د خدای لامحدودیت
- تغییر_مسیر الگو:پاسخ
د خدای لامحدودیت څنګه ثابتیږي؟
د خدای پاک د لا محدود شونې په ځواب کې د دې مسلې د ثابتولو لپاره ډیرې لارې شتون لري، چې ځینې یې د امام علي(ع) په وینا کې او ځینې یې د فیلسوفانو په وینا کې ذکر شوي دي. امام علي(ع) د دې په بيانولو سره چې خدای ته اشاره نه شي کیدی فرمايي چې که خدای محدوديت درلودل، نو هغه به د شمېرلو وړ وای، په داسې حال کې چې خدای وحده لا شريک او يو دی. د خدای د لامحدودیت د ثابتولو لپاره، ځینو فیلسوفانو د خدای د «مطلق وجود»، «علت العلل» و «واجب الوجود» په څیر مفاهیمو تعریف او څرګندونې ته اشاره کړېده او د دې مفاهیمو په بیان او تشریح کولو سره، دې پایلې ته رسیدلي چې خدای لامحدود دی. یو بل دلیل چې فیلسوفانو یې یادونه کړې ده دا ده چې محدودیت د ماهیت لازمه ده، او ماهیت د خدای په ذات کې هیڅ لاره نه لري.
د خدای لامحدویت په هکله د امام علي(ع) خبرې
امیرالمؤمنین(ع) د نهج البلاغه په لومړۍ خطبه کې فرمايي: «و مَن اشار الیه فقد حدّه، وَ مَن حدّه فقد عدّه؛ او چا چې ورته اشاره وکړه هغه یې محدود وګڼه، او چا چې محدود وګڼه هغه یې په شمېر او ګڼ کې راوسته.»
د امام په دې وینا کې، په خورا واضح ډول، د الله تعالی له ذاته محدودیت نفي شوی دی، ځکه چې امام فرمايي چې خدای له ګڼ او شمېر څخه پورته دی، نو دا روښانه ده چې هغه د محدود نه دی، او که خدای محدودیتونه درلودل، نو هغه به محدود وې، پداسې حال کې چې خدای هیڅکله شمېر یا ګڼه کې نه راځي او یو او بې شریکه دی. نو دا معلومه شوه چې خدای لامحدود دی. د هر شی لپاره دا محدودیت یا د هغې په څیر یا د هغې په مخالف لخوا رامینځته کیدی شي، او له دې سببه چې خدای د کوم ورته یا مخالف درلودلو څخه پاک دی، نو هغه له محدودیت څخه هم پاک دی.[2]
امام علي علیه السلام په یوه بله خطبه کې وفرمایل: «لا یشمل بحدِّ و لا یحسب بعدٍّ و انما تحد الادوات انفسها؛ یعنی د خدای لپاره هیڅ حد نیست او کوم حد یې احاطه نه شي کولیاو هیڅ شمیر نشي شمیرل کیدی، ځکه چې وسایل او اوزار یوازې خپل ځانونه اندازه کولی شي.»
د امام د وینا دا برخه هم په حقیقت کې د خدای د حد د نفي کولو لپاره ده. د امام د وینا د دې برخې په تفصیلي تحلیل کې، ویل شوي دي: حد د منع کولو معنی لري، د مثال په توګه، د کور حدود د هغه ځای معنی لري چې باید تجاوز ترې ونه شي، د یو هیواد حدود د شمال او ختیځ څخه فلانکی حد لري، او داسې نور. پدې وینا کې، امام(ع) فرمايي چې خدای تعالی هیڅ حد نلري، پدې معنی چې خدای د هغه څه په څیر نه دي لکه څنګه چې موږ یې په ممکناتو کې یادونه وکړه، یعنی هغه یو محدود صفت نلري چې خپلې ځانګړتیاوې ولري او د نورو ځانګړتیاوې ونه لري، او هغه د نورو ممکناتو لکه انسانانو، ونو، فرښتو او داسې نورو په حد کې وي. خدای داسې نه دی. که فرض شي چې خدای محدود دی، نو دا پدې مانا ده چې هغه به د یو ځانګړي موجود په توګه د نورو موجوداتو په قطار کې وي او یوازې ځینې ځانګړي کمالونه به ولري. د مثال په توګه، لمر د تودوخې او روښانه کولو خاصیت لري، اوبه یو بل خاصیت لري، خاوره یو بل خاصیت لري؛ خو خدای په پورته ذکر شویو صفاتو او دې ته ورته نورو پورې محدود نه دی، بلکې د ټولو پدیدو صفتونه او کمالات په حقیقت کې د هغه له وجوده سرچینه اخلي. له همدې امله، موږ نه شو کولی چې یو محدود حد الله تعالی ته وټاکو، ځکه چې پدې حالت کې به د محدودو شیانو ځانګړتیاوې او خاصیتونه د هغه وجود ورکوونکیو ذات ته نه شو منسوبولی، ځکه چې هغه به حد سره محدود کیږي، او هغه څه چې په ځانګړو حدودو پورې محدود دي هغه د متضادو صفاتو لرونکو شیانو مبداء او اصل نشي کیدی، پداسې حال کې چې خالق خدای، د ټولو موجوداتو او د هغوی د وجودي کمالاتو اصل دی. نو دا معلومه شوه چې هغه لامحدود دی. د دې بحث په اړه تفصیلات په لاندې سرچینو کې وګورئ.[4]
خدای، مطلقه هستي
دریم دلیل، چې د خدای د لامحدودیت په اړه فلسفي لیدتوګه لري، دا دی چې مطلق وجود، لامحدودیت سره مساوي دی ځکه چې محدودیت د نیمګړتیا او عدم څخه رامینځته کیږي، او له دې سببه چې مطلقه هستي عدم نه قبلوي، نیمګړتیا او کثرت نه مني، نو له همدې امله لامحدود دی. نو له همدې امله، چې خدای مطلق وجود، خالص او پاک وجود دی، نو د هغه محدود شونه محال ده.[5] ځکه چې که هغه محدود وي، نو دا پدې مانا ده چې هغه به نیمګړی وي یا به خالص وجود نه وي، بلکې ماهیت به هم ولري، ځکه چې هرچیرې چې کثرت او تعدد وي، نو طبیعي ده چې محدودیت به هم شتون لري، او که چیرې کثرت نه وي نو محدودیت به هم نه وي، او له دې سببه چې الله تعالی په خپله په قرآن کې فرمایلي دي: کينډۍ:قرآن ووایه چې خدای یو او بې ساري دی نو تدد او کثرت په کې ممکن نه دی، نو په پایله کې، هغه هم له محدودیت څخه هم پاک دی.
الله پاک علت العلل دی
د خدای د لامحدودیت یو بل دلیل دا دی چې محدودیت مقهوریت او معلولیت سره مساوي دی، پدې معنی چې هر هغه موجود چې معلول او مقهور دی په طبیعي ډول محدود هم دی. او له دې سببه چې الله تعالی د هیڅ یو علت معلول دنه دی بلکې هغه د ټولو علتونو علت دی، مسبب الاسباب دی او قادرِ مطلق دی، نو دا روښانه کیږي چې هغه هیڅکله په یوه حد پورې محدود نه دی، بلکه لامتناهي او لامحدود دی.[6]
خدای واجب الوجود
بل دلیل دا دی چې خدای واجب الوجود دی، او د وجود وجوب لامحدود شونې سره مساوي دی. په بل عبارت، د وجود حقیقت یې لامحدودیت سره مساوي دی، لاحدّي او وجوب خالص شونې سره مساوي دی. ځکه چې خدای د هستۍ حقیقت او یوازینی وجود دی، او واجب الوجود دی، نو له همدې امله لامحدود او نه ختمیدونکی دی، ځکه چې که هغه لامحدود او نه ختمیدونکی نه وي نو هغه به واجب الوجود نه وي؛ په داسې حال کې چې د خدای تعالی وجود مطلقه هستي و مطلق ذاتي واجب دی.[7]
د خدای ماهیت نه درلودل
یو بل دلیل چې ولې خدای لامحدود دی دا دی چې محدودیت تل له ماهیته راپورته کیږي. یعنې، په موجوداتو کې ماهیت د محدودیتونو د رامنځته کولو سرچینه ده، او ماهیت هماغه ټاکل او محدودیت دی، او له دې سببه چې خدای له ماهیت څخه پاک دی،[8] نو په پایله کې، هغه د هر ډول تعین او محدودیتونو څخه هم پاک دی. په بل عبارت، څرنګه چې ټول موجودات یو ماهیت لري، یعنې یو ځانګړی موجود او ځانګړي وجودي حدود لري، د مثال په توګه، ځینې موجودات انسانان دي، ځینې یې ونې دي، ځینې یې حیوانات دي، او داسې نور، نو دا ډول موجودات محدود دي، خو له دې سببه چې خدای د وجود له هر ډول وجودي ماهیت او تعیُّن څخه پاک دی، نو له همدې امله هغه محدودیت هم نه لري، له دې سببه چې له هغه ماهیت څخه پاک دی چې سرچینه یې محدودیت او تعیُّن ده نو په خپله محدودیت هم نه لري.
- تغییر_مسیر الگو:پایان
فوټ نوټ
رده:برهان اثبات خدا
رده:اسماء و صفات الهی
رده:صفات ثبوتیه
رده:شناخت و اثبات خدا