پرته له خدای باندی توسل

پوښتنه

آیا په انبياوو او معصومینو باند توسل رواه ده؟

مسلمانان پرته له خدای باندي توسل په دې شرط سره مني چې د خدای د نژدې کولو لپاره وي. همدا راز د مسلمانانو او ديني عالمانو سيرت او کړنه پر دې باندي ده چې په معصومانو باندي توسل وکړي. پرته له خدای باندي توسل پر الهي پيامبرانو او امامانو باندي شامليږي. دا ډول توسل چې خدای ته د نژدې کولو لپاره ده، د قرآن کریم او رواياتو تر تأکيد لاندی راغلی دی.

له وسيلې نه د ګټه اخيستلو لزومتيا

له وسيلې څخه ګټه اخيستل د يوې نتيجې ته د رسېدلو لپاره يو مسلم شی دی او په هغه کي هيڅ شک نشته. د لوړو معنوي پوړيو ته د رسېدلو لپاره خدای تعالی ځينې وسيلې ټاکلي دي چې انسان د دې وسيلې په مرسته کولای شي لوړو مقاماتو ته ورسيږي. له دې کبله په قرآن کي راغلۍ دی: «یا اَیُّهَا الَّذینَ آمَنُوا اتَّقُوا اللّهَ وَ اتْبَغُوا اِلیهِ الوَسیلَه وَ جاهِدُوا فی سَبیلِهِ لَعَلَّکُم تُفلِحوُن» (مائده، ۳۵)ًُِ؛ ای هغه کسان چې ایمان مو رواړی دی، الهی تقوا ځان ته غوره کړئ اوله هغو وسيلو نه چې تاسو ته ټاکل شوي دي ګټه واخلئ او دخدای په لار کي جهاد وکړئ ښايي چې نیکمرغه شئ.

پرته له خدای باندي توسل په قرآن او روایات کي

له وسيلې نه منظور هر هغه شی دی چې انسان خدای ته نژدې کړي. دغه وسيلې کله پخپله انسان باندي اړوند دی لکه علم او پوهاوي، لمونځ، حج، زکات، د خدای په لاره کي جهاد او ... يا هغه وګړي چې په دې لار کي د انسان لاس ونيسي او پورته يې يوسي؛ له همدې کبله د مائدې د سورې د ۳۵ آيې په تفسير کي راغلی دی چې علی (ع) وفرمايل: «اَنَا وَسیلَتُهُ»؛ زه د هغه وسيله يم.[۱] يا يې فرمايلي دي: «تَقَرَّبُوا اِلیهِ بِالاِمام»ِ د امام په وسيله خدای لورې ته نژدې شئ. له دې امله په قرآن کی د توسل په باره کي ډول ډول بېلګي د تېرشوو پيامبرانو څخه ياد کړي دي؛ لکه د حضرت آدم (ع) توسل په اهل بیت (ع) باندی (بقره، ۳۷) او د حضرت يوسف (ع) توسل په یعقوب (ع) بانديِ؛ کله چې د حضرت يوسف وروڼه وپوهېدل اشتباه يې کړې ده، د خپل پلار څخه يې وغوښتل چې د هغوئ لپاره استغفار وکړي او حضرت يعقوب (ع) هم وعده ورکړه د دوئ لپاره استغفار وکړي: «قَالُوا يَا أَبَانَا اسْتَغْفِرْ لَنَا ذُنُوبَنَا إِنَّا كُنَّا خَاطِئِينَ قَالَ سَوْفَ أَسْتَغْفِرُ لَكُمْ رَبِّي ۖ إِنَّهُ هُوَ الْغَفُورُ الرَّحِيمُ»[۲]ِ[۲] (د حضرت يعقوب زامن خپل پلار ته) وويل: ای پلاره! د خدای څخه زموږ د ګناهانو بخښنه و غواړه چې موږ خطاکاره يو. (يعقوب) وويل: ډېر ژر د خپل پروردګار څخه ستاسو لپاره بخښنه غواړم چې هغه ډېر بخښونکۍ او مهربان دی.

توسل په پيامبر او امامانو (ع) باندي

د مسلمانانو توسل په پيامبر (ص) باندي، هم د هغه د ژوند په وخت کي او هم د هغه له وفات نه وروسته تر سره کېدل. ځينې وګړي راتلل او د هغه څخه يې ياري يا بخښنه غوښتل او د دوئ حاجات ترسره کېدل. د بېلګې په توګه نقل شوی دی چې د بېديايي اعرابو څخه يو کس رسول اکرم (ص) ته شرفياب شو او څو بيته شعر يې وويل او پيامبر (ص) يې وسيله وګرځول تر څو خدای تعالی باران وأوروي، چې دهغه وروستۍ بيت داسي و: موږ بې له ستا لوري ته د تېښتي لار نلرو، بې د خدای د پيامبر لورې ته، کوم لورې ته خلک کولای شي چې مخ يوسي. پيامبر (ص) په غمناک حالت سره پر منبر باندي کښېنستل او دعا يې وکړه او ډېر باران راغی.[۳]

همدا راز د مسلمانانو او ديني عالمانو سيرت پر دې باندي وه چې په امامانو (ع) باندي توسل وکړي. ټول مجلسونه چې د امام حسين (ع) لپاره نيول کيږي او ماتمونه چې ترسره کيږي د همدغې ډول څخه دي.

توسل په معنوی مخورو شخصیتونو باندي

هغه مؤمنان او صالحان چې د خدای په نظر د ځانګړي مقام او درنښت لرونکي دي او په دنيا کي ښه او معنوي ژوند يې لرلي دي، خدای ته د نژدې کېدلو او دنیایی حوائجو ته د رسېدلو په موخه هغوئ د خپل ځان اوخدای تر منځ واسطه وګرځوو اوخدای ته د هغوئ په ستر روح باندی قسم ورکړو تر څو د الهي رحمت او مغفرت ترلاندې راشو. [۴]

سرچينې

  1. طباطبایی، سید محمد حسین، تفسیر المیزان، ۵ ټوک، ۳۳۳مخ.
  2. یوسف/ ۹۷ و ۹۸.
  3. کشف الارتیاب، ۳۱۰مخ.
  4. حسینی نسب، سیدرضا، شیعه ځواب ورکوي، نشر مشعر، دوم چاپ، ۱۴۴مخ.