د تطهير په آيت کي د اهل‌بيت څخه مقصد

د ویکی پاسخ لخوا
Jump to navigation Jump to search
پوښتنه

د تطهير په آیت کي د «اهل‌بيت» د کلمې څخه څه شی مراد دی؟ د دې آیت د سياق په پاملرنې سره آیا د پيغمبر (ص) ښځې پکي شاملي دي؟

اهل‌بيت د تطهير په آیت کي د شیعه او د ډېرو اهل سنتو له نظره د حضرت محمد (ص)، علی (ع)، فاطمه (س)، حسن (ع)، او حسين (ع) لپاره يو ځانګړی نوم دی. د شيعه روايتونه او د اهل سنت ځينې روايتونه پر دې مطلب باندې ټينکار کړی دی.

سره له دې چې د تطهير د آیت مخکی او وروسته آیتونه د پيغمبر (ص) ښځو ته خطاب کړی دی، اما مفسرونه د تطهير آیت د پيغمبر (ص) ښځو ته اړوند نه ګڼي؛ دا ځکه چې د پيغمبر (ص) ښځو ته خطابي آيتونه د ګواښ، عذاب او په کور کي د کښېنستنې د دستور سره ټل او هملاره دي، حال دا چې د تطهير د آيت خطاب په اکرام او درناوي سره دی. همداراز ضميرونه په دي آيتونو کي ښځينه دي، حال دا چې د تطهير په آيت کي دوه ضميرونه په نرينه توګه راغلي دي.

ځيني معتقد دي که چيرې اهل‌بیت د پيغمبر(ص) پر ښځو باندي شاملېدل، د هغه د ښځو يا د چاپېريالانو له لورې ويل کېدل، حال دا چې د دې وګړو نه هېڅ څوک پر دې فضيلت باندي اشاره نه ده کړې.

د آيت متن

«اِنَّما یُریدُ اللهُ لِیُذهِبَ عَنکُمُ الرِّجسَ اَهلَ البَیتِ وَ یُطَهِّرَکُم تَطهیرًا ؛ هرو مرو خدای غواړي ستاسو[پيغمبر] د خاندان څخه چټلۍ او کرغېړنتيا ليري کړي او تاسو پاک او سپېڅلۍ وګرځوي.» (احزاب: ۳۳)

د اهل‌بیت لغوي او اصطلاحي معنا

اهل‌بیت په لغات کي د کور د اهل په معنا ده چې د يو وګړی پر اهل او عيال باندي استعماليږي. د لسان العرب په کتاب کي راغلی دی: «الأَهْل: أَهل الرجل و أَهْلُ الدار... أَهْل الرجل عَشِيرتُه و ذَوُو قُرْباه‏»[۱] یعني د هرچا اهل د هغه د کور اهل دی او د هغه پر ټبر او خپلوانو باندي هم په کار وړل کيږي. اما اهل بيت په اصطلاح او د قرآن کريم په عرف کي د اهل کسا‌‌ لپاره ځانګړۍ نوم دی چې عبارت دي له رسول الله مبارک (ص)، علی، فاطمه، حسن او حسين (ع) څخه او د هغوئ پر پرته باندي نه استعماليږي.[۲]

د پيغمبر (ص) د ښځو اوه ګونې آيتونه

د تطهير آیه د هغو اوه‌ګونو آیتونو په منځ کي راغلې ده چې ځيني حکمونه یې د پيغمبر (ص) د ښځو لپاره بيان کړي دي. د تطهير د آيې مخکي او وروسته آيتونه د پيغمبر (ص) د ښځو لپاره او هغوئ ته په خطاب کي دي. اما مفسرونه د تطهير آیه د پيغمبر ښځو ته اړوند نه بولي.

  • هغه خطابونه چې د پيغمبر (ص) ښځو ته شوي دي د نيوکې سره هملاره ديِ؛ په دې آيتونو کي د پيغمبر (ص) ښځې په طلاق او عذاب باندي ګواښ شوي دي او هغوئ ته په کور کي د کښېنستلو دستور ورکړ شوی دی. حال دا چې د تطهير آيه د درناوی سره هملاره ده.
  • هغه ضميرونه چې د پيغمبر (ص) ښځو ته ورګرځي، ټوله ښځينه دي، حال دا چې د تطهير په آيه کي دوه ضميره په نرينه توګه راغلي دي او دا ښيي چې دغه دوه برخه مختلفو وګړو ته اړوند دي.
  • ځيني محققین او شنونکي معتقد دي که چيري د اهل بیت څخه مراد د پيغمبر (ص) ښځي ول دا به د دئ لپاره يو وياړ و. اما د پيغمبر د ښځو د هېڅ يوه څخه څه شی رانقل شوی نه دی چې دا لقب ځان ته نسبت ورکړي او په هغه باندي ووياړي. معاويه د ام‌المؤمنین (خور يې ام حبیبه د پيغمبر (ص) ښځه) په ورورئ باندي وياړېدل، که چيري د هغه خور د اهل بیت مصداق وه، هرومرو به يي یادول، حال دا چې د ده څخه دا ادعا رانقل شوې نه ده.[۳]

د اهل سنت د عالمانو نظر

د اهل سنت ډېرو عالمانو پر دې باندي ټينګار کړی دی چه اهل‌بیت هغه پنځه تنه آل عبا دي. د ام المؤمنين عايشې له لاري د صحيح مسلم په کتاب او نورو حديثي او تفسيري کتابونو کي دا حدیث راغلی دی. ام المؤمنين حضرت عايشه په دې حديث کي وايي: «يوه ورځ د سهار د لمانځه په وخت رسول الله (ص) يوه جامه پر خپل ځان اچولی وو چې له تورو وړيو څخه اوبدل شوې وه . په دې وخت کي حسن بن علي راغۍ چي رسول الله(ص) هغه د ځانه سره تر جامې لاندي کړ. يوه شېبه وروسته حسين راغۍ، هغه هم د رسول الله په څنګ کي تر جامې لاندي ننوت. ورپسې فاطمه د رسول الله لور راغله او تر جامې لاندي شوه. وروسته له هغې نه علي راغۍ او د هغوئ سره تر جامې لاندي يو ځای شو. په دې وخت کي رسول الله(ص) وويل: «إِنَّما يُريدُ اللَّهُ لِيُذْهِبَ عَنْكُمُ الرِّجْسَ أَهْلَ الْبَيْتِ وَ يُطَهِّرَكُمْ تَطْهيراً، يعني خدای تعالی اراده کړې ده چي يواځي ستاسو اهل بيت څخه هر ډول چټلئ او ګناه ليري کړي او تاسي په بشپړه توګه پاک وساتي.»[۴]

دا مبارک حديث په روښانه توګه بيانوي چې په هغه وخت کي يوازي دغه پنځه کسه يعني محمد مصطفی(ص)، علی، فاطمه، حسن او حسين(ع) د اهل بيت تر نوم لاندي ځای لرل او نور هيڅ څوک په دې نوم کي د هغوئ سره ګډون نه درلودل. له دې ترڅ نه دا پايله لاسته راځي چې د قرآن کريم په عرف کي نه د رسول الله(ص) ښځي او نه د هغه نور خپلوان هيڅ يو د هغه اهل بيت نه ګڼل کيږي چې د تطهير د آيې په روښانه دلالت د خدای(ج) په اراده د هر ډول ګناه، ناپاکۍ او خطا څخه په بشپړه توګه پاک او سپېڅل شوي دي.

دا حديث چې د ام سلمې د خدای د رسول(ص) دبلې ښځې له لارې را نقل شوی دی په روښانه توګه پر دې باندي دلالت لري چې د رسول الله (ص) ښځې څه په يوازينۍ توګه او څه د نورو سره په ګډون نشي کيدلای داهل بيت مصداق و ګڼل شي. ام سلمه وايي: کله چې د تطهير آيه زما په کور کي نازله شوه رسول الله(ص) علي، فاطمه ، حسن او حسين تر کسا لاندي راټول کړل او وئې فرمايل: «اللهم هؤلاء اهل بيتي، خدايه دغه کسان زما اهل بيت دی» ام سلمه وايي ما رسول الله (ص) ته وويل چې آيا زه ستا اهل بيت نه يم؟ هغه په ځواب کي راته وويل: ته زما اهل يې او له خيره سره يې اما دوئ زما اهل بيت دي.[۵]

  • واحدی د اهل سنت د نامتو عالمانو د تطهير آیه رسول الله مبارک (ص)، علی (ع)، فاطمه(ع)، حسن (ع) او حسین (ع) ته ځانګړی ګڼي او معتقد دی چې هيڅ بل وګړی په دې موضوع کې د هغوئ سره ګډون نه لري.[۶]
  • آلوسي د اهل سنت نامتو مفسر د اهل بیت د مصداق لپاره د ثقلين د حديث څخه مرسته اخيستې ده چې رسول الله (ص) وفرمايل: «إني تارك فيكم خليفتين وفي رواية ثقلين كتاب الله حبل ممدود ما بين السماء والأرض وعترتي أهل بيتي وإنهما لن يفترقا حتى يردا على الحوض». آلوسي وايي د دې حديث اقتضا او غوښتنه داده چې د رسول الله (ص) مطهرې ښځې په اهل بيت کي چې د دوو ثقلو څخه يو ثقل دی، نه داخليږي؛ ځکه د هر سړي عترت لکه څنګه چې په صحاح کي راغلي دي د هغه نسل ته ويل کيږي او د اهل بيت کلمه په دې حديث کي د عرب د ادبیاتو په اصطلاح بدل يا عطف بیان دی.[۷]

اخيستن ځایونه

  1. ابن منظور محمد بن مكرم ، لسان العرب‏ ، 11ټوک، 28مخ، بیروت، دارصادر، 1414ق.
  2. محمد حسین طباطبایی، المیزان فی تفسیرالقرآن، 16ټوک، 312مخ، قم، مؤسسة النشر الإسلامي التابعة لجماعة المدرسين.
  3. طهرانی، محمد حسین، امام‌شناسی، انتشارات حکمت، لمړۍ چاپ، ۱۴۰۴ق، ج۲، ص۲۱۷.
  4. مسلم بن حجاج نيشابوري، صحیح مسلم، 4ټوک، 1883مخ، بیروت، دار إحياء التراث العربي، تحقيق: محمد فؤاد عبد الباقي.بی‌تا.
  5. المستدرک علی الصحيحين، 3ټوک،451مخ؛ ترمذي، محمد بن عيسی، سنن الترمذي ، بيروت، دارالفکر للطباعه و النشر، 1403ق، 5ټوک، 30 – 31مخونه.
  6. الواحدی النیسابوری، کتاب اسباب النزول الآیات، ذیل تفسیر آیه ۳۳ احزاب، انتشارات موقع یعسوب
  7. سید محمود آلوسی ، روح المعاني في تفسير القرآن العظيم والسبع المثاني، 22ټوک، 16مخ، بیروت، دار إحياء التراث العربي، [بی‌تا].