په اودس کې د لاسونو د مینځلو څرنګوالی د قرآن کریم له مخې

پوښتنه

قرآن ته په پاملرنې سره په اودس کې د لاسونو مينځل څنګه دی؟

په اودس کې د لاسونو د مینځلو څرنګوالی د اهل تشیع او اهل تسنن تر منځ یو له اختلافي مسائلو څخه دی. شیعيان د لاسونو مینځل د څنګلو څخه پیل کوي او د ګوتو په څوکو کي پای ته رسوي؛ خو اهل تسنن خپل د لاسونو مينځل د لاس له اورغويو څخه پيل او په څنګلو کي پای ته رسوي.

د سني د فقهاوو نظر

ځينې د اهل سنت فقيهانو د لاسونو مينځل په ځينو حالاتو د شيعه پر طريقه صحيح او کله هم مستحب ګڼي. د ابوالقاسم صیمُری او ماوردي څخه په «حاوي» کې نقل شوی دی چې «که بل څوک د اودس په وخت کې چا ته د هغه پر لاس اوبه تويوي نو مستحب دی چې د اوبو په اچولو کي له څنګل څخه د ګوتو د څوکو لورې ته پيل وکړي او څوک چې اوبه اچوي باید د اودس کوونکی په کيڼ اړخ کي وي.»[۱]

همدارنګه په «الفقه علي المذاهب الاربعة» کې راغلي دي: «په کوم ځای کې چې بدنۍ په کار وړل کيږي او يا څوک د اودس کوونکی پر لاس اوبه اچوي، نو مستحب دی چې له څنګل څخه پيل وکړي.»[۲]

د اهل سنت ډېری ستر فقيهان د ګوتو د څوکو څخه پيل کول واجب نه ګڼي او په دې باور دي چې دا عمل سنت دی.[۳] د اهل سنت له نظره سنت هم بايد ترسره شي.

هغه ټکۍ چې باید په پام کې ونیول شي دا ده چې څنګل باید ومینځل شي، لکه څنګه چې د شیعه او سني روايتونه پر دې مطلب باندي دلالت لري. له جابر (رض) څخه روایت دی چې هغه وویل: کله به چې رسول الله (ص) اودس کول، نو اوبه به یې د لاس پر څنګلو بهول.[۴]

د آيې په تفسير کي

د اودس په آيت کي راغلی دی: «يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا إِذَا قُمْتُمْ إِلَى الصَّلَاةِ فَاغْسِلُوا وُجُوهَكُمْ وَأَيْدِيَكُمْ إِلَى الْمَرَافِقِ وَامْسَحُوا بِرُءُوسِكُمْ وَأَرْجُلَكُمْ إِلَى الْكَعْبَيْنِ» (مائده: 6)

په دې آيت کې د «الی» معنا «مع» ده او دا معنا ورکوی چې څنګل هم بايد د لاس سره ومينځل شي. د لغتونو او نحو علماوو [۵] او همدارنګه فقيهانو پر دې مطلب باندی یې تصریح کړی دی. د «الی» استعمالول د «مع»(ورسره) په معنا په دې آيه کي منحصر نه دیِ ځکه هم په قرآن مجيد کي او هم د عربو په خبرو کي داسي استعمال ډېر ليدل کيږي. خدای تعالی په قرآن کريم کي فرمايي: «لا تأکلوا اموالهم الی اموالکم» يعني «مع» اموالکم.[۶] په هر حال، په دې کې شک نشته چې د سپېڅلي آيت محتوا دا ده چې لاسونه دې د څنګلو سره ومينځل شي او د «الی» کلمه د معيت (ورسره) په معنا کارول کیږي؛ خو بي له دي څخه د مبارک آيت څرګندونه د لاس د مينځلو پر څرنګوالي باندي دلالت نه لري.

په بل عبارت، د «الی» کلمه نه د لاسونو غايت او موخه ده او نه د مينځلو موخه. يعنې په دې آيت کې د هغې اندازي د څرګندولو هڅه شوې ده چې مينځل يې واجب دی. ځکه چې د «لاس» کلمه پر ډېرو مواردو کي کارول کيږي، ځینې وختونه پر ګوتو باندي کارول کیږي، لکه د غلا په آیت کې،[۷] کله پر مړوند باندي کار وړل کيږي، لکه د تیمم په آيت کي [۸] کله هم د څنګل څخه تر ګوتو پوري ته لاس وايي لکه در اودس آيه[۹] کله هم د اوږې څخه تر ګوتو پوري ته لاس ويل کيږي لکه په عرفی او عامه وو استعمالاتو کي.

خدای تعالی د «الی» د کلمې په واسطه اراده کړې ده چې د لاس مينځل محدود کړي او د مينځلو په څرنګوالې پسې نه ده، بلکې د هغه د څرنګوالی بيانول يې پيغمبر(ص) او امامانو (ع) ته پرې اېښی دی. دا کار دې ته ورته ده چې انسان رنګ کار ته ووايي دیوال تر چته رنګ کړه. دا په دې معنا نه ده چې دهغه پيل له ښکتې څخه د پورته په لور وي.

نو له همدې امله د مينځلو څرنګوالي د دي آيت څخه لاس ته نه راځي خو د اهل‌بيتو د امامانو په روايتونو کې په واضح ډول راغلي دي چې د اودس په وخت کې بايد لاسونه له څنګلو څخه کښته لورې ته ومينځل شي. [۱۰]

ښکاره خبره ده چې د اهل بیت (ع) حديثونه د ټولو مسلمانانو لپاره تر ټولو غوره دلیل او حجت دی؛ ځکه چې د «ثقلين» په مبارک حدیث کې چې د شیعه او سنیانو لخوا منل شوی دی، اهل‌بیت (ع) د رسول الله (ص) له لورې د قرآن انډول ګرځول شوی دی او مسلمانانو ته يې امر کړی دی چې د قرآن او اهل‌بيت (ع) څخه په ګډه پيروي وکړي. [۱۱]

سربېره پردې د لاسونو مينځل له لاندې څخه پورته لورې ته د طبيعت، عرف او عادت پر خلاف دی، دا کار دې ته ورته ده چې د غسل په وخت کې انسان له پښو څخه پيل او سر ته يې دوام ورکړي. ښکاره خبره ده چې دا ډول کړنه ستونزمنه او ناشونې ده او د طبیعت پر خلاف ده.

په پايله کي ويلای شو:

اول: د مبارکې آيې څخه د لاس د مينځلو څرنګوالی لاس ته نه راځي؛ د «الی» کلمه د «مع» (ورسره) په معنا ده نه د پای په معنا.

دوهم: د اهل سنت ډېرفقيهان او مجتهدان د لاس مينځل د شيعيانو پر طريقه باندي جايز ګڼې او دغه پخپله پردې باندي دليل دی چې په قرآن کريم کي د لاس د مينځلو څرنګوالی نه دی راغلی.

دریم: د اهل‌بیت (ع) په احادیثو کې د لاسونو د مینځلو څرنګوالی او طریقه ذکر شوې ده او موږ د قرآن د ریښتیني مفسرینو پیروان يو.

څلورم: د لاسونو مینځل له لاندې څخه پورته لورې ته د طبیعت او عرف او عادت پر خلاف دی او دا ناشونې ده چې شریعت دې داسې حکم ورکړی وي.

د ډېرې مطالعې لپاره

  • د پيغمبر اودس؛ شهرستانی.
  • ۶۰ پوښتنو ته ځواب؛ د اسلامي مذاهبو مؤسسه.

سرچېنې

  1. النووی، ابی ذکریا محی الدین بن شرف، المجموع، بیروت، دارالفکر، بی تا، ۱ټوک، ۳۹۴مخ.
  2. جزیری، عبدالرحمن، الفقه علی المذاهب الاربعه، مبحث سنة الوضوء، مصر، بی تا، ۷۲مخ.
  3. جزیری، عبدالرحمن، الفقه علی المذاهب الاربعه، مبحث سنة الوضوء، ۷۲مخ.
  4. رافعی، عبدالکریم، فتح العزیر، دارالفکر، ۱ټوک، ۳۴۷مخ.
  5. نساء:۲.
  6. ابن هشام، جمال الدین، مغنی اللبیب، قاهره، بی تا، بی نا، ۱ټوک، ۷۴مخ.
  7. مائده:۶.
  8. نساء:۴۳.
  9. مائده:۶.
  10. حر عاملی، محمد بن حسن، وسائل الشیعه، قم، مؤسسه آل البیت(ع)، بی تا، ۱ټوک،۴۰۶مخ.
  11. هندی، متقی، کنز العمال، بیروت، مؤسسه الرساله، بی تا، ۱۲ټوک، ۶۴۱مخ.