د "د امامانو د اطاعت وجوب د اولی الامر په آيت کي" د بڼو تر مېنځ توپير

د ویکی پاسخ لخوا
(د "{{سوال}} ولې قرآن چې د خدای، رسول او اولي‌الامر په پيروۍ باندي امر کړی دی، د اهل‌بيت او امامانو (ع) نومونو ته يې اشاره نه ده کړې؟ {{پایان سوال}} د اولي‌الامر په آيت کي پر مسلمانانو باندي د خدای، او د هغه د پيغمبر او د اولي‌الامر اطاعت او پيروي واجب شوی دی. د شي..." تورو مخ جوړ شو)
 
د سمون لنډیز نسته
۳۹ کرښه: ۳۹ کرښه:
==د ډېرې مطالعې لپاره==
==د ډېرې مطالعې لپاره==


    ۱. د امام خميني له نظره  امامت او بشپړ انسان، تیارېدل او خپرواي، د امام خميني د آثارو د تنظيم او خپراوي موسسه.  
1. د امام خميني له نظره  امامت او بشپړ انسان، تیارېدل او خپرواي، د امام خميني د آثارو د تنظيم او خپراوي موسسه.  


    ۲. امام پېژندنه او د شبهو ځواب (امامت په قرآن کي)، علی اصغر رضوانی.
2. امام پېژندنه او د شبهو ځواب (امامت په قرآن کي)، علی اصغر رضوانی.


    ۳. آیات الولایه، مکارم شیرازی.
3. آیات الولایه، مکارم شیرازی.


    ۴. آیات الولایه، سید کاظم ارفع.
4. آیات الولایه، سید کاظم ارفع.


    ۵. شیعه په اسلام کي، علامه طباطبائی.
5. شیعه په اسلام کي، علامه طباطبائی.


    ۶. د نړۍ عدل پلنونکۍ، ابراهیم امینی.
6. د نړۍ عدل پلنونکۍ، ابراهیم امینی.


==سرچينې==
==سرچينې==

د ۱۷:۳۴, ۹ اپرېل ۲۰۲۳ بڼه

پوښتنه

ولې قرآن چې د خدای، رسول او اولي‌الامر په پيروۍ باندي امر کړی دی، د اهل‌بيت او امامانو (ع) نومونو ته يې اشاره نه ده کړې؟

د اولي‌الامر په آيت کي پر مسلمانانو باندي د خدای، او د هغه د پيغمبر او د اولي‌الامر اطاعت او پيروي واجب شوی دی. د شيعيانو په عقيده د اولي الامر څخه مراد دوولس‌ګونۍ امامان دي. که څه هم په قرآن شريف کي په مستيقمه توګه د امامانو نومونه نه دي ذکر شوي خو رسول الله (ص) د جابر په حديث کې د اولي الامر د آيت په تفسير کي اولي الامر يې خپل د نسل څخه امامان او خپل ځایناستي ښودلي او د هغوئ نومونه يې ذکر کړي دي.

لارښود ته د ټولنې اړتيا

د پیدایښت له پیل څخه تر نن ورځې پورې ټولې بشرې ټولنې بې مشره او بې له رهبرۍ څخه نه دي اوسيدلي، ځکه چې دا د انسانانو فطري غوښتنه ده چې د یوه مشر شتون ته د اړتيا احساس لري که څه هم دغه مشر عادل وي او که ظالم او د انسان د دې فطري اړتياسره سم،د اسلام دين هم د دې اړتيا لپاره تدبيرونه ترسره کړي دي، چې د هغې جملې څخه د «یَا أَیُّهَا الَّذِینَ آمَنُواْ أَطِیعُواْ اللّهَ وَأَطِیعُواْ الرَّسُولَ وَأُوْلِی الأَمْرِ مِنکمْ»[۱] آيت دی چې فرمايي: «اې هغو کسانو چې ايمان مو راوړی دی، د خداى اطاعت وکړئ او د رسول او د خپل چارو د اولياوو اطاعت وکړئ». خدای تعالی په دې آيت کي د درو ډلو اطاعت يې پر مؤمنانو باندي واجب کړی دی: ۱. خدای، ۲. د خدای رسول، ۳. اولی الامر.

د اولي‌الامر څخه مقصد

د اولي الامر په اړه مختلفې نظريې شتون لري:

معصوم امامان (ع)

اولي الامر بايد معصوم وي او د خدای لخوا غوره شوی وي؛ او د دغه کس د پيژندلو لپاره بايد له رواياتو او احاديثو څخه کار واخيستل شي. رسول الله (ص) په دې اړه فرمايلي دي: «څوک چې خپل د زمانې امام و نه پېژني او مړ شي د جاهليت په مرګ مړ شوی دی».[۲]

د دې حدیث په واسطه د استدلال څرنګوالی دا دی چې د داسې قطعي حکم ملازمه دا ده چې زمانه به هیڅکله له امام څخه تش نه وي. همدارنګه امام صادق (ع) فرمايي: «هېڅکله په ځمکه کې داسې وخت نه دی تېر شوی، مګر دا چې د خدای له لوري حجت پکې شتون درلودلی دی تر څو حلال او حرام وښيي او خلک د خدای لورې ته و بلي».( کلینی، محمد بن یعقوب، الکافی، ۱ ټوک، ۳۷۶ مخ.) ابي حمزه وايي: ما امام صادق (ع) ته وويل آیا ممکنه ده چې ځمکه بې له امامه پاتې شي؟ هغه وفرمايل: که ځمکه بې له امامه شي، نابود به شي او د هغه اوسېدونکي به په ځان کي ډوب کړي.[۳]

د دغه کس د پېژندلو لپاره چې په قرآن کې د هغو څخه په اولي الامر باندي تعبير شوی دی، کولای شو د ثقلین له حدیث څخه کار واخلو چې دغه روايت، هم د شیعه په لومړيو او معتبرو کتابونو کي او هم د اهل سنت په مهمو کتابونو یعني هماغه شپږ ګوني صحاحو کي راغلۍ دی. د دې حدیث له مخې رسول الله (ص) د خپل ژوند په وروستيو ورځو کي وفرمایل: «انی قد ترکت فیکم الثقلین، کتاب الله و اهل بیتی و انهما لن یفترقا حتی یرد علی الحوض؛ ما په تاسو کي دوه غټ او ګران بیه شيان په يادګار پرېښودل؛ د خدای کتاب او زما اهل بيت او هغه دواړه هېڅکله يو د بل څخه نه بېلږي تر څو د حوض په څنګ کې دواړه پرما باندي وارد شي».[۴]

حاکمان او پاچاهان

ځینې په دې باور دي چې اولي الامر پاچاهان او حاکمان دي. د دې نظريې په نيوکه کې ويل شوي چې خداى پاک د اسلام پېغمبر له زرګونو آسماني فرمانونو سره رالېږلى او د خپل حکومت بنسټ يې هم د توحيد او عدالت پر اصولو کېښود او له ډېرو هلو ځلو او د ظلم او فساد سره په مبارزه کي د مسلمانانو له ټولو سرښندونو او د عدل د درلو لپاره د خدای د اوامرو له پلې کولو وروسته، آیا خدای خلکو ته امر کوي چې د ظالمو حاکمانو څخه اطاعت وکړي؟

البته داسې نه ده، ځکه چې خدای خپل پیغمبر د عدل او انصاف د درولو لپاره رالېږلی دی او يو ظالم څوک هېڅکله نه شي کولای د هغه ځای ناستی وي. نو لکه څنګه چې د خدای او د هغه د رسول اطاعت په مطلقه توګه واجب ګڼل شوی دی، د اولو الامر اطاعت چې د هغوئ په ليکه کي ځای لري هم په مطلقه توګه واجب دی نو له همدې امله اولوالامر بايد معصوم وي. ځکه چې پرته له معصوم څخه د هېچا اطاعت بي له قید او شرطه ممکن نه دی.

د جابر روايت د اولي الامرڅخه د مقصد په بيان کي

جابر بن عبدالله انصاري رانقلوي: کله چي د«أَطِیعُواْ اللّهَ و ...» آيت نازله شوه رسول الله (ص) ته مي وويل: موږ خدای او د هغه رسول پېژندلي دي، خو «اولي الامر» څوک دي چې اطاعت يې ستاسو د اطاعت په ليکه کي راغلی دی؟ هغه حضرت وفرمايل: هغوئ زما ځايناستې او زما څخه وروسته امامان دي چې د علي بن ابي طالب څخه پيل کيږي او وروسته په ترتيب سره حسن بن علی، حسین بن علی، علی بن حسین، محمد بن علی چې په تورات کې د باقر په نوم پېژندل شوی دی او ته به د هغه په زمانه کي ژوندی وې او کله چې دي هغه وليدل زما سلام ورته ورسوه او د هغه څخه وروسته جعفر بن محمد، موسی بن جعفر، علي بن موسی، محمد بن علي، علي بن محمد، حسن بن علي او له هغه وروسته د هغه زوئ چې نوم او کنيه یې زما د نوم او کنيه سره يو دی چې هغه په ځمکه کي د خدای حجت او د هغه د بندګانو په مينځ کي الهي سپما او ذخيره ده او خدای هغه پر ټوله نړۍ باندي واکمن کوي.[۵]

ولې د امامانو نوم په قرآن کي نشته؟

ابی بصیر را نقل کړی دی چې ما له امام صادق (ع) څخه د نساء د سورې د ۵۹ آیت «د خدای اطاعت وکړئ او د هغه د رسول او خپل د اولې الامر اطاعت وکړئ» په باره کښې پوښتنه وکړه. ويې ويل: د علي بن ابي طالب، حسن او حسين (ع) په اړه نازل شوى دى. ما ورته وويل: په رښتيا خلک وايي: ولې د علي او د هغه د کورنۍ نوم د خداى په کتاب کې نشته؟ هغه وفرمایل: د هغوئ په ځواب کې وواياست چې: د لمانځه آیت د رسول الله (ص) لپاره نازله شوه او خدای په هغه کې د درو رکعتو او څلورو رکعتو په باره کي څه نه دي ويلي تر څو چي رسول الله (ص) هغه ته تشريح ورکړ. د زکات آیت نازله شوه، خدای و نه ويل چې بايد د څلوېښتو درهمو څخه يو درهم زکات ورکړل شي تر څو چې رسول الله (ص) د هغه شرحه ورکړه. او د حج آیت نازله شوه او خدای و نه ويل چې اوه ځلې طواف وکړئ خو دغه رسول الله (ص) و چې هغه ته شرحه ورکړه. د«أَطِیعُواْ اللّهَ و ...» آيت د علي، حسن او حسین په اړه نازل شوی دی او رسول الله (ص) د علي په اړه وفرمایل: څوک چې زه د هغه مولا يم علي هم د هغه مولا دی او ويې ويل زه تاسو ته د خدای د کتاب او خپل د کورنۍ په اړه وصيت کوم، ځکه ما د خدای څخه غوښتلی دی چې د هغوئ په مينځ کي بيلتون وا نه چوي تر څو د حوض تر څنګ ما ته را ورسوي.[۶]

نو په قرآن کي په غير مستقيمه توګه د امامانو (ع) څخه یاد شوی دی چې شرح يې د رسول الله (ص) لخوا صورت موندلی دی.

د ډېرې مطالعې لپاره

1. د امام خميني له نظره امامت او بشپړ انسان، تیارېدل او خپرواي، د امام خميني د آثارو د تنظيم او خپراوي موسسه.

2. امام پېژندنه او د شبهو ځواب (امامت په قرآن کي)، علی اصغر رضوانی.

3. آیات الولایه، مکارم شیرازی.

4. آیات الولایه، سید کاظم ارفع.

5. شیعه په اسلام کي، علامه طباطبائی.

6. د نړۍ عدل پلنونکۍ، ابراهیم امینی.

سرچينې

  1. د نساء سوره، ۵۹ آيت.
  2. توحید، رضا، قرآن او وروستنۍحجت، د سیمای آفتاب خپراوي، لمړۍ چاپ، منۍ ، ۱۳۸۴ ل، ۷۳۹ مخ.
  3. کلینی، محمد بن یعقوب، الکافی، ۱ ټوک، ۳۷۸ مخ.
  4. حسینی طهرانی، سید محمد حسین، امام‌ پېژندنه، د طباطبائی خپراوي، څلورم چاپ، ۱۴۱۸ق، ۲ ټوک، ۱۴۵ مخ.
  5. صافی گلپایگانی، لطف الله، منتخب الاثر، د السیده المعصومه د موسسې خپراوي، لمړۍ چاپ، ۱۴۱۹ق، ۸ باب، ۴ حديث.
  6. کلینی، محمد بن یعقوب، الکافی، ۲ ټوک، کتاب الحجه، ۳۹۰ مخ.