لومړنی مسلمان

پوښتنه

د رسول الله (ص) په رسالت باندي لومړنۍ ايمان راوړونکی څوک وو؟

د اسلام د پيل د تاريخ په اړه تاريخ او سيرت ليکونکي په دې خبره متفق دي چې پر رسول‌الله (ص) باندي لومړنۍ ايمان راوړونکی له نارينه‌وو څخه علي بن ابي طالب (ع) او له ښځو څخه حضرت خديجه (س) د پېغمبراکرم (ص) مېرمن وه.[۱]

ځينو ويلي دي چې امام علي (ع) له خديجې (س) څخه مخکې په اسلام باندي لومړنی مؤمن دی.[۲] او خديجه وروسته له هغه نه پر پيغمر(ص) باندي ایمان راوړې ده. دا خبره د ځینو دلایلو له مخې سمه ده، ځکه چې امیرالمؤمنین پخپله فرمایلي دي: زه په وړکتوب کي د هغه حضرت په واسطه روزل کېدم، هغه حضرت له ځانه سره زه د حرا غره ته بېولم او له ما څخه پرته هيڅ څوک د هغه له ځاي څخه باخبره نه وو او زه همیشه د هغه سره مل وم. په دې صورت سره کله چې وحی نازل شوی دی علي (ع) د هغه په څنګ کي د وحی نازلېدل يې ليدلی دی؛ له همدې کبله کېدای شي هغه پر پيغمبر (ص) باندي لومړنۍ ایمان راوړونکی وي.

رسول الله (ص) هم په یوه جمله کې علي ته په خطاب کې وفرمایل: «إِنَّكَ تَسْمَعُ مَا أَسْمَعُ وَ تَرَى مَا أَرَى إِلاَّ أَنَّكَ لَسْتَ بِنَبِيٍّ..؛ هغه څه چې زه اورم ته يې هم اورې او هغه څه چې زه وینم ته يې هم وينې، پرته له دې چې ته پیغمبر نه يې»[۳]

ابن سعد په الطبقات کې، ابن قتیبه دینوري په امامت او السیاسة کې، ابن اعثم کوفي په الفتوح کې او ابن حجر عسقلاني په الاصابه کې له رسول الله (ص) څخه روایت کړی دی چې پر ما باندي علي لومړنی ايمان راړونکی دی له هغه سره واوسېږې او هېڅکله د هغه څخه مه جلاکېږئ. [۴]

بلاذري هم يو روایت رانقل کړی دی چې علي لومړنی ایمان راوړونکی دی.[۵]

ځینې تاریخي راپورونه پر پيغمبر (ص) باندي خدیجه (س) او ځینې علی (ع) د لومړنۍ مؤمن په توګه معرفي کړی دی، خو دا راپورونه يو د بل سره په تضاد کي نه دي، بلکې د دغو روايتونو تر منځ د جمع کولو لاره داده چې په نارينه‌وو کي علي او په ښځو کي خديجه لومړني ايمان راوړونکي دي، ځکه په ځینو احادیثو کې دا هم راغلی دی چې علي او خدیجه تر ټولو څخه اوه کاله مخکې له پیغمبر سره لمونځ کړی دی. نورې قرينې هم شته چې تر ټولو څخه مخکي پر رسول الله (ص) باندې د دوئ د ایمان څرګندونه کوي.

د ډېرې مطالعې لپاره

  • قرآن او معصومان د علوی په هينداره، امیر علی حسنلو.
  • د پیامبر اسلام تاریخ، محمد ابراهیم آیتی.

سرچېنې

  1. ابن عبدالبر، یوسف بن عبد الله، الاستیعاب فی معرفه الاصحاب، بیروت، دار الجیل، ۴ټوک، ۱۸۱۹–۱۸۲۰مخ.
  2. الاستیعاب فی معرفه الاصحاب، ۳ټوک، ۱۰۹۰، ۱۰۹۵مخونه؛ ابن اثیرجزری، اسدالغابة فی معرفة الصحابة، ۳ټوک، ۵۹۳مخ.
  3. نهج البلاغه، ژباړه: شهیدی، سید جعفر، پنځم چاپ، تهران، د اسلامي انقلاب خپراوي، ۱۳۷۳ل، ۱۰۱–۱۰۳مخونه.
  4. ابن حجر عسقلانی، الاصابه فی تمییز الصحابه، بیروت، دارالکتب العلمیه، ۱۴۱۵ق؛ د ابن سعد طبقات، ۱۳ټوک، ۱۵مخ؛ دینوری، الامامة و السیاسة، بیروت دارالاضواء، ۱ټوک، ۲۲مخ؛ ابن عثم، الفتوح، ۳ټوک، ۱۶۹مخ.
  5. بلاذری انساب الاشراف، ۱ټوک، ۱۱۲مخ.