کينډۍ:مقاله برگزیده
د تطهير په آیت کي د «اهلبيت» د کلمې څخه څه شی مراد دی؟ د دې آیت د سياق په پاملرنې سره آیا د پيغمبر (ص) ښځې پکي شاملي دي؟
اهلبيت د تطهير په آیت کي د شیعه او د ډېرو اهل سنتو له نظره د حضرت محمد (ص)، علی (ع)، فاطمه (س)، حسن (ع)، او حسين (ع) لپاره يو ځانګړی نوم دی. د شيعه روايتونه او د اهل سنت ځينې روايتونه پر دې مطلب باندې ټينکار کړی دی. سره له دې چې د تطهير د آیت مخکی او وروسته آیتونه د پيغمبر (ص) ښځو ته خطاب کړی دی، اما مفسرونه د تطهير آیت د پيغمبر (ص) ښځو ته اړوند نه ګڼي؛ دا ځکه چې د پيغمبر (ص) ښځو ته خطابي آيتونه د ګواښ، عذاب او په کور کي د کښېنستنې د دستور سره ټل او هملاره دي، حال دا چې د تطهير د آيت خطاب په اکرام او درناوي سره دی. همداراز ضميرونه په دي آيتونو کي ښځينه دي، حال دا چې د تطهير په آيت کي دوه ضميرونه په نرينه توګه راغلي دي. ځيني معتقد دي که چيرې اهلبیت د پيغمبر(ص) پر ښځو باندي شاملېدل، د هغه د ښځو يا د چاپېريالانو له لورې ويل کېدل، حال دا چې د دې وګړو نه هېڅ څوک پر دې فضيلت باندي اشاره نه ده کړې.