په قرآن کې د حضرت موسې(ع) دعاګانې
- REDIRECT الگو:پاسخ
په قرآن کې د حضرت موسی(ع) کومې دعاګانې ذکر شوي دي؟
په قرآن کریم کې د حضرت موسی علیه السلام دعاګانې ګڼ شمېر موضوعات لري. له خدایه بښنه غوښتل، د سینې پراخي غوښتل، په دنیا او آخرت کې ښېګڼه او له ظالمانو څخه خلاصون په قرآن کریم کې د حضرت موسی علیه السلام له دعاګانو څخه دي. دا دعا: ﴿رَبِّ إِنِّي لِمَا أَنْزَلْتَ إِلَيَّ مِنْ خَيْرٍ فَقِيرٌ؛ ای ربه، زه د هر هغه خیر سخت محتاج یم چې ته ما ته رالېږې.﴾(قصص:۲۴)﴾ دا د حضرت موسی علیه السلام له دعاګانو څخه دي چې په قرآن کریم کې نقل شوي دي.
د دعاګانو موضوعات
د حضرت موسې(ع) په دعاګانو کې لاندې موضوعات شامل دي:
- د ځان او کافرانو ترمنځ جلاوالی[۱]،
- د ځان لپاره بخښنه[۲] او د خپل ورور لپاره[۳]،
- په دنیا او آخرت کې ښېګڼه[۴]،
- د ظالمانو او کافرانو له منځه وړلو او سزا ورکولو لپاره دعا[۵]،
- د زړه پراختیا او د کارونو اسانول او د ژبې غوټۍ خلاصول[۶]،
- د ظالمانو څخه خلاصون[۷]،
- د خیر او برکت غوښتنه[۸]،
په قرآن کریم کې د حضرت موسی علیه السلام د دعاګانو له موضوعاتو څخه دي. قرآني مفسرین وايي چې حضرت موسې(ع) چې فرعون ته د تبليغ په دنده وټاکل شو نو له خدايه یې وغوښتل چې زړه يې پراخ کړي تر څو د نبوت پر مهال د هغه مخامخ ستونزې او ازموينې تحمل کړي.[۹] د زړه د پراختیا او خنډونو د لرې کولو وروسته، موسې(ع) خداي ته د خپلې ژبې د غوټې د حل لپاره دعا وکړه.[۱۰]
بله مشهوره دعا يې دا ده چې په سختيو کې يې په درناوي او عاجزۍ سره خداي ته وويل: "زه ستا هر خېر ته ډېر نیازمن یم چې رایې کړې[۱۱] چې ښيي هر څه باید له خدايه وغوښتل شي".[۱۲]
د دعاګانو لیست
- ﴿وویل (موسٰی) اى زما ربه! بېشكه زه اختیار نه لرم مګر د خپل ځان او د خپل ورور، نو ته زمونږ په مینځ كې او د فاسق (نافرمان) قوم په مینځ كې جدايي راوله.﴾(مائده:۲۵)
- ﴿(موسٰی) وویل: اى زما ربه! ته ما ته بخښنه وكړه او زما ورور ته او مونږ په خپل رحمت كې داخل كړه او ته تر ټولو لوى مهربان يې .﴾(اعراف:۱۵۱)
- ﴿پروردگارا! او موسٰی له خپل قوم نه اویا كسان زمونږ د مقرر كړي وخت لپاره غوره كړل، نو كله چې هغوى زلزلې ونیول، موسٰی وویل: اى زما ربه! كه چېرې تا غوښتلى، نو تا به دوى مخكې هلاك كړي وو او زه (هم)، ایا ته مونږه د هغه كار په وجه هلاكوې چې په مونږ كې بېوقوفو كړى دى؟ نه دي دا مګر ستا ازمایل، ته په دې سره ګمراه كوې چا لره چې ته وغواړې او پر نېغه لار روانوې چا لره چې وغواړې، ته زمونږ كارساز يې، نو ته مونږ ته بخښنه وكړه او پر مونږ رحم وكړه او ته تر ټولو غوره بخښونكى يې﴾(اعراف:۱۵۵)
- ﴿او ته زمونږ لپاره په دې دنیا كې ښېګڼه ولیكه او په اخرت كې هم، بېشكه مونږه تا ته رجوع كړې ده،﴾(اعراف:۱۵۶)
- ﴿او موسٰی وویل: اى زمونږ ربه! بېشكه هم تا فرعون او د هغه سردارانو ته په دنيايي ژوند كې زینت او مالونه وركړي دي، اى زمونږ ربه! د دې لپاره چې دوى ستا له لارې نه (خلق) بې لارې كړي، اى زمونږ ربه! ته د دوى مالونه محوه كړه او د دوى پر زړونو سختي راوله، پس چې دوى ایمان رانه وړي تر هغه چې ډېر دردناك عذاب وویني.﴾(یونس:۸۸)
- ﴿ده وویل: اى زما ربه! ته ما لره زما سینه (خلاصه) پرانیځه؛ او ما ته زما كار اسان كړه؛ او زما له ژبې نه غوټه پرانیځه؛ چې دوى زما په خبره پوه شي؛ او زما لپاره زما له اهل نه یو وزیر (مددګار) وټاكه؛ هارون، چې زما ورور دى؛ په ده سره ته زما مَلا قوي كړه؛ او دى زما په كار كې شریك كړه ؛ د دې لپاره چې مونږ ستا ډېره تسبیح ووایو؛ او ستا ډېر ذكر وكړو؛ بېشكه هم ته زمونږ حال ښه لیدونكى يې.﴾(طه:۲۵ تا ۳۵)
- ﴿ده وویل: اى زما ربه! بېشكه ما په خپل ځان ظلم كړى دى، نو ته ما ته بخښنه وكړې، نو هغه ورته بخښنه وكړه، بېشكه هغه، هم هغه ډېر بخښونكى، بې حده رحم كوونكى دى.﴾(قصص:۱۶)
- ﴿ويې ويل:اى زما ربه! په سبب د هغه انعام چې تا په ما وكړ، نو زه به هېچرې د مجرمانو مددګار نشم.﴾(قصص:۱۷)
- ﴿... ويې ويل:اى زما ربه! ته ما ته له ظالم قوم نه نجات راكړې﴾(قصص:۲۱)
- ﴿او كله چې يې د مدین په طرف مخه كړه، ويې ويل:امېد دى چې زما رب به ما ته نېغه لار راوښيي.﴾(قصص:۲۲)
- ﴿...ويې ويل:اى زما ربه! بېشكه زه هر هغه څیز ته چې ته يې ما ته نازلوې له خیره ځنې؛ محتاج یم.﴾(قصص:۲۴)
فوټ نوټ
- ↑ سوره مائده، آیه ۲۵.
- ↑ سوره قصص، آیه ۱۶.
- ↑ سوره اعراف، آیه ۱۵۱.
- ↑ سوره اعراف، آیه ۱۵۶.
- ↑ سوره یونس، آیه ۸۸.
- ↑ سوره طه، آیات ۲۵ تا ۳۵.
- ↑ سوره قصص، آیه ۲۱.
- ↑ سوره قصص، آیه ۲۴.
- ↑ طباطبایی، محمدحسین، تفسیر المیزان، ژباړه: محمدباقر بهبودی، تهران، جامعه مدرسین حوزه علمیه قم، ۱۳۷۴ش، ج۱۴، مخ ۲۰۲.
- ↑ مکارم شیرازی، ناصر، تفسیر نمونه، تهران، دار الکتب الإسلامیة، ۱۳۷۱ش، ج۱۳، مخ ۱۸۷.
- ↑ مکارم شیرازی، ناصر، تفسیر نمونه، تهران، دار الکتب الإسلامیة، ۱۳۷۱ش، ج۱۶، مخ ۱۶۲.
- ↑ قرائتی، محسن، تفسیر نور، تهران، مرکز فرهنگی درسهایی از قرآن، ۱۳۸۸ش، ج۷، مخ ۳۸.