالمانو مخالفت د هغو په اصل پورې اړه نه لري، بلکې هغه کلتور ته ستنيږي چې له ځانه سره لري او ويجاړوونکي اغېزې دي چې د خلکو پر کلتور باندي لري. د سينما، تياتر، راډيو او ټلويزيون او داسې نورو سره د علماوو مخالفت د همدغه شی په وړاندي ترسره کېدل. له همدې امله، مسئله یوازې د ټیکنالوژۍ کارول نه ده، بلکې هغه کلتور دی چې د دې ټیکنالوژۍ سره ځاي پر ځای کیږي؛ ځکه چې ټیکنالوژي له خپلو ارزښتونو څخه بېل نه دی او د ټکنالوژۍ په داخلیدو سره د هغه کلتور هم ژوند ته داخلیږي او دا کار له اسلامي کلتور څخه د واټن اخستلو سبب ګرځي.
د ځينو ناوړو عکس العملونو څخه چې تېر شو، دا عکس العملونه، د عالمانو د هوښیارتیا ښکارندوی دی چې نه غواړي په تړلو سترګو او غوږونو او پرته له دې چې د موضوع مختلف اړخونه وڅیړي، یوازې د نورو څخه د تقلید له امله هغه ومني، بلکي د هغه په مختلفو اړخونو باندي اندېښنه او پاملرنه کوي. د تمدن له ظواهرو سره په معامله کې د علماوو اسلوب نه په ړانده سترګو د هغه منل دی او نه په جاهلي تعصب سره په مطلقه توګه د هغه رټل دی، بلکې هغه ته په واقعي سترګه ګوري او مثبت اړخونه يې مني.
د روحانيت په منځ کې، ځینې وګړې د تمدن د ځینو مظاهرو سره په چلند کي وچ غبرګونونه لري چې د روحانيټ په وړاندې مخالف جریانونه هڅه کوي دا غبرګونونه ټولو روحانيت ته په عمويت ورکولو سره، د روحانيت ټولنه د تمدن او پرمختګ مخالف وښيي؛ خو دا ډول نظر، موردي نظردی او د روحانيت د ټولنې نظر نه دی؛ نو له دې کبله هغه نبايد د علماوو او فقهاوو د ټولنې نظر وګڼل شي.
پرمختیا او پراختيا یوه نسخه نه لري او د پرمختګ لاسته راوړنه یوازې د غربي تمدن د ټولو غوښتنو په منلو پورې محدود نه دی او اسلام خپل د زدهکړو پر ستنو او پرمخ تللي بنيانوسره د پرمختيا بنسټګر دی او په اوسني عصر کې د اسلامي تمدن بیا رغونه کولای شې یوه مناسبه بېلګه د لویدیځ د پرمختيا د بېلګې پر ځای وي.
د تمدن هغه ستونځې چې پر لويديځ باندی د حاکمو بنیانونو څخه راوتلي دي
د غربي تمدن د بحرانونو ميدان په معرفت، اندېښنه او همدا رنګه د انسان په اخلاقي، سياسي او ټولنيزو اړخونو کې دی او مادي او تکنالوژيکي پرمختګونه نه دي توانيدلي چې د معنوي، اخلاقي، ټولنيز او سياسي ارزښتونو د زوال دروند سيوري پټ کړي او د دې مادي پرمختګ تر شا، په معنويت، ارزښتونو او انسانيت کي شاته تګ يې منځ ته راوړی دی.
رنه ګنون د نوي تمدن د پایلو او تړلو لارو په اړه لیکي: «هغه څوک چې په نعمتونو کي ډوب شوی او هوسا ژوند خپل آرمان ګرځولی او له هغه ښه ژوند څخه چې د پرمختګونو څخه لاس ته راوړی دی، آیا دوئ د مخکنيو انسانانو په پرتله نېکمرغ تره دي؟ نن ورځ ارتباطي چټکې وسيلې او ډیرې اسانتیاوې شتون لري، خو د توازن نشتوالی او ګډوډي او د لا ډېر اړتیاوي احساس هغه يې د له منځه وړلو له خطر سره مخامخ کړی دی او د هغه امنیت یې نور هم له ګواښ سره مخ شوی دی؛ ځکه چې د نوي تمدن موخه د جوړې شوې او غیر حقیقی اړتیاوو له زیاتوالي، له امکانات او طبیعی ډاليو څخه د لېونتيا په توګه ګټه اخیستنه او د خوند غوښتنې او لا ډېر راضی کېدل او په ماشينې ژوند کي د انسان د ډوبېدو څخه بل شی نه دی.[۴]
سرچينې
- ↑ ویل، دورانت، د تمدن تاريخ، ژباړه: ابوطالب صارمی او نور، ( د ايمان عصر ، لومړی برخه)، تهران، د علمي او کلتوري خپراوي، ۱۳۷۳ل، ۴ټوک، ۴۳۴-۴۳۲مخ.
- ↑ وات، مونتگمری، د اسلام اغېزه به اروپا کي، ژباړه: یعقوب آژند، تهران، مولی، ۱۳۶۱ل، ۱۰، ۱۴۸مخ.
- ↑ صرفی، محمد تقی، اسلامي تمدن د پرديو له ژبې څخه، تهران، د غورې خپراوي دفتر، ۱۳۷۴ل، ۱۰۶مخ.
- ↑ گنون، رنه، د نوې نړۍ بحران، ژباړه: ضیاء الدین دهشیری، تهران، امیر کبیر، ۱۳۷۲ل، ص۱۴۴مخ.