مسیحیت نوی شریعت یا د يهودو د شریعت دوام

پوښتنه

په انجیل کي ويلي دي چې حضرت مسیح (ع) نوی شریعت نه دی راوړی او د یهودو په شريعت باندي ولاړ دی، خو اوس مسیحیت د یو نوی دین په توګه د يهودیت سره توپير لري،په مهرباني سره په دې باره کي رڼا واچوئ؟

مسیحیت په پيل کيد یهودیت پر شريعت باندي ولاړ و. عیسی (ع) او د هغه شاګردانو د موسی (ع) د شریعت سره سم عمل کول او خپلو پیروانو ته یې هم په هغه باندي سپارښتنه کول. خو د پولس په نوم یو کس د یهودیت شريعت يې په څنډه کړه او په هغه باندي يې کړنه لازم و نه ګڼل. د وخت په تیریدو سره، د پولس انديښنې او عقيدې د عیسویانو په منځ کيتل پاتې شوې، او مسيحيان د يهوديانو څخه بېل یو خپلواک دين يې منځ ته راوړل.

مسيحي دين د مسيحيت په کتابونو کي

داسي شواهد شتون لري چې ثابتوي مسیحیت په پيل کيد يو خپلواک شريعت په توګه مطرح نه و. لومړنی شاهد پخپله د حضرت مسيح (ع) وینا ده چې په نوي عهد کيراغلې ده. په نوي عهد کيد حضرت عیسی (ع) څخه رانقل شوی دی: «داسي ګمان مه کوئ چې زه راغلی يم تر څو تورات يا د انبياوو کتابونه باطل کړم، زه د باطلولو لپاره نه يم راغلی بلکي د بشپړولو لپاره راغلی يم...»[۱]

دوهم شاهد د عیسی (ع) کړه نيزه سيرت دی؛ ځکه چې هغه پیغمبر د خپل دنیوي ژوند په دوران کي د یهودي شريعت د ساتنې لپاره په دوامداره توګه پاملرنه کوله.[۲]

دریم شاهد د عیسی (ع) د پیروانو عملی سيرت دی. ځکه چې دوئ هم د عیسی (ع) په څیر د یهودي شريعت ټول دودونه او ادبونه مراعاتول او هره ورځ به معبد ته تلل او د نورو یهودانو په څیر به یې د یهودي دین درناوی کول.[۳]

یوازینی شی چې دوئ یې له یهودانو څخه بېلول دا و چې دوئ باور درلود چې عیسی (ع) هغه وعده شوی څوک دی چې د هغه د ظهور زېرۍ د اسراییل د پیغمبرانو په کتابونو کيورکړ شوی و.[۴]

څلورم شاهد د یهودیانو په وړاندي د رومیانو قوانین دي. د حضرت عیسی (ع) په زمانه کي یهودیان د رومیانو له خوا ډېر ځورېدل او د رومیانو لخوا د یهوديانو پر ضد قوانین وضع کېدل، خو په دغو قوانینو کي د عیسویانو یادونه نه ده شوې، ځکه هغوئ يې د یهوديانو یوه فرقه ګڼل.[۵]

پولس او د مسيحي دين

د دې موضوع په تاریخي لټون کي دا لیدل کيږي چې لومړنی څوک چې په ښکاره توګه يې د موسی (ع) پر شریعت باندي برید وکړ او هغه یې منسوخ اعلان کړ، پولس و. د پولس رسالې او ليکنې د هغو مطالبو څخه ډکې دي چې د موسی د شریعت په تېره بيا د ختنې (سنت) د له منځه تللو په اړه راغلي دي. هغه په دې لاره کي ډېرې هڅې وکړې او د موسوي د اصولو او شرايعو پلویانو ته یې ماته کړه.( د ادیان جامع تاريخ، ۶۱۴ مخ.) [۶]هغه په دې باور و چې «د یهودي شريعت د ټولو 613 حکمونو پلي کول اړین نه دي؛ ځکه چې نشي کولای باطني انسان بیا جوړ کړي ...» نو ځکه يې ويل: «شريعت د مسیح د مړينې سره پای ته رسېدلی دی.»[۶]

هغه په خپله رساله کي ليکلې ده:

«زه په یقین سره پوهیږم چې انسان بې له دې څخه چې په شريعت باندي عمل وکړي او په داسي حال کي ايمان ولري عادل ګڼل کيږي... ابراهیم او د هغه نسل ته دا ژمنه چې هغه به د نړۍ وارث وي د شریعت له امله نه و ورکړ شوی، بلکه د ايمان د عدالت له امله ورکړ شوی و»[۷]

مسيحيت او تاريخي شواهد

ډیری څیړونکي په دې باور دي چې په 70 میلادي کال کي د یهودیانو له سترې ماتې او د اورشليم له ویجاړیدو څخه وروسته، عیسویانو هڅه وکړه چې ځانونه له یهودانو څخه جلا کړي، په تيره بیا چې مسيحيت د فلسطین څخه په بهر کي مينځ ته راغلی او وده يې کړې وه، غیر یهودي عیسویان، چې خپله اړيکه يې د فلسطين سره غوڅه کړې وه او مسیحي شوي ول، نه یوازې یې هڅه وکړه چې يوه نوې ټولنه جوړه کړي چې د نورو یهودي ډلو څخه جلا وي، بلکې خپلو دودونو، او عقایدو ته یې هم غیر یهودي رنګ ورکړ او د دې لپاره چې دا نوې رامنځ ته شوې ټولنه وکولای شي خپل ژوند ته دوام ورکړي او پر يهوديانو باند د روميانو د بې رحمانه بريدونو څخه په امن کې و اوسيږي، يهوديان يې تکفيرول او د هغوئ د ځورېدلو څخه خوشاله کېدل.[۸]

د دې تاریخي بحث له مخې، په اصولي توگه، هرڅومره چې د فلسطین څخه د بهرنې کلیساوي تنظیمونه پراخوالی او وده و ميندل، د یهودی مسيحيانو نفوذ لږ شو او د کلیسا د واکمنۍاو په تېره بيا د روميانو د دربار سره د اړيکې څخه وروسته دغه لږکی د مسيحيت په لويه ټولنه کي حل شو او په همدې نسبت سره د یهودي دین او کلتوري ځانګړتیاوې د مسيح په دين کي ډېر لږ شو.[۹]

نو له دې کبله په ښکاره ویلای شو چې مسيحيت لکه څنګه چې نن په نړۍ کي شتون لري، د عیسی (ع) لخوا او په لومړۍ پیړۍ کې نه دی رامنځته شوی، بلکې د یوې پیړۍ او شاید د څو پیړیو په اوږدو کې رامنځ ته شوی دی او په یقيني توګه د پولس څخه مخکې بله بڼه درلوده.[۱۰]

د ډيرې مطالعي لپاره

  • د مسيح په دين کي څېړنه، جلال الدین آشتیانی، څلورم څپرکی.

سرچينې

  1. متی، ۱۷: ۵.
  2. زیبایی نژاد، محمدرضا، مقايسوي مسيحيت پېژندنه، ۴۰۶ مخ، تهران، سروش، ۱۳۸۲.
  3. جان بی ناس، د اديان جامع تاريځ ، ژباړن: علی اصغر حکمت، تهران، پوهنيز او فرهنګي خپراوي، نهم چاپ، ۱۳۷۷، ۶۱۱ مخ.
  4. د اديان جامع تاريخ، ۶۱۱ مخ.
  5. آشتیانی، جلال الدین، د مسيح په دين کي څېړنه، د نگارش خپراوي ، لومړی چاپ، ۱۳۶۸، ۱۰۸ مخ.
  6. د ادیان جامع تاريخ، ۶۸۰ مخ.
  7. د پولس ليک رومیانو ته، ۴ :۳.
  8. د مسِح په دين کي څېړنه، ۱۰۸مخ.
  9. د مسِح په دين کي څېړنه، ۱۰۹مخ.
  10. د مسِح په دين کي څېړنه، ۹۵مخ.