د امامانو د اطاعت وجوب د اولی الامر په آيت کي
ولې قرآن چې د خدای، رسول او اوليالامر په پيروۍ باندي امر کړی دی، د اهلبيت او امامانو (ع) نومونو ته يې اشاره نه ده کړې؟
د اوليالامر په آيت کي پر مسلمانانو باندي د خدای، او د هغه د پيغمبر او د اوليالامر اطاعت او پيروي واجب شوی دی. د شيعيانو په عقيده د اولي الامر څخه مراد دوولسګونۍ امامان دي. که څه هم په قرآن شريف کي په مستيقمه توګه د امامانو نومونه نه دي ذکر شوي خو رسول الله (ص) د جابر په حديث کې د اولي الامر د آيت په تفسير کي اولي الامر يې خپل د نسل څخه امامان او خپل ځایناستي ښودلي او د هغوئ نومونه يې ذکر کړي دي.
لارښود ته د ټولنې اړتيا
د پیدایښت له پیل څخه تر نن ورځې پورې ټولې بشرې ټولنې بې مشره او بې له رهبرۍ څخه نه دي اوسيدلي، ځکه چې دا د انسانانو فطري غوښتنه ده چې د یوه مشر شتون ته د اړتيا احساس لري که څه هم دغه مشر عادل وي او که ظالم او د انسان د دې فطري اړتياسره سم،د اسلام دين هم د دې اړتيا لپاره تدبيرونه ترسره کړي دي، چې د هغې جملې څخه د «یَا أَیُّهَا الَّذِینَ آمَنُواْ أَطِیعُواْ اللّهَ وَأَطِیعُواْ الرَّسُولَ وَأُوْلِی الأَمْرِ مِنکمْ»[۱] آيت دی چې فرمايي: «اې هغو کسانو چې ايمان مو راوړی دی، د خداى اطاعت وکړئ او د رسول او د خپل چارو د اولياوو اطاعت وکړئ». خدای تعالی په دې آيت کي د درو ډلو اطاعت يې پر مؤمنانو باندي واجب کړی دی: ۱. خدای، ۲. د خدای رسول، ۳. اولی الامر.
د اوليالامر څخه مقصد
د اولي الامر په اړه مختلفې نظريې شتون لري:
معصوم امامان (ع)
اولي الامر بايد معصوم وي او د خدای لخوا غوره شوی وي؛ او د دغه کس د پيژندلو لپاره بايد له رواياتو او احاديثو څخه کار واخيستل شي. رسول الله (ص) په دې اړه فرمايلي دي: «څوک چې خپل د زمانې امام و نه پېژني او مړ شي د جاهليت په مرګ مړ شوی دی».[۲]
د دې حدیث په واسطه د استدلال څرنګوالی دا دی چې د داسې قطعي حکم ملازمه دا ده چې زمانه به هیڅکله له امام څخه تش نه وي. همدارنګه امام صادق (ع) فرمايي: «هېڅکله په ځمکه کې داسې وخت نه دی تېر شوی، مګر دا چې د خدای له لوري حجت پکې شتون درلودلی دی تر څو حلال او حرام وښيي او خلک د خدای لورې ته و بلي».( کلینی، محمد بن یعقوب، الکافی، ۱ ټوک، ۳۷۶ مخ.) ابي حمزه وايي: ما امام صادق (ع) ته وويل آیا ممکنه ده چې ځمکه بې له امامه پاتې شي؟ هغه وفرمايل: که ځمکه بې له امامه شي، نابود به شي او د هغه اوسېدونکي به په ځان کي ډوب کړي.[۳]
د دغه کس د پېژندلو لپاره چې په قرآن کې د هغو څخه په اولي الامر باندي تعبير شوی دی، کولای شو د ثقلین له حدیث څخه کار واخلو چې دغه روايت، هم د شیعه په لومړيو او معتبرو کتابونو کي او هم د اهل سنت په مهمو کتابونو یعني هماغه شپږ ګوني صحاحو کي راغلۍ دی. د دې حدیث له مخې رسول الله (ص) د خپل ژوند په وروستيو ورځو کي وفرمایل: «انی قد ترکت فیکم الثقلین، کتاب الله و اهل بیتی و انهما لن یفترقا حتی یرد علی الحوض؛ ما په تاسو کي دوه غټ او ګران بیه شيان په يادګار پرېښودل؛ د خدای کتاب او زما اهل بيت او هغه دواړه هېڅکله يو د بل څخه نه بېلږي تر څو د حوض په څنګ کې دواړه پرما باندي وارد شي».[۴]
حاکمان او پاچاهان
ځینې په دې باور دي چې اولي الامر پاچاهان او حاکمان دي. د دې نظريې په نيوکه کې ويل شوي چې خداى پاک د اسلام پېغمبر له زرګونو آسماني فرمانونو سره رالېږلى او د خپل حکومت بنسټ يې هم د توحيد او عدالت پر اصولو کېښود او له ډېرو هلو ځلو او د ظلم او فساد سره په مبارزه کي د مسلمانانو له ټولو سرښندونو او د عدل د درلو لپاره د خدای د اوامرو له پلې کولو وروسته، آیا خدای خلکو ته امر کوي چې د ظالمو حاکمانو څخه اطاعت وکړي؟
البته داسې نه ده، ځکه چې خدای خپل پیغمبر د عدل او انصاف د درولو لپاره رالېږلی دی او يو ظالم څوک هېڅکله نه شي کولای د هغه ځای ناستی وي. نو لکه څنګه چې د خدای او د هغه د رسول اطاعت په مطلقه توګه واجب ګڼل شوی دی، د اولو الامر اطاعت چې د هغوئ په ليکه کي ځای لري هم په مطلقه توګه واجب دی نو له همدې امله اولوالامر بايد معصوم وي. ځکه چې پرته له معصوم څخه د هېچا اطاعت بي له قید او شرطه ممکن نه دی.
د جابر روايت د اولي الامرڅخه د مقصد په بيان کي
جابر بن عبدالله انصاري رانقلوي: کله چي د«أَطِیعُواْ اللّهَ و ...» آيت نازله شوه رسول الله (ص) ته مي وويل: موږ خدای او د هغه رسول پېژندلي دي، خو «اولي الامر» څوک دي چې اطاعت يې ستاسو د اطاعت په ليکه کي راغلی دی؟ هغه حضرت وفرمايل: هغوئ زما ځايناستې او زما څخه وروسته امامان دي چې د علي بن ابي طالب څخه پيل کيږي او وروسته په ترتيب سره حسن بن علی، حسین بن علی، علی بن حسین، محمد بن علی چې په تورات کې د باقر په نوم پېژندل شوی دی او ته به د هغه په زمانه کي ژوندی وې او کله چې دي هغه وليدل زما سلام ورته ورسوه او د هغه څخه وروسته جعفر بن محمد، موسی بن جعفر، علي بن موسی، محمد بن علي، علي بن محمد، حسن بن علي او له هغه وروسته د هغه زوئ چې نوم او کنيه یې زما د نوم او کنيه سره يو دی چې هغه په ځمکه کي د خدای حجت او د هغه د بندګانو په مينځ کي الهي سپما او ذخيره ده او خدای هغه پر ټوله نړۍ باندي واکمن کوي.[۵]
ولې د امامانو نوم په قرآن کي نشته؟
ابی بصیر را نقل کړی دی چې ما له امام صادق (ع) څخه د نساء د سورې د ۵۹ آیت «د خدای اطاعت وکړئ او د هغه د رسول او خپل د اولې الامر اطاعت وکړئ» په باره کښې پوښتنه وکړه. ويې ويل: د علي بن ابي طالب، حسن او حسين (ع) په اړه نازل شوى دى. ما ورته وويل: په رښتيا خلک وايي: ولې د علي او د هغه د کورنۍ نوم د خداى په کتاب کې نشته؟ هغه وفرمایل: د هغوئ په ځواب کې وواياست چې: د لمانځه آیت د رسول الله (ص) لپاره نازله شوه او خدای په هغه کې د درو رکعتو او څلورو رکعتو په باره کي څه نه دي ويلي تر څو چي رسول الله (ص) هغه ته تشريح ورکړ. د زکات آیت نازله شوه، خدای و نه ويل چې بايد د څلوېښتو درهمو څخه يو درهم زکات ورکړل شي تر څو چې رسول الله (ص) د هغه شرحه ورکړه. او د حج آیت نازله شوه او خدای و نه ويل چې اوه ځلې طواف وکړئ خو دغه رسول الله (ص) و چې هغه ته شرحه ورکړه. د«أَطِیعُواْ اللّهَ و ...» آيت د علي، حسن او حسین په اړه نازل شوی دی او رسول الله (ص) د علي په اړه وفرمایل: څوک چې زه د هغه مولا يم علي هم د هغه مولا دی او ويې ويل زه تاسو ته د خدای د کتاب او خپل د کورنۍ په اړه وصيت کوم، ځکه ما د خدای څخه غوښتلی دی چې د هغوئ په مينځ کي بيلتون وا نه چوي تر څو د حوض تر څنګ ما ته را ورسوي.[۶]
نو په قرآن کي په غير مستقيمه توګه د امامانو (ع) څخه یاد شوی دی چې شرح يې د رسول الله (ص) لخوا صورت موندلی دی.
د ډېرې مطالعې لپاره
- د امام خميني له نظره امامت او بشپړ انسان، تیارېدل او خپرواي، د امام خميني د آثارو د تنظيم او خپراوي موسسه.
- امام پېژندنه او د شبهو ځواب (امامت په قرآن کي)، علی اصغر رضوانی.
- آیات الولایه، مکارم شیرازی.
- آیات الولایه، سید کاظم ارفع.
- شیعه په اسلام کي، علامه طباطبائی.
- د نړۍ عدل پلنونکۍ، ابراهیم امینی.
سرچينې
- ↑ د نساء سوره، ۵۹ آيت.
- ↑ توحید، رضا، قرآن او وروستنۍحجت، د سیمای آفتاب خپراوي، لمړۍ چاپ، منۍ ، ۱۳۸۴ ل، ۷۳۹ مخ.
- ↑ کلینی، محمد بن یعقوب، الکافی، ۱ ټوک، ۳۷۸ مخ.
- ↑ حسینی طهرانی، سید محمد حسین، امام پېژندنه، د طباطبائی خپراوي، څلورم چاپ، ۱۴۱۸ق، ۲ ټوک، ۱۴۵ مخ.
- ↑ صافی گلپایگانی، لطف الله، منتخب الاثر، د السیده المعصومه د موسسې خپراوي، لمړۍ چاپ، ۱۴۱۹ق، ۸ باب، ۴ حديث.
- ↑ کلینی، محمد بن یعقوب، الکافی، ۲ ټوک، کتاب الحجه، ۳۹۰ مخ.