له معاويه سره د امام علي (ع) پرېکنده چلند

پوښتنه

امام علي (ع) ولې د معاويه په وړاندې انعطاف نه درلود او په بشپړه توګه پرېکنده وو؟

امام علی (ع) د خپل خلافت په لومړیو ورځو کښې معاویه د شام له حکومته عزل کړ او مدینې ته یې را وبلل. امام نه غوښتل هغه جریان چې معاویه یې مشردی په اسلام او د اسلام د دین په نوم رسميت ولري. د شام په واکمنۍ کې معاویه په لنډمهاله یا دایمي توګه پرېښودل کولای شول پراخ اړخونه او پیچلې پایلې ولري.

امام علی (ع) معاویه د مختلفو دلایلو له مخې له واکه ګوښه کړ:

په شام کې د معاویه مخ پر ودې ځواک

د معاويه د ګوښه کولو تر ټولو مهم لامل دا و چې هغه د علي (ع) څخه مخکې د دوو خليفه ګانو په وخت کې لږ تر لږه په «خودمختاره» توګه حکومت کول. پر شام باندې د معاويه د واکمنۍ له ١٨ څخه تر ٣٦ هجري پورې د اوږدې مودې په تيريدو سره هغه د خپلې سيمې د پراخولو په فکر کښې شو او له همدې امله علي (ع) ته په خپل يو وروستۍ ليک کښې (د صفين له جنګ نه مخکې) دا غوښتنه وکړه چې پر شام باندی سربېره د مصر حکومت هم بايد د هغه تر ولکې لاندي وي[۱] بې له شکه د معاويه دغه ډول واکمني به بالاخره د اسلام د حاکميت او ولکې د تجزيه کېدو لامل ګرځېدل.[۲]

همدا رنګه داسې انديښنه هم وه چې معاويه به په شام او مصر کې تر بشپړې واکمنۍ وروسته په همدې سيمو باندي قناعت و نه کړي او وخت په وخت به نورو ځمکو ته هم لاسونه وغزوي او حتی د «خلافت» دعوا به هم وکړي. له همدې امله علي (ع) د پورتنيو دلايلو له مخې ونشوه كړاى چې د معاويه حکومت وزغمي.[۳]

د امام علی (ع) د خلافت د نه منلو احتمال

د اهل سنت عالم «ابن ابي الحديد» (۵۸۶-۶۵۶ق)، دا احتمال پياوړی کړی دی چې د معاويه په پاتې کېدو سره، بيا هم د علي (ع) د خلافت له منلو څخه يې سرغړونه کول او نه حاضرېدل چې د علي (ع) سره بيعت وکړي. هغه د علي (ع) او معاويه ترمېنځ د اړيکو مخينې ته اشاره کړې ده او د علي (ع) په لاس د معاويه د ورور، تره او نيکه وژلو ته په استناد سره له علي (ع) سره د معاويه د دښمني او تضاد په باره کي خبرې کړي دي.[۴]

محققانو په دې باور دي که امام علي (ع) د دوو مخکنیو خليفه ګانو په شان د معاويه د کړنې سره يې مخالفت نه کول او د هغه سره يې تساهل او مدارا درلودل، بې له شکه معاويه به هم حاضرېدل چې د علي (ع) سره بيعت وکړي. خو علي (ع) هيڅکله ځان ته اجازه نه ورکول چې معاويه پر دې کار باندي وګماري.[۵]

د معاويه د ګوښه کولو لپاره د پاڅونکو غوښتنه

د عثمان پر ضد د پاڅونکو د غوښتنو څخه یوه غوښتنه د شام له حکومت څخه د معاویه لیرې کول وو. پاڅونکي ګروهمن وو چې معاویه په ښکاره ظلم کوي او د دین له احکامو سره مخالفت کوي. مروان بن حکیم معاویه ته په خپل لیک کې ليکلی و چې د عثمان پر خلاف د پاڅونکو د اعتراضونو څخه يو دا و چې عثمان، شام معاويه ته سپارلی دی.[۶] له همدې کبله هيڅ لاره د هغه د پاتې کېدو لپاره نه وه. دغه راز علي (ع) هيڅکله معاويه يې د امارت وړ نه ليدل او معاويه د علي (ع) په سترګو کې يو «فاسق» و او د علي (ع) د حکومت تر ټولو اساسي بنسټ دا و چې فاسقان په کار باندي و نه ګماري.

سر چينې

  1. وګورئ: ابن عساکر، د ابن‌عساکرتاريخ، ۶۲ټوک،۹۱مخ.
  2. وګورئ: ابن ابی الحدید، د ابن ابی‌الحدید شرحه، ۱۰ټوک، ۲۳۲مخ.
  3. د دې ليکنې دويمه برخه (د معاويې سره د علی (ع) مدارا نه کول) د ښاغلي حامد منتظري مقدم د مقالې څخه اخيستل شوې. د معرفت فصلنامه، ۵۲ ګڼه.
  4. ابن ابی الحدید، د ابن ابی‌الحدید شرحه، ۱۰ټوک، ۲۳۲- ۲۳۳مخ.
  5. په دي، ليک کي د امام علی(ع) اظهارات پردې باندي شاهد دی. وګورئ: نصربن مزاحم، وقعة صفین، ۸۱مخ.
  6. ابن ابی‌الحدید، د ابن ابی‌الحدید شرحه، ۱۰ټوک، ۲۳۴ و ۲۴۷مخ.